اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

سياسي پوهنه

لیک: ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری

په اوسني وخت کې د سياست او ساپوهنې (نفسياتو، روحياتو) په اړيکو (تعلقاتو) ډېر ټينګار کېږي؛ ځکه چې سياسي پېښې بې د هغوى د ساوالو (نفسي يا روحي) علتونو او وجوهاتو څخه تشرېح او روښانه کېدلى نه شي؛ خو مخکې له دې څخه چې د سياست او ساپوهنې په اړيکو وګړېږو پکار ده، چې خپله د سياست او ساپوهنې بنسټونو (بنيادونو) ته ځغلنده کتنه وشي، تر څو چې لوستونکي ددغو دواړو پوهنو د بڼو (شکلونو، څېرو) او ډډ (ماهيت) څخه خبر او په اسانۍ سره يې په اړيکو او خپلوۍ پوه شي.
سياسي پوهنه : د سياست اصطلاح لکه د نورو اصطلاحاګانو په شان د عوامو په ژبه کې يو مانا (معنا) او په پوهنيزه (علمي) ژبه کې بله مانا لري. پخپله په پوهنيزه (علمي) ژپه کې هم مختلف پوهان او ليکوالان د سياست د اصطلاح د لاندې مختلفو څيزو نه پوهېږي.
سياسي پوهنه يوه لرغونې او پخوانۍ پوهنه ده. دغه نوم د يوناني کلمې پولېس (Polis) څخه راوتلى دى، چې د ښاري هېواد(City-State) مانا ورکوي کوم، چې پخوا په يونان کې و. يوناني فيلسوف ارستو(Aristo)، چې د 322 څخه تر 384 ق . م (قبل الميلاد) کلونو کې تېر شوى دى يو کتاب وليکه. ددغه کتاب نوم سياست، يعنې پولټيک(Politics) و، کوم چې د يونان د ښاري هېواد City-State،چې د پوليس(Polis) په نامه يادېده باقاعده څېړنه وه.
د همدې ځاى نه دا نظر راوتلى دى، چې سياسي پوهنه د هېواد(State) پوهنه ده او د هېواد سره سر و کار لري؛ خو دلته دا ويل هم پکار دي، چې په نړۍ کې د نورو څيزونو په شان هېواد(State) هم په ټول وخت کې په يوه بڼه (شکل) کې نه دى پاتې شوى او وخت په وخت يې خپله بڼه بدله کړې ده. د انساني ټولنې د تاريخ په لومړنيو پړاوونو کې هېواد(State) نه و؛ خو کله چې انساني ټولنې وده وکړه او زياته منظمه بڼه يې ونيوله؛ نو هېواد(State) منځته راغى. ځينې ليکوالان داسې فکر کوي، چې د انساني تاريخ په لومړنيو پړاوونو کې خصوصي ملکيت نه و او هر شى ګډ او شريک و؛ خو بيا وروسته خصوصي ملکيت منځته راغى او خصوصي ملکيت د منځته راتګ سره سم اتثمار (استحصال) هم منځته راغى او انساني ټولنه په دوو ډلو (طبقو) يعنې استثمار کوونکيو (استحصال کوونکيو) او استثمار کېدونکيو (استحصال کېدونکيو) باندې ووېشله شوه او هېواد(State) بيا د استثمار کوونکيو د حاکميت د يوې وسيلې په توګه (حيث) منځته راغى. دا ليکوالان په دې عقيده دي، چې ټولنه د ودې او پرمختګ په لور روانه ده، چې په اخرني پړاو کې به د توليد (پيداوارو) په وسايلو قبضه، يعنې خصوصي ملکيت د منځه لاړ شي او بېرته به ټولنيز او ګډ شکل غوره کړي. دا به استثمار (استحصال) او په دې توګه استثمار کوونکې (استحصال کوونکې) ډله د منځه يوسي او بې ډلو (طبقو) ټولنه به منځته راشي. څنګه، چې هېواد(State) د استثمار کوونکې (استحصال کوونکې) ډلې د حاکميت يوه وسله وه؛ نو چې استثمار (استحصال) او استثمار کوونکي (استحصال کوونکي) ختم شو؛ نو د هېواد(State) د موجوديت ضرورت نه پاتې کېږي او دا به هم د منځه ځي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←