افغانان خپلى شخړ پخپله اواروي شې
يکونکى /الجبار کاکړ
زما درې وينا وي هر وخت په دفاع کښې ګرځي چي د ۱۹۷۸ء دافغانستان پسيښې وروسته زموږ پوهانواو سياسي استادانوکړي وي خوپښتانه افغانان داسي خلګه دي چي په سر يې اور نه وي لګيدلي دوي چورت هم نه پکښى وهى ولي چي يو خوي دوي دځان ځانى(EGO) په ناورغي اخته دي او هر يومن دي دخپل ومخ ته او ځان ترهر چاپوه بولي بلى خواته يې ځانى ګټى ته ډير ارزښت ورکوي وي او ډير لږ څوک دي چى دخاوري دقام او ولس په غم کښې هر وخت روحي ناروغان شوي دي.
کله چي په افغانستان کښې دانقلاب په نامه يوه پيښه رامخ ته شوه او د پنګه والي او داشتراکي نظامو دجنګ ميدان افغانستان وګرځيدي ارواښاد خان عبدالغفار خان باچا خان به هميش داخبره کوله چي دا دزور وروجګړه ده چي پښتانه افغانان به پکښې وځوکرول شې ددي وروسته ډاکټر نجيب الله داخبره وکړه چي افغانستان تباه شو دوي داخبره هغه وخت وکړه کله دجينوا شوي لوزنامه ې دناکامي سره مخامخ کړه ارواښاد اجمل خان خټک هم داخبره په يوه لويه غونډه کښې وکړه چي په پښتنو افغانانو باندي توره بلارا روانه ده رښتيا خبره ده چي ددهغه دروواړو خدائى بخښلو خبري رښتياوختى دشوروي اتحاداو دامريکا په جګره کښې څه وشو موږ ټولو دا وليدو چي هر سترګور سړي په پوه دي چي په دهغه جګره کښې ترټولو زياته زيان وچاته ورسيدي؟ داخوبيله خبره ده چي پښتانه افغاتان دنورو بربا ديو څخه خوندي شول چي کله دشوروي اتحاد د وخت مشر ښاغلى ګوربا چوف په شوروي تګ لاره کښې بدلون راوستي چي زموږ دهغه ټوله خاوره دزروي جګړي لاندي راتلى شوه بيا چي ډاکټر نجيب الله چي کومه خبره وکړه چي افغانستان تباه شو په رښتيا هم لومړي تباهى په کابل راغله او تراوسه هغه تباهي روانه ده او دانه دڅرګنده چي دا ورانى به تر کله رواني وي وروستي خبره اجمل خان خټک کړي وه چي توره بلارا روانه ده د ددوي په دي خبره کښې څه شک شته؟ چي يوه وړوکى بيلګه يې دسوات دوه درې کاله دمخه راغلي وه چي اوس هم ددهغه بلامخ نوي نه دي شوي په جرګو په جنازو په جوماتو او په افغان پښتون بازار وکښې ځان وژونکي بريدونه بلانه ده نوبل څه دي؟
دا دي نن پښتانه افغانان دزور وروتر پښو لاندي دي افغان او خاوره يې تباه شوه او دلوئي بلا سره پښتانه افغانان مخامخ دي او دانه د ورته څرګنده نه دي چي د دوي دښمن څوک دي؟ او خپل يې څوک دي؟ چي يوملت په داسي ناورين کښې راګير شي نو بيا څه کول په کاروي؟ يا خود کوتري وارو سترګى پټي کړي چي پشو يې ناخوري يانوبله لاره داده چي سترګى رڼي کړي دحالاتو جاج واخلى څه چي په تير شوي دي دهغه شننه او پلټنه وکړي او ځان ته دامعلومه کړي چي دا ولى راسره وشول کومى تيروتنى وي چي ددهغه ناورين سره مخامخ شول؟
نن ودي ته داسي کتل نه دي په کار چي دا طالب دي دا حزب اسلامى دي دا خلقي دي يا پرچمي دي ياد دولت ملاتړي دي ولى دا دټولو دپاره او ټولو دپوه پناه کيدو يوه نړۍ واله لوبه ده نن د دوست او دښمن په خبره غوږ نيول نه دي په کار بلکى په خپل ځان باور په کاردي داهره لوبه چي روانه ده او يوبل ته يې توره استله دا پخپله يوه لوبه ده چي دواړو په دهغه ډول په مخه کړي ده يواځى ددي دپاره چي پښتون افغان دهوکا کړي ؟او په هغه توره تېاره کښې وساتى لکه د هغه څو کلو څخه ساتلي شوي دي دوي پخپله سره جنګول خو دوي دخير په غونډي ورته ناست وي خو اوس ډير څه څرګنده شوي دي خو بيرته هم پوښتنه دا ده جي هغه څوک چي په سترګويي تراټى ورتړلي دي هغه تراټى به دسترګو څخه ليري کوي که يا؟
لکه پخواچي موږ ويلى وو چي دپښتون افغان ملت او ددي خاوري دځخورلو يواځي او يواځى لاره داده چي دوي پخپلو کښې په ټولو چارو په يوه ټخر سره کښيني او د دهغه څو کلو ناخوالي وچيړي هر يووپيژنى چي چاڅه وکړو اوس هم چي افغانان په بيلو بيلو مور چلو کښې سره ناست دي يو بل ته خطرنه دي بلکى خطر دهغه چا څخه دي چا چي هميش دبل دګټو دپاره دافغان پښتون په جامحه کښې ونورو ته کار کړي دى دهغه څوک اوس هم افغانان پښتانه د اور ولمبوته وټيله ول غواړي که دهغه ډول کسان دمنځ څخه واستل شې نو نيم کار به دوي ترسره کړي او هغه لاسونه چي د دوي په غداري وافغانستان او پښتون خاوري ته را اوږ ده شوي دي دا به قطحه کول وي او دا کار به په افغان پښتون خاوره کښې لومړي پښتانه پورته کوي بيابه دنورو څخه داسي غوښتنه کوي شې ولي چي دوي په افغانستان کښې زياتوب جوړه وي او مشري يې کوي نو به دي کار به دوي پيل کوي.
په افغان خاوره باندي دتاريخ په اوږ دوکښې ډيري ناخوالي تير شوي خو داسي ناورين کله هم په دوي نه وو راغلى لکه په دهغه ۳۲کلو څخه دوي پکښى راګير شوي دي او که اوس هم دوي په نورو ځړيږي لالا به دوي ته ښه ورځ راولي نود دي دمخه څخه دافغان ولس پاتا واخلي يواځي او يواځي هم دهغه دخاوري بچان کولي شې چي دنړۍ والو ددهغه جال څخه ځان وباسي او هر يوه ته ليکه وباسي چي د دوي سوشلزم يې هم وليدي د دوي پنګواله دبشر دحقوقود اوه داره مو هم وليده او دهغه چا اسلام موهم وليدي چي دافغانانو سره دادري واړو لورو لخوا ورسره وشوه چي دوژني بريادي لوټ چپاؤ او دخپل کور دورانى په چپه بل څه نه شو په برخه ستاسو دټولويې کور ودان خو دومره دخدائى پاک وجه وکړي چي موږ خپله سره ايله کړي موږ افغانانو خپلى ټولى لانجى دتاريخ په اوږدو کښې اواري کړي دي زموږ ولس نور جګړه نه غواړي نه خپله خاوره نوره ورانول غواړي نه خپله خاوره دنورو دجګړو ډګر چي زروي جګړه هم باندي کيدي شي؟
