اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه

عزیز رحمن « ذکي »

د لغمان پوهنتون دتأسيس فرمان د جلالتمآب ولسمشر له خوا د ۱۳۸۹ هـشکال دقوس مياشتې په ۶تاريخ لاسليک شوی،او د يادې مياشتې په ۲۷تاريخدلغمان والي صاحب ،د لوړو زدکړو وزير صاحب،دجمهوري رياست علمي او فرهنګي چارو مشاور وزيرصاحبله خوا ، د کابل پوهنتون ، تعليم او تربيې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئيسانو، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رئيسانو، د ولا يت وکيلانو ، ولايتي شورا غړيو ، دولايت نورو مشرانو او چارواکيو په محضرکېدسلطان غازي بابا په ښارګوټيکېد بنسټ ډبرې په ايښودلو او پټۍ په پرېکولو سره رسماً افتتاح شو.


Ø لغمان پوهنتون لپاره دسلطان غازي په ښارګوټي کې ۴۳ هکتاره ځمکه ورکړل شوېده، چې د يو باب تدريسي تعمير تهداب ډبره د والي صاحب او مرستندوی ( دکتور/ ايروز ) له خوا ايښودل شوي ، چې کار به يې په لنډ راتلونکيکې پيل شي،ان شاءالله.


Øد پوهنتون اداري،تدريسيچارو اود محصلينو ليليې لپاره موقتې ودانۍ په پام کې نيول شوي او استفادې ته تيارې دي.


Ø دلغمان پوهنتون فعلاً دوه پوهنځيلري:

۱ـ د زراعت پوهنځی ،دوه څانګې لري:(زراعتي اقتصاد / چاپيريال ساتنه او ځنګلداري)

۲ـ د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى ، داهم دوه څانګې لري: (ژورناليزم /لايبريري ساينس).


Øتدريسيچارې به د ننګرهار پوهنتون محترمواستاذانو او د لغمان پوهنتون خپلواستاذانو له خوا چې تقرر يې په نظر کې دی، پرمخ وړل کيږي.


Øدلغمان پوهنتون لپاره د ۱۳۹۰ کال په تشکيل کې ۱۰ تنه استاذان ۶ تنه مامورين او ۶ تنه اجيران په نظرکې نيول شويدي.


Ø راروان تعلمي کال لپاره ۳۰۰ تنه محصلين له مختلفو ولاياتو څخه لغمان پوهنتون تهد لوړو زدهکړو وزارت له خوا معرفي شوي ، چې ثبت نام يې داسد مياشتې له اولې او درسونه به يې د سنبلې په ۱۵ مه د الله تعالى په مرسته پيل شي.


Ø دلغمان جديد التأسيس پوهنتون نهادونو تکميل پورې چارې به يې دننګرهار پوهنتون په مرسته ترسره کيږي.


Ø د پوهنتون ادرس: لغمان ولايت/مهترلام ښار/سلطان غازيبابا ښارګوټى.


Ø دپوهنتون سرپرست:پوهنمل / عبدالصبور" غفورزى" [email protected] ــــــ 077 41 42 394

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←