بدمرغه ماشوم
مـاشومان که د مشرق که د مغرب دي
د خنـــــدا او د ژړا انــــداز يې يــــــــو دى
"سايل"
خيرنې جامې يې پر غاړه وې، چې څو پيوندونه ورته لګېدلي وو، د ژمي سړو د خزان وهلې پاڼې په څېر رېږداو، يو زوړ څادرګى يې مخې ته غوړولى و، خپلې نازکې يخ وهلې ګوتې يې په خپلو اسويليو تودولې، داسې ښکارېده چې د وخت ناخوالو ترې د سر سيورى اخيستى وي. په څادرګي کې يې پوره لس دولس روپۍ پرتې وې، ډېر ناهيلى و، د حالاتو جبر يې د ښکلي مخ نه د تل لپاره خندا تروړلې وه، هر لاروي ته به يې په داسې بېوزله او زړه بوږنوونکي نظر وروکتل، تا به فکر کاوه چې انسان يې نه دى ليدلى.
ماشوم يوه شېبه وروسته خپل څادرګى راټول کړ او د يو ولاړ موټر په لور په دې تمه ورروان شو، چې ګواکې کومه روپۍ نيمه به ترې ترلاسه کړي، خو کله چې په موټر کې ناستو کسانو ماشوم وليده، سره وبوږنېدل او داسې ښکاره شوه، چې عزرايل يې ساه اخيستلو ته ورروان وي، نو زر يې په ځان پسې تورې شيشې پورته کړې. ماشوم هک پک ودرېده، پخپل تاوده اسويلي يې يو ځلې بيا خپل ساړه لاسونه تاوده کړل او له ځان سره وګوڼېده، زه هم خوا ته ورغلم او پوښتنه مې ترې وکړه، چې ماشومه ولي سوال کوې؟
هغه بې له ځنډه ځواب راکړ:
_ کاکا! د خوارۍ مزدورۍ مې څوک نشته، يوه مور درې خويندې او يو وړوکى ورور لرم، نور مو هېڅوک نشته، پلار مې پوره پنځه کاله کېږي، چې مړ دى. پلار مې دې خداى وبښي ماته به ې هر سهار پېنځه روپۍ راکولې، زه په دريم ټولګي کې اول نومره وم، سبق مې پرېښې او...... اوس...... نور نو سلګو ونيوه او خبره يې په خوله کې پاتې شوه.
هغه مې په غېږ کې ونيوه او ما هم پرې د شفقت اوښکې تويې کړې. ما څه کړي واى، زه هم ډېر بې وسه وم، خو احساس مې درلود او د خپل احساس له مخې مې هغه له ځان سره واخيست تر کوره مې ورسوو، يوه جوړه جامې مې ورته جوړې کړې او بيا له هغه سره تر کوره ولاړم. يو زوړ کور چې زياته برخه يې بارانونو نړولې وه، تا به ويل چې په زړه کنډواله کې يې اړولې دي، د کور دروازې ته يې يوه زړه پرده راځړېدلې وه، ماشوم د دروازې له ټکېدو مخکې چيغې کړې:
_ مورې! مورې! دروازه برسېره کړه. د لټ خړچا مې واورېده ماشوم له ډېرې خوشحالۍ وويل:
_ کاکا! دننه راځه!
لږ پښه نيولى وشوم، مور يې مخ ورواړو او پرې غږ ې وکړ:
_ زلميه زويه! مېلمه حجرې ته بوځه.
هغه ډېر بې وزله وو، خو ډېر مېلمه پاله هم و، چاى يې راوړه او بيا يو زړه ښځه چې امسا يې لګوله حجرې ته راننوته او په کمزوري غږ يې وويل:
_ زويه! ستړى مه شې!
_ خوشحاله اوسې مورجانې
هغې ماشوم ته مخ راواړوه:
_ بچيه هغه تکيا د مېلمه شاته کېده. او له دې خبرې سره کېناسته او بيا يې ماته مخ راواړوه:
_ زويه! زموږ ډېره بې وسي ده. انسان په يو حال کې نه دى کله سپوره او کله لمده، يو وخت داسې و چې مالونه مو درلودل، ما څلور غواوې لرلې، د شودو او غوړو مو کمى نه و، هرڅه ښه پرېمانه وو، زما زوى دې خداى وبښي...
او بيا يې په ژړغوني غږ وويل:
_ زويه انقلاب رانه هرڅه واخيستل! مشر زوى مې روسانو وواژه او کشرى زوى مې دا څلورم کال دى، چې نادرکه دى. دغه لمسى مې اوس د يو او بل درته ولاړ وي او خير ټولوي. مشره لمسۍ رانه خلکو په قرض کې بوتله، هغه د ديارلسو کلونو وه، په سرو سترګو يې ژړل، د واده په ورځ د مور په لمن پورې کلکه نښتې وه او چيغې يې وهلې. هى زويه! د هغې سلګۍ مې اوس هم له ياده نه وځي. مور ته يې ويل مورجانې تا خو ماته ويل چې زه به له تا سره يم، خسر يې دلاسه نيولې وه او په ژړا ژړا يې له کوره ووېسته.
زويه! څه سر به دې خوږوم، مور ېي ټوله شپه په ژړا تېره کړه، تر سهاره ويده نه شوه، خواښې يې ډېره ظالمه ښځه وه د اومې يې هم راپرېنښوده، پوره دوه مياشتې وروسته پسې په دې ضعيف وجود پخپله لاړم. لمسۍ له لاسه نيولى وم په لاره کې لوېدم او پاڅېدم، څه مې کړي واى بچى هم ډېر خواږه وي، په څخېدو يې تر کوره ورسېدم، چې د لمسۍ سترګې راباندې ولګېدې، دواړه لاسه يې رانه چاپېر کړل او چيغې يې کړې، کلکه يې نيولې وم، پريښودم يې نه.
_ هى زويه! بېوسي بد شى دى! خواښې يې ډېره ظالمه ښځه وه، رامنډې يې کړې او په مخ ې يو ښه څپېړه ورکړه:
_ د ځان نه دې دومره نازولې جوړه کړې ده، د کور ټکى کار هم نه کوې او اوس دې نيا څه راغله، چې ټوله دنيا دې په سر راواخيسته.
هغې زر زر خپلې اوښکې د شليدلي ټيکري په پلو پاکې کړې او بيا په وچو شونډو داسې وموسېده، چې ګويا په کور کې ډېره خوشحاله ده. هو ! زما په فکر چې د دوه مياشتو وروسته به يې دغه لومړۍ خندا وه، ما هم ورسره وخندل، خو زويه زړه مې چېرته خندل؟ خواښې يې ورباندې چيغه کړې، چې ورشه جامې دې په لګن کې لمدې پرېښي دي، هغه ووينځه. هغې بيا په ژړغونو سترګو مخ راواړوه او پاڅېده، ما هم د وتو په وخت کې پرې غږ وکه، چې لورې جامې زر ووينځه، چې بيا کور ته لاړ شو. خواښې يې مخ راواړوه، چې مېړه يې په کور کې نشته، دا نشي تلاى!
بېوسي ډېر بد شى دى او بيا چې څوک غريب شي، نو د هېچا ترې حيا نه کېږي.
بوډۍ يو سوړ اسويلى وکړ او غلې شوه. ما ورته وويل: مورې بيا څه وشول؟
هغې پيالې ته لاس کړې او يو غړپ يې ترې وکړ او بيا يې کيسه پيل کړه:
_ په هغه ورځ خو راسره چا پرېنښوده، يوه اوونۍ جمعه وروسته يې مور پخپله پسې لاړه، له هغې سره يې هم نه وه راپرېښودې. په بله ورځ خبر شو، چې برېښنا ناروغه ده او په روغتون کې ده، بيا مې لمسى له ځان سره رواخيست او روغتون ته ورغلو.
په روغتون کې څوک نه وو، له سر طبيب نه مې تپوس وکه، هغه راته وويل، چې نن يې يوه جينۍ روغتون ته راوړې وه او ځان يې سوى و.
ما ورته ويل:
_ ډاکتر صيب څه نوم يې و؟
_ مورجانې که خداى مې غلط نه کړي، نو بريښنا نوم يې و.
_ څه شوه؟
_ مورجانې موږ خپل انساني کوشش وکه، خو.... هغه!
_ هغه ولې؟
_ کور ته يې يوړه ډېره سوې وه.
_ ډاکتر صيب هغه زما لسمۍ ده، اوس څه شوه؟
_ مورې تاسو ته دې خداى د زړه صبر درکړي او هغه دې خداى وبښي!
زه نوره په ځان پوه نه شوم او هلته لوېدلې وم. زويه! زه چې په ځان خبرېدم، خبرېدم هغه يې تورو خاورو ته سپارلې وه، لمسۍ مې ونه ليده. مور يې هم له ډېره خفګانه په عصبي ناروغۍ اخته شوه، په زيارتونو مې وګرځوله، خو څه خوند يې ونه که. بس دلته د خداى درګاه ته ناست يو، څوک نه لرو، زه پخوا يو څه ښه وم د خلکو جامې به مې وينځلې او دې نوسو ته به مې نفقه پيدا کوله، خو اوس دغه لمسي مې سوال کوي او په دغې باندې خپلې شپې ورځې تېروو.
کونړ غږ
Kunar Ghag Magazine
Hidayat Allah Zia
