اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

یو تاثر

ډېرو درنو او ښاغليو دوستانو، ليکوالو، فرهنګپالو او د ادب مينه والو!
له هرڅه دمخه د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور د مشرتابه او د هر هغه چا چې ددې لمانځغونډې د جوړېدو په کار کې هاند او هڅه کړې ده، د زړه له کومي مننه کوم او کورودانى ورته وايم.
نن د پښتو ژبې د وتلي، وياړلي شاعر او ليکوال هنري، ادبي زېږونو او خدمتونو ته د درناوي له امله په دې غونډه کې سره راټول يو او ده ته دده د شعر په وړاندې خپل احساسات او ولولې ورښېو، دى ستايو او د شعر شمله يې نوره لوړول غواړو. دا وياړ د لږو او د ګوتو په شمېر کسانو کله کله په برخه کېږي. ده د عصر او مهال په پښتو شاعرانو کې د شاعرانه ځغل په ډګر کې د خپل نيلي لار پرانېستله او له بل هر چا مخ ته شو.
پښتو څانګه پر ده وياړي او له تاسو ټولو درنو برخه والو څخه بيا بيا مننه کوي. زه خپلې خبرې نه اوږدوم او نه د کومې مقالې د ليکلو اراده لرم، خو زړه مې غواړي دده د شخصيت پر کړو وړو او شعر د خپل برداشت بيانولو ته لږ تم شم.
ناګار ډېر خلک له نږدې پېژني، د خپل شاعرانه زور او ښکلا په برکت په خپرنيزو وساېلو او رسنيو کې يې هر څوک له ورايه هم پېژني.
د ارواښاد روهي دا خبره "ددې پرځاى چې خوشال خان وستايو، ښه به دا وي هغه وپېژنو." ډېره پرځاى ده. زه هم له دې کبله، چې ناګار سره نږدې پاتې شوى يم او د مجلسونو، مرکو او جرګو وياړ يې راپه برخه شوى دى. دده په شخصيت او کړو وړو لږ څه ويل غواړم، هيله ده راباندې غوسه نه شي.
ناګار ارام سړى دى او د زغم ګاللو پوره ځواک لري، سړه ګرګه ده، خو که توده شي بيا نو د يوې شېبې لپاره ترې وړاندې اوسه! عاطفه او د زړه دقت يې دومره دى، چې هغه د راغلي اضطراب څپه، ډېر ژر هضم کړي او له تا نه بخښنه غواړي، دا د لويو شخصيتونو ځانګړتيا ده. خپله ډېر څه په خوله نه وايي، خو دا ستا هنر دى، چې په خبرو يې راولې، په خبرو کې صميمي دى. دى له خدمت کولو او اړو کسانو سره د مرستې لوړ انساني او اسلامي احساس لري. دده له خوله چاته د "نه" کلمه ما نه ده اورېدلې. په خدمت کولو او منډه ترړه کې دې ته نه ګوري، چې دا څوک او څه يې نوم دى؟.
دده زړه سوى او عاطفه د افراط تر پولې رسېږي.
ومو ويل دى ډېر نه ګړېږي، خو قلم يې تم کېدل او چوپ کېدل نه مني. دى د ژورې مطالعې خاوند دى، تل يې د عرفان او سلوک په مطالعه کې غرق وينم، زه دى په ناسته او روانه کې د کړې مطالعې په اړه په ذهني بوختياو کې اخته وينم. دى مېلمه پال او سخي انسان دى. لنډه دا چې دده شخصيت د اسلام د مبين دين په تېره بيا د عرفان او سلوک، پښتونولۍ، هنر او ادب يوه خوندوره ګډوله ګڼم.
ناګار له دې سره_ سره خپل قلمي استعداد او زور په لږ شانته نرۍ او باريکه لار روان کړى دى، دې ته زما مشوره دا ده، چې دغه خداداد استعداد د ټولې ټولنې لپاره په خدمت کې واچوه، ته د نثر ليکلو هم ډېر ښه توان لرې، ټولنيزې نيمګړتياوې او دردونه په داستاني ادبياتو کې هم وځلوه.
ته د هر چا يې او د هر چا د درناوي سر درته ټيټ دى، په درياب کې لامبو ووهه او له ويالو تېر شه! دا ستا په شاعرانه هنر ګړېدل ځانله جلا غونډه او اوږد بحث غواړي.
په پاى کې ده ته د خوشحاله، وياړلي او اوږد ژوند هيله من يم او ددې خوږې شېبې او خوشحاله شېبې د مبارکۍ مراتب ورته ډالۍ کوم.

پوهندوى شاه ولي
ننګرهار پوهنتون
د ژبو او ادبياتو پوهنځى
پښتو څانګه

کونړ غږ
Kunar Ghag Magazine
Pohandway Shah Wali

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←