اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

خوارافغانان به ترکله د ناخوالوسره مخامخ وى؟

ليکونکى: محمد نعيم کاکړ

سياست سفارت کارى نه سياست د مصلحت نوم دي نه په ويره سياست کيدي شې د بده مرغه د تيري نزدې نيمي پيړى څخه لر او بر افغان او پښتون سياست مدارانو په ځائى سفارت کاري او مصلحت کړى دى چې ددي پايلى نن داراووتي چي لر او بر افغان پښتون د سمندر په ژور ځائى (ګرداب)کښې راګير دي او په دي نه پوهيږى چي څنګه د دهغه ګرداب څخه ځان وباسې او چي وخت تيريږى د هغه ژور ځائى نه ې بيړى نوره طوفانى کيږى او که يو يوه ملايا د بيړى چلونکي ې نه وموندي نو دا ويره ده چي د هغه تاريخى کشتى يا بيړى د هميش دپاره په اربو کښې لاهوشې زموږ د لر او بر سياست مشران چى واکمن هم پکښې دي نه شې کولى چى دهغه ډوبيدونکى بيړى د دهغه ګرداب يا طوفانه وباسى دهغه سياست مشران چى حکمرانان هم پکښې دى دوى سياست د سفارت او مصلحت لاندى کړى دى نو ځکه د دوى لاره په ټپه دريدلى ده او د ډېرى بدى ناخوالى سره مخامخ شوي دي ولى چى يو طبيب د چا ناروغى نه شې په ګوته کولى هغه به د ناروغه درملنه څنګه کوى چې يو سياسى مشر و خپل قام ته دهغه ستونځى او شخړى نه شې په ګوته کولي او د بل و هر هغه عمل ته ښه وي چي دده د قام په بشپړه ډول د مرګ پيغام وي نو څنګه به د يوه ملت يو مشر د دهغه طوفان څخه دهغه بيړى راباسي.

د لر او بر افغان مشرانو و حکمرانانو چي په خپل وجود باندى ګوځار وکړې هم دهغه ورځى څخه د دهغه ملت بده ورځ پيل شوه خو نور مو يو پخوانى تاريخ دلته نه غبرګه وولى چي دومره ځائى به پاته نه شې چې موږ خپلې رښتني او اصل خپرى وکړو تر ټولو لويه بې غوري د ظاهرشاه په پاچاهى کښې وشوه چي دوى و خپل ولس ته داسې اقتصاد جوړ نه کړى چى خپل ولس ې باندى راټول کړي وي او د هغه خوار ولس ودي ته نه وي اړشوي چي دوى د ډوډى ګټلو دپاره و ګاونډ ته په تلو مجبور شوي وي ولى چى په هر دووګاونډيانو ته چي دهغه افغانان ولاړ و او دوى ته کارونه او نور ډېر څه ورکول دا يواځي په دي خاطر چي دوى وږي دي بلکى ددي کار په بدل کښې په ارومرو دوي ته څه کول...؟ بيا دويمه لويه تيروتنه دا وشوه چي د يوې کودتاه لاندي ظاهر شاه د مينځ يووړي ولي چي ظاهر شاه تر ډېره د افغانستان امنيت ساتلي و او داسې ږغونه نه پورته کيدو لکه نن چي د افغانانو تر غوږ ورسيږى او د ظاهر شاه دتلو سره هم د دهغه هيواد د پوهان لکه پروفيسر برهان الدين ربانى انجنئيرګل بدين حکمت يار انجنئير احمد شاه مسعود چې نور به هم ورسره وو د ګاونډ څخه روزنه او وسلى ترلاسه کړى او په خپل هيواد کښې په ګډوډي او ورانيو لاس پوري کړى چې تر هغه وخته دوام وکړى چي د محمدداودخان تخت په تخته بدل شو او اوس د انقلابيانو په نامه نوى حکمرانان راغلو چي هر څه ې په دا بله خوار او اړول او خپل ولس ې د ځان مخالف کړي او بلې خواته ې نه يواځى ګاونډيانو لاس نور ځان ته راوږد کړى بلکى د نړۍ والى پنګوالي نړۍ جګړه ې هم کور ته را ورسوله ولي چي په دهغه نو و حکمرانانو باندى لوئى داغ دا چي دوى کيميونسټان دي او پنګوالي نړۍ دا غوښتو چي شوروي اتحاد په صدهم دلته په افغانستان کښې جګړه وشې هم دهغه هر اړخيزه لوري وه چي جګړه چي نړۍ واله بڼه لرله و خپل کور او خاورى ته راوسته خو دي جګړى بشپړه د نړۍ وال دريمى جګړي بڼه خپله کړه چي انقلابيانو يو بل سره ووژل او د خپل جوړي شوي حکمرانى د خوندي کولو دپاره د شوروي سرى لښکرى راغوښتنى او هر څه ې و شورويانو ته وسپارل او دوى تش په نامه د افغانستان حکمرانان و نړۍ والو ته ښوول دي بلې خواته د اسلامى جهاد په نامه ټولو اسلامى او کفري مشرانو لاس سره ورکړى او دومري وسلى د دواړو خواو تر مينځ په خوار افغان ولس او په دي خاوره ګاري شوي چي د نړۍ په يوه ملک کښې په د تاريخ په اوږدو کښې نه وي ګار شوي لکه په افغانستان کښې چې دومره وسلي ګار شوي خو دواړه خوا افغان ودي ته هوسيدل چي په افغانستان کښې دومره ووژل شول يا دومره ځايونه وران شول د هغه جګړى لس کاله دوام وکړى خو ددي جګړى تر ټولو تورن مخ ښکاره شو چي دهغه په ګاونډ کښې به په پنډغالو کښې ژوند تيروي او د نورو خيراتو ته به د دوي ماشومان ناست وي دوى نارينه به د سره لښکر په ضد جګړه کوي دا ډول نزدې نيم ملين افغانان و دواړو ګاونډيانو ته کډه شول چي د دوى څخه ډېر يا خو د نورو دپاره اوس هم خپل هيواد ورانوي يا خو د دهغه افغانانو څخه د ميتر کار اخستل کيږى او دوي د نورو د کورو صفائى او جهاړ ووهي ددي وروسته چي تر نن پوري څه روان دى هغه هم د افغانستان او د افغانانو په زيان او د باندنيو په ګټه دي او په لر او بر افغان پښتون کښې داسې حکمرانان او مشر نشته چي په خپله خاوره لګيدلي اورمړ کړي که څه هم ټول ولس د ښه ورځي په هيله دي خو دلته چي دا هر لوبه کيږى که هغه د امريکا او پاکستان تر مينځ د دښمنى خبره توديږي دا يواځي هغه چمونه دي چي د داتيري نيمى پيړى څخه را روان دي ملت څخه ارواح او معتر استلي دي مشران يا خو سفارت کاري د خپل ولس سره کوي يا په دوى ې داسې جادوګړى دي چي خوله نه شې پورته کولى چي څومره دوي ولس غولوي د ملت بيړي به نوره په ګرداب کښې راګيريږى که و دوى ته په هيله شو نو به د ژوررو اوبو څپه هر وچاته د جنت او جغيانو وارو ژوند ورکړي دي د ډېرو دفاغ ې وروهلي او خواپاکي کړي دي او د رسېنو د لارو ې دوي په د درواغوغو لوئى دى چې د ټول لر بر افغان هر ډول مشر يا ليډر اميريا حکمران څخه هيله کول عبث دي. نن امير کروړ ميروائس نيکه احمدشاه ابدالي خوشحال خان خټک او زموږ نور ارواښاد مشران چي په خپلو مبارزوې موږ ته يو سړ لوړي افغانستان راسپارلي و آيا د دوي د هغه امانت به موږ د لاسه ورکوو که د دوي وارو په خپله وينه به ددي ټاټوبى ساتنه به کوو خو دا ساتنه هغه څوک نه شې کولي چي د تېرو څلويښت کلو څخه ې دهغه وياړلي ولس غولولي دي چي ورځ تيريږى د هغه ملت باندي تياره راځي نه به د نړۍ په دهغه لوبه چي نوي نوي بڼه خپله وي نور به دهوکا په خوړل کيږي اوس هم په لر او بر کښې ډېر داسې څوک شته چي د خپلواکي سودا په خپل سرکولو ته خوښ دي خو يواځي چغه پورته کول غواړي ولس به هم په دهغه چغه لبيک وکړي ولي هر لوئى او وړوکى مشر دهغه ولس په توره تياره کښې ساتلي دي خپل ليک د خوشال خان په دي لارښودنه کوم....

څووانغلي له غليمه انتقام

مردنه خوب کانه خوراک کانه آرام

چي ګټل خوړل بخښل کاځوان هغه

چي توره لري د تورې خان هغه

ځلاندورځپاڼه

شميره۵ګڼه۸۴

۱۱م نومبر۲۰۰۵ء

...........


ستاسو ورور. محمد نعيم کاکړ

((((((دويمه برخه))))))

د نړۍ سياست خوپه ځانګړى ډول زموږ ددي سيمى سياست ډېر په چټکى سره بدلون خوري که يواځي د لس تېرو ورځو سياست ته ځيرشو نو ډېر بدلونونه به زموږ د دماغ په پرده تيېر راتېر شې په دى سيمى کښې سياست ولى دومره په چټکى سره بدلون خورى ددي هم ډېر علتونه دى خو تر ټولو لوئى علت ې اقتصادى ګټي دي چي د ټولو نړۍ والو په زياته بيا د زور ورو ملکو په نظر کښې دې چې هر يو دا غواړى چي د هغه ګټى ته لاس وغزوي چي ددي ګټو و لس ته د راوړلو دپاره زموږ ګران افغانستان په خپله ولکه کښې راوستل دي ددي دپاره هر ملک په دى هڅو کښې دي چي افغانان د ډالرور وبلو روپيوين تومن او ريال په زور د ځان ملګرى کړى چى دوى وخپلو ګټو ته ځان ورسوى کومه جګړه چي په افغانستان کښې د تېرو دوديش کلو څخه روانه ده ددي و هغه مخه او هدف هم د هغه ګټي وي چي د بده مرغه افغانان په دى تراوسه نه پوهيږى نه دوى په دى اړه يو ګډ دريځ وړاندى کړى دى د اسلام او د جهاد په سپيڅلى نامه پخوا هم پښتون افغان وژل کيدي نن هم وژل کيږي که دا وويل شې چې نن د پښتون، افغان نسل کشى يا يوه پناه کول روان دي دا خبره بې بيځايه نه وى او د دوي په پناه کولو او نسل کشى باندى ټوله نړۍ په يوه خوله ده که هغه د افغانستان څخه په زراو ميله ليرى پراته دي يا په ګاونډ کښې پراته دي خو د بده مرغه د افغانانو په مخ کښې سپين قرآن غوړ ولي دي يا ې زموږ د ستر پيغمبر(ص) د حديثو څخه ې ګټه ترلاسه کړى او داسې څوک د اسلام د سپيڅلي نامه د لارې د نورو د ګټو دپاره د دهغه کار څخه هم مخ نه ګرځوي په قرآن شريف کښې خو دوى بدلون نه شې راوستي ځکه چي لوئى څښتن(ج) ددي خپل کتاب ځغورنه پخپله کوى خو د هغه هغه څوک دي چي په الهامي کتابو کښې ې بدلون په خپله خوښه راوستي دي او دوى د علماء سوء د لاري په حديث شريف باندى خپلې ګټي خوندي کوى ځکه نن سبا هر نيم ملا حديث شريف تکراروي په يوه داسي ټولنه کښې چې زياتره وګړى نالوستي وى نو ځکه چي نن تر پخوا هم د خپلې سپيڅلى اسلام او د حديث شريف نه يواځى سپناوي ضرورى دى بلکى دا هم ضرورى دي چي دا حديث په کومه موقعه باندى راغلي و خو لکه مخ کښې چې وويل شو چي د ټولنه وګټو ته د رسيدلو دپاره هره حربه په کار راولى.

موږ چي دلته دخپل هيواد او د خپل ولس خبره کوو داسې نه چې موږ د اسلام څخه زيات ارزښت و ملت پالني ته ورکوو و رښتيا خبره داده چې د نړۍ وال ناورين زموږ په خاوره او زموږ په ولس د تېرو دوديش کلو څخه دورانى وژنى او يوه پناه کيدو په بڼه کښې روان دي چي هر ورځ په لساو افغانان په زياته بيا پښتانه وژل کيږى ځکه چې موږ به ارومرو د خپلې خاوري او د خپل هيواد خبره کوو ځکه چې زموږ نيکه ګانو دا موږ ته ښوولي ده چي مځکه هغه سوځى چي اور په بل وي او هر څوک په دى خبر دي چي په کور باندى ټولو نړۍ وال اوربل کړى دى چي په کاردي چي طالب د حزب د حقاني او نور ټول چي په لر بر کښې پراته دي داخبره ومني که موږ د عرب بنګله ديش يا د افريقه مسلمانان وي کيدي شوي چي موږ هم دونى په دهغه نړۍ وال ناورين نه سوځل کيدي او اسلام هم موږ ددي څخه نه راګرځوي چي موږ د خپل کور باندى لګيدلي اور مړ کړو او هر څوک چي ودي اور ته وده ورکوي هغه ددي کار څخه راوګرځوو ډېر څوک به داخبره کوي د دوي په خوله چي د نړۍ نور مسلمانان زموږ ددي جهاد ملګري دي خو په سلو کښې څو..؟ او د کوم مفتى په فتوا..؟ خو خير دا اوږد بحث دى.

نن د افغانستان دهغه ناورين و داسې ځائى ته را رسيدلى دى چې هر يوه ته که هغه ډېر زورور ملک دي يا ډله ده خپله پريکړه به کوي په زياته افغانان په افغانانو کښې به په ځانګړى ډول پښتانه که هغه د هر حزب ډلى يا ګوند سره اړه لري چي موږ د سولى لاره خپله وو او يا که دا بله لاره ټولو چپ د افغانانو او پښتنو چي و خپلو ګټو ته د رسيدو دپاره هر جائيزه لاره يا ناجائيزه وي و لکه هغه د جنګ لاره وي هغه به ګاره وي که په هغه کښې کيميائى وسلي هم ګاريدي شى او دا هر څه به زموږ په خاوره او زموږ د ولس د سره په بيه وي آيا موږ ټوله لر او بر افغان دا غواړو په دا هر څوک خبر دي چي نن افغان پښتوند يوه ملت په حيث لويدلي دي خپله وينا (SAY)نه لري که هر يو هر څومره وګړى و لکه هغه هر څوک د وژلو توان لري د هغه يو ډول ارزښت نشته ځکه چي دا هر څه د نورو په واک او اختيار کښې دي په لر او بر افغان کښې څنګه د وياړ وړسړي ووژل شول په يوه او بل نامه هم زما او ستا په لاس خو کله موږ په ګريوان کښې ونه کتل چي نور د خپلو وياړلو سره څه کوي او زه او ته څه ورسره کوو موږ افغانانو ته خو په کار وو چي د د هغه څو کلو د ناورين څخه مې څه زده کړي کړى وى، خو هغه د چا خبره ده چي هغه آښ هغه کاسه خو اوس وخت ډېر بدل شوي دي نه ښکاره چي يو ملک يوه ډله يا يو سړى داسې من مانى وکړى لکه دا دووديش کاله چي زموږ په دي خاوره وشو نن و موږ ته نه يواځى ګوت څنډنه کيږى بلکى لارښودنه هم کيږى چې دا وکړو او دامه کوه خو زموږ د بې اتقاقى او ناپوهى د کبله دا ورځ موږ وينو خو زموږ تاريخ موږ ته څه ښوولي دي په ۱۹۷۷ء د مارچ په مياشت کښې شهيدداودخان د شوروي ومشر ښاغلې برزنيف ته نه ودريدلي هم د هغه په کور ماسکو کښې چې ته څوک ې چې ماته وايې چي دا وکړه هغه مه کوه دا ځکه چې داود د خان شهيد د بل په لاس کښې نه لوبيدي انګريزان چي په ټول هند قابض واو د افغانستان د وخت امير ته ويلي وو چي دا به کوى دا به نه کوي د وخت امير لويه جرګه راوغوښته د لوئى جرګى مشرانو څه ورته وويل...؟ دنه وويل چي برتانيه څوک ده چي افغانانو ته وايه دا وکړه دامه کوه خو هغه وخت افغانانو خپل هيواد د نورو د ګټو دپاره نه ورانوي د ټول لر بر افغان سره په يوه سپيڅلي افغانان و دوي د لوئى څښتن(ج) په توکل هر څه کول د برتاينې وارو د نړۍ لوئى قدرت چې دا زموږ اوسنې باداران ې هم ملګرى وو په دوه لاسه څو وارو ماته ورکړه داځکه چې هغه وخت پښتانو افغانانو هر څه د خپل هيواد د خپل ولس د خپلي سپيڅلي دين او پښتو دپاره کول د بل اسراري نه اخته خو نن دا هر څه موږ دلاسه ورکړي دي خپله افغانانو د نورو اسرا اخستي ده هغه چي څه غواړي هغه په کوي که هغه وخت موږ او زموږ مشران پوهيدلي وي نن به داسې په بد حال کښې نه وي د پښتنو افغانانو سره هغه څه وشول او د نورو په استاذي چي يووار ې بې لاسه بې وسه او بې وسلو کړو بيا ې لاس او پيښې وروتړلي او په لويه لارې واچول او ټولو ته وويل چي هر لار ړوي دي دوى کوئټى يواځى هغه څوک ې ايله کړي دي چي دوى د نورو پيريديو په پرتله دوي خپلوان زياته ځپي او ټکوى خو اوس وخت د پريکړي دي د ژوندي پاته کيدل يا د مينځه وړل.

د نن پريکړى به د سبا تاريخ وي په کاردي چي هر څوک داسې پريکړه وکړى چي هغه سبا په تاريخ کښې په ښه نامه يا دي او وستايل شې دانه چې تاريخ بد ورته ووائى لکه ټولو ته چې څرګنده ده چي زموږ دا سيمه په زياته بيا پښتون افغان د ډېرو اساسو شبکو څخه تيريږى زموږ ټوله لر او بر په دي نور نه غواړى چي هر څه وي نوره د جګړه نه کوي ولي چې دا جګړه زموږ نه ده دا د نورو جګړه ده د نورو د ګټو دپاره ده چي هر څه زموږ پکښې ورانول کيږى او دوى په ډېره پوهنه زموږ لر او بر افغانان پکښې راښکيل کړي دي خو که څوک داسې خبره کوي دوى هغه د نورو لاس پوڅى د اسلام دښمنان نوموي خو د نورو لاس پوڅي څوک دي ددوديش کلو په دهغه اوږده جګړه کښې د تور د لورپيژندنه شوي ده اوږده اوږده موټران د پاچاهانو وارو ماڼي د بينکو اوږدي اوږدي کهاتي لوئى لوئى جائيدادونه او په چارواکو کښې لوئى وياړ او د سولى مخالف په نورو ملکو کښې داولادونو زده کړى د نورو د څنګه د بې شمير لګښتونه او نور ډېر څه داسې څوک د نړۍ په هر کونج کښې موندل کيدى شى.

خو يوه خبر په يا دده چي و زړه په کوګل کښې وساتل شې چې نړۍ و يوي داسې مهال او ځائى ته را رسيدلي ده چي پا به بشپړه سوله په دي نړۍ وال کلي کښې راځى يا به بشپړه د جګړو د لارې د مينځ وړله کيږى اوس جګړه او فساد د چا کاردي سوله او امنيت څوک غواړى.

په امريکا کښې په ډېر لوئى شمير امريکايان د نيويارک په ګډون په نورو ښارو کښې لويو لارو او کوڅو ته راووځي چي د سپڼى ماڼي او نورو چارواکو څخه دا غوښتنه کوي چي دوى امريکايان په نړۍ کښې جګړه نه غواړي بلکى دوي سوله غواړي ولي چي د دوى اقتصاد ورځ تر بلې د مشکل سره مخامخ کيږى ددي څنګه په تېرو ورځو کښې په لندن کښې کوم لوټ او ګډوډي رامخ ته شوه د هغه وشاته هم دهغه اقتصادي ناخوالى وي په پاکستان کښې عام وګړى دکومى نيسټياو دريدري سره مخامخ دي ددي څخه څوک سترګى نه شې پټولي هند، بنګله ديش، نيپال، سرى لنکا او نور ډېر ملکونه او ولسونه د اقتصادي ناخوالو سره مخامخ دي ولى چي په ټوله نړۍ کښې اقتصادي بحران دي يوه وړوکى نړۍ واله ډله غواړى چي نړۍ هميش په جګړه کښې راښکيل وي بلې خواته لوئى شمير خلګه د جګړى څخه کرکه کوي او غواړى چي دوني پر مخ تللي نړۍ نور په مخ ولاړ شي ولي چي را روان وخت د علم او يوه وخت دي افغان ځکه چي د بد مرغيو سره مخامخ دي چي دوي زده کړي نه لري او بې سواده دي داسې کله هم نه شې کيدي چې حامد کرزئى وائي چي غواړى چي د سهار چلووي په کابل کښې وکړى د غارمى ډوډي په اسلام آباد کښې وخوري ماځيګر په ډلى کښې وي او دا به راروان وخت کښې کيږى دا نه شې کيدي چي د ډلورنډ په خوړ ښه کړښه دى اغيزن تارونه جارشى.

يا دي په دي غوړجنه ليکه باندى مائينونه ښخ کړل شى چي نه يواځي د پښتنو تر مينځ تګ را تګ ودريږى بلکى شينواري يو ورور دي د بل ورورسره نه و ګوري ځکه چي د دوي تر مينځ د نورو بادارانو دهغه ليکه د خپلې اوږدي لوبى دپاره په زور را استلي وه اوس چي ددي سيمه کوم خلګه په زياته بيا پښتانه افغان چي جګړى ته دوام ورکول غواړى هغه به نه يواځى په دي نړۍ کښې بلکى په قيامت کښې به هم جواب ورکوى..

غورځولي يمه خپلو د بل سپى ته

نه مي لاس رسي غرګي ته نه لرګي ته

(دسيف الرحمان سليم)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←