دمولوي صالح محمد هوتک په لیکونو او شعرونوکي طنز
پوهنمل محمود نظری
صالح محمد هوتک د فيض محمد خان زوى؛ په( ۱۲۶۷ ل )کال د کندهار ښار په يوه روښان اندی کورنۍ کې زېږېدلى او لومړنۍ زده کړې يې په خپل کورني چاپيريال کې ترسره کړې ده او له کوچنيتوبه د خپل مورنۍ نيکه عبدالروف خان خاکي تر روزنې لاندې و.
مولوي صالح محمد تر مدیریت لاندې د کندهار لومړی اونیزه (طلوع افغان) په پښتو او دري ژبو خپريدله. او هم يي خپل نظمونه د سراج الاخبار ورځپاڼي ته د چاپ لپاره لیږل
د صالح محمد کندهاري ددډیرولیکنواو شعرونو منځ پانګه طنزی توکي جوړوي او په دغه وسله يي دپښتونناوړو دودونو غندله، په ټولنیزپسات یې نیوکې کولې، په تنبلانو شاګردانویېملنډې وهلی،اود یرغلګرو بد نیتونه يي رسوا کول
دهوتک صاحب طنزی لیکنې لکه د شریف او ظریفکیسه،د ښه درس کیسه او نورې لیکنې چې ټولنیز ارزښت یې د پام وړ دی یادولی سو.
مولوي صالح محمددعبدالهادي داويیو ښکلیطنزیشعر« پهقفس کې د بندي بلبل ژړا»
په پښتونظم وژباړیاوپه سراج الاخبار کې یېخپورکړ چېموخه یېازاد ژوندو
د هغه څو بیتونه داسېدي:
یو سحر زما تر غوږ شوله بلبله
په قفس کې یې ژړل دا یې ویله
چې بندي شوم د صیاد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله
ولې نسته بې فغانه کاروبار زما
ولې حبس ابدي راغی په وار زما
دا نظم یېپه داسې مهال کې په سراج الاخبار کې خپور کړ چې افغانستان بشپړه خپلواکي نه لرلهنو ځکه یېد سراج الاخبار په مینه والو کې یوه لویه هنګامه پیداکړه
په سراج الاخبار کې لومړنى چاپ سوى پښتو شعرهم د مولوي صالح محمد خان دى چې په(۱۲۹۲ل) کال دعبدالرحمن خان لودين له يوې يادونې سره نشر سو، د مولوي صالح محمد د شعرونو خپريدلو دوام وکړ د لومړۍ نړيوالې جګړې په ترڅ کېکله چېانګريزانو د ترکيې د اسلامي هېواد پر ضد لښکر کشي کوله د افغانستان ملت يې سخت وپاراوه، انګريزانو هڅه کوله چې افغانستان بې طرفه پاتې سي او د افغانستان له تر لاس لاندې امير نه يې د بې طرفۍ ژمنه واخيسته، د سراج الاخبار د(۱۲۹۴)کال د وري په (۲۶)نېټې په ګڼه کې د مولوي صالح محمد د يوه شعر خپورسو چې پکې راغلي وو:
ته کره د زمکې ګوره
نظر وکړه زما وروره
دنيا ده پر شور راغلې
تورېدلې ، قهريدلې
لوى دول چې په دنيا دي
په يورپ ، که په ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو آغشته دي
انګريزان په وير اخته دي
ډېر مغموم خورا خپه دي
همت ګوره د ترکانو
د روميانو ، عثمانيانو
انګريزانود افغانستان بې طرفۍ ته يې په شک وکتل، لومړى يې په برتانوي هند کې د اخبار د دې ګنې د خپريدلو مخه ونيوله او د برتانوي هند فارن سکرټري د صوبه سرحد چيف کمشنر ته وليکل : (( د کابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى څرنګه چې شعر په پښتو دى نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد کې هم نشر سي نو په برتانوي هند کې د سراج الاخبار د اپريل د ۱۶ګڼې د خپريدو مخه ونيسئ !)) او ورپسې يې د انګليس د ((سي . آى . ډي)) يعنې استخباراتو رييس ته راپور ورکړ او بيا نو د هند وايسرا د افغانستان امير ته يو له سرټکونې ډک ليک وليکه څو د سراج الاخبار غوسمنه ژبه بنده کړي او بيا نو تر لاس لاندې امير ځواب ورکوي چې د سراج الاخبار مدير ته ويل سوي چې پاروونکي مطالب نشر نه کړي او همدا وو چې په سراج الاخبار کې دپښتو نشراتو لومړۍ څپه غلې سوه او څرنګه چې علامه محمود طرزي ته د دې کار دوام د سراج الاخبار په مرګ تماميده نو ځکه يې مصلحتاً د څه وخت له پاره د پښتو شعرونو خپرول وځنډول
د مولوي صالح محمد د هغې طنزی کیسوڅو بېلګې راوړو
هغه دیوه ورځ غیرحاضريپه طنزی کیسه کې لیکي:
ظریف خپل ملګري شریف ته وویل : راځه نن درس ته نه ځو چېرته بل ځای ته لاړ سو سیل وکړو
شریف په ډېرې هوښیارۍ سره ورنه ځان خلاص کړ او ورته یې وویل : زه د سبق په ورځ سیل او تماشا ته نه سم تلای
ظریف له ناکامه ځان له ولاړ او ورځ یې په سیل تېره کړه . او زړه یې په دې ښه کاوه چې یوه ورځ غیرحاضري په سبق کې کوم تاثیر نسي کولای ، په راتلونکي ورځ چې مکتب ته ولاړ نو په درس نه پوهېده او نا امیدي ورته پیدا سوه .... (داکیسه ترپایه)
همدارنګه «د ښه درس »تر سر لیک لاندې یوه بله په زړه پورې طنزی کیسه کېکاږلي
درې لټ شاګردان چې خپل درسونه یې تیار کړي نه وو د مکتب نه وتښتېدل او یوه ځنګله تهلاړل هلته په ځنګل کې دوی د موږک بچی ولید او په دې ارزو کې سول چې په ده باندې ساعت تیري وکړي او خپل پام ورباندې غلط کړي ، نو دوی دغه موږک بچي ته پیشنهاد وکړ چې دوی سره لوبې وکړي . مګر ده د دوی غوښتنه ونه منله ځکه ده ډېر کار درلود او مجبور وو چې ټول ژمي د پاره خوراک ، څښاک او توښه برابره کړي .... دوی چې څو قدمه وړاندې تېر سول هلته یې ؛سوی؛ ولیدله . دوی سوی ته هم پیشنهاد وکړ چې موږ سره لوبې وکړه . مګر هغې منفي ځواب ورکړ او د دوی غوښتنه یې ونه منله .... وړاندې لاړل هلته چې ګوري مرغۍ په نظر ورغله . دا مرغۍ بې پروا چرېدله او خوږې نغمې یې ویلې . هلکانو فکر وکړ چې دا خو هېڅ کار نه لري او موږ سره په ساعت تیري اخته سي مګر مرغۍ ردځواب ورکړ..... (دا کیسهتر پایه)
د مولوي صالح محمد مهم اثار: پښتو ژبه: په دوه ټوکه کې ،د پښتو صرف و نحو،پښتو اطاعت اولى الامر ،پښتو مثنوي او داسې نور دی
د مولوي صالح محمد په حبیبیه لیسې کې د ښوونکی دنده او هم دوې دورې د نهمې او لسمې دورې کي دکندهار د خلکو له خوا په ملی شورا کی وکیل و
دغه نوميالى شخصيت په( ۱۳۳۹لمريز )کال د وږي د مياشتې په څلورمه نيټه د اويا کلونو عمر په شاوخوا په کابل کې وفات او په کندهار کې خاور ته وسپارل سو
۲
مولوي صالح محمد هوتک یو طنزی شعر په کال( ۱۹۱۴م)د اپريل په شپاړسمه دسراجالاخبار په ۲۶مه ګڼه کېخپورسو چې د لومړي نړيوال جنګ اړخونه پکي انځور سوي وه،دی طنز دانګرېزي استعمار زړه ولړزاوه،هغه شعر دا دى .
ته کره د زمکې ګوره
نظر وکه زما وروره
دنيا ده پرشور راغلې
توريدلې قهريدلې
لوي دول چې پر دنيا دي
پر يورپ که پر ايشيا دي
ټول په جنګ سره اخته دي
په سرو وينو اغشته دي
جرمن دى خداى ګمارلې
روس انګريز ته شکارلې
انګريزان په وير اخته دي
ډير مضموم خورا خپه دي
همت ګوره د ترکانو
د روميانو عثمانيانو
ښه فرصت دى خداى راکړى
ښه موقع دي پيداکړي
چې کفار سره اخته وي
په سرو وينو اغشته دي
شکر يې وکۍ چې شي زياد
کافران ټول برباد
انگريزانو دغه شعر ديوپاڅون پيل وگڼلو او امير حبيب الله اړسو،چې دمولوي صالح محمد خان او سراج الاخبار پر غلي کولوپښتانه ووېروي
دغه شعر د خپريدو نه وروسته د سراج الاخبار خپريدل د يو کاللپاره ځنډ یږي
که څه هم په سراج الاخبار کې خپاره سوي شعرونه دهنري اړخهکمزورى وه،خو دا شعرونه د مضمون او منځ پانګي،فکر او مانا له مخېد نورو شعرونو سره جوت توپیر د رلود، دې شعرونو په پښتو کې د نوي سياسي او ټولنيز شعر بنسټکیښوداود نوي رياليستيکیپښتو او دري ادب لپارهیې لاره پرانیستله
دهغه وخت ډیر داسې شعرونه په مولوي صالح محمد پورې اړه درلوده،د هيواد په رسنیوکې لومړى طنزیشعرهم په مولوي صالح محمد پورې اړه درلودهچې دهیواد د خړ پړ سياسي حالتبیان یې کړی دی
د هغه یو طنزی شعر داسې دی :
په کابل کي چې اوسيږي بار به وړې د صندلۍ
که له لوږې هلاکيږي غم به خورې د صندلۍ
که دې څه هم د ستار نه وي او په پښو دې پيزار نه وي
خورا ښه او لوى تلتک به رغوي د صندلۍ
که دې څه خو نه کوچنۍ وي لويشت په لويشته دا کمکۍ وي
لس په لس کې لوى نغرى به جوړوي د صندلۍ
شکوه مه کوه افغانه صندلۍ عظيم نعمت دى
څه ښه خوند که تودې شپې او مرکې د صندلۍ
دمولويصالح محمد خان يوبلشعر داسې دی
دا څه عجب دوران دى
چې راغلى پر افغان دى
رنګارنګه ترقي ده
څه عجب محبوب عنوان دى
