خوا خوږي افغانان دي نور انتظار نه کوي
خوا خوږي افغانان دي نور انتظار نه کوي .
ليک: محمد نعيم کاکړ
د افغانستان او افغانانو اوږد تاريخ ته نه ځو بواځى د اپريل ۱۹۷۸ء د بدلون څخه نيولي او تراوسه روان حالاتو پاملرنه کوو چى په دهغه ديش دوه ديش کلو کښې دهغه هيواد اوددي هيواد اوسيدونکى ورسره مخامخ شول وخت تيريږى خو هغه ناخوالي نه ايريږى چى په دهغه زمان او مکان کښې خلګه ورسره مخامخ شوي وي خو د افغانانو په اړه زۀ دا اټکل نه کوم ولي چى څنګه يوه ناخواله په دهغه ولس تيره شې د دوي د دماغ څخه هم دهغه ناخواله د ده د دماغ ديردي څخه ليري شې لکه يو فلم چى په پرده څوک ووينى چى فلم وبائى ته ورسيږى پرده هم د سپين ټوکرى يوجار شوي څه وي داخبره ددي کبله کوم چىپه دهغه ملت په دهغه نزدي دوه ديش کلو کښې څه تيرشول چى زياتره کردار وپخپله خبله برخه ولوبوله خوبيرته هم هغه آتش هغه کاسه نو ځکه چى افغانانو ددي څخه يو ډول زده کړه ونه کښې ددوي تاريخ خو دداسي پيښو څخه ډک دي که دوي ددهغه اوږده تاريخ څخه زده کړه وي نن په افغان ملت د نړۍ يو پياوړى ملت وي چى ونړۍ نه په ډېر څه ورکړي وي خو زموږ دا ليک به دي موضوع او اړه نه وي.
لومړى لويه پيښه هغه وخت وشوه چى د افغانستان پوځى ځواکو د خلق ګوند د ځينو لارښودانو په لارښودنه انقلاب وکړي او د افغانانو محبوب مشر سردار محمد داؤد خان او نور ملګرى شهيدان کړل بيله ددي سوچ او فکره چى د هغه انقلاب به وساتل شې که نه ځکه افغانستان چى ونړۍ ته څنګه جعفرافيائي ارځښت لري دوي په دي اړه سوچ نه وو کړي نه دهغه انقلاب کونکى په دي پوه وو چى ددي ساتنه څومره ستونځمنه ده خو دوي په خپل ځان دومره باورنه لري لکه څومره چى دوي په نورو يا ورلري چى دوي به هم باندنيان ځغوري خو ددي و څنګ ته ن کتل نه ې دا تراشلي وه چى په ګاونډکښې څوک دي او دهغو وشاته څوک دي؟
ځکه دوي په خپل ځان او په خپل ولس باورنه لري نو ځکه چى دوي ددي بدلون سره سم وشوروي سرولښکرو ته سترګى په لاره شول چى ددوي انقلاب او دوي و ځغوري نو ځکه چى د انقلاب د وو مشريانو او د ګوند د ډيرو ملګرو او په لويه کچه د مخورو او وګړو د وژلو وروسته هم ددهغه انقلابيانو يو ملګري د شوروي په ټانک سپورو کابل ماڼي ته راورسول شول دهغه ببرک کارمل وو چى د يوه يونيم کال په اوږدو کښېدريم ولسمشر جوړشو په دي هيله چى نن به جګړي ختم شي بله ورځ به ختم شي خو جګړي او جګړو زور اخستي.
دي بلى خواته تر انقلابيانو هم لوئى تيروتني وکړي لومړى ې د خپل هيواد د ټول وګړي ودي ته اړکړل چى دوي خپل هيواد ايله کړي او ګاونډي ملکوته دي ګډه شې ځکه چى دي دپاره دوي يا مجاهدينو عام وګړي په زوروکړو الى ته اړکړل چى دوي څخه د افغانستان د وګړو لويى شمير خلګه کډوال شول چى ددمخه څخه ګاونډيان تيار ورته ناسته وو چى ډير پخوا ې يوه تګ لاره جوړه کړي وه هم د ه هغه مجاهدينو مشرانو په لکاؤ لکاؤ افغانان ددوي ولمن ته وروغوځول په ديو څه تير شول په دي خبرى نه کوو خو تراوسه هم څومره افغانان په دهغه ګاونډيو ملکو کښې د کډوالى ژوند تيروي هم دهغه چاپه حال ځان خبر نه کړى او نن چى په افغانستان کراري نه راځي ددي علت هم دادي يوه بله لويه تيرو تنه چى د افغانانو سره وشوه هغه د نړۍ ډول دول کسان د جهاد په نامه راټولول او بيا و افغانستان او افغانانو ته لاس ورايله کول هغه ناخوالي وي چى نن ې موږ پايلى وينو اوس دا پوښتنه د هر دوولورو څخه کول غواړي چى چاودي ته لاره اواره کړه چى په افغان خاوره دي دريم نړۍ واله جګړه وشي ولي يو لوري د زور ورو شاته ولاړه وو او بل دبل زورورو شاته خو ترپښولاندي څوک شو؟ افغانان ځکه چى باچا خان ددمخه څخه خبردارى ورکړي چى دا ددوو فيلانو جګړه ده چى افغانان په تر پښو لاندي شي هم هغه وشو او اوس هم روان دي خو د افغانستان دهغه ټولى ناخوالي په پړاو نو پراونو کشې راځى چى يو تيرشې بيا بل راځى چى هم دهغه پړاو نه دي چى نه يواځي افغانستان پکښې وران شو بلکى افغانان وران شو کابل او نورو ښارو نه لنډه هر څه وران شول..
په دهغه څو نزد وکلو کښې چى ددي هيواد او ملت سره چى څه وشول که د بل چارسره داسي شوي وي نو شوي ويلى چى ټوله نړي به په سراخستي وي چى دهغه يوه بيلګه جاپان دي چى په دوميه نړۍ واله جګړه کښې چى کله امريکا ددوي په دوو ښارو زروي بمونه واچول شول دوي دومره ولړځول چىد جنګ دنامه څخه تراه کيږى خو دهغه څنګه خلګه دي چى د ۳۲ کلو څخه په خو نړۍ جګړه کښې راګيردي عام خوار وګړي هر ورځ وژل کيږي خو دوي بيا هم په دي باندى فکر نه کوي؟ چى دي دوه علتونه کيدي شى يا خو دا چى دهغه جنګ خوښي اوس دواکه لويدلي دي بلکى دوي نورو جګړي ته پاروي يا دا چى دهغه ټول جګړه ددي دپاره روا سايتى چى نه يواځى خپلى ګټي او د نورو ګټى ساتي چى دهغه سيمه چى د افغان و افغان خاورې ته جوړه شوه ده هغه ترسره ورسوي چى د تيرو دوه ديش کلو څخه هم دهغه څه روان دي؟ اوس دهغه افغانانو څخه ددي پوښتني اجازه غواړم څوک چى ددي ملت او ددي خاوري سره مينه لري او خپل ژوندي د هيوادو سوکالي ته سپارلي دي هغه که دنۍ په هر کونج کښې دي هغه پخپلوکښې تړون سره پيدا کړي په دهغه دوه ديش کلو چى کومي پيښى شوي دي دهغه چيړنه وکړي او اوس چى څه روان دي ياچى کومه د سيسه د نړۍ والو او ګاونډيانو لخوا جوړه ده هغه هم و تراشې او بيا په ګډه يوه داسي لاره وټاکى او خپل ولس او ملت ته وړاندي کړي چى د خلاصون هم د هغه لاره ده افغان ولس دا وخت هم د دومرو ناخوالو د تيرولو وروسته د خپل هيواد په غم کښې دي خو دوي ته لارښودنه هم هغه څوک کولي شى چى د خاوري او ولس مينه ورسهر وي نن ائى ټى (I.T)دا هر څه ډيره آسانه کړي او افغانان کولي شى چى ددي لاري تړون سره ټينګ کړي او يوه داسى تګ لاره ودي هيواد ته وتراشي چى ټول ولس او ځوانان په ځائ ټول کړى.
د عربى ملکو د تيرو څو مياشتو پاڅون وداسي هيوادو لکه افغانستان چى دي ډير څه وښوول چى يواځى ولس دي چى د خپل هيواد او د خپل ولس د سباؤن دپاره هر څه کوي شي خو بيا افغانانو په دهغه دوه ديش کلو کښې دومره بدي وليدى چى کتابونه وربادى ليکل کيدلي شي موږ شوروي او دهغه سرى لښکر هم وليدي موږ د مجاهدينو او طالبانو وشاته ولاړ هم وليدو او بيا د امريکا په مشري کښې د لسو کلو څخه پراته د نړي لوبه برخه هم وليده دا ټوله و افغانستان ته دي دپاره راغلى چى دوي به په دي هيواد کښې سوله او سوکاله راولي سوله او سوکاله خو چانه وليده خو ورانى وژني او بربادي زموږ برخه شوه..؟
ددي ټولو خبرو او بحث څخه دا څرګنديږي چى سوله او سوکاله يواځى او يوځواځى د خاوري بچان راوستي شې نه بل څوک نو ددي دپاره اړتيا ددي خبرى ده چى د هيواد خپل خوا خوږي راپورت شي هغه څوک نه چى په نامه خو افغانان دي خو کار د نورو دپاره کوي اوسني حالاتو کښې په افغانستان کښې داسي لږ څوک ښکاره کيږى که هغه په حکومت کښې دي يا د حکومت دباندى دي يا د باندنيو په لمسون خپل خلګه وژنى او خپل هيواد ورانوي د داټولو څخه څه هيله نه شې کيدي ولي دوي ته دا څرګنده ده که سوله په افغانستان کښې راغله نو د ټولو کمبلى ټولي دي او بيا په دوي ولس باور هم نه کوي يا دوي ټوله د نورو ملکو سره تړلي دي نودوي په کاردي چى يوه خواته شي او ددوي په تمه نورولس تيرنه وځى په خل ځان باوروشي.
د نورو عرب ملکو پ پرتله په افغانستان کښې د سولي دپاره پاڅون ډير اسانه دي هم وګړي د دوه ديش کلو څخه د سولى په تلاش کښې دي که رښتني او سپڅلي کستان راپورته شي او سپين بيرغ اوچت کړي بيا به هم ډيرڅوک په ځان راټول کړي دا وخت هيواد تر پخوا هم د مشکل سره مخامخ دي او زموږ خاوره زموږ ولس دا غوښتنه کوي چى د هغه ملي غوښتنه که د سرپه پيه هم وي په کاردي چى نوره ونه ځنډول شي په افغان او په خپله خاوره مئين اوس هم ډير د هيواد په دننه او د هيواد د څخه د باندي ناست دي خو ددوي سره وتړون نيولو ته اړتيا ده سوله هغه کلمه ده چى هيڅوک ې مخالفت نه شې کوله بس ډيرو شو نور نود نورو په هيله پاته کيدل موږ ته دورانى او بربادي بل څه نه شې را کولي..؟
