افغانان به کله پوه کيږي.؟
محمدنعيم کاکړ
دافغانستان دسولى امنيت اوپرمختيادپاره دبون دغونډي څخه نيولي بياتراوسه پوري په وارو وارو نړۍ والى غونډي چي دلوړى کچى غونډي هم وي ترسره شوي خو دبده مرغه ددي څخه څه ترالاسه نه شول ددي سره سره چي دملګرو ملتو په لارښود نه په لويه کچه باندنى ځواکونه افغانستان ته راغلو خو دلس کاله پاته کيدوسره سره په دي هيواد کښې سوله او سوکالى چاونه ليدله بلکى جګړي نوري تودي او زيانونه زيات شول دا ولي؟ په کار دي چي افغانان په دي غور وکړي چي دنړۍ والو داوږ دوهلو ځلو سره سره دا هيواد نه په کراره کيږي که داعلتونه ولټول شې اولاري چاري ورته وتراشل شې نو تر ډيره افغانستان ددهغه ناخوالو څخه ځان استلي شې خو څنګه او کله؟ لومړي به افغانان دنورو داغيز وڅخه ځان خلا صوي هغه لاس پوځي چي دنورو دګټو دپاره خپل هيواد خاوروي هغه به افغان دنوم څخه استل وي او هغه باندنيان او ګاو نډيان چي دخپلو ګټو دپاره افغانستان او افغانان اورته ورغورځوي هغه به په ګوته کول وي دافغانستان دتيرو دوديش کلو کښې باندنيانو کومى ناوړه کارونه کړي دي هغه به وولس ته ورښکاره کول وي او دابه هم ليدل په کاردي چي دافغانستان سوکالى او پرمختيااو سوله دچاپه زيان تماميږي دهغه لاس به غوڅ کول وي خودبده مرغه افغانان دنورو دپاره خپل هيواد په داؤلګولى دي که دوي پخپل سوچ فکر کښې بدلون رانه ولى تر دي به حالات نو رکړکيچن شي او افغانستان به ويوه داسي کندي ته لويږي چي نوم بى هم پاته نه وي نو هغه ټول پښتون افغان چي و داسي خبري اوريدوته تيارنه وي او باندنيان هم ودي ته ناست وي او داکار بيرته هم دافغانانو په غولولو کوي نو ددهغه ډول تش په نامه افغانانو سره څه کول په کاردي؟ داپريکړه به هم ټول افغان ملت کوي ځکه چي ديوه وګړي لاس دناسورټپ جوړشي نو دهغه يواځنى علاج د ناسور شوي لاس قطح کول وي که په يوه کور کښې يو وګړي خپل کور ورانوي يا اور ورته ورکوي آياد کور نور غړي به لاس په لاس ورته ناست وي؟ په افغانستان کښې لويه جرګه راروانه ده په کاردي چي دهغه خبره ورته وړاندي شې چي لوئى جرګى کومه پريکړه وکړه حکومت دي په هغه عمل وکړي.
دافغانستان سوله سو کالى پرمختياپخلپه دافغانانو په لاس کښې ده دوي ته دهغه هر څه په لاس نور باندنيان او ګاونډيان نه شې ورکولى دافغانانو دناپو هي اوبى اتفاقى دکبله دنورو ملکو خپل منځني جګړي په افغانستان کښې روانه دي چي دنړۍ په يوه هيواد کښې داسي څه ته ليدل کيږي ځکه چي نور ملکونه لومړي خپلى ګټى څاري بيادنوروسره چل چلاوکوي خو افغانان خپلى ګټى په نورو قربانوي چي ځان او ولس دواړه داورلموته دروي خو اوس دافغانانو او ددوي خپلواکي تر پوښتنى لاندي ده دوي په دي اړه کوم ګام پورته کوي؟ يواځى يوه ډله او ګونددا ناخوالى دمنځ څخه نه شي وړي ټوله به لاس سره ورکوي که څوک نه دريږي هغه دافغانستان دښمن دىدافغانستان ۳۲کلنه جګړه په رښتياددي هيواد جګړه نه ده بلکى داجګړه دهغه ملکو جګړه ده چي دوي ددي سيمي دقدرتى ورکړو څخه واخلى او ياد هغه چاده چا چي داسلام سپيڅلى نوم دخپل وجود او خپلو ګټو دپاره دوخت څخه ګارکړي او ګاره وي يې خوداجګړه ددي کبله وافغانستان ته وغزول شوه چي دافغانستان دهغه وخته څخه څه سياسي او جغرافيائى نظر او وژن نه ووتراشلي او سنجولي ځکه د دوي هدف نه لري نو دچا چي يو هدف نه وي هغه به څنګه ځان ته لاره ټاکى بلکى د دوي هر څه خودرو وو چي څه د ددي هيواد جغرافيائى جوړښت دي او ددي دڅنګه دګاونډ يانو چي انګريزانو يې بنسټ ايښي وو ناوړه چلن وو چي حکمرانان ودي ته اړ وو چي دګاونډيانو غوښتنى ومنې او خپل هر څه ترپښو لاندي کړي ولکه هغه په هيواد کښې دننه وو ياد هيواد څخه دباندي چي نن دهغه بې مرامه حکمرانانو کارونه دي چي ټول لراو برورسره مخامخ دي.
دشوروي اتحاد په افغانستان کښې خپلى لښکري د داخل کيدو وروسته داسلام سپيڅلى نوم داسلامى ملکو او دغير اسلامى نړۍ لخوا په دومره ناترسي ګار شو چي ددي ګټى يې واسلامى نړۍ ته لږ او غيراسلامى نړۍ ته زياته ورسيدي چي ددي څخه څوک ډه ډه نه شې کيدي خو افغانانو څه ترلاسه کړو په لکاؤ ګډوال دخپل هيواد څخه ووتل د هيواد ورانى دملى پوځ دمنځ څخه استل افغانان په دوو ډلو کښې ويشل کيدل چي يو دطالب په نامه وپيژندل شو او بل په غيرطالب ونومول شو چي دباندنيو ځواکونو دڅنګه پخپله دهغه دواړي ډلى افغانان سره وژل کيږي نور څه زيانونه وشو هغه هر ستر ګورته ورڅرګنده دي چي دلته بيانول ګران دي خو چا چي داسلام په سپيڅلى نامه په لکاؤ ګډوال وګاونډ يانو ته په لاس ورکړودهغو سره څه وشو هغه هم په هر چا څرګنددي خو هم په دي اونۍ کښې چي زه په اسلام آباد پنډي کښې وم سهار وختى هغه څوک چي دکورو صفائى کوي چي دلته بهنګى ورته ويل کيږي خپله د لاس ريړي روانه کړي وه چي دڅنګه يې يوه افغان سپين سري ښځه روانه وه چي دمرداري په ريړي کښې به لاس وهى اوکاغذونه به ځينى رااستل دا ديوې ښځى يا ديوه افغان سره نه کيږي بلکى دپاکستان په زياتره ښارو کښې افغانان دهغه کارونه کوي چي داسي ښکاره کيږي چي افغانان به دهغه چاته چي بهنګيان او مهتر ورته ويل کيږي دهغه چاځائى به ونيسى چي دځانګړي مذهب اونسل سره اړه لري هم ددي کار دپاره ټاکل شوي دي چيري دهغه مشران چي دنوروباندنيانو دپاره يې دهغه افغانان راکډه کړو کار يې ځينى واخستى او بيايې داسي و غورځول لکه ټشو چي لاس په پاک کړي او بيا يې وغورځوي ددي جواب به څوک ورکوي ولى چي دحساب ورځ پاته ده؟
د دودايزي لوئى جرګي دومره مخالفت ولي...؟
محمد نعيم کاکړ
په افغانستان کښې ددو دايزه لويه جرګى د چارشنبى په ورځ څخه پيل شوه چي دوه ټکى ايجنډا لري لومړى دامريکا سره اسټراټجيک تړون خبري وشې او دويم په افغانستان کښې دبشپړه سوله راشى او داسي لاري چاري وتراشل شې چي د ۳۲کلو څخه روانه جګړه وپائى ته ورسيږي په دي لويه جرګه کښې تر دوه زره زياته استاځي دهيواد دګوټ ګوټ څخه راغلى دي او په دهغه دوه ټکى ايجنډباندى خبر اتري کوي لويه جرګه کښې چي سپين ږيري مخور دينى پوهان پخوانى جهادي مشران دمدنى ټولنى استاځى دپارليمان غړى او دښځويو لوئى شمير هم ګډون پکښې لري دوي پخپلو کښې ۴۰ کميټى جوړي کړي دي او دوي په دهغه کميټو کښې جلا جلا غور کوي چي هر کميټى يو مشراو يو سکيټر لري چي ددي لاري دوي وکولى شي چي د دهغه کميټو دلاري خپل نظر و او روي او ولوئى غونډي ته وړاندى کړي ددهغه څلويښت کميټو وړاند يځونه به سره راټو ليږي او بيا به دخالى په ورځ(نن) د جرګى په تالار کښې به ددوه زره زياته استاځوو مخ ته وړاندي کړل شې او وروسته بڼه به ورکول کيږي چي بيا به ولسمشر حامدکرزئى خپله وروستى وينا به ګډون والو ته واوروي تاريخ داښوولى ده چي جرګه دافغانانو دپاره ډير ارزښت لري او ددي جرګه دلاري افغانانو ډيري ګرانى او پيچلى لانجى اواري کړي دي ولکه که هغه باندنى لانجى وي او ياکه کورنى او دافغانستان تاريخ د داسي ارزښتونو څخه ډک دي چي هر وخت افغانان دلانجو سره مخامخ شوي دى دوي دا اوسنى جرګى وارو جرګى راغوښتى او خپلى لانجى يې اواري کړي دي.
افغانستان چي د اوخت د ډيرو ناخوالو اولانجو سره مخامخ دي و داسي جرګى ته اړتياوه نو ځکه دا اوسنى جرګه راغوښتل شوي ده ددي سره سره چي ګاونډيانو په باندنيو هيوادو کښې ميشته مخالفينو او پخپله په افغانستان کښې دننه افغانانو چي په حکومت کښې هم شتون لري ددي جرګى سره کلک مخالف ښو ولى وو او په افغانستان کښې دننه چي ځان د دولت اپوزيشون ګڼې خو په دولت کښى د دوي برخه تر نورولږ نه ده دوي هم خپل کلک مخالفت کړي وو طالبان چي د دوي درک و چاته څرګندنه دي دوي خبر داري ورکړي وو چي دوي به دهغه جرګه سره ګډو ډه کړي په بله ماناويني به پکښې وبېوي وځان ته دطالبانو ويان ويونکى دهغه خبردار ي په ډير زوو نړۍ والوته اورولي وو آن داچي د دوي په نامه په روانه لويه جرګه دوه توغندي هم وتوغول شول خو دخيره سره هغه ددوي هدف ته ونه رسيدو خبره او پوښتنه دار او لاريږي چي دهغه او به او اور څنګه سره يو ځائى شول چي دوي په ګډه دروانى جرګه مخالفت په يوه وارسره وکړي داځان ته بيل مجلس دي که وخت وو په دي به بيا خبري وشي
د درو ورځو دجرګى دغونډو او د دوي دخبرواترو څخه داڅرګنده شو چي افغانان په حسيت ديوه ملت دوي په هره بيه په خپل هيواد کښې سوله او امنيت غواړي که دافغانانو ترټو لو لوئى دښمن هم ودوي ته د اباور و رکړي چي سوله به ورته راولي دهغه ټول افغانان که هغه په لرکښې پراته دي او که په بر کښې دوي به په دهغه لوئى دښمن پسې شې که څه هم دښمنان په افغانستان کښې نه سوله راوستل غواړي نه د دوي مخه سوله ده. خو افغانان د ۳۲دپريديود جګرو څخه دومره ستړي شوي دي او دومره مالى او ځائى زيانونه او بى ارزي يې وړى دي چي په تاريخ کښې ډير لږ ساري ليدل کيږي خو داخبره هم په يادکښې ساتل په کار ده چي سوله او امنيت دلراوبر افغان لومړى غوښتنه ده او داکار يواځى هم دوي کولى شى د باندنيانو په هيله دي نور ورانى نه کوي؟
په کار دي چي ددي جرګى دنني حالاتو هر سړي ځان خبر کړي چي دافغانانو غوښتنه څه ده؟ هر هغه څوک چي ددي هيواد او ددي ملت ښيګڼه غواړي هغه دي دولس وغوښتنو ته سرټيټ کړي ځکه چي وخت مخ په وړاندي روان دي ارتقاء روانه ده نن چي څه دي هغه سبا نشته او هغه ملتونه په نړۍ کښې خپل شتون ساتلي شي چي هغه دنړۍ والو سره ګام په ګام او وږه په وږه روان وي خو خپلى ملي ګټى يې په نظر کښې وي نو دوي کولى شې چي پنځه خپلى غوښتنى په نور و ومني او پنځه دنورو د ومني هم ود هغه ته سياست ويل کيږى خوکه څوک وديوال ته سره ونيسي نو به دسردماتيدو په چپه بل څه ترلاسه نه کړي دوديش کاله دهغه خوار ولس که هغه په لر کښې دي او که هغه په برکښې دي دنورو دجګړو څخه ددي په چيه بل څه ترلاسه کړو بيله ددي چي دسر سړي دلاسه ورکړي ولس و وژل شي اوبى ناموسه شې او دنورو ملکو خاوري په سرباد کړي يا دنورو چي پخپله مهتران دي ددوي مهتران شې دهيواد هر څه يې وران شي او په حيث ديوه ملت دوي دنورو په اسره کښينې په کار دي چي يو دبل مجبوري ځان ته څرګندي کړي او خپل غم دخپل سره ګډ کړي او په ګډه په يوه ټغر سره راټول شې او يوه کړنلاره ځان ته وټاکى اسلام هم موږ ته دالارښوونه کړي ده او افغانيت هم داښووله ده چي پخپلو کښې مشوري وکړي پخپلو کښې جرګى وګړي او پخپله ځان ته لاره پيدا کړي نورو موږ ته هيڅ نه راکوي خو که بيا هم موږ سترګى پټى کړي دي نو لوئى څښتن (ج) دي په موږ رحم وکړي خو لوئى څښتن هم د حرکت لارښودنه د پوهى لارښودنه دولس دښيګڼى حکم کوي.
روانه جرګه چي هر څه ده په دي موږ خبره نه کوو خو داسلام او افغانيت په رڼا کښې که موږ ورته وګورو نودا يو ښه عمل دي دلراوبر څخه تر دوه نيم زره پورى افغانان سره يوځائى شول دوي دولس ږغ ددي جرګى دلاري وخپلو چارواکو ته ورسوي ولکه هغه مخالفت وي ونړۍ والو ته داڅرګنده کړه چي افغانان داسي دود لري چي په يوه ټغر سره راټوليږي خپل وړانديځ بيله دويري ونورو هيواد والوته ايږ دي څونى به ښه وي چي هغه چا چي ددي جرګى سره مخالفت ښکاره کړي دي چي يا خو دوي په دي جرګي کښې برخه لرلي وي خپل دريځ يې ولوئى جرګى ته وړاندى کړي وي او که داهم نه وي کرار چري چي ناست وو هم الته پاته شوي وي خوداګواښ يې نه وي کړي چي دوي به جرګه سره ګډو ډه کړي يادا چي ويني به په جرګه کښې وبېوي چي هغه هم د دوي په نامه ددووتو غنديو په بڼه وشو خوپوښتنه داده که دهغه دوي توغندي لګيدلى هم وي نو څوک چي وژل شوي او ژوبل وى هغه به څوک وي؟