دافغانستان ورښتنو شخړوته کتل په کاردي
محمد نعيم کاکړ
لکه څنګه چى زموږ يو شاعر ويلى وو چى دافغانستان خاوره دطوفانو او لړځونکي خاوره ده دتيرو ديش پنځه ديش کلو کښې خو موږ هم دا وليدل لکه څنګه چي شاعر ويلى وو خو ددي دڅنګه به زه په دي خبره کښې داخبره هم ورګډه کړم چي په داخاوره باندي ډيرى دسيسي او سازشونه هم کيږي او دافغانستان په تخت ناسته هم داسي ده لکه څوک چي دزمري ياد پړانګ په ملا باندي ناسته او سواري کوي نو چي څنګه څوک دپرانګ
په ملا سواري کوي ياد دسيسو او ساز شو مخ نوي کوي ياد طوفانو مخ نوي کوي دابه هغه وخت کولي شې چي هغه هم په هر چل ول پوه وي او د هر چل ول جواب ورسره وي دا رښتيا خبره ده چي نن نړي او دنړي سياست ډير ولونه دي خو چي دچاسره چي رښتيا او صداقت ورسره وي هغه کله هم پاته نه راځي دڅه دپاره به دمشکل او خواري سره مخامخ وي خو بيرته هم ګټه او برخه د داسي چاپه نامه وي څوک چي د رښتيا او صداقت لمن ټنيګه ونيسي.
نن چي زه دافغانستان حالاتوته ګورم نو دنن حالات د ډاکټرنجيب و وروستيو حالاتوته ورته دي چي کله نړي والو ګاونډيانو او پخپله دده ملګرو دده په ضددسيسي او ساز شونه تيار کړي وو ډاکټر نجيب الله به هم ددي ټولو جواب ويلي وي خو ددي څخه يوه لويه تيره وتنه هغه وخت وشوه چي دوي په نړي والو دخپل حدڅخه زيات باور وکړي او د دوي داخيال وو چي نړي والو دجينوا لوظ تامه په ملګرو ملتو کښې لاس ليک کړي ده نو ځکه په دهغه لوظ نامه به عمل کيږي خو نړي والو ګاونډيانودده مخه څخه د دي لوظ مي څخه د سرغړوني پريکړه کړي وه ډاکټر نجيب الله وافغان ملى اردو ته هم ويلى وو چي دوي به د راتلونکو حکمرانانو په لارښود نه روان وي خو د ډاکټر نجيب تيروتنه وه چي دوي دانه وه سنجولي که چيري داسي وشې لکه وچي شول نو به څه کوي؟ خودبده مرغه نوموړي ته خپله دخپل ګوند او سنګر ملګرو دهوکاورکړه او دي ې يواځي کړي نو ځکه چي دجينواد سولي نړي واله لوظ نامه ترپښو لاندي شوه دي په دي پوه شو نوځکه کيدي شي چي دخپلى حکمراني وروستى خبره دات وي چي افغانستان وران شو؟
اوس چي ښاغلى حامدکرزئى دلس کلو څخه دافغانانو ټاکل شوي ولسمشر دي دي هم دورته ناخوالو سره مخامخ دي لکه څنګه چي ډاکټر الله مخامخ وو کورني دسيسي او سازشونه هم هغه هغه ډول روان دي لکه د ډاکټر نجيب په وخت کښې چي روان وو باندني ناوړه عمل هم هغه پخواته ورته دي د ډاکټر نجيب په وخت کښې هم دمجاهدينو په نامه ګاونډ يانو راليږل او اوس هم دطالب په نامه دګاوندڅخه وسله وال را دننه کيږي او دوراينو وروسته بيرته هم هغه ځائي ته ځان رسوي دکومه ځايه څخه چي راغلى وو د ډاکټر نجيب الله په وخت کښې به هغه چا ډالري او روپى ترلاسه کولي چا چي به مړي کړي او دوي ته به شميرل دا اوسني ولسمشر په دور کښې هم داسي کيږي که نه خو دومره څوم په پوهيږي چي دنوموړي دوخت په ومجاهد ينو او کډوالو ته خواست کوي په راډيو اورسېنو به دقرآن شريف آيايتو نه تيرول او وخپل وطن ته دراسيدو خواست په ورته کاوي وخپلى اعلان شوي ملي روغى جوړي ته په راغوښتو او کله کله به دچپاتى او دال پيغور به ورکاوي که څه هم ډاکټر نجيب په ورستيو وختو کښې څه کډوال ولاړو خو زياترو ددوي وخبره ته ارزښت ورنه کړي ولي چي ددوي خڅه ددوي د جهادي مشرانو په لاس کښې وو هغو هر يوه نه يواځي دکابل په تخت دکښتيتو خوب ليدي بلکى د دوي مهار هم دنورو په لاس کښې وو ولسمشر حامدکرزئى هم هر وخت وهه چاته دا خواست کوي چي دسولي بهير خپل کړي او دجګړو څخه لاس واخلي او خپل هيواد دورانولو په ځائي دي خپل هيواد دسوکاله خو ولسمشر حامدکرزئى ودي خبري او غوښتنه ارزښت نه ورکوي لکه چي ديخواني ولسمشر وخبري ته ارزښت نه ورکاوي ډاکټر نجيب به ويل چي زما په خوله کښې خپله غوښتنه راکړي که څه هم حامدکرزئى مخامخ داخبره نه دکړي خو دوي ته هم څه ورڅرګندشوي دي خو حامدکرزئى دخپلو وګړو د باندنيانو يا دخپلو په لاسو هم دومره خواښني دي لکه يوبل افغان ځکه چي دهغه وخته څخه دوي په باندنيو ځواکو کلکي نيو کوي او هر وخت دا د ژنى ور په ګوته کوي او دايو نه منونکي عمل بوبى چي دولسمشر او باندنيالو منځ دورځي په تيريدو باندي دهغه اړيکي نوري ګډي وډى کيږي او باندنيان په دوي نيوکي کوي زما ددي ليک ومطلب او مخه دانه ده چي زه د ډاکټر نجيب الله او دولسمشر حامدکرزئي ترمنځ پرتله وکړم بلکي زما په اندچي ددواړه ولسمشران ويوبل ته ورته شخړو سره مخامخ وو که څه هم ددواړو يه سياست کښې دمځکي او آسمان فرق و نو ځکه که داخبره وشې چي دافغانستان لانجي داشخاصو سره نه دي تړلي بلکي ددي خاوري سره تړلي دي او هر افغان چي ددي هيواد دسوکالي پرمختيا او يووا لي ږغ پورته کوي هغه ونړي والو په ځانګري ډول وګاونډيانو او پخپله په افغانستان کښې وځينو کړ يوته ومنلو وړنه وي نوځکه چي ددو يه ضددسيسي او سازشو نه کيږي ولي چي افغانستان يو داسي ټاټوبى دي چي دهر چاخوله او په ورته کوي او زړه ي غواړي چي پخپلو منګولو کښې راولي او تاريخ هم داښو ولي دي خو يو پوه زيرک او په خاوره او ولس مين مشر کولي شي چي په يوه وخت کښې ددهغه ټولو ناخوالو مخ نوي وکړي خو ددي دڅنګه يوه پياوړي ډله چي هغه هم د وطن په خاوره ځان جاروي ښه پياوړي پوځ مخبري شبکه او دولس ملاتړ دځان سره ولري ډاکټر نجيب ددي وړاندي شو وارزښتونو څخه ځيني ارزښتونه لکه پياوړي پوځ پياوړي مخبري شبکي لږو ډير دولس ملاتړ لرلي خو دملګر و بى وفائي چي بل نوم هم ورکولي شو خو ترټولو پوئى ګو ځار وو او بيادکيميونسټ نوم نوموړى ته ټکان ورکړي او يوه بله پيښه داچي دوي ډير ناوخته په ځان پوه شو چي او په تر ورځ اوښتي وي که څه هم ډاکټر نجيب په وخت د شوروي ځواکو دافغانستان څخه کوچ وکړي.
ولسمشر حامدکرزئي زموږ په تاريخ کښې تر چاپاته نه دي بلکي ډير مخ په وړاندي ډير ښه سفارت کار او په هره چاره پوه دي خو ددوي دا ټول ارزښتو نه په داسي وخت کښې ودي ازموينو سره مخامخ شو چي دافغانستان يواځي نوم پاته وو نور نوپيره ډګروو چي ټولي چاري دنورو په لاس کښې وي چي هر څوک په دي ښه خبر دي هو ددي دڅنگه باندنى او کورني دسيسي دلومړي ورځي څخه ترننه رواني دي خو بيا هم دوي تر ډيره پکښې بريالي دي چي داد جو ده هر او جرات دي چي دهغه ناخوالي سره اړه وي راړوي کله ستونځي ور باندي زور وري شې خو دوي غړي نه دي ورته اچولي.
خو ددي ټولو کارو سره سره دولسمشر حامدکرزئى په لس کلن دور کښې داسي کارونه هم شوي ددي چي هغه ولس نه يواځي خوابدي کړي دي بلکى ودوي ته ومنلو وړهم نه دي بى عدالتي نابرابري من ماني درواغ اداري فسابرلاسي او داسي يو شميرناخوالي چي دخوارولس ورسره مخامخ دي خودابه وروورو هغه وخت ومنځ څخه وړل کيږي چي يوه داسي کاري تړون وي چي په هغه کښې داسي په خاوره مين کسان راټول وي چي هغه پلورل کيږي نه ماتيري نه ويريږي نه پټږي او يوه افغانى نظر ددوي مخه وي په هيواد کښې داسي تګلياليان بى شميره دي چي دوي کولي شې چي دخپل ولس پقه ملاتړ دهغه ټولي کوني او باندني شخري يو په بل پيسي دمينځ څخه يو شې.
اسلام عمل دي خبري نه دي
سياست يوه وياړلي لوبه نه ده چي ځاني ګټو دپاره دهغه لوبه کيږي بلکى دا يو وياړلي او مقدس هدف مخه مشن دي چي دخلګو دخدمت او چوپړ دپاره کيږي داسلامي لارښوني سره سم په دين او سياست کښې يو ډول توپيرنشته او داسياست د دين يوه برخه ده او داو لوئى څښتن (ج) ولارښودنى سره سمه ده
دپاکستان دمذهبى ګوندونه دهغه وخته څخه داخبره کوي چي دوي داسي سياست کول غواړي چي دوي دولس دښې ښيګڼي دپاره کار وکړي او دنورو سياسي ګوندو چي دوي سکولر اولا دين نوم ورکوي دهغه څخه ځان بيل ښکاره کړي دهغه مذهبى ګوندونه دلسيځو لسيځو څخه به دي هلو ځلو بوخت دي خو به زياته بيا دپاکستان دجوړ بدوڅخه دو ي زياته زورلګولي دي ولي چي دوي دادا وه لري چي پاکستان داسلام په نامه جوړ شوي وو او په کاردي چي په دي ملک کښې اسلامي نظام راشې پاکستان چي يوه اسلامي ملک دي او جمهوري ملک دي نوځکه چي هر ګوند که هغه سياسي وي يا که مذهبى کولي شې چي ولي په ځان پسې کړي او ددوي زياتى رائى ترلاسه کړي نو بيا ددي لاري په ټول پاکستان کښې اسلامي نظام راولي چي دي لاري به نه يواځي ولي ددوي ملاتړ وکړي بلکې نړي وال به هم د دوي ستاينى وکړي.
رښتياخبره دا ده چي اسلام چي ټنيګه عقيده غواړي خو دعقيدي دڅنګه په عمل باندي ډير زورورکوي که داوويل شې چي اسلام دعمل نوم دي بيځايه به نه وي ځکه چي زموم ستر پيغمبر محمد(ص) دعقيدي دوړاندي کولو څنګه هر کار په عمل باندي خپل امت ته ښکاره کاوي ځکه چي دوي دکفارو سره پخپله په هره غزا اړو جنګ کښې برخه اخستي وه او بيا په عام ژوند کښې هر وياړ په خپل عمل داسيپ ښوولى دي چي داسلام ښټ که يوه خواته عقيدي بياوړي کړي خوبلى خواته ددوى عمل داسي بنسټونه ورته ايښى دي چي تر قيامت پوري به دوام وکړي
زموږ ديني ګوندونه چي دوي وخپل ولي ته په عمل هر څه ښکاره کړي دوي په مخالفت کښې ځان لوړگني او داخبره کوپ چي نور سياسي ګوندو نه سيکولر او لامذهب دي او دوي چي دخلګو څخه رايي تو ووټ هم اخلي نو داسلام په پيڅلي نو مسلمانان په زياته بياپښتانه داسلام دنامه څخه نه تيرپمي که دتيرو څلويښت کلو څخه په حکومت مښې راروان دي خو دبده مرغه چي دوي کله حکومت ته رسيدلي دي بيانو ددهغه مذهبى ګوندو اد دنورو سياسي ګوندو په منځ کښې څه توپيرنه دي ليدل شوي چي داموږ په ځخړده ويلى شو چي دهغه مذهبىس ګوندوته داسپڅلي ولس ووټ نه ورکوي بلکي د اسلام په خاطر دوي ووټ اخلي دبلوچستان په ايالت کښې نز دي څلويښت کاله کيږي چي مذهبى ګوندونه په حکومت کښې په صوبه سرحد ياپښتونخوا کښې هم دوي زياتره په حکومت کښې پاته شوي دي ددي سره سره چي دري درسي نيم کاله دمخه په پخوانى صوبه سرحد يا اوسني خيبر پښتونخوا کښې بشپړه نپځه کاله دايم ايم اي حکومت وو چي دايم ايم اې بشپړه مذهبى ګوندو تړون وو دوي دي داسي کارونه وښائي چي په دهغه نيځه کلو کښى داسلامى نظام دراوستلو دپاره دکوم کار وکړي ځکه چي ددوي دحکومت دختم کيدو وروسته بيا ايم ايم اي سياسي ګونددومره رائى نه کړي ترلاسه چي دوي حکومت جوړ کړي ښکاره خبره ده چي د اسلامى ګوند وجواب به داوي چي دوي خو ډير اسلامي کارونه په پښتونخوا کښې کول غوښتو خومرکز دوي ته اجازه نه ورکوله که دمرکز خبره شې نوبياخو دهغه اسلامى ګوپښتانه خو په اسلام دومره مين دي چي هر وخت ې مذهبى ګوندوته رائى ورکړي دي خو نورو دهغه وخته څخه دوي ته ووټ نه دي ورکړي او تر کله چي دپاکستان اهر ايالت څخه مذهبى ګوندوو وټونه په لويه کچه نه وي ترلاسه کړي دوي خپل مرام ته نه شي رسيدلي داځکه چي دمذهبى او سياسي ګوندو په عمل کښې يوتو پيردوي نه ويني ترهغه وخته چي دهغه مذهبى ګوندو په عمل داته وي ښکاره کړي.
دلته پوښتنه دارا ولاړ يږي چي پاکستان ولس ولى هغه ګوندوته رائى ورکوي چي د هغه مذهبى کوندونه دهغوته سيکولر اولاردينه ګوندونه ورته وائى داخوښه شو چى سوشلزم دمنځ څخه ولاړي دمخه خو ددهغه مذهبى ګوندوتکيه کلاک کميونسټوو لکه مخ کښې چي وويل شو چي اسلام دعمل دويم ارزښت دي نو ددهغه اسلامى ګوندو عمل هغه نه دي چي اسلام ې ښوونه کړي ده نوځکه چي عام ولس ونورو غيرمذهبى ګوندوته په لويه کچه ووټ ورکوي چي ولي ته داهم څرګنده ده چي دهغه مذهبى ګوندونه ودهغه ګوندوته غيرمذهبى سيکولر او لبرل ښوو لي دي زما په اند په ولس باندي څوک پړه نه شې اچول کيدي ځکه چي ودوي ته دهغه دوه ډول ګوندو کښې توپيرنه ښکاره او بله غوښتنه دځينو لورو لخوا کيږي چي سياست او مذهب دي سره بيل بيل شې څوپيړي دمخه په عيسوي نړي کښې هم دي ته ورته حالت وو سياست او مذهب يوځائى کار سره کوي حو چرچ ياعيسوي پاد ريانو دولس په پرتله دحکومت زياته ملاتړ کوي او خپله دمذهبي لارښودنو څخه مخ ګرځاوي دهغه جنجال چي پيړي پيړي ې دوام وکړي چي وروستعه ولس په دي بريالي شو چي مذهب او حکومت سره بيل کړي.
اسلام چي يوبشپړه مذهب دين اولاره ده خو زموږ پوهان په دي ونه توانيدل چي په عمل کښې دهغه نه يواځى خپل ولس ته بلکي ونوري نړي تعه ورښکاره شي زما په اندددي کبله چي زموږ په خبره او عمل ياقول او فعل کښې ډير توپيردي اوداتر هغه وخت نه شي کيدي چي موږ په عمل وټولو ته داښکاره کړي نه وي او داترهغه وخته نه شې کيدي چي مذهبى ګوندونه په ځان لاګونه کړي.
د هوس د سوچ دي نه د جوش او پخپلو کښې سيالى . ليک:عبدالجبارکاکړ
دالمان جرمني نامتو فلاسفر او ځانګړى نظرلرونکي فريډرک نټشى وائى چى لوئى څښتن(ج) يوپټ ذات دي چى د اسرار او راز څخه دک دي په عيسويت ډيرى کلکى نيوکى کوي او وائي چى د مخکښې زمانې د تهذيب او تمدن نه چى کومه ميوه زموږ ترلاسه رارسيدونکى وه هغه د عيسويت يومخ پناه شوه او بياپس ته د اسلامى تمدن نه کومه ګټه موږ ته را رسيدله هغه هم عيسويت تباه او برباد کړله دوي د اندلس د نوموړي اسلامى تمدن مرى خپه کړه او هسپانويانو په واروار له مسلمانانو سره ډغري ووهلي ددي نه زيات دابه ښه وي چى مځکه ځله څيري سوي واي او هغه دننه په کښې خوندي شوي واى. صليبى جنګونه د لوړى کچي او درجى لوټ ماري وه نوموړى د انګريزانو چى موږ فرنګسيان ورته وايو د هغو په اړه وائى چى انګريز بدترين قام دي ځکه چى دا يوپست او لويدلي قام دي دوي پخپله خوښه څريدونکي ځنا وردي پخپل مکرې د نړۍ خلګه تيراستلي او بيوقوفان جوړکړي دي او داسي نور...
خو زموږ د نن ليک مخه د ښاغلى نټشي په دي خبره دي چى صليبى جنګونه دلوړي کچى او درجى لوټ ماري وه هم دد هغه وينا په رڼا کښې به موږ دهغه ديش پنځه ديش کلو څخه په افغان پښتون خاوره راروان په بيلو بيلو نوموروانو جګړو په خبري کوو او دا به ګورو چى مقدس جنګو چى کومه جګړه روانه ده دا زموږ جګړه ده که د نورو جګړه ده چى موږ د بوټو(ايندهن) وارو پکښې سوځل کيږو جګړو زموږ په خاوره روانه ده وګړي د دواړو لوري زموږ دوژل کيږى موږ خپله يو بل سره وژنو او هر يو وخپل مړشوي ته شهيد وايو او دبل وهغه ته اوښتي وايو موږپه دي هم ښه پوه يوچى دهغه جګړه چى په هرنامه ده موږله ورانى راوړي بل څه نه اوکه موږو غواړو هم دا جګړه نه شو بندولي،.؟ ولي څوک چى دا جګړه غواړي هغه زموږ په ليکوکښې خپل لاس پوڅى دننه کړي دي او غواړي چى دهغه جګړه نوره اوږده کړي چى يوه خواته پښتون افغان په لويه کچه ووژني اودوي وخپلو ګټو ته ورسيږي..؟
که ښاغلي نټشي پيړي دوي پيړۍ د مخه داخبره کوي چى صليبى جنګونه د لوئى کچې لوټ ووخو د هغه اوسني د پنځه ديش رواني جګړي مخه ده هغه د ډيري ډيري لوئى کچى لوټ دي چى دهغه زور ددي زموږ د سيمي څخه ترلاسه کول غواړي هم دهغه فرلګيسان او انګريزانو څلور پيړى دمخه غوښتنو چى په يوه نه يوه ډول و افغانستان ته لاره جوړه کړي په افغانستان او د منځني آسيا په هيوادو کښې کومه زيرمه خوندي ده موږ ناخبره يو خودوي په خبردي ولي چى موږې ودي ته نه يو ايله کړي چى زده کړي وکړو او خپلى لانجى د زده کړو او دعلم د لاري اواري کړو چا دهغه د صليبى جګړو پائيڅوړته چا دا موقعه ورکړه چى داسي زموږ په خاوره را دننه شې زده دکور خاوند واکه بى اختياره شم او دي دي ځما د هر څه واک او اختيار ولري زما ددي خبرى کل هم دا نه دي چى يوځانګړي ډله يا سري دي ددي مسئول وي بلکى هغه ټول مسئول دي چى د تيرو پنځه ديش کلو کښې که په حکومت کښې پاته شوي يا په مخالفت يا اپوزيشن کښې پاته دي دا ځکه چى دهرى ډلي وشاته باندني لاسونه کارکوي چى د هغو خپله موخه خپله ګټه ده خو زموږ په خوله کښې نور ځه اچولي دي که د ثوربدلون را واخو او د هغه وروسته پيښو ته ځير شودابه راته څرګنده شى چى دواړو خواؤکه هغه شوروي وويا ناټو وه دهغو نظر دسيمي څخه ګټى ترلاسه کول وو يوي خواته د اسلام دوستى اوبلى خواته بشر دوستي خبره زموږ په خوله کښې ور واچوله هغه وخت هم د شهيد او اوښتي نومونه ورکول لکه نن چى دي.
خدائى بخښلي محمد ظاهر شاه او شهيد محمد داؤد خان چى څنګه حکومت کوي ددوي په تګ لارو نيوکي کيدي شي خو دوي ته دا وياړ په برخه دي چى هيچاته اجازه ورنه کړه چى په شميريو څوباندنى ځواکونه و افغانستان ته ور داخل شي چيرى په لکاؤ لکاؤ دشوروي ځواکونه ياد دناټو چى د ثور د کودتاه ياد طالبانو وروسته په افغانستان ننوتل ياداچى په افغانستان کښې دي داسي حکمرانان د باندنيو يادګاونډيانو ملکمو کښې ونومول شي او دخپل ولس په ضددي و دريږي هر يودي پخپل ګريوان کښې وګورې چى د پنځه ديش د تورو جګړو د لوئى ځاني زيان ورکولو سره موږ ومخ ته نه بلکى ډيرو شاته تللي يو ډير خلګه به داخبره کوي چى په ۱۹۷۸ء کښې چى کوم بدلون راغلي هغه د نور محمد ترکي په لارښودنه وشو داسي نه ده دا هرڅه هم ددهغه زورواکو په لارښودنه ددوي افغان لاس پوڅو ترسره کړي پخپله نورمحمد ترکي چى کله دبند څخه راواستل شو ددوي لومړي پوښتنه دا وکړه چى انقلاب د چاپه لارښود نه شوي او داچى سردار محمد داؤد خان ژوندي دي دا ځکه نور محمد ترکى ته داڅرګنده وه چى داهرڅه و شوو څوني لوئى خطرته موږ مخامخ شول نور محمد ترکي نه په داسي وخت انقلاب غوښتي نه ې د سردار محمد داؤد ځان شهادت خو اوس هر څه شوي وو وده ته بله لاره نه وه چى هر څه چى شوي دي دهغه سره وديدو ته اړوو اوبلى خواته چى چاد دوي په ضدوسله واله مبارزه کوله دهغو ولاس ته څه ورغلو ښاغلى حکمت يار په دي ښه خبردي چى لويه مبارزه هم دوي کړي وه نوبياولي د ډاکټر نجيب د حکومت د منځ څخه دتلو وروسته حکمت ياروهيچاته د منلو
