د پى ايچ ډي د ستوري ليدلي حال
ليکونکى:عبدالجبارکاکړ
دچارشښي په ورځ په بلوچستان پوهنتون (يونيورسټي) کښې محمدعثمان توبه وال د پى ايچ ډي و لاس ته و راوړلو دپاره يوه دستور جوړه شوي وه دنوموړي پوهنتون داړونده چارواکو دڅنګه د پيښور پوهنتون پروفيسر حکيم الله جان ودي دستوري ته په ځانګړي ډول و دي دستوري ته راغلى وو او دنوروچارواکود څنګه په سټيج باندي ناست وو موږ په دي دستوري کښې دګډړن دپاره ځانګړي خونى (هال) ته ورسيدو چي ګورو ټوله خونه د ناستو پوهانو پروفيسر انوړن اندو او دزده کونکو څخه ټکه وه او لږ وخت دمخه د دستوري کار وائى پيل شوي وه او پروفيسر محمدعثمان توبه وال خپله مکاله او روله.
پروفيسر محمدعثمان توبه وال په خان شهيد عبدالصمدخان باندي ليکلى پلټنى او ريسرچ يې ور باندي کړي دي او نو موړي په دي اړه خپل زيار استلي دي او دوي په خوله چي نز دي ووه سوه مخونه يې ورباندي ليکلى دي لکه هر څوک چي په دي خبر دي چي خان شهيد نه يواځي يو سياسي مبارز وو خو ددي دڅنګه نو موړي يو نامتو اديب ژباړونکي صحافي او تاريخ دان هم وو او ددي دڅنګه خان عبدالصمدخان دپښتو ليک دود دپاره يوه ځانګړي تګ لاره هم وپښتو ته وړاندي کړي وه چي داو ريدو سره چي داتګ اره په بشپړه دپښتو دپاره ده نو ځکه چي دپروفيسر عثمان په ګډون زياتره ليکوالان شاعران او سياست مداران دخان شهيد د پښتو ليک دود په اړه زياتره خبري کوي خو وپښتون ولس ته دکتاب په بڼه نه دوړاندي شوي چي په دي باندي خبري اتري وشى بحث او چيړنى باندي وشي ټول لربرژب پوهان ليکوالان خپل خپل نظر ور باندي ورکړي او که دپښتو په ګټه وي په هغه باندي په ګډه يوه پريکړه وشې. ولي چي روان دپښتو يادبلى ژبى ليک دود په بل نوي ليک دود بدلول څه د ماشومانو لوبي نه دي ونوي ليک دودته ژبه اړول په وخت به ضروري وى چي د ژبى ټوله پنګه (کتابونه) به دپخوانى ليک دود څخه په نوي ليک دود به اړول وي چي دا به څه آسانه کار نه وي دپښتو وارو ژبه چي ددمخه څخه ډير خواره ده ولي چي دنړۍ دنورو لويوژبو لکه عربى او پارسي پرتله ډيره لږ پانګه لري په بيلو بيلو څانګو لکه سائنس ټوله ايزه او په ټولو څانګو کښې هيڅ نه لري که په شاعري کښې بشپړه يا خود کفيله ده خو په نورو څانګو کښې تراوسه ډير څه کول غواړي خو ودي خواته ډير لږ کار شوي يا کيږي بلکي دڅه چي کيږي دبده مرغه هغه په يواځي يا شخص توګه کيږي نه په ټوله ايزي نه په حکومتى کچه نو ځکه چي يو ډول پښتو سرلګه روانه ده او هر يو ليکوال او شاعردا هڅه کوي چي يو کتاب نيم چاپ کړي چي د ده نوم هم په کتاب ليکونکو کښې راشي خو يو هم ليکوال ودي ته نه ګوري چي دپښتو ژبى ته څه اړتياده او بايدزه څه وپښتو ته ورکړم؟ داځګه چي تراوسه دلراوبر په کچه يوه داسي اداره يا دفتر نه دي جوړ شوي چي وليکوالانو او شاعرانو ته لارښودنه وکړي چي وپښتو ته دڅنګه څنګه ليکونو او مضامينو اړتياده او په کاردي چي موږ په هغه کارو کړو خو وبلى خواته وکتل شې نو زموږ د هغه ليکوالان او شاعران ګرم اوپړه نه دي ولى چي نه دولت او حکومت د دوي مرسته او سرپرستى دسره څخه نه کوي ژبه دمارکيټ او دبازار دسوراګري ژبه ده نه دپښتو په لوستلو د چا اقتصادي ناخوالى پکښى او ريدي شې پښتو ولي چي پښتو ژبه په لربر کښې دفتري ژبه ګرځول شوي ده زموږ ليکوالان چي څه کوي داهم غنيمت دي خو که څوک ګرم دي يا پړه دي هغه زموږ سياست مداران دي چي دوي په رښتنى حالاتو (مځکنى حقيقت) نه دي خبر خود وينا په وخت چي څه خبري کوي هغه نه دي چي دپښتو سره کيږي کله چي اوسنى ولسى حکومت ۱۸م آئينى تريم يا بدلون تياري کولي نود ټولو سيمو دخلګو څخه داغوښتنه وشوه چي د ژبو دراعج کولو په اړه دي دټولو ګوند وڅخه جوړي کميټي ته ليک يا خپله غوښتنه را واستوي خو په دي اړه دټولو سياست مدارانو دريځ څه وو څوک په خبرنه شو خو يواځي محترم سيلم راز صاصب ودي کميټى ته خپل ورانځونه واستول چي نوموړي لږ سياست مداره دي خو خپل زياته وخت يې وليک شاعري ته ورکړي دي داځکه چي سيلم راز ته مځکني رښتياوي او (زمينى حقاځق) څرګنده دي چي پښتو ژبه په کوم ځايه ده داخود تيرو څلويښت پنځه څلوښت هلى ځلى دي چي دلراوبر ليکوالانو او شاعرانو په خپل مټ نن پښتو ودهغه اوسني ځائي ته رار سولي ده خود يوي ژبى او بياد پښتو دپاره دا ناکافي دي تراوسه ډير څه ته اړتياده ليکوالان او شاعران خو تر خپله وسه مبارزه کوي چي پښتو دنورو ګاوند يو ژبو سياله کړي خو زموږ د غاورانو او سياست مدارانو څه کړه دي چي په دي اړه يې ننګونه وکړو؟
دپروفيسر عثمان توبه وال په مکاله ياد پى ايچ ډي په ليک کښې داهم دوي راو اورول چي خان شهيد غوښتو چي نه يواځي دپښتو ژبى څخه دنورو ژبوټکى واستل شې بلکي دنورو ژبو توري او دالفاظو مخ نوي هم وشي دخان شهيد داخبره يا وړانديځ ډير ارزښت لري دوي خو و پښتنو ته دهغه ناخواله په ګوته کړه خو دلته په اوسني مهال مځکي رښتيا يازمني حقالق څه ده نن نه يواځي دپښتو پيژندل شوي ځانګړي ټکى دمنځ څخه وړل کيږي بلکى دنورو ژبو دتورو سيل هم په پښتو يرغل کړي دي او هر ليکوال او شاعردتن آسانى دپاره دنورو ژبو توري په پښتو ور ګډوي چي دهغه ټکي او توري دپښتو ځائى اخلي او دپښـتو داهر څه دمنځ څخه ځي او متروک کيږي خو دهغه ليکوالان او شاعرانو ته دا درک نه لګيږي چي د ژبى چوپړوهي ياکه بل څه؟ په دي اړه موږ ډيري ليکنى کړي دي نو ځکه چي غبرګول يې نه غواړم.
دعثمان توبه وال هڅي دوياړ وړدي په کاردي چي دوي دخان شهيد په اړه نوي نوي معلومات په خپله ليکنه کښې و ولس ته وړاندي کړي وي او هغه يې اوريدونکو ته هم وړاندي کړي وي ويل کيږي چي پوپښتون چي غوښتو يې په رحمان باباندي پىايچ ډي وکړي دوي خپله پى ايچ ډي دماسکو څخه کول غوښتو کله چي دوي خپلى ټولي ليکني وماسکوته وړاندي کړي نوکتونکو پوهانو ودوي ته وويل داتا چي څه ليکلي دي په دي خو دمخه هم موږ خبر وو زموږ ترسترګو تير شوي دي ته په کاردي چي داسي ځانګړي شيان د رحمان بابا په اړه رامخ ته کړي چي هغه تراوسه چانه وي په ګوته کړي اله به ته دپى ايچ ډى برخمن شي؟
د پى ايچ ډي ولاس ته راوړلو دمخه په ليکل شوي پلټنى يا تهيسز باندي دنوموړي څخه پوښتني کيږي ښاغلي ډاکټر حکيم الله جان هم ددي دپاره کوټى ته راغلى وو چي په اسټج باندي ډاکټر قيصراني او دپوهنتون ډين هم ورسره ناست وو په رښتيا هم دايوه درنه او اکيډمک ناسته وه خودبده مرغه ډيري لږ پوښتني د ډاکټر عثمان توبه وال څخه وشوي ولي چي يو خو پوښتني اکيډمک نه وي وبلى خواته دا دستوره اکيډمک لږ او سياسي زياته وه او په هره خبره باندي دلاسو پړکى وو ځکه چي ډاکټر قيصرانى په خپله وينا کښې وويل چي موږ هره ناسته او غونډه دسياست په رنګ رنګوو چي په رښتيا هم خبره رښتياده محترم حکيم الله جان و ډاکټر محمدعثمان توبه وال ته دپى ايچ ډي کولو امبارکى او نورو ډير ورکړه موږ هم و دوي ته امبارکى ورکړه او يو وار بيادي زموږ امبارکي واخلي خو ددي خواست سره چي دوي مځکنى رښتياوي په نظر کښې وساتي چي ددي لاري موږ کوي شو چي خپلى ګرانى پښتو دپرمختيادپاره کاروکړل شي دپنجشنبى په ماځيګر و ډاکټر حکيم الله جان سره ادبى ناسته وه په دي اړ به بياڅه وليکو.
