اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

جنرال ډیورند

ډيورنډ د تاريخ د قتل سره پخوا مړ شوى دى؛ خو د هغه د تاريخ د قتل دا لاس اوس هم د پاکستان او افغانستان تر منځ پروت دى، چې نه يوازې يو تاريخي قام يې په دوو حصو کې تقسيم کړى دى؛ بلکې دوه ګاونډي هېوادونه يې پخپلو کې د شک او ګومان په تيارو کې ودرولي دي.
اوس ډيورنډ ته موږ جنرال ډيورنډ خطاب ځکه ورکړو، چې دا د جنرال پروېز مشرف په دور کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تاوتريخوالي سبب جوړ شو. قبايلي لويې جرګې په بارډر د ازغن تار لګولو حمايت وکړو؛ خو د ماينونو خښولو خبره يې وغندله.
په پاکستان کې د منتخبې اسمبلۍ قرارداد څه اهميت نه لري؛ خو د فاټا جرګې به څه فيصله وکړي او څه به يې اسلام اّباد ومني.
اسمبلۍ هم له روايت سره سم يو رسم ادا کوي او نورې دنيا ته دا باور ورکوي، چې په پاکستان کې باوردي )درېشي والا( جمهوريت د جناح صيب د شېروانۍ او جناح کيپ )خولۍ( نه ښه جمهوريت قايم ساتلى دى.
دا خبره جنرال برانډ سياستدانان هم کوي او جرنېلان يې هم کوي، چې په پاکستان کې ښه صفا جمهوريت د جرنېلانو په دور کې پاتې شوى دى او دا خبره هغوى ځکه کوي، چې هر جرنېل د جناح صيب د مسلم ليګ استعمال کړى دى. هر څه که پير پګاړا خپل مسلم ليګ ته فنګشنل )خوځنده( وايي او نور رد کوي؛ بلکې فنګشنل مسلم ليګ د طرفه خو دا خبر هم راغلى دى، چې څوک د قايد اعظم د مسلم ليګ نوم استعمالوي، دا خو د پاکستان د سياست وزارت وردۍ او جناح کيپ خبرې دي. اوس خبره د افغانستان سره د ډيورنډ په مسئله کې د طالبانايزېشن او جنرالناېزشن ده. د پاکستان حکومت وايي، چې موږ د طالبانو او القاعده مخه نيسو. د افغانستان حکومت وايي، چې دا هر څه خو د هغه طرفه نه موږ ته راځي، امريکا او يورپي ملکونه، اتحاديان، ناټو هر څو حيران دي، چې دا څه دي؟!!
د دوى حيراني به دومره هم نه وي؛ ځکه چې دغه ټول کردارونه که اخوا دي او که دېخوا دي د هغوى جوړ شوي دي او کوم سکرپټ رايټر، چې خپل کردارونه نه پېژني يا خپل کردارونه په صحيح طريقه ونه لوبوي؛ نو بيا خو دا کمزورى "ډرامه باز" شو او کمزوري سکرپټ باندې مضبوط او ښه پروډکشن نه شي کېداى. که امريکا ده او که يورپي ملکونه، شريک اتحاديان دي او که د هغوى جوړ شوي نور کردارونه دي هغوى ټول معلوم خلک دي که نامعلوم، يا څه مشکوک دي؛ نو هغه دا وخت د جنرال ډيورنډ دواړو خواوو ته پښتانه افغانان دي، چې تر منځ يې په سينه چاړه راښکلى شوې ده او اوس يې په بدن کې دننه بارودي سورنګونه جوړ شول پښتنو خو د ډېر وړاندې نه دا ويل، چې:


د سپين خيبر په سينه تورې کرښې
لـــــــــکه د يار په مخ پردۍ نښې دي

دا اوس د زوړ ډيورنډ نوم جنرال ډيورنډ شو او کرښه څه دپاسه سل کالو نه پس بيا په بارودو تازه شوه، د کومو قامونو او ملکونو تر منځ، چې حدبندي په بارودو وشي؛ نو هلته سرې وينې هم تورې شي.
پاکستان، چې خپل حد کې کوم ماينونه ښخ کړي دي او دا حد بندي يې په بارودو وکړه؛ نو اوس به دې سره په پښتنو افغانانو دواړو خواوو ته د وينې سور رنګ هم تور شي اول يې ورته ډيورنډ قامي تاريخي پېژندګلو تقسيم کړه؛ نو اوس ورته د نوي دور جنرال ډيورنډ په بارودو د وينو رنګ بدلوي.
دا زموږ بدبختي نه؛ بلکې بې حسي ده، چې يو طرف ته ډيورنډ په بل شکل جنرال ډيورنډ کې ژوندى شو؛ نو بل طرف ته دېخوا پښتانه لګيا دي د پښتنو د لويې جرګې او اوس د قبايلي جرګې نه پس هم څه نتيجه نه لري او پښتانه وايي:
دا ځل زموږ نمبر دى، تعجب دادى، چې د پښتنو د اقتدار ددې نمبر نه وړاندې د ډيورنډ نه جنرال ډيورنډ جوړ شو او د پښتنو افغانانو حد بندي په بارودو وشوه

کونړ غږ
Kunar Ghag Magazine
Nooral Bashar Naweed

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←