اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو سرلګه روانه ده؟

په تيرو ورڅوکښې په انسټرنيټ باندي يوليک لوستي چي سر ليک يې وو چي پښتو په خپل سر باندي روانه ده مطلب دا چي سرلګه روانه ده سرلګه توري موږ هغه وخت ګارو و چي کله کروند او به ياوخړوله شې نو بيا او به يوې بلى خواته واړوي چي څه ګټه يې نه وي خو زما په اند پښتو سرلګه نه دروانه بلکي روانه کړي يې ده کنې دژوند دهر څه يوه تګ لاره شته او دهغه تګ لاره دکور څخه نيولي دټولي نړۍ پوري د هغه اصول روان او لاګو دي که چيري دهغه تګ لاره يااصول دمنځ څخه موږ وباسونو تاسو پخپله اټکل کوي شي چي کوره څخه نيولي بياتر ټولي نړۍ پوري به څه حالت جوړ وي چي څوک سوچ يا تصور هم نه شي کولي يا ديوه سړي يا يوي ډلي دپاره که جلا جلا اصول جوړ شي بيا به هم دهغه نړۍ والي چاري مخ په وړاندي ولاړي نه شي دبيلګى په ډول که په يوه ښار کښې وراسته لاس او چپه لاس ته ټرافک دورکولو اجازه ورکول شي نو به په هم دهغه ښار کښې دورځي څوټرافکي پيښي رامخ ته کيږي هم داډول ديوي ژبى دليک دودويلوليک خپل اصول او تګ لاره څرګنده وي. دبده مرغه لکه پښتون چي دهري لاري ترټل کيږي هم دا دډل د دوي ګرانه ژبه پښتو دهري خوا څخه ترټل کيږي خو په دي کښې زموږ خپله دپښتنو لوئى لاس دي چي ځيني پښتانه په نه پوهي باندي داکار کوي او ځيني دنورو په لمسون دهغه ناوړه کار کوي کوم څوک چي په ناپوهي کـښې داسي کوي هغوته خو عفه کيدلي شې ولي چي لوئى څښتن (ج) ناخبري نه پوهى کښې کړونکى يا يوه وګړي ته عفه کوي خو موږ بشر څوک يو چي داسي څوک معاف نه کړو خو چي څوک په کسته داسي کوي او دپښتو دليک دودسره ولد هم وي او دپښتو الفاباء هم ورته څرګنده وي او هغه داسي کار کوي آياو داسي چاته عفه کيدي شي؟ او څوک چي داسي ناوړه عمل کوي هغه ته کوم نوم ورکول کيدي شي؟پښتو يواځي ځمااو ستانه ده بلکي پښتو دټولو پښتنو ده او دا زموږ ډنډه جوړيږي چي هر څوک په پښتو کښې په يوه نه يوه ډول لاس وهنه کوي يا وپښتنو او پښتانه ته زيان رسوي دهغه ومغ ته موږ نه يواځي و دريږ وبلکي دهغه غندنه هم وکړو پورته هم داخبره په ګوته شوه چي يوه نړۍ واله دسيسه روانه ده چي هغه پښتو او پښتون پوه پناه کړي . خو ز موږ ډنده داجوړيږي چي څومره مو وس وي د داسي بى ناموسه خلګو مخ نوي وکړو. بلکې نه يواځي داسي څوک وپيژنو او ددي دڅنګه دا هم وتراشو چي په کوم چل ول دوي وپښتو او پښتانه ته زيان رسوي خو داسي نه چي موږ دهغو په پوهي او ناپوهي کښې ددهغه چاملګري کوو او که موږ د داسي چا ملګري کوو نو بيا خو تر هغو موږ خپله دپښتو او پښتنو لوئى دښمنان يو او که په داهر څه پوه يو او بياهم داسي کوو. نو بيا خايينان او تردي بديو په کار دا دي چي څوک پښتون داسي کار کوي هغه پوه کړو او که بيا هم نه پوه کيږي نو پخپله په خپلو کښې يې په ګوته کړو چي داسي څوک دپيسو په بدل کښې داکار کوي يا يې نور دعلتو نه دي. ددي دمخه هم په دي ماڅه ليکنه کړي وه چي ځينى داسي کړي شته چي هغه غواړي دپښتو خپل ټکي (ځ.څ.ږ .ڼ. ښ) دمنځ څخه يو شې چي پښتو هم په خپلو دهغه څوټکو پښتو ده که دا ځينى يوه خواته کړي بيا دپښتو دمنځ څخه وړل يا ملعل کول ډيره آسانه ده. مادا يادونه هم کړي وه چي يوه لوړ پوړي چارواکي ماته ويلى وو چي دپښتود اڅوځانګړي ټکي دي که داځيني دوري ياليري شي بيانو څه جوړيږي او د ده خوښه هم دا وه بلکي زموږ ددي سهيلي پښتو نخوا کښې په پښتو کښې داسي خپرونى کيدي چي اردو او پارسي په طرز وي خو دده خبره دا وه چي دا ډول به پښتو ليک او پښتو لوست آسانه شي خودده مخه اوهدف څه وو په هغه موږ هم پوه و دا دتيري عيسوي پيړي وروستى کال وو. موږ په وارو وارو داخبره کړي ده چي په پاکستان کښې ميشه پښتانه په زياته بياد شمالى پښتوغوا( K.P) پښتانه ودي خواته ډيره پاملرنه نه کوي او دوي په پوهي او ناپوهي کښې هم هغه څه کوي چي زموږ د ژبى سره مخالفت لري او مخه يې هم دا ده دبلګي په ډول يو سړي کاږي چي يو ليکنه درليګم او داليګم چي څوک کاږي هغه پخپله هم يو لوئى ليکوال دي.بشپړه جمله داسي ده. يو ليکنه درليګم په دي باور چه په خپله ادبى پانړه کښې به ورسره خپله مينه ملګړي کړي. اوس تاسو خپله وګوري چي په دهغه جمله کښې کومى نيمګر تياوي دي په دهغه وړوکى جمله کښې دپښتو دوه ټکي وهل شوي دي ږ ،په ګ، بدله شوه او ڼ، په نړ بدل شو تاسو غور باندي وکړي ځه به دبلى اونۍ دپاره نور څه راټول کړم.

((((((دويمه برخه))))))

تيره اونۍ خبره ودي ځائى ته رسيدلي وه چي څنګه په پوهي او ناپوهي موږ وخپلى ګرانى پښتوته زيان رسوو چي ځيني يې په کسته هم کوي او يوه وړوکي جمله ستاسولوستونکو ته موږ وراندي کړي وه چي هغه په دي ډول و.

يو ليکنه درليګم په دي باور چه په خپله ادبى پانړه کښې به ورسره خپله مينه ملګري کړي په دي اونۍ کښې به په دي اړه خبري کوو کښې داهم ويل شوي وو چي ليکونکي دپښتو ليکوال هم دي خو دي ښاغلى په کوم نيت داهر څه ليکلى دي موږ څه نه شو باندي ويلى خو دومره ضرور وايو چي هر څوک دا جمله ولولي نوبه هغه داهڅه کوي چي د ږ په ځائى باندي ګ ګار کړي شک نشته چي په لر اوبر افغان پښتون خاوره کښې په زياتره سيمو کښې ږ په ګاف(ګ) دويلو په وخت ګاروي او دا بهير دپيړيو پيړپو څخه را روان دي خو دپښتو په يوه پخوانى کتاب کښې ږ په ګ نه دليکل شوي نو بياڅنګه څوک کولي شې چي دپښتو سره داسي لوبى وکړي نه په پخوانيو کتابو کـښې موږ داليدلي دي چي ښ په خ ليکل شوي وي دافغانستان په زياتره سيمو کښې ږ په ګ ويل کيږي لکه په شمالى پښتو نخوا کښې چي را روانه او مروجه ده خو موږ دافغانانو په ليک دور کښې ږ په ګ اوښ په خ ليدلي نه دي نو بياهغه کومه اړتياده چي دهغه کار دي څوک وکړي او هغه هم په شمير ديو څو لسيځو څخه ږ په ګ ليکل اوښ په خ بد لول دامانا لري چي پښتو دي خپل دهغه ځانګړي توري دلاسه ورکړي چي هم دهغه څوټکي دي پښتو دنوروژبو څخه ځانګړي کوي په سندهي ژبه کښې هم ځينى داسي ځانګړي ټکي شته خو دوي کله هم داهڅه نه دکړي چي خپل رښتنى او پخوانى ټکى دمنځ څخه يوشې نو وداپښتنوته څه ورپيښه ده چي دوي داضد دپښتو کار کوي.

د ږ سره يوه بله لوبه روانه ده زه زياتره ورځپاڼي په سويلي پښتونخوا کښې وينم چي دوي ، ږ ،په ، ژ ، باندي ليکي که څه هم د داداد واړو په ږغ کښې ډير توپيردي خو ياران دا کار کوي خو د دوي مخ نوي به اوس اوس کول په کار وي که و دهغه ناورړه کارته وخت ورکول شې نو څرګنده خبره ده چي دابه يو دودګرځي او بيا به مخ نوي ډير ګران وي او هغه څوک چي غواړي چي ږ، ښ ،څ ،ځ ،ڼ تورو يې سرداسي په وروګرځوه (CONFUSE) کړه چي رښتنى ټکى ځيني ګډوډ شې خوبايد ګربه کشتن روزاول وارو ورسره وشې خو دابه څوک کوي؟ کابل چي داوخت دپښتو مرکز ورته ويل کيږي ولى چي يو دوي ډير ادبى او فرهنګى غونډي کوي بل دا ويل کيږي چي الته دپښتنو په حکومت کښې لويه برخه ډيره ده ولي چي لږ و ډير دوي دوې برخى جوړه وي دوي په وارو وارو ادبى غونډي کړي دي خو ودي ټکوته کله هم پاملرنه نه دشوي ددي کار مخ نوي چي څوک کولي شې هغه زموږ ليکوالان دي خو دوي هم ودي خواته پاملرنه نه دکړي داځکه چي زموږ زياتره ليکوالان او شاعره دليکني په نرګسيت کښې راګير شوي دي بيله ددي چي خپله ليکوالان يا شاعران تر پښو سره راکش کړي بل څه نه پکښې ليدل کيږي دا خبره زه دسويلى پښـتونخوا پوري کوم دنورو سيمو څه حال دي په دي اړه څه نه شم ويلى خودبده مرغه زموږ ليکوال که هغه هر ځائى وي کله هم دليک دلاري يا دانټرنيټ دلاري هغه پيښىنه دي په ګوته کړي دکومو سره چي ټول پښتون افغان ورسره مخامخ دي داسي ښکاره کيږي چي دنوروسوراګرو په ګډون دوي هم خپله پاملرنه هم و دهغه ناورغي ته واړوړلي چي هم دهغه ناورغى ټوله داسي راګير کړي چي په دي هم نه دي خبر چي ددي ولس او خاوري سره څه روان دي او څوک چي داسي خبره کوي وائي چي دي دا ليونى دي کلداري هر څه دي؟

په پښتو کښې چي دنورو ژبو توري په کومه لويه کچه ګارول کيږي که ودي ته هم پام لرنه ونه شوه نوبه داسي وخت راځى چي يو دوه توري به دپښتو وي نور ټوله توري به د نورو ژبو وي او داناروغي په افغانستان کښې هم ليدل کيږي خو دبده مرغه په شمالى پښتو نخوا کښې دا ناروغي زياته لګيدلي ده کله چي دپښتو شمير نى په بشپړه دمنځ څخه واستل شوي نو داوخت به هم راشي چي ټوله توري به دنورو ژبو وي نو دازيري به هم واوري؟

يوه بله ناخواله چي په پښتوکښې ليدل کيږي او دازياتره دپښتو ليکوالان ګاروي لکه نلري.نشته .نده، نلرو. نشي. ونکړي. ورنکړو.

موږ ټول په دي خبريو چي پښتو دنورو پرمخ تللو ژبو وارو ځان ته دګرائمر ځانګړي دود لري دا ژپه موږ نه دنيکونو په زيار موږ پوري رارسول شوي ده نو زموږ دا ډنډه جوړ يږي چي ونوي کهول ته دهغه امانت روغ او سالم وروسوو په زياته بيادنن ورځي په دي پرمخ تللي نړۍ کښې او موږ هر وخت ژوندي او رڼى سترګي ورته پاته شو کنې په ناخبري کښې به دپښتو سره هغه څه کړي وي چي بيابه سمول ګران وي که څه هم چي په دا دووليکونه کښې کومو خبرو ته اشاره شوي ده چاته به محمولي ښکاره کيږي خو ماته داهر څه څرګنددي ولي چي زه ورسره مخامخ شوي يم او ما چي کومه ډنډه په غاړه اخستي ده تر پايه به په دي ولاړ يم هم دهغه دشاعر خبره ده چي (څوک يې او ري اوکه نه) ترکومه چي دنلري نسي او دي ته ورته ليکنه په دپښتو کښې پيل شوي ده داهم دوياړوړ کارنه دي ولي چي موږ ټول په دي خبر يو چي نلري توري په پښتو کښې نه راځى بلکى دا دوه بيل بيل توري دي نه بيل دي او لري بيل دي که دجمله څخه نلري يواځىشې نو دا څه مانا نه ورکوي بلکي دهغه نلري سم هم نه لوستل کيږي او ماناهم نه ورکوي خوچي کله داتوري دخپل اصل وارو وليکل شي که يواځى پاته وي هم مانا ورکوي لکه نه لري نه شته، نه ده. نه لرو. نه شې او ډير داسي نور

په کاردي چي زموږ رښتني ليکوالان په دي اړه يو بحث وچيړي که دماڅخه تيروتنه شوي وي يا زما خبره سيمه نه وي نو دوي دي داناخوالى په ګوته کړي چي نور پښتانه افغان په پوه شي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←