اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

‫بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان لاهم په عربي غږيږي

د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې مېشتو پخوانيو راغليو عربانو که څه هم خپل عربي رواجونه له لاسه ورکړي ، خو لاهم په خپل منځ کې په مورنۍ ژبه( عربي) خبرې کوي.

څه د پاسه ۷۰۰کورنۍ ، چې د خوشحال اباد او يخدان په نومونودعربانو پخوانيو دوو کليوکې مېشت دي وايي ، کله چې افغانستان د حضرت عثمان رضى الله عنه د خلافت په وخت کې فتحه کېده، له خپلو کورنيو سره له عربستان څخه د اسلام د تبليغ په موخه راغلي او تراوسه دلته پاتې دي.

د خوشحال اباد کلي مشر په مورنۍ ژبه ځان داسې را وپېژاند: (اسمي ضياد الله بن عبدالروف من قرية خوشحال اباد و هکذا قريه دار خوشحال اباد.)، ((نوم مې ضياد الله د عبدالروف زوى يم. د خوشحال اباد له کلي څخه يم او همدا رنګه د دغه کلي مشر يم.))
هغه وويل چې د دوى ماشوم لومړى عربي ژبه زده کوي او وروسته بيا د هېواد له نورو ژبو شره اشنا کېږي.
ضياد وايي چې اوس يې هم په کلي کې داسې ښځې شته، چې پرته له عربي په نورو ژبو نه پوهېږي، هغه د خپلې ۹۲کلنې انا يادونه وکړه ، چې پرته له عربي په بله ژبه خبرې نشي کولى.
خو نوموړي اندېښنه وښوده، چې ژبه يې د ورکېدو په حال کې ده، د هغه په وينا،دوى د خپلې ژبې د ودې لپاره هېڅ ډول اسانتياوې نه لري.
هغه څرګنده کړه ، چې ماشومان يې په ښوونځيو کې په دري ژبه لوست کوي او همدا ده چې د دري او نورو ژبو تر تاثير لاندې راځي او د وخت په تېرېدو يې خپله ژبه هېرېږي.
د خوشحال اباد کلي مشر هيله څرګنده کړه چې که دولت ورته په مورنۍ ژبه دلوست اسانتياوې برابرې کړي نو ممکن ژبه يې ژوندۍ پاتې شي.

د بلخ د پوهنې رييس محمد ظاهر پنهان وايي، چې اړوند وزارت په پام کې لري ، چې په پښتو او دري ژبو د کتابونو د چاپ او خپرواي د لړۍ څخه وروسته د هېواد په نورو سيمه ييزو ژبو هم د لوست کتابونه چاپ او ښوونځيو ته ووېشي.
خو نوموړي اندېښنه وښوده ، چې د سيمه ييزو ژبو په کتار کې د عربي ژبې يادونه، نه ده شوې.
دغو عربانو که څه هم خپله ژبه يو څه ساتلې ده، خو خپل رواجونه يې په پوره توګه هېر کړي اوافغاني رواجونه يې خپل کړي دي.
د يخدان کلي يو تن اوسېدونکي ۶۳کلن حاجي محمد صديق وويل چې دوى اوس افغانان دي او په افغانستان کې د عربانو نه ، بلکې د افغانانو رواجونه ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ده لا هم په ياد دي، چې په ودونو کې به يې ځانګړي مراسم ترسره کول.
هغه د بېلګې په توګه وويل : (( موږ چې به کله ناوې د پلار له کوره را روانه کړه نو مخکې له دې چې د خسر کره ننوځي، ناوې به پر آس سپره وه اومېړه به يې له اورڅخه اوه ځله تاووله او بيا به يې په غېږ کې واخيسته او خپلې کوټې ته به يې يوړه.))
حاجي صديق د خپل ماشومتوب د وخت د درملنې يوه بېلګه وړاندې کړه، ويې ويل چې په کلي کې به يې پر يوه ونه زانګو تړل شوې وه چې ناروغ ماشومان به يې د درملنې لپاره ورته راوستل.
د هغه په وينا، ناروغ ماشوم به يې په زانګو کې واچاوه او لګېدلې شمه به يې ترې تاووله.
محمد صديق وويل چې خلکو عقيده درلوده، چې په دې يې ماشومان رغېږي.
نوموړي زياته کړه چې دې ته ورته ډېر دودونه يې له لاسه ورکړي دي، هغه وويل ( اوس افغانان يو او په افغاني دودونو ژوند پر مخ بيايو.))
د دغو دواړو کليو اوسېدونکي د کرنې تر څنګ د غاليو اوبدلو له لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي ستونزې اواروى.
د يخدان کلي مشر ۴۲کلن محمد نادر وويل چې دوى خپلې ډېرې ورځنۍ ستونزې د ځمکو په حاصلاتو حلوي، خو د ځمکې اود اوبو د کمښت له امله د کلي اقتصادي حالت د اندېښنې وړ دى.
هغه له چارواکيو څخه غوښتنه وکړه، چې د سيمې خلکو ته د ښو حاصلاتو په خاطر دغه ستونزه هواره کړي.
نوموړي وايي چې په ډېرو کورونو کې د غالۍ اوبدلو يوه کارګاه ولاړه وي، چې له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزي حلوي.

د خوشحال اباد کلي د جامع جومات خطيب ۳۸کلن محمد مختار د خپل راتګ په اړه وويل چې دوى ته کره معلومات نشته ، چې له کوم وخته افغانستان ته راغلي، خو وايي چې د عربانو له قريش قبيلې سره تړاو لري.
نوموړي زياته کړه چې دغه معلومات ورته هم له خپلو مشرانو څخه خوله په خوله ورپاتې دي.

د بلخ د اطلاعات اوکولتور رييس صالح محمد خليق د دغو عربانو په هکله وويل چې دوى ممکن د حضرت عثمان رضى الله عنه پر وخت افغانستان ته راغلي وي.
نوموړي زياته کړه چې د عربانو له لوري د افغانستان د فتحې پر وخت چې عربي لښکرې د جګړې لپاره راتللې نو ورسره به ځينې عربي کورنۍ هم د اسلام د تبليغ په موخه راتلې.
د هغه په وينا ، ممکن دا هم د هماغه کورنيو له ډلې څخه وي چې تر دې دمه پاتې شوې دي.
خليق وويل چې د دوى ژبه اوس د سمې عربي په شان سوچه نه ده پاتې، هغه زياته کړه چې دوى په نيمه عربي ژبه ګړېږي.
نوموړي زياته کړه چې دغه عرب د افغاني کولتور او ژبو تر تاثير لاندې راغلي دي او د هغه په وينا، همدا لامل دى، چې ژبه يې سوچه نه ده پاتې.

په بلخ سربېره په جوزجان کې هم د عربانو ځينې کورنۍ استوګن دي چې لا هم په مورنۍ ژبه ګړېږي.
د خوشحال اباد کلي مشر ضياد وويل چې د شبرغان د حسن اباد او داقچې د سلطان اريغ کليو ټول اوسېدونکي عربان دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو دواړو کليو کې هم نږدې ۷۰۰کورنۍ اوسېږي، چې په عربي ژبه خبرې کوي.
دهغه په وينا، دوى له هغو سره تګ راتګ لري او د دغو څلور واړو کليو ځينو کورنيو پخپلو کې خپلوۍ هم کړې دي.

Feroz Afridi

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←