په کونړ کې د زراعتي پرمختیا لاری چاری
جوته ده، چې زراعت د دريمې نړۍ او يا وروسته پاتې هېوادونو د اقتصادي زېرمو بنسټ جوړوي، ځکه زراعت هغه اقتصادي سرچينه ده، چې انسان کولاى شي په ابتدايي اسبابو او وسايلو ترې حاصل واخلي او پرمختللې ټکنالوژۍ ته دومره اړتيا نه لري، چې ګوندې له هغې پرته دې هېڅ حاصل ونه لري. البته د ټکنالوژۍ ارزښت دلته هم لکه د نورو اقتصادي سرچينو په توګه کمزورى نه دى او پوره اړتيا ورته شته، خو دومره ده چې په زراعتي ډګر کې د ټکنالوژۍ نشتوالى د زراعتي حاصلاتو مخه په ټپه نه دروي او يواځې د هغې په کميت او کيفيت کې بدلونونه منځته راوړي، بناً ويلاى شو چې ووايو چې وروسته پاتې بشري پرګنې هم کولاى شي چې له زراعت څخه ګټه واخلي او هغه د خپلو اقتصادي منابعو په توګه په کار راولي.
افغانستان هم لکه د درېيمې نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تراوسه ددې جوګه نه دى، چې د خپل اقتصادي ژوند لپاره د زراعت پرته نورې منابع بيامومي، بناً دا اړينه ده چې دلته دا ډګر نور هم غښتلى او پياوړى شي، ترڅو په دې برخه کې د هېوادوالو اړتياو ته ځواب ووايي.
کونړ د افغانستان هغه سيمه ده، چرته چې زراعتي ځمکه لږه او د نفوس شمېر يې زيات دى يانې مساحت يې د نفوس په پرتله کم دى، خو دا بايد ددې لامل ونه ګڼل شي چې په دې ولايت کې دې زراعتي ودې ته پاملرنه ونه شي، بلکې بايد زيار ووېستل شي چې دلته زراعت وده بيامومي او حاصلات يې زيات شي.
په نړۍ کې د زراعتي پيداوار د ودې لپاره دوه لارې ښودل شوي دي، چې يوه يې د ځمکې افقي پراختيا او بله يې د ځمکې راس پراختيا ده. د ځمکې افقي پراختيا د ځمکې د مساحت له زياتوالي څخه عبارت ده او لارې يې دا دي، چې ډاګونه او خرابې ابادې شي، کندې کپرې ودانې شي او د ګټې له اخيستلو څخه بهر ځمکې په کار راوړل شي او حاصل خېزې وګرځول شي. د ځمکې راسي پراختيا د شته ځمکې د حاصلاتو له زياتوالي څخه عبارت ده او لارې يې په زراعتي ډګر کې د معاصرې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل، اصلاح شوي تخمونه په کار راوړل، زراعتي دواګانې استعمالول او د حشرانو مخنيوى او له کيمياوي سرو څخه استفاده کول دي.
څرنګه چې په کونړ کې د ځمکې د افقي پراختيا امکانات لږ دي او دلته داسې خرابې ځمکې کمې دي، چې په موجوده امکاناتو ترې ګټه واخيستل شي، نو ځکه دلته بايد د زراعتي حاصلاتو د ودې لپاره د ځمکې راسي پراختيا ته پاملرنه زياته شي او زراعت بايد فني کړى شي او د زراعت د فني کېدو په برخه کې ښايي دا ټکي مرسته وکړي:
1_ معاصره ټکنالوژي پکارول: د زراعتي ودې لپاره د معاصرې ټکنالوژۍ پکارول په دې برخه کې زياته مرسته کوي او د حاصلاتو د ضايع کېدو مخه نيسي. د بېلګې په توګه د ټرېشر شوي فصل ضايعات د غوبل شوي فصل په پرتله کم دى او داسې نور.. معاصره ټکنالوژي زراعت فني کوي او طبعاً د فني کار نتيجه له اټکلي کار څخه ښه وي.
2_ له اصلاح شوو تخمونو څخه ګټه اخيستل: اصلاح شوي تخمونه له هغو تخمونو څخه عبارت دي، چې په عملي ډګر کې تجربه شوي وي او نتيجه يې ښه وي. دلته دا خبره ضروري ده، چې دغه تخمونه بايد په همدې او يا ورته ساحه کې ازماېل شوي وي.
3_ له کيمياوي سرو او دواګانو څخه استفاده: د زراعتي ودې لپاره له کيمياوي سرو څخه استفاده کول خورا ارزښتمند کار دى، خو دا هم بايد هېره نه کړو چې له دغو سرو څخه استفاده بايد په فني توګه ترسره شي. همدا ډول له زراعتي دواګانو څخه بايد داسې ګټه واخيستل شي، چې تاوان ونه رسوي چې دا کار د کروندګرو پوهونې ته اړتيا لري.
4_ د محصولاتو فني وېشنه: لومړى بايد علمي وڅېړل شي، چې کومې ځمکې د کومو محصولاتو لپاره غوره او مناسبې دي او تر څېړنو وروسته بايد محصولات په داسې توګه پر ځمکو ووېشل شي، چې پيداوار يې زيات کړي.
ددې ترڅنګ ښايي چې دلته حېواني زراعت هم له پامه ونه غورځول شي، ځکه دلته د حېواني زراعت امکانات ډېر دي. د کبانو روزنه او د ځنګلاتو پراخوالى هم د کونړ د زراعتي پيداوار ښې منابعې بلل کېداى شي.
کونړ غږ
Kunar Ghag Magazine
Sardari
