اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زړښت

دا چى زه کله کله وايم چى زوړ يم، فکر کوم چى ګوندې دا ټوکى دي او تواضع. داسى فکر نه کوم چى ګوندې زوړ يم، داسى فکر نه شم کولى چى ځواني را څخه تللى، داسى استعداد زه هم په ځان کى ګورم چى فکر وغولوم. دا استعداد په هرانسان کى شته او هر انسان د خپلى ګټى لپاره د واقعيت څخه خپل فکر ځغلولى شي.

زړښته !

زه له تا څخه نه ډاريږم ، راځه !

زه چى وغواړم تا نه درک کوم، دا تجربه مى د کوچنيوالى د ځان سره روزلى چى څه مى ښه نه راځي، يا د څه چى ډاريږم هغه جدي نه نيسم، مګر درباندې پوه يم چى ګير دې يم او خلاصون در څخه نه شته، خو تر څو چى زه د فکر کولو ا توان لرم او زده کړه کولى شم، ځان هم ځوان احساسوم .

دا که زده کړه وي، که د خلکو پیدايښت (طبيعت)، کتاب او يا د ژوند تجربه وي، فکر ځوان ساتم، ته مى ترڅو چى فکر له کاره نه شى باسلى، زه تاته نه تسليميږم.

که بدن مى له حرکته وباسى، لټ مى کړې، له منډو رامنډو مى وغورځوې، تاثير دې نه قبلوم، ځکه چى فکر کوم او فکر روزم، تاته نه غواړم چى وخت ولرم، له تا غواړم چى وتختم.

بدن مى تاته تسليم دۍ مګر کوښښ کوم چى په احساس او فکر مى برى ونه مومى

نه !

داسى نه ده!

په احساس او فکر مى نه بريالى کيږې، جوارګر
نه يم چى تاسره په دي شرط کيږدم خودا ځما له تا سره وعده ده.

زه لا خوبونه لرم، د هيواد لپاره، د هيوادوالو لپاره او همدارنګه د ځان او خپل ژوند لپاره، چى ددې لپاره بايد ځان ځوان حس کړم او فکر ځوان وساتم او دا قدرت بايد ځان کى وبولم چى په دې کړاوونو بريالى کيږم، خوبونه مى خوبونه نه پريږدم، ددې لپاره مى ډير زيار ګاللی او هلې ځلې مې کړى، دامى ژوند دۍ، ددې د سرته رسولو لپاره ستا په مقابل کى هم مبارزه کوم ، تر څو مى چى تا فکر له ځوانى نه وي غورځولى، خو زه په دې فکر نه يم چى ګوندې ته به ځما په فکر برى ومومى، ځکه چى ځما فکر له دې هيلو او خوبونو څخه نه شي تيريدلى او ددې هدف په لور به روان وي . که د لاسونو، پښو او نور بدن څخه دا قدرت ووت نو فکر به همدا نارې وهي چى هدف ته رسيدلو لپاره کلک همت په کار دۍ.

وايي چى کلک عزم غرونه ړنګوي.

نو ته!

زړښته !

بايد په دې باور ولرې چى ستا زور هم ځما په عزم، خيالونو او خوبونو نه بريالى کيږي چى هغه ځما هيلى دي او زه د هغو لپاره ژوندى يم.

فيلسوفان وايى چى تر څو چي انسان زده کړه کولى شي، ځوان دۍ او همدارنګه وايي چى د انسان اخرنى زده کړه مرګ دى.

نو ته! زړښته! ځما په فکر هلته بريالى کيدى شى چى مرګ تا ځما له فکر سره غبرګ خاورو ته وسپاري.
Dr. Makhan Shinwari

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←