اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

روميواو ژوليت

ژباړونکى :اسدالله هلالي
سريزه
هماغه ډول چې د پښتو ادب د نامتو ليکوالو او شاعرانو لکه لوى احمدشاه بابا، خوشحال خان خټک ، رحمٰن بابا ، عبدالروف بينوا ، علامه عبدالحى حبيبي ، امير حمزه شينوارى ، خان غني خان ، ګل پاچا الفت ،مولانا قيام الدين خادماو يو شميرنورو پښتنو پوهانو ، اديبانو او شاعرانو خبرې او ويناوې د عامو او خاصو په خولو کې دي او د پښتو ادب ځلاندهستوري ګڼل کيږي.
شکسپير هم د انګلستان په کلتور کې اوچت ځاى لري ؛په دې ډول چې د هغه نښې دهغه د ډرامو په لوستلو ، د ځانګړو ټولنو په جوړولو ، د شکسپير ډلو په نوم د حرفووي او تخنيکي هنروالو پابتي او ګرځندېډلې او د هغه په نوم د ودانيواو واټونو نومول ، او د هغه د ډرامو د نامتو لوبغاړو ګن شمير مجسمې ليدل کيږي . تر دې چې د هغه ويناوي په ورځني ژوند کې د متلونو غوندې کارول کېږي او ياهم پال په نيسي.
د هغه ليکنې او آثار د نړۍ په هر ګوټ کې نندارې ته وړاندې کېږي ، کيداى شي چې د ويليام شکسپير ځينې ډرامې او کيسې په پښتو هم ژباړل شوي وي خو دغه لږ او ووړ کار څه ډول چې په کارده د انګلستان د بې ساري او نامتو ډرامه ليکونکى ويليام شکسپير حق نشي اداکولایاو د هغه لوړ ادبي ځاى او ارزښت نه شي له واريه کولاى .
ويليام شکسپير (۳۶)شپږدېرش ډرامتيکي کيسې او ناولونه ليکلي چې (۱۲) دوه لس يې تراژېدۍ، (۱۵) پنځه لس يې کمېډۍاو (۹) نه يې تاريخي ډرامې دي.
په دې منځ کې مې نيت کړى چې په لومړي ګام کې د هغه ټولې تراژيدي او تاريخي ډرامې پښتو ته راواړوم او ګرانو پښتنو او د پښتو ادب مينه والو تهيېوړاندې کړم.
د شکسپير ژوند
د شپاړسمې عيسوي پيړۍ په لومړيووختو کې د انګلستان د واريک ولايت د سټريټ فورډ ښار ته نږدې په يوه کلي کې د ريچرډ شکسپير په نوم يوه کروند ګر ژوند کاوه ، دهغه يو زوى چې جان نوميدهد (۱۵۵۱) پنځلس سوه يو پنحوسم عيسوي کال په شاوخوا کې سټريټ فورډ ښار ته راغى او هلته يې د پوټکو پلورل پيل کړل . او ورپسې يې د يوه بډایکروند ګر له لور سره چې (ميرې اردن ) نوميده واده وکړ. د (۱۵۶۴) ع کال د اپريل پر (۲۶) نېټه خداى زوى ورکړ چې نوميې ويليام پر کېښودى.دغه ماشوم ډېر فعال او شوخ و. کله چې ښونځي ته داخل شو نو څه ناڅه يوناني او لاتين ژبې يې هم زده کړې، خو د خپل پلار د کسب او کار د بې خوندۍ او اقتصادي ستونځو له امله د خپل ژوند د سمون په خاطر اړ شو چې ښونځى خوشې کړي او ځان ته د کار کسب چاره وکړي . ويل کېږي چې هغه په لومړي ځل له يوه قصاب سره مزدور شوو ، خو له ادبياتو سره يې دومره مينه درلوده ، چې کله به قصاب ګيلګى ( خوسکى ) حلالوه نو ويليام به په هغې شيبې کې ګپه لګوله او يا به يې هم شعر جوړاوه . په (۱۵۸۲) ع کال کې د اتلسو (۱۸) کالو په عمر په ګاونډ کلي کې پر يوې پنځويشت کلنې نجلۍ چې (ان هتوي) نوميده مين شو.او له هغې سره يې واده وکړ. او ډير ژر خداى (۳) درې بچي ورکړه . په همدې وخت کې د شکسپير کړ او جناو لالهانده ژوند پيلېږي. هغه دومره د ګرځندو هنري ډلو تر اغېز لاندې راغى ،چې د بري ګټلو په تمه په يو سر لندن ته ولاړ ، چې ځان او خپلې کورنۍ ته سوکاله ژوند جوړ کړي. لندن ته تر رسيدو وروسته بېلابيلو ادبي نندارتونو (تياتر ) ته ولاړ. په پيل کې يې د نندارچيانو د آسونو ساتنه او پالنه کوله . خو سوکه سوکه يې صحنې ته دننه لار وموندله. او نيمګړيډرامې به يې بشپړولې ، او خپله هم صحنې ته راغى، رولونه يې ولوبول او د صحنې د شاه دندي يې په غاړه واخيستې دا ټولې تجربې د هغه په ګټه تمامې شوې په همدې وخت کې يې خپل کار په داسي مهارت او وړتيا تر سره کاوه چې د انډيوالانو يې بخالت پرکېدى . د شپې له خوا بهيې د( سمندري پېغلې ) په ميخانه کې له خپلو انډيوالانو سرهبانډار کاوه. ټوکې ټکالې او خندا به يې جوړوله د هغه خوندورې ګړنياو په زړه پورې ټوکو د هغه شاوخوا کسان ځان ته ورکښل .په هغه وخت کې هنر او ډرامه ليکنه ښه ژوند او په زړه پورې کار نه ګڼل کېدى، د منځنۍ طبقې خلک چې د مذهبي باورونو تر سخت اغيز لاندې وو . دا رنګه کار يې د خپلو دودونو او اصولو خلاف باله . يوازي مسکين اوخوار خلک وو چې له ډرامو او تياتر ( نندارو ) سره يې مينهاوګروهنه ښودله .
شکسپير ځنيې غزلې او شعرونه وليکل چې هغو په خلکو کې مشهور کړ . په (۱۵۹۴) ع کال کې شکسپير د ګرينيچ په ماڼۍ کې د( لومړۍ الزابيت ) مخ ته «د مينې د بې ګټې هڅې»په نوم خندوره ډرامه نندارې ته وړاندې کړه ، تر دې وروسته د هغه ډرامې په منظم ډول د ملکې په ملاتړ سره خپريدې .
اليزابت په (۱۶۰۳) ع کال کې مړه شوه . خو د شکسپير په اړه د شاهي کورنۍ چلند بدل نه شوو او لومړيجيمز شکسپير او د هغه انډيوالانو ته د ډرامو د وړاندې کيدا رسمى اجازه ورکړه . د هغه ډرامې د (ټېمز سيند) په جنوبي څنډه کې د کلوپ په تياتر(نندارتون) کې تر سره کېدلې . شکسپير ډير ژر بډاى او شتمن شو . تر دې چې د تياتر په ملکيت کې شريک شو. نو موړئ تياتر په (۱۶۱۶)ع کال کې د ډرامې د وړاندې کيدا پر وخت وسوځيدى . او يو کال وروسته بېرته پرانيستل شوو، دا وخت شکسپير له دې ځايه خپل پلرنى ښار ته په رخصتۍ تللیوو. د (۱۶۱۶)ع کال په اپريل مياشت کې شکسپير مړشو او خپله بې ساري ادبي خزانه يې خپلو هيوادوالو او د نړۍ نورو خلکو ته پر ځاى پرېښودله .
شکسپير د ( سترات فورد) ښار په کليسا کې ښخ دى . او د هغه د استوګنې کور په هماغه لومړي حال ، په هماغه ښار کې تل د هنر او ادبياتو د مينه والو زيارت ځاى دى .
هر کال په همدې ښار کې د دغه نامتو شخصيت په ياد د خوښۍ غونډې جوړيږي، او د هغه شخصيت لمانځي.
د شکسپير د ادبي آثاروارزشت:
د شکسپير د وختونو يو ليکوال ( بنجانسون ) و چې د شخصيتونو په نه ستايلو کې يې نوم درلود، خو د شکسپير په اړه يې ويلي دي (( ما ته دا سړى ډير ګران وواو د نورو په څير د هغه ياد د عبادت تر حده لمانځم))
شکسپير د داسې پېړۍ په نيمايه کې ژوند کاوه چې انګلستان د خپل تاريخ يو خورا مهم پړا کچ کاوه.چې ګڼ شمير سياستوال ،کاشفان ، ليکوالان اونامتو نړۍ ګرځند په کې راغونډوو ، خو هغه وکړاى شول چې د دغو نامتو کسانو په منځ کې اوچت مقام وګټي . په خپل دوه پنځوس کلن (۵۲) عمر کې يې شپږويشت (۲۶) ناوله او يوسل پنځوس ( ۱۵۰) غزلې ، قصيدې او منظومېشعري ټوټې وليکلې ، که څه هم شکسپير په داسې زمانې کې ژوند کاوه چې بې شمېره حيرانونکې پېښېيېليدلې ، خو دغه پېښې هغه ته د داسې ډرامو موضوع ونه ګرځيدلې چې د خلکو خوښې شي . هغه غوښتل چې تېروزمانو ته وروګرځي او د خيال ، مينې ، تصوير ، ارواحو او پريانو په نړۍ کې پښه کښېږدي.
شکسپير په حقيقت کې د انسانيت شاعر او د انسان د ښو او بدو خصلتونو انځورګر دى . د هغه تاريخې ډرامې او کيسې بې روحه او زړو پېښو ته نویروح ورکوي .او ځانګړتياوې سم انځوروي ، د يوه واحد بهير په بڼه کې د خورو ورو صحنو په جورښت او سمون کې د هغه توان او زور،د نندارې په تخنيک کې د هغه نوښت د هغه د زبردستۍښودنه کوي . د دې هنر ښه بېلګه او مثال د (جان ) د باچاهۍ په دردوونکۍ او کرکجن پړاو يا هم د دوهم ريچارد په ګوښه کيدو يا هم د څلورم هنري په کړاوونو کې موندلاى شو.
ويليام شکسپير دغمجنو او خوندورو صحنو په انځورولو او تجسم کې دومره اوچت دى چې مخېنه نه لري .هغه کولاى شوهچې خلک بې اختياره وخندوي او يا يې دومره غمجن کړي چې اوښکې تويې کړي ، د ادبياتو په ډرامتيکو ډګرونو او صحنو کې د کليو پاترا د مړينې ، له پاچا ( لير) سره د هغه د دريو لوڼوناوړه چلند ، د روميو او ژوليت د مړينې د اتللوپه لاس د ( دزمونا) خپه کېدا او د مکبث او تيتوس اندرنيکوس په څېر غمجنېصحنې په نورو تراژيکو آثارو کې لږ ليدل کېږي . د شکسپير په زياترو ډراموکې ارواح ،پيريان او جادوګررول لري. چې يوه بېلګه او مثال يې د قيصر روح ، د هملت د پلار روح ،او په مکبث کې درې جادوګريخويندې يادولاى شو. د هغه ډرامې د موضوع د ډول ډول والي ، د لغاتو د پراختيا او ډيرښت ، د پېښو د تشريح ، هدف او پايلې يا نتيجې له اړخه بې ساري دي، که څه هم د هغه په هرې ډرامېکې ګڼ شمېر پېښي او مزي د ډول سينګار لپاره دي . او په همدې ترڅ کې چې دغه ستر ادبي چوکاټ ته ځانګړې ځلا او شان ورکوي د هغه اصلي سټه ، يووالی، نښلتيا او ساده والیله منځه نه وړي . او د هغه نرمښت او انډول نه ورانوي . د نن ورځې د تياتر او نندارې وسايل د شکپير د وخت په تياتر او صحنو کې نه وه . د هغه وخت نندارو او تياتر يوه پرانېستې ساده بڼه درلوده چې لوبغاړو په خپلو دودېزو جامو کې ، بې له هيڅ ډول سينګار او مکياژه لوبه په کې اجراء کوله . په ډرامه ليکنهکې د شکسپير هنر د صحنې حالت او په هغې کې بدلون راوستو ته پاملرنه نه ده . بلکې هغه د يوهساه پوه او سيکالژيست په توګه پوهېدیچې څه ډول غمجنه صحنه له خندورې صحنې څخه بېله کړي . چې د پنځه ګونو حسونو بېلابېل اړخونه خړوب او ارضا کړي . او د يوه متضاد حالت په رامنځته کيدا سره پر يوه ټاکلي احساس او يا ځانکړي ټکي ټينګار ونه کړي او د افراط لاره کچ نه کړي . شکسپير په ټولو موردونو کې دې ته اړ وو چې د کيسې د موضوع پرتوان او طاقت تکيه وکړي . په دې پړاو کې هم دغه انګريز هنروال چې غواړي د هنري په څير نوم وباسي په پيل کې زيار باسي چې د ډرامو د لوبغاړي په توګه شهرت پيداکړي ځکه چې يوازې د هغه بيان ، اهنګ، حرکت او فصاحت دى چې پر نندارچې اغېز شندلایشي . نه هغه مرستندويې زمينې ، ډول سينګار او وسيلې کومي چې د صحنې د انځورولو لپاره اړيني دي. او د دې خنډ ګرځي چې لوبغاړي وکړاى شي خپله هنري وړتيا صحنې ته وړاندې کړي . د شاعر هدف او موخه يوازې پر خلاقيت بحث دى او د يوه مکتب ، ايمان ، يا اخلاقي ټکي تر دودولو پراخ هدف اومنظور لري . د ډارمې د ليکوال هنر په دې کې دى چې د ټاکلو مفکورو او ځانګړونو د تشريح پر ځاى په خپلو تاريخي اثارو کې يې د رښتيني ژوند بيلا بېل معنوي اړخونه انځور کړي چې په ټاکلوشرايطو کې په، مکان ، او زمان پورې ډير لږ اړه ولري . او د هغه کسانو غبرګون او عکسلعمل چې له روحي ، بدني ، احساسي او فکري پلوه له يو بل سره توپېرلري خو د ژوندانه شرايطو هغوى په يوه ځاى کې سره غونډ کړي دي .يو بل ته انځور او مجسم کړي . پر دې اساس يېدا له ورايه کړې چې، ډرامه ليکونکي ته پکارده چې د ژوند په معنٰى پوى او د نړۍ د ګوټ گوټ بيلابيل خلک وپيژني يعنې په حقيقت کې د وګړو د اخلاقي ځانګړتياوو په اړه ، د هغه دتشخيص توان خپلې لوړي کچې ته رسيدلى وي. او په خپلې ډرامې کې دغه وګړي په ځانګړو شرايتو کې چې د ليکوال د فکر او سوچ نتيجه او پايله وي راولي .داسې وګړي بايد تر رښتياني حده وبرېښول شي . نه دا چې د لوبتکوغوندې د ليکوال په لاس کې يوې او بلې خوا ته واړول شي . د کيسې اتل بايد په رښتيا هم د اتل بڼه پيدا کړي . ، مکار بايد د مکار په ډول انځور شي ، ټوکه مار بايد خندنى او فيلسوف بايد ځان فيلسوف غوندې وښيي . که ډرامه ليکونکید خپلو ممثلانو يعنې لوبغاړو په کړنو او مفکورو کې ګوتې ووهي د رښتينو وګړو او د کيسې د لوبغاړو تر منځ ډير واټن پيدا کوي چې نور د هغوى پروجودي حقيقت باور نه شو کولاى . په دې اړه شکسپير په خپل تمثيل کې ځان د بې پلوه قاضي په څېر ښودلى د کيسې شخصيتونه يې خپل حال ته پرېښودل چې خپل باطني حقيقت وښي په همدې خاطر په اسانۍ سره نه شو پوهيداى چې دژوند په اړه د شکسپير نظر څه دى . کومي مفکورې او باورونه چې دغه شخصيتونه يې څرګندوي دومره رنګارنګ او په ډيرو موردونو کې ضديت سره لري چې هغه بايد په خپله هغوى پورې اړوند وګڼل شي. او نه سو ويلاى چې هغوى ټول د شکسپير د مفکرو استازي دي او همدا ټکید يوه ليکوال لپاره ستر دليل دى چې ځان له ډول ډول نظريو سره په برلاسي توګه جوړوي چې په جوت او ټاکلي ډول يې نه سو پيژندلاى . شک نه شته چې شکسپير د روحي او احساسي ځنګړتياوو له پلوه له خپل هيواد او د هغه له پېښو سره بې حده مينه درلوده ، او د خپل هيواد د خلکو ، کوڅو ،سړکونو ، ځڼګلونو، شنوپټو ، وحشي او اهالي موجوداتو سره يې خپله بلتيا ښودله او په نامه بشر سره يې خواخوږي او له پيرزويني ډک طبيعت ښودى . سره له دې د هغه د ډراماتيکو کېسو تر لوستلو وروسته نه سو ويلاى چې د انګلستان د ادب مذهب اوسياست په اړه د هغه عقيده څه وه د هغه ذهن د عکاسۍ د فلم په څير ټول جزئيات او اغيزونه ، تجربې او معلومات چې د هغه په لاس ورتلل ثبتول او پر خپل وخت يې په خپلو ډرامو کې په خورا مناسب حالت کې ترې ګټه اخيسته او د هغوی ټول خوندور او غمجن اړخونه يې انځورولاى شول . يو معمولي انسان د عادي خبرو لپاره له دوو(۲) تر دريو (۳)زرو لغاتو ته اړتيا لري او ځينې خلک هم تر هغو لږ شمير کاروي د انګستان نامتو شاعر ميلتون چې يو نابغه شاعر ګڼل کېږي کابو اته زره (۸۰۰۰) لغاتونه يې په خپلو شعرونو کې کارولي دي . خو د شکسپير په آثارو کې کابو يويشت زره (۲۱۰۰۰) لغاتونه ليدل کېږي . په همدې خاطر د هغه متنونه بې ستونځې نه دي او نه يوازې لويو . ډيکشنريو ته اړتيا لري بلکې په ډيرو موردونو کې د محققانو توضيحاتو ته اړتيا پيداکوي . برسيره پر دې د لوستونکو د ګمان ، حدس او خيال توان د هغه له آثارو سره تر پوره پېژندګلوي وروسته په پېچلو مطلبونو پوهېدا چې زياتره يې په خورالنډ او واړه چوکاټ کې ليکل شوي دي . لا آسانه کوي . د دې کار د اجرا لپاره که څه هم زه خپل دغه کار خوږې پښتو ته د څه ستايلو وړ خدمت نه ګڼم خو دا چې د پښتو ژبې په ادبي مکتب کې لا ډرامه او ډرامه ليکنه څه ډول چې پکار ده چې د پښتون قام د ژوند د پخوا او نن بيلابيل اړخونه انځور کړي څرک يې نه لګيږي په دې وجه د پښتو د ځوان ادبي بهير له بيلا بيلو مينه والو سره تر ډيرو سلا مشورو وروسته د ويليام شکسپير د ځينو ادبي آثارو ژباړېته لاس په کار شوم . چې په لومړى ځل مي په ( ۱۹۹۹) ع کال کې د شکسپير د ادبي تراژدي ناولونو څخه د ( روميواو ژوليت) او د( تېتوس اندرونيکوس ) دوې کيسې پښتو ته راواړولې خو قسمت اوس وروسته تر ډيرو کلو دا توان را په برخه کړ چې چاپ يې کړم . په دې هيله چې ګران لوستونکي په تيره بيا د پښتو ژبي مينه وال ، ډرامه ليکونکي او ممثلان وکړاى شي زما له دې ناڅيزه کاره څه ګټه واخلي .دا زېرى هم ګولاليو پښتنو زلمو ته ورکوم چې که د خداى رضا وه . پښتو ته د شکسپير د پاتو ادبي آثارو ناولونو او کيسو د را اړولو نيت هم لرم چې انشاالله په راتلونکي کې به چاپ ته وسپارل شي . خو له نورو پښتنو روڼ اندو زړه سواندو ادب پوهانو او د پښتو ژبې له مينه والو مې غوښتنه او هيله دا ده چې د دې عصر او زمان له ستر ادبي بهير څخه د ګټې اخيستو او د پښتو ژبي د علمي کېدا لپاره د هر ډول ادبي ناول ، کيسې ليکنې او د علمي ، مسلکي کتابونو ليکلو او د هغو ژباړي ته لاس په کار شي . تر څو له دې لارې پښتانه د پردي کلتور له تېري، او بنده وژغورل شي ، تل دا پوښتنه له ځانه کوم چې د پښتو ژبې راتلونکی به څه وي؟څه ډولپښتانه کولای شي چې خپله ژبه او کلتورد ليک لوست ، ښووني او رزوني او نورو علمي ډګرونو کې د پرديو ژبو له پيلتيا څخه ژغورلای شي؟ زما له نظره پښتنو ړون اندو ، پوهانو او ليکوالو ته پکار ده چې تر خپله وسه د علمي او ادبي آثار ليکلو او ژباړلو ته لاس په کار شي،. ځکه چې په تېر کې يو شمېر پښتو دښمنو کورنيو او بهرنيو کړيو هڅه درلوده چې پښتو ژبه او د پښتنو کلتور ووژني او په شعوري ډول به هڅه کېده چې د پښتنو پوهانو او ليکوالولېکنې او اثار د چاپځای ور ونه ويني ،او د کلتوري يرغل عوامل په دې توانېدلي وه چې د هېواد د بشپړ اکثريت وګړو پښتنو ژبه د مرګ او نابودۍ پولې ته ور نږدې کړي په ځانګړي ډول کله چې شوروي لښکرو افغانستان ونيوی او د ببرک کارمل ډلې ته د هېواد چاري وسپارل سوې په لومړي ګام کې يې د تاليف او ترجمې ودانۍ ته چې يوازنۍ پښتو چاپځای وو د شپې له پلوه اور ورواچوه او کوم پښتو چاپ ماشينونه او وسېلې چې وې ټول د اور په لمبو
کې للو په شوهاو بيا يې په مېډيا او رسنيو کې پړه د حکومت پر مخالفو ډلو ورواړوله ، ورپسې يې هم په کابل ښار او يو شمېر ولايتونو کې په يو او بل نوم د پښتو کتابونو راغونډولو او سوځيدا ته ملا وتړله او دغو پښتو وژونکېو کړيو وکړاى شو چې د هيواد غونډ کتابتونونه ، کتاب پلورنځي او حتٰٰى کوڅې او واټونه له پښتو علمي ، ادبي کتابونو خالي کړي، خو د پښتو ژبې او کلتور د مينانو د نه ستړې کېدونکو هڅوله برکته دا هيله ورځ په ورځ بېرته غښتلې کيږي ، چې د دښمنانو ناروا هڅې شنډې شي. او پښتو ژبه اوکلتور خپل هغه ځاى چې حق يې دى وګټي . په ډېره مينه خپله دغه نيمګړې ژباړه ګرانو ګلاليو پښتنو زلمو ته وړاندې کوم .
په درنښت اسدالله( هلالي)
_ اسکالوس Escalus د ورونا ښار مشر يا امير
_ پيريس _ Paris د امير د خپلوانو يو ځوان
_ مونټګو –Momtague
_کپولټ Capulet
د کپولټ تره
_ روميوRomeo د منټګو زوى
_ مرکوتيو Mercutioد امير خېښ او د روميو ملګرى
_ بن وليو Benvolio د مونټګو وارره . د روميو ملګرى
_ ټيبلټTybalt د کپولټ د ښځې وراره.
_ فريار لارنس fria- Laurence
_ فريار جانfriar John
بلټ زر Balthasar د روميو خدمتګار .
_ سمپيسون Sampson
_ کريګوريGregory
_ پيتر Peter د ژوليت د پالوونکې نوکر
_ ابراهام Abraham د مونتګوخدمت کار
_ يوعطار ، درې هنروال ، پيريس مزدور ، يو مزدور .او مصبدار.
_ ميرمن مونټګو Lady mantague
_ ميرمن کپولټ Lady Capult
_ ژوليت Jugiet د کپولټ لور
_ د ورونا ښاراوسيدونکي، دواړو کورنيو غړي ، مول وهونکې ، ساتندويان، پير داران او د ژوليت د مينځې مله کسان
د کپولټ خدمتګاران
د دوو (۲) کورنيو مشران چې په خپلو کې مخالف دي.
عيسوى راهبان
روميو او ژوليت
د نندارې کسان
د نندارې ځاى : د لوبې او نندارې ډېره برخه په ورونا ښارکې
او يو ځل په منتوا ښار کې تر سره کېږى.
د ننوتو ور( دروازه
[ د سندرغاړو ډله داخلېږي ]
دوې کورنۍ چې د ورونا په ښکلي ښار کې چيرې چې زموږ ننداره جوړېږي د ځاى او عزت له نظره څنګ پر څنګ او يو شان وې خپله زړه کېنه او دښمني يې نو يو بديو او فتنو ته راکښله او هغه وينه چې په دې بديو او دښمنيو کې توېږي سپيڅلي لاسونه ککړوي . برخليک داسې وو چې د دوو (۲) مينانو د زړونو مراندې چې د بخت ستوري يې سره يو ځاى شول په همدغو دوو دښمنو کورنيو کې سره وتړل شي او د دړدو نکو(دردناکو) او بوږنوونکو پېښو له امله مړه شي .او په دې ډول د خپلو پلرونو ربړه او جنجال ختم کړي. د هغوى د وژونکې او ډارونکې مينې بهير او د هغوى د پلار اومور د قهردلمبې غوړيدا چې د خپلو بچو له مړينې پرته بل څه يې نه شو له منځه وړلاى زموږ د دوه ساعته نندارې د پېښو اوکيسې موضوع ده چې که تاسو په صبر او زغم ورته غوږ شئ هغه څه چې دلته لږ نيمګړيدي په خپل زيار اوسوچ به يې جبران کړو .
لومړۍ پرده
لومړۍ صحنه
[ د ورونا ښار ، عمومي پارک ]
[سمپسون او ګريګوري توري او ډال په لاس کې داخلېږ ي]
_ سمپسون _ ګريګوري په شرف قسم خورم چېنه غواړود سکرو دلالي وکړو([1][1])
_ګريګوري _ خود ، که داسې کار وکړو نو د سکروله دلالانو پرته بل څه به نه يوو.
_ سمپسون _ زما منظور دا دى چې که په غوسه شو تورې به وکاږو .
_ ګريګوري_ تره هغه وختهچې ژوندى يې هسکه غاړه ګرځه .
_سمپسون _ که په غوسه شم نو ګوزار به کوم .
_ ګريګوري _ خو داسې ژر هم نهپهغوسه کېږېچې ګوزار وکړې .
_ سمپسون _ د مونټګو د کورنۍ هر سپى کولاي شي چې ما په غوسه کړي .
_ ګريګوري _ پاريدل حرکت ته او ميړانه مقاومت ([2][2]) ته اړتيا لري نو ته که په قهر شې تښته به کوې .
_ سمپسون _ د هغې کورنۍ هر سپى مې داسې پاروي چې ورته ودرېږم چمتو يم چې شاه ديوال ته کړم او د مونټګو د کورنۍ هره ښځه او يا نر د کوڅې د اړخ ويالې ته ور ټيل وهم.
_ ګريګوري _ دا خبرې دې داښي چې ته يو بيرندک او ډارن مريى يې ؛ په دې چې ډارن سړى ديوال ته شاه اړوي .
_ سمپسون _ دا خبره خو دې رښتيا ده همدا وجه ده ښځه چې بې وسه موجود دى تل د ديوال اړخ ته ځان نژدې کوي ، بيانو زه د مونټګو کورنۍ نارينه له ديواله لري کوم او ښځې يې د ديوال خواته شړم .
_ ګريګوري _ اصلي لانجه د ملکانو او زموږ يعنې د هغوى د مريانو تر منځ ده .
_ سمپسون _ فرق نه کوي . زه غواړم ځان ظالم وښيم کله چې د هغوى له نارينه و سره وجنګيدم نو په ښځو به يې هم رحم ونه کړم او سرونه به يې په بېخ کې ورپرې کړم
_ ګريګوري _ د هغوى د ښځو ؟
_ سمپسون _ هر ډول چې دې زړه غواړي فکر يې وکړه .
_ ګريګوري _ هغوى چې ستا توره احساسوي بايد په معنٰى يې هم پوى شي . توره دي وکاږه د مونټګو د کورنۍ دوه کسان رانژدې کېږي
[ د مونټګو د کورنۍ دوه کسان يعنې ابرهام او بالتازار داخلېږي ]
_ سمپسون _ زما تور چمتوده ، ته د خبرې سر کښېږده ، زه به دې اړخ ونيسم .
_ ګريګوري _ څنګه شا اړوې او تښتې؟
_ سمپسون _ مه ډارېږه .
_ ګريګوري _ که رښتيا غواړې له تا ډارېږم .
_ سمپسون _ پرېږده چې موږ پر حق واوسو اوهغوى دې پيل وکړي .
_ ګريګوري _ زه ټوخم (ټوخېږی ) پرېږده هغوىچېهر ډول فکر کوي و دې کړي .
_ سمپسون _ نه ، نه دا چې هر ډول غواړې ، بلکه هر ډول چې جرئت يې لرې . زه شپيلکى ([3][3]) وهم په دې چې دا ورته د شرم خبره ده چې زما شپېلکیوزغمي .
_ ابراهام _ وروره دا شپيلکى په موږ پسې وهئ ؟
_ سمپسون _ [ ګريګوري ته په کراره ويل ] که ووايم هو ، قانون زموږ پلوي نه کوي؟
_ ګريګوري _ [ سمپسون ته په کراره وايي ] نه
_ سمپسون _ نه وروره پر تاسو شپيلکى نه کوم له ځان سره شپيلکى وهم .
_ ګريګوري _ څه جنګ خو دې زړه نه غواړي؟
_ ابراهام جنګ ؟ نه وروره .
_ سمپسون _ خوکه جنګ دي زړه غواړي ، زه حاضريم چې درسره معلومه يې کړم ، زما بادرا هم ستا تر بادار کم نه دى.
_ ابراهام _ ښه نه ده چې ؟
_ سمپسون _ عرض مې دا دې چې ....
[ دا وخت بن وليو داخلېږي ]
_ ګريګوري _ [ په کرارۍ سمپسون ته وايي ] ژرشه ورته ووايه چې ښه دى .
_ سمپسون _ هوښه خبره ده موږ چمتويوو.
_ابراهام _ دروغ وايې.
_ سمپسون_ که نر يې ، توره وکاږه . ګريګوري ته خپل د شرق ګوزارونه مه هېروه . [ جګړه پيل شوه ]
_ بن وليو _ ليونيو لريشئ ، تورې په تيکي کې کړئ تاسو پوهيږئ چې څه کوئ ؟
[ ټيبلټ راځي ]
_ ټيبلټ _ تا پردغو بدمرغو پسونو توره کښلې ده ؟ راوګرځه بن وليو ، او د خپل مرګ سيل کوه .
_ بن وليو _ غواړم چې سره بيل يې کړم ،خپله توره دې په تيکي کې کړه او يا يې هم له ما سره يو ځاى د هغوى د بيلولو لپاره وکاروه .
_ تيبلټ _ دا څنګه ؟ له يوې خوا دې توره کښلې خو له بلې خوا د سولې خبرې کوې؟ زه له دې خبرې له دوږخه له ټولو مونټګو والو او له تا کرکه لرم . ځان چمتو کړه ، اې ډارنه !
[ په جنګ اخته کېږي ]
[په دې وخت کې د ښار درې څلور عسکر له ګورز او تبرزين سره را رسېږي ]
_ منصبدار _ عسکرو په ګورز او تبرزين د هغوى کار ختم کړئ ، مړه دي وي کپولټان ، مړه دي وي مونټګو وال .
_ کپولټ _ دا څنګه ږغ او غوغا ده ؟ اهاى ، هغه زما توره راوړئ !
_ ميرمن کپولټ _ منظوردي د بغل لکړه ده که څنگه؟ توره څه کوې ؟
_ کپولټ _ درته ومې ويل چې توره . مونټګو راغلى او توره راته ښوروي.
[ په دې وختکېمونټګو او ميرمن يې هم راځي ]
_ مونټګو _ اې بې ننګه کپولټه ! له مخه مې لري شه ! پرېږده چې ولاړشم!
_د مونټګوښځه _ حتٰٰى يو ګامبايد د دښمن خوا ته ورنه شې ؟
[ امير ( اسکالوس) او ورسره کسان رارسېږي ]
_ امير _ اې باغيانو ! اې د سولې او کرارۍ دښمنانو ! اې سرکښو او خپل سرو چې په خپله توره مو و دغه سيمه ککړه کړې ده . تاسو زما خبره نه اورئ ؟ اهاى خلکو ! اې ځناورو چې د خپل وژونکي قهر اور د خپلو وينو په دارکو وژني ،خبردار ، امر درته کوم خپلې وسلې چې د شيطنت لپاره مو کښلي دي له خپلو وينه تويونکو لاسو څخه پر زمکه وغورځوئ او د خپل امير امر ته چې ډير يې خوابده شوې ده غوږ ونيسئ . درې ځله ګډوډي او خوابدي چې د يوې يا دوو بې ځايه او پوچو خبرو په وجه رامنځ ته شوې ستا بوډا کپولټ او ستا مونټګو له لاسه دي درې ځله تاسو زموږ د ښار د کوڅو کراري ګډوډه کړې ده . مشران او سپين ږېږي مو دې ته اړايستي دي چې خپلې د عزت جامې وغورځوئ او خپل تبرکي يو ځل بيا راوخلئ او ستاسو کرکه او دښمني له منځه يوسي که يو ځل بيا زموږ په کوځو کې ژوند ګډوډشي د سولې د ګډوډولو په بدل کې به وژل کېږئ ، داځل تاسو ټول له دې ځايه لرې شئ ؛ تا ته وايم ، کپولټه زما سره راځه او ته ، مونټګو ، ماپښين د ښار هغه ځاى ته چې زموږ د محکمې او قضاوت ځاى دى راشه چې په دې اړه زموږ له نورو امرونو خبر شې . يو ځل بيا وايم ؛ هر څوک چې له دې ځايه لرې نه شي سزا يې مرګ دى .
[ له منټکو د هغه ميرمن او بن وليو پرته نور ټول ځي ]
_ مونټګو _ بيا چا له سره دغې پخوانۍ خوابدۍ ته د اور پکى وواهه ؟ خبره وکړه وراره . کله چې دا جنجال جوړ شو ته دلته وې ؟
_ بن وليو _ ستا او ستاسو د سيال چوپړيان دلته وه او زما تر راتلو مخکې سره نښتيوه ما هغوى سره بيل کړه او په دې ترڅ کې ليونى ټيبلټ توره په لاس راورسيدى او پر ما يې حمله وکړه .هغه کيڼ اوښي ته سر غړاو او د هوا باد يې غوڅاوهاو ورسره جنګيدى باد همپه دې کار نه وو تاواني شوي .او هغه ته يې پيغور ورکاو ه. کله چې زه او هغه سره ونښتو او يو پر بل مو ګوزارونه کول نور کسان راغله او يو د يوه او بل اړخ يې ونيوى ، تردې چې امير راورسيد او هغوى يې سره بيل کړل .
_ د مونټګو ښځه _ آه ، روميو چيرته دى ؟ نن دې هغه نه دى ليدلی؟ ډېره خوشحاله شوم چې هغه په دې جنجال کې نه و.
_ بن وليو _ ميرمنييو ساعت مخکې تر دې چې لمر دختيځ له طلايي کړکۍ څخه سر راپورته کړى د هغه ګډوډ او له وسواسه ډک خاطر يې له کوره وايستى او د سباون مهال مې د چنار ترونه لاندې چې د ښار په لويديځ کې دنګه ولاړه ده وليده ، زه د هغه پر لور ورروان شوم . هغه چې وليدم ځان يې په ونو کې راڅخه پټ کړ، ما هم چې د هغه احساسات له خپلو پېرزوينو سره وسنجول او راياد مې شوه چې کله غواړم يوازې واوسم ، د هيڅ چا ليدو ته مې زړه نه کېږى . په خپل کار او هوس پسې ولاړم او هغه مې هم خپل هوس ته پرېښودى او په بې غمۍ مې ځان له هغه چاه څخه چې له ماتښتېده لېري کړ.
_ مونټګو _ ډير ځله مې هغه سهار محال هلته ليدلیدى . چې خپل برخليک د سهار له تازه شبنم سره اغږي. او له خپلو ژورو ساهکښلو او آهونو سره اسمان او وريځ دوه چنده کړي او چې کله خوشالونکیلمر له ختيځ پلوه د سهارنۍ الهې (Aurora) غوندې د خوب پرده اړخ ته کوي ، زما غمجن زوى د لمر له وړانګو په پټه کورته پناه راوړي او د خپلې کوټې په څلور ديوالۍ کې ځان بندي کوي . کړکۍ تړي او د لمر ځلانده وړانګو ته دننوتو اجازه نه ورکوي او ځان ته غير معمولي او تياره شپه جوړوي . دا حالت د تياره او ناوړه راتکونکي خبرراکوي ، مګر هم دا چې ښه پند او نصېحت د هغه عيبونه او نيمګړتياوې لرې کړي .
_ بن وليو _ تره جانه په وجه يې نه پوهېږې ؟
_ مونټګو _ نه پوهېږم او په خپله د هغه په خبره مې هم سر نه خلاصيږي .
_ بن ليو _ ايا په دېاړه ديتينګار نه دى پرکړي؟
_ منټګو _ هم مې په خپله او هم مې ډېرو خپلوانو دا کار کړیدى، خو هغه يوازې ځان د خپلواحساساتو سلاکار ګڼي . زه نه وايم چې دغه سلاکار تر کومه حده رښتينیاو صادق دى ؛ خو د ځان په نسبت هغومره مرموز او احتياط کاره دى لکه غوټۍ چې لا يې خپلې ګل پاڼې نه وي غوړولي او خپله ښکلا يې لمر ته نه وي ډالۍ کړېکينه توزه ([4][4]) چنجى په خپل زړه کې پټويکه دا امکان واى چې پوه شم د هغه غم پرڅه دى نو په خوشحالۍ به مو علاج کاوه.
[ روميو داخلېږي ]
_ بن وليو _ هغه دیراغى ، تاسو مهرباني وکړئ څنګ ته شئ زه به نن يا د هغه د خوابدۍ او غم وجه پيدا کوم او يا به هغه پر خپلې خوابدۍ پر مخ انکار کوي .
_ مونټګو _ په دې هيله چېپهخپله پاته کيدا سره بريالى شې چې د هغه د زړه خبرې واورې . ښځې راځه چې ځو .
[ مونټګو او ميرمن يې وزي ]
_ بن وليو _ سهار په خير د ترهزويه !
_ روميو _ ايا تر اوسه لا د ورځې پيل دى ؟
_ بن وليو _ تازه ګړۍ لاټالۍ نه ده وهلې .
_ روميو _ عجيبه خبره خوده دا غمجن ګړي او شيبې څومره په ځنډ تېرېږي . دا مې پلار و چې په تلوار له دې ځايه ولاړى ؟
_ بن وليو _ هو هغه و . خو څه ډول غم د روميو وخت وراوږدوي؟
_ روميو _ د هغه څه نه لرل چې لرل يې د هغو ګړيو او وختو نو د لنډيدا سبب کېږي.
_ بن وليو _ آيا مين شوى يې ؟
_ روميو _ بې برخې .
_ بن وليو _ له مينې ؟
_ روميو _ د هغه چا له پيرزوينې چې پر مين يم .
_ بن وليو _ د افسوس ځاى دى مينه چې تا ته دومره پسته او ښه ښکاري ،په عمل کې دومره زېږه او بې رحمه ده .
_ روميو _ حيف مينه چې لا يې څرک نه شته په پټو سترګو يې زما ارادې ته لاره موندلې ده ! چيرته غرمنى سره وخورو ؟ آه ، دلته څه جنجال او کړ په شوې ده؟ خو ښه داده چې څه ونه وايې ، په دې چې يوه اندزاه غوږيدلى يم . دلته داسې مساله ده چې له کرکې سره ډېره نژدې ده او تر ټولو ډير له مينې سره اړه لري . نو اې بلواګر مينه ! اې مينه ناکې کرکې ! چې له هر څه او له هيڅ نه ، بل شى زېږوې،اې خپل سرۍ ،اې بې ځايه خپل سرۍ او اې ځان غوښتنې چې سيده او سمې جولې غمجنې او کږوې . سرب پر ايرو بدلوې .لوګي ځلوي ، اور سړه وې او روغتيا او سلامتى له منځه وړي . او خوب په بې خوځښته ويښتيا بدلوي او هماغه ډول چې دي، نه دى ،. دا مينه ده چې زه يې احساسوم او مينه ورسره نه لرم. ايا خندا نه درځي؟
بن وليو _ نه ، د کاکا زويه ، غوره ګڼم چې وژاړم .
_ روميو _ د څه لپاره ، اې مهربان ملګريه ؟
_ بن وليو _ ستا د مهربان زړه پر چېغو .
_ روميو _ هو بن وليو ، د مينې بې رحمي همدا ډول ده د غم پېټى مې پر هغه ور ډيروې . او هغه نور هم درنوې . کومه مينه چې تا وښودله زما د زړه دردونه يې نور هم ډېر کړل . مينه داسې لوګى دى چې د زړه له دړده او آه څخه رامنځ ته کېږي کله چې چاڼ شي د اور د لمبې په څير دمينانو په سترګوکې ځلېږي او کله چې ورمېږي( خوابدې ) شې د سمندر په څير د زړه بايلونکو مينانو په اوښکو څپانده شي.
پرتهله دې څه شى کيداى شي ؟ ډير احتياط کاره ليونتوب خپه کونکى ټپ ، او داسې خواږه چې انسان له بربادۍ څخه ساتى . د خداى په امان د تره زويه .
_ بن و ليو _ صبر وکړه زه هم در سره ځم .که دا ډول رانه ولاړسې بې انصافي ده.
_ روميو _ ته څه وايې ! ما ځان ورکړى ، نور دلته نه يم ، دا روميو نه دى . هغه بل ځاى دى .
_ بن وليو _ سره له دې چې غمجن يې بيا هم راته ووايه پر چاه مين يې ؟
_ روميو _ څنګه ؟ وژاړم او درته ووايم؟
_ بن وليو _ ولې وژاړې ؟ په همدې غمجنې خېرې او جولې ووايه څوک ده.؟
_روميو_ دا داسې خبره ده لکه ناورغ سړي چې د دړد او کړاو په وخت کې وصيت او سپارښتنه وکړي ! پر دې خبرې تينګار و داسې چاه ته چې دومره ناروغ دى خونده ور کار نه دى .اې د تره زويه سره له دې چې ډير کړېږم تاته وايم . پر ېوې نجلۍ مين يم .
_ بن وليو _ بيانو زما دا سوچ چې مين شوى يې رښتيا و .
_ روميو _ هو په نښه ويشتلو کې تکړه يې . پرکوم چاه چې مين يم ډېره ښکلې او ښه ده
_ روميو _ د کاکا زويه سپيڅلى او لوړ هدف په اسانۍ په نښه کداى شي .
_ روميو _ په نښې ويشتو کې دي غشى خطا ولاړ ، په دې چې هغه داسې څوک نه ده چې د مينې د خداى غشى اغيز پر وکړي .هغه د ښکار د الهې په څير ځيرکه ده . او د پرهيزګارۍ او عزت په وسلې سمباله ده ، د مينې کمزورهاو بې وسه غشى د دې توان نه لري چې هغه زخمي کړي . هغه ځان د مينه ناکو او عاشقانه خبرو په کړۍ کې نه ښکېلوي ([5][5]) او که هر څومره په مينه ورته وګورې پروا يې نه لري . او هغو سرو او سپينو ته چې پرهيز ګاره خلک هم غولوي ، لمن نه نيسي . هغه ډېره ښکلې ده خو په دې وجه خواره ده چې په مړينه سره يې ښکلا هم له منځه ځي.
­_ بن وليو _ نو لوړه يې کړې ده چې په ټول عمر کې پرهيزګاره او سپيڅلې پاته شي؟
_ روميو _ هو او دغه پرهېزګاري او(چيله)يوه لويه وخت تېرونه ده . ځکه هغه ښکلا چې د هغې په سختګيرۍ سره په هيله او انتظار کې پاته شي ، د دې سبب ګرځي چې راتلونکي نسلونه له ښکلا څخه بې برخې پاته شي . هغه تر دې ښکلې او چالاکه ده، چې زما په نه هيلۍ سره نيمکرغه نه شي. هغې لوړه کړې چې مينه له ځانه لرې کړي . او د دې لوړې په خاطر په حقيقت کې زه داسې مړى يم . چې د دغه دردونکيحالت د تشريح لپاره ژوندى پاته يم.
_ بن وليو _ زما خبره واوره ، د هغې فکر او سوچ له سره وباسه .
_ روميو _ له بده مرغه نه کېږې ؛لومړى راوښيه چې دا ډول سوچ کولڅنګههېر کړم.
_ بن وليو_ په دې ډول چې سترګو ته دې اجازه ورکړې چې نورې ښکلاوي ووينې .
_ روميو _ که داسې وکړم نو د هغې بې ساري ښکلا مې نورهم سودا يې کړي . دا هيله بخښونکې مولونه چې د ښکلو مخونهپټوي د خپل تور والي په وجه موږ په دې سوچ کې اچوي چې خپله ښکلا پټوي . خو هغه سړى چې ړوند شویدی. هيڅکله نه هېروي چې د ليدو خورا ښکلې او ښه خزانه يې له لاسه ورکړې ده . داسې فرض کړه چې يوه ګل بدنه راوښيې چې ډېره ښکلې وي . د هغې د ښکلا نتيجه څه ده . بې له دې چې ما ته هغه ښکلې راياده کړې چې تر هغې ښکلې ده؟ ځه خداى دې مل شه ته هيرېدل نه شې راښودلاي .
_ بن وليو _ زه به داخبره ثابتوم او يا به په دې لاره کې ځان بايلم .
دوهمه صحنه
[ هلته دوروناښار په يوه واټ کې ]
[ کپولت،پېرس او ټوکى پيتر داخليږي ]
_ کپولټ _ خو مونټګو هم د مسووليت له نظره او هم د سزا له نظره له ما سره يو شان دى . او فکر کوم چې زموږ په څير سپين ږيرو او بوډاګانو لپاره د کرارۍ ساتل ستونځمنکارنه دی.
_ پېرس _ تاسو دواړه شريف او حسابي خلک ياست خو حيف دى چې دا دومره وخت له يو بل سره خوابدي ياست . په هر صورت ، زما بادار زما غوښتنې ته څه ځواب وايي؟
_کپولټ _ هغه څه چې مې وويل بيا يې تکراروم ؛لور مې لا وړه ده تر اوسهيې څوارلس کاله نه دي پوره کړي . په خپل ښه او بد نه پوهېږي . پرېږده چې دوه نور پسرلييې هم پهخير تېر شي .هغه وخت يې نو بيا پرواده برابره بللیشو.
_ پېريس _ د لږ عمر نجونينيکمره ميندې شوي دي.
_ کپولټ _ خو د دا ډول بې وخته واده پايله بې تاوانه بل څه نه دي . ژوند بې له دغه اولاده نورې د ژوند ټولې هيلې غوړت و هلي دي. او په ژوندکې مې يوازنۍ هيله همدا نجلۍ ده ،سره له دې هم ګرانهپېرَسه له هغې سره مينه وکړه او زړه يې لاس ته راوړه ، زه د هغې له خوښۍ پرته بله هيله نه لرم . که هغه خوښه وي زه هم خوښ او راضي يم . نن شپه د پخوا په څير جشن او خوشالي جوړوم . ګن شمير نېږدې ملګرياو خپلوان چې راته ګران دي راغوښتي مې دي او تا ته هم چې يو له هغو څخه يې ښه راغلاست وايم . زما په خواره جونګړه کې به داسې ستوري وګورې چې تياره اسمان ته ځلا ورکوي . دا ډول د زړه ډاډ چې تکړه ځوانان يې احساسوي ، څنګه چې سمسور او سر لوړى پسرلى تر ساړه او وراسته ژمي وروسته رارسېږي ، نن شپه به زما په کور کې هماغه ډول خوند او خوشحالي د ګل د غوړيدلو غوټيو په څير نجونو په منځ کې ومومې ټولو ته غوږشه او ورته په ځېر وګوره هره نجلۍ چې تر ټولو غوره او ښه وه ، خوښه يې کړه . او وروسته تر هغه چې ټولې دي په ځير سره وکتلې پوه به شې که د هغو شمېر هر څومره ډير وي زما د لور جوړه به په کې پيدا نه کړې راځه چې ځو.
[ پيتر ته کاغذ پاڼه ورکوي ]
هلکه ورشه ، د ورونا په ښکلي ښار کې وګرځه او هغوى چې نومونه يې دلته ليکل شوي دي پيدا يې کړه او ورته ووايه چې زما کورته راشي .
[ کپولټ او پېرَس وزي ]
_ پېتر _ پکار ده کوم کسان چې نومونه يې دلته ليکل شوي دي پيدا کړم . دلته ليکل شوي دي چې موُچې بايد له خط کش سره ګنډونکى بايد د بوټو له غالب سره ، کب نيونکى له پنسل او انځور ګر د کب نيولو له جال سره ، سر او کار ولري . زه يې رالېږلى يم ، هغویچې نومونه يې دلته ليکل شوي دي پيدا کړم خو هيڅکله به په دې پوى نه شم چې ليکوال د چاه نومونه ليکلي دي . زه بايد يو لوستى کس پيدا کړم
[ په دې وخت کې بن وليو او روميو راځي ]
هو همداسې کوم .
_ بن وليو _ څه دي ويل ګرانه ! پوهېږې چې يوه لمبه دبلې سوختګۍ اغيز له منځه وړي ، يو درد بل درد لږهوي .،که دې سر پر له ګرځي چاره يې داده چې لکه څرخى چپه پر ځان وګرځې ،لهنه هيلۍنه د ډک غم علاج په يوې بلې ستومانۍ کېږي .،که دي سترګې په نوې ناروغۍ اخته شي د مخکينۍ ناروغۍ وژونکي زهر له منځه وړي .
_ روميو _ د بارتنګ پاڼه ورته ښه درمل دي.
_ بن وليو _ د څه لپاره ؟ منظور دي څه دى ؟
_روميو _ د پوست د توږلو لپاره .
_ بن وليو _ روميو ، ليونى شوى خو نه يې ؟
_ روميو _ نه ليونى نه يم ، خو تر يوه ليوني ډير په بندکې يم ، په داسې جيل کې بندي يم چې خواړه نه رارسېږي ، په لښتو مې وهي او کړوي مې هلکه ستړى مه شى !
_پيتر _ سلام ، ښاغلې وبخښه تاسو ليک لوستلاى شي؟
_ روميو _ هو په خپلې بدمرغۍ کې خپل برخليک لولم .
_ پيتر _ امکان لري هغه دي بېله کتابه زده کړي وي . خو وبخښه ايا کوم څه چې وينې لوستلاى يې شې؟
_ روميو_ هو په دې شرط چې ټکي او ژبه يې وپيژنم .
_ پيتر _ ښه خبره کوې .تل دي خداى خوښ لره!
_ روميو _ هکله ، صبر وکړه ، لوستلاى يې شم .
[روميو ليک لولي ]
ښاغلي مارتينو([6][6]) د هغه ميرمنه او لوڼې ، کِنټ اَنسلمو او د هغه ښکليخويندې ، د وريتروويو کونډه ، ښاغلیپلاستيو او د هغه زړه وړونکيخويندې ، مرکوتيو او د هغه ورور والنتاين ، زما تر ه کپولټ د هغه ميرمن او لوڼې يې، زما خورځې ګانې روزلنې او ليويا ښاغلي ولنټيو او د هغه د تره زوي ټېبلټ ، لوسيو او خوشحاله ِهلنا
_ روميو _ څومره ښه ډله ! چيرته بايد ولاړشي؟
پيتر _ هلته .
_ روميو _ چيرته ؟ د ماښامنى لپاره ؟
_ پيتر _ زموږ کورته .
_ روميو _ د چاه کورته ؟
_ پيتر _ زما د بادار کورته .
_ روميو _ پکار وه چې لومړى مې دا پوښتنه کړې واى
_ پيتر بې پوښتنې دې ځواب وايم . زما د بادار کپولټ کورته . هغه بډاى او نامتو سړى دى او که تاسو د مونټګو د کورنۍ اړوندان نه ياست ، هيله کوم چې تاسو هم راشئ او له هغوى سره يو ځاى ميلمستيا وخورئ . د خداى په امان .
[پيتر وزى ]
_ بن وليو _ د کپولټ په دې قديمي جشن کې ، ښکلې روزالنه او د ورونا ښار ټولې ښکلې نجوڼې چې خلک يې ستاينه کوي ماښام ته ميلمنې شوي دي ته هم هلته ولاړ شه او د انصاف په سترکه ، د هغې ښکلا له نورو سره چې زه به يې دروښيم پرتله کړه ؛هغه وخت بهدې قانع کړم چې ستا هېلۍ يوه توره کاغۍ ده .
_ روميو _ که زما د سترګو سپيڅلیايمان داسې خيانت وکړي . د دې وخت رارسيدلى چې اوښکې سکروټې شي . او هغوى چې له دغه پرله پسې ډوبيدا سره سره نه مري ([7][7]) دغه رڼې نو زېږندي ګناه کاري د دروغجنو په څير وسوځوي . مګر زما تر معشوقې بله ښکلې شته ؟ لمر چې وړانګې يې هر ې خوا ته خپرې دي ، هيڅکله يې په نړۍ کې د هغې غوندې نه ده ليدلې .
_ بن وليو _ ته څه وايي ؟ د هغې ښکلا هغه وخت پرتا اغيز وکړ چې بل څوک هلته نه وو، او هغه دې يوازې له هغې سره په خپلو سترګو کې وسنجوله خو په دې رڼې تله کې خپله معشوقه له يوې بلې نجلۍ سره چې په دې جشن کې د ستوري په څير ځلېږي او زه يې تاته درښيم پر تله کړه اوهغه چې اوس تر ټولو ستا په خيال ډېره ځلېږي په ګرانه بههغه په ښه ياده کړې.
روميو _ له تاسره ځم د دې لپاره نه چې دا ډول منظره راوښيي ، بلکه د دې لپاره چې د خپلې زړه وړونکي ځلا څخه خوند واخلم او نيکمرغه شم .
[ وزي ]
دريمه صحنه
[ هلته ، د کپولټ کور په يوې کوټه کې ]
[ د کپولټ مېرمنه او د ژوليت پالونکېداخلېږي ]
_ مېرمن کپولټ _ اې پالونکې ته وګوره چېلور مې چيرته ده ؟ ور ږغ کړه چې دلته راشي .
_ پالونکې_ اوس ورنارې کوم اې کوچنۍ ورۍ ! اهاى لورکۍ ! خدايه ! دا نجلۍ چيرته ده ؟ اهاى ژوليت !
[ دا وخت ژوليت داخلېږي ]
_ ژوليت _ څوک راته نارې وهي ؟
_ پالوونکې _ مور دې .
_ ژوليت _ مورې دلته يم ، څه وايې ؟
_ ميرمن کپولټ _ غواړم درته ووايم ، ګوره پالونکې، ته لږ څنګ ته شه ،يو څو پټې خبرې لرم لږ وروسته راشه .که نه رښتيا ته هم و درېږه بايد زموږ په حال خبره شې .
پوهيږې لورکۍ چې اوس نو مناسب عمر ته رسېدلې يې پيغله يې .
_ پالوونکې _ بالکل سمه خبره کوې زه حتید هغې د زېږدو ګړۍ هم ويلاى شم .
_ ميرمن کپولټ _ تر اوسه لا څوارلس کلنه شوې نه ده .
_ پالوونکې _ زه چمتويم چې پر خپلو څوارلسو غاښونو شرط وتړم ، که څه هم له دغو څوارلسو غاښونو پرته يوازې څلور نور راته پاتېږي خو هغه لا څوارلس کلنه شوې نه ده . د درمند ([8][8]) جشن ته څومره وخت پاته دى ؟
_ ميرمن کپولټ _ دوه نيمې اونۍ .
_ پالوونکې _ نيمه يا پوره دومره ارزښتنه لري ، هر کله چې د درمند د جشن ماښام راورسېږي څوارلس کاله يې پوره دي خداى دي د عېسى (ع) لارويان وبخـښي . سوسن او زه سره همزولي وو . سوسن دي خداى وبخښي ومړ او خداى زما نصيب نه وو ورسره کړى . خو هماغه ډول چې ومي وويل .دد رمند د جشن په ماښام ، د ژوليت ( ۱۴ )څوارلس کاله پوره کېږي . هو همداسې ده . ښه مې په ياد دي چې د زلزلې له وخته يولس کلونه تېرېږي هغه وخت چې د مور شيدې پربندې شوې او له تي څخه پرې شوه . د کال هغه ورځې مې هېڅکله نه هېرېږي . ځکه چې د خپلو تيو سرونه مې زېړ کړل او د کوترو د کوټې په څنګ کې پيتاوي ته کښېنستمه . هغه وخت تاسو له بادار سره مانتوا ښار ته تللې واست . هو عقل مى لا په سرکې دی ، په ياد مې دي کله چې ژوليت زما د تيو ترخه سرونه وڅکل بديې راغله او ژر يې خوله ځينې لرېکړه .
په دې وخت کې زمکه هم ولړزيده او د کوتر و خونه ونړېده او زه له هغه ځايه په ځغاسته لرې شومه له هغې ورځې راهيسې پوره يولس کاله تېرېږي هغه وخت ژوليت تازه سمه درېداى شوه .نه خدايه خطاوتم ، هغه وخت سمه د ځغاستو وه په دې چې تر هغه يوه ورځ مخکې پر زمکه ولويده او ټنډه يې ماته شوه . او زما له ميړه سره دي خداى ښه وکړي ، ډېرخوشحاله سړیو.هغه راتهو ويل چې مخ يې پر زمکه موښل شوى او خوږ شوېده .
_ ميرمن کپولټ _ نور نو بس ده چوپ سه .
_ پالوونکې _ چوپ يمه ، بله خبره نه لرم . خداى دې تاسو کاميابه کړي . ته تر ټولو ښکلې نجلۍ وې چې ما وروزلې .هيله لرم چې خداى د ومره عمر راکړي چې ستا واده ووينم که داسې وشى نو ارمان مي پوره کېږي .
_ ميرمن کپولټ _ لوري راغلې يم چې ستا د واده خبره درسره وکړم ، په دې اړه ستا نظر څه دى ؟
_ ژوليت _ دا داسې وياړ دي چې د هغه په هکله مې تر اوسه سوچ نه دى کړى .
_پالونکې _ که خپله ستا پالونکې نه واى نو ويل مې چې پوهه او هوښياري دي له خپلو تيو څخه رودلې ده.
_ميرمن کپولټ _ ښه نو ، اوس دي د واده فکر وکړه . په ورونا ښار کې تر تا وړې نجوڼې شته چې اوس درنې مېرمنې دياو په همدې عمر ميندې شوې دي . په يوه حساب خپله هم همدارنګه ستا په عمر مور شوم . لنډه دا چې زړه ور پېرَس غواړي مينه درسره وکړي .
_ پالوونکې _ لورې هغه ځوان دى ، داسې ځوان چې جوړه نه لري هغه نر بُت دى .
_ ميرمن کپولټ _ د ورونا په ټول بڼ کې د هغه په څېر ګل نه موندل کېږي .
_ پالوونکې _ هو، هغه ګل دى . هفه هم څنګه ګل !
_ميرمن کپولټ _ ښه لورې ستا نظر څه دى ؟ آيا مينه ورسره کولاى شې ؟ نن شپه به هغه زموږ په ميلمستيا او خوشحالۍ کې ووينې ، د ځوان پېرَس معنٰى داره څېره په ځير سره وګوره . او وګوره چې د ښکلاقلم د هغه پر څيرې د مينې څه انځور کښلیدى .مخ او څېره يې وګوره ، او وګوره چې څومره کښلى او ښايسته دى . هغه څه چې دهغه پهڅېره کې پټ دي د هغه په سترګو کې يې لوستلاى شې. دغه د مينې ارښتناک کتاب دغه کتاب چې لا پوښ شوى نه دى ، د خپلې ښکلا لپاره يوازې پوښ ته اړتيا لري . هماغه ډول چې کب د لامبولپاره سمندر ته اړتيا لري .څومره ښه وي چې هم يې ظاهر ښکلیاو هم يې باطن ښکلی وي ! هغه طلا يې کتاب چې طلايې ښکلې کيسه لري له ښکلا او خونده يې ګڼ شمېر سترګې برخورې کېږي . او ته هم هغه دکتاب د پوښ په څير په هغه څه کې چې لرېيېشريکه يې اود هغه په لرلوسره بههېڅ له لاسه ورنه کړې . اوس لنډه خبره راته وکړه پېرَيس دي خوښ دى ؟
_ ژوليت _ که چېرې کتل د خوښېدو سبب ګرځي زه به په هماغه نظر ورته وګورم .
[ مينځه داخلېږي ]
_ مينځه _ بي بي ، ميلمانه راغلي دي او د ماښام ډوډۍ جوړه ده بادار تاسو ته نارې وهي او پيغله ژوليت هم غواړي پالوونکې ته هم بد رد وايي خورا خوابدى دى . زه بايد ژړ ولاړه شم کار وکړم . که ښه کوې ته هم زر راشه .
_ ميرمن کپولټ _ درغلم ته ځه
[ مينځه وزي ]
ژوليت جانې ، فکر کوم چې کنټ پاته شي
_ پالوونکې _ څه ولاړه شه او د نيکمرغۍ د ورځو لپاره دښو شپو په لټه کې شه .
[ وزي ]
څلورمه صحنه
[ هلته په يوه واټ کې ]
[ روميو ، مرکوتيو ، بن وليو ، هوراشيو له څو نورو کسانو سره چې مولو نه يې وهلي او څو نوروکسانو سره چې ډېوې يې په لاس کې دي داخلېږي ]
_ روميو _ څه پلمه وکړو ؟ او که بې له اجازې او بخښنې ننوزو ؟
_ بن وليو _ نور داوږدوخبرو وخت ولاړ که موږ په يوه مفلر اويوه زنګ وهلي غشي او لېندۍ هماغه ډول چې يو کلي والي هلک کارغان الوزوي ، دا نجوڼې ډارولای شو خو د عشق الٰهه نه شو غولولاى ، څهډول چې مجلس ته بې اجازې چوپه خوله ننوتو همداسې کله چې کوربه مېلمنو ته هرکلی ووايه ، بانډار او اتڼ پيل سوو پرېږدئ چې راته وګوري موږ په کراره اتڼ کوو او بيرته ځو .
_ روميو _ ماته ډيوه راکړئ زه دا ډول حرکتونه نه کوم او دا چې بدن مې دروند دیيوازېسپکه ډېوه زغملاى شم
_ مرکوتيو _ نه ، ښاغلې رومېو ! موږ غواړو چې ته اتڼ وکړې .
_ روميو _ باور وکړه چې زړه مې نه غواړي ، ته د اتڼ څپلۍ او چالاکه پښې لرې ، خو زما زړه د سرَ پو په څير ځان اچوي او ما پر زمکه غورځوي ، زما پښې سُستې کوي حرکت نه شم کولاى .
_ مرکوتيو _ ته مين يې بيانو د خپل عشق د الٰهى وزري پور کړه او والوزه .
_ روميو _ هغې په داسې غشي وېشتیيم چې د هغې په سپکو وزرو نه شم الوتلاى ، داسې مې لاسونه او پښې تړلې دي چې ځان د خپه کوونکي خواشينۍ له پېټي نه شم ايستلاى او له ناچارۍ مي د ميني درانه بارته اوږه ورکړې ده. او ترلاندې کړوپ يم .
_ هو راشيو _ او په خپل لوېدو سره د مَيَنې د اوږو دروند پېټى ګرځي .چې پردارنګه نازک او نرم موجود زور راوړل ډيره ګرانه وي .
_ روميو _ آيا فکر کوې چې مينه ډيره پسته او اسانه ده ؟ داسې نه ده ، بلکه ډېره سخت سرې او قهرجنهده او د ازغى په څير جګېږي .
_ مرکوتيو _ که مينه درباندې غوسه شوه ته هم پرغوسه شه ،که درباندې جګه شوه ته هم په جګ شه او پر زمکه يې ووهه ، ماته نقاب راکړه چې خپل مخ وپوښم . څه پروالري کنجکاوه سترګېدي راباندې وخاندي د نقاب دغه وتلې ټنډه به زما پر ځاى وشرمېږي
_ بن وليو _ راځئ چې وروټکو او چې کله ننوتو اتڼ بهپيل کړو .
_ روميو _ زه به ډېوه درته ونيسم پرېږده هغوى چې زړونه يې خوښ دي په خپلو پوندو بې روحه غالۍ او ټغرونه وځوروي . زه د پخوانيو ([9][9]) په وينا ډېوه ورته نيسم او ننداره کوم . دا لوبه تاسو ته ډېره خوندوره ده زه کار نه ورسره لرم .
_ مرکوتيو _ دا خبره معنٰى نه لري . موږ غواړو تا له دې بوينې جبۍڅخه وکاږو ، ډېر وبخښه منظور مې همدا مينه ده چې تر غوږو په کې ډوب يې راځئ چې ځو ناوخته شو.
_ روميو _ نه ، داسې نه ده .
مرکوتيو _ منظور مې دا دى چې په خپل ځنډ سره د ډېوې رڼا چې بې له دې هم دومره رڼا نه لري له لاسه ورکوو . زما په خبره ښه ځان پوه کړه. څه چې زه يې فکر کوم زما تر ويلو يې ارزښت پنځه واره ډېر دى
_ روميو _ هو له نقاب سره دي اتڼ ته دورتلو لپاره نيت ښه دى ، خو زموږ ورتګ د هو ښيارۍ کارنه دى .
_ مرکوتيو _ پوښتنه کولاى شم چې ولې ؟
_ روميو _ بيګاه شپه مې خوب وليدى .
_ مرکو تيو _ ما هم خوب وليدى .!
_ روميو _ څه ډول خوب ؟
_ مرکوتيو _ هغوى چې خوبونه ويني زياتره يې دروغ وايي .
روميو _ نه ، داسې نه ده په کټ کې په خواږه خوب ويدېږې او رښتېنى خوب وينې .
_ مرکوتيو _ بيانو پوى شوم چې شاپيرۍ درسره وه هغه خورا ښه پري ده او د عقيق د غمي په څير چې د ارباب په ګوتمۍ کې راښکاره کېږي او په هغې ټانګه کې چې خوار واړه موجودات يې کشوي . د وېدو کسانو له سږمو څخه تېر ېږي د هغې د ټانګې د څرخ ميلې د جولاګي له پښو او پوښ يې د ملخ له وزرو جوړ شویدى ،څرمن يې د خورا واړه جولاګي له تاره او د غاړې هار يې د سپوږمۍ له کمرنګه شوغلېڅخهجوړ دى . لښته يې د چوروندک له هډوکي او غنچينه يې له خومښه جوړه ده، د ټانګې چلونکېيې وړه مياشه ده ، چې خاوريني جامې يې اغوستي دي،ټانګه يې د زمينى جوز پوڅه او خالي پوستکه ده او موش خور مايې ټوټې سره يو ځاى کړي دي ، او د پريانو ټانګه جوړونکو له مودو راهسې هغه جوړه کړې ده په دې ډول شاه پرۍ هرهشپه د مينانو له سره تېرېږي او هغوی د مينې خوب ويني د درباريانو مخ ته تېرېږي او هغوى يې بې له ځنډه درناوى کوي او سرونه ورته کښته کوي ، دوکيلانو تر ګوتو تېرېږي او هغوى بېله ځنډه د لاس د خوارۍ او فيس خوب ويني ، د ښځو پر شونډو تېرېږي او هغوى هم بې اختياره د ښکولولو خوب ويني او غوسه شوې ښاپېرې په دې وجه چې ساه يې تورشک بوى کوي شونډې يې ورتڼاکې کړي او ځوروي يې کله کله هم ټانګه د يوه شهزاده له سپږمې څخه تېروي او يو ډول خوندور بوى يې تر پوزه شي ، بل وخت له يوه نرى پړي سره راښکاره شي او مُلا ته د بډو اخيستو بوى ورتر پوزه کړي . هغه وخت نو بيا ملا د نوي سرسايې او خيرات خوب ويني يوه شېبه وروسته هم د يوه عسکر پر غاړه ټانګه تېروي .هغه خوب وينې چې د غليم سر پرېکوي يا د دښمن د فاعي ليکې ماتوي يا پټه کوي يا اسپانوي چړې ويني او يا هم په سمندر کې شراب خوري ويني او په همدې شېبې کې يې د ډول ږغ تر غوږ شي او ناڅاپه ټوپ وهي او وېښېږي . تر دغه ډارونکي خوب ليدو وروسته پر ځان کلمه وايي او له سره ويدېږي ، دا هماغه بلاده چې په شپه کې د آس وَرږاويي اوخپليستومانه زلفې چټلې او ګډوډې کړي چې ستوماني يې د بدمرغۍ ښودنه کوي ، دا هماغه ده ............
_ روميو _ بس دي ! مرکوتيو ، بس کړه ! ډېرې بې معنٰى خبرې کوې .
_ مرکوتيو _ ښه وايې ، زما خبرې د داسې خوب په اړه دي چې د بېکاره او لټ مغزه راوتي دي . له چټي او بې ځايه خيالاتو پرته بل څه نه دي ، د هوا په څير نازک او نه احساسېدونکي او د باد په څېر لړ زان دي او اوس د شمال له کنګل او ساړه ټټر سره مينه کوي او بيا په غوسه کېږي او راګرځي او خپل مخونه له شبنمه ډک سويل په لور اړوي .
_ بن وليو _ کوم بار چې ته يې خبره کوې اوس موږ له ځانه لرې کوي . ماښام پر ختمېدو دى او موږ به ناوخته ورسېږو .
_ روميو _ ډارېږم چې وختي نه وي او زه له هغې نا څرګندهنتېجې څخه ډارېږم چې لا د ستورو په لاس کې ده او د نن شپې په خوشحالۍ سره يې خپل ناوړه او دردونکي ساعتونه پيل کړي دي او د کرکجن ژوند دوران چې زما زړه يې ډک کړى دى په شرمونکې سزا او ناڅاپي مرګ سره ختم شي . خو پرېږده هغه چې زما ژوند يې په لاس کې دى د دې بېړۍ ماڼو و اوسي ، راځئ چې ځو ملګرو !
_ بن وليو _ ځئ چې ځو ! نغاره ووهه .
پنحمه صحنه
[ د کپولټ د کور په تالار کې ]
[ دموسيقۍ ډله حرکت کوي او خدمتګاران داخلېږي ]([10][10])
_ سمپسون _ پاتپن (Patpan) چېرته دى ، ولې د ميزونو په پاکۍ کې مرسته نه کوي. هغه بايد د ميز د مخ خواړه ټول کړي! ميزونه بايد پاک کړي!
_ ګرېګوري _ کار چې د يوه يادوو کسانو لاس ته ولوېږي ، هغه هم ناولو لاسونو ته حالت خرابېږي .
_ سمپسون _ څوکۍ يوه اړخ ته کړه د لوښو جاله وباسه او د سپينو زرو لوښو خيال ساته . هلکه ! لږ څه خواږه راته وساته او که ښه کوې او درباندې ګران يم دروازه وان ته ووايه چې سوزان او نيل (Nell)راپرېږدي . اې انتوني ! اې پت پنه !
_ انتوني _ بله ، زه حاضر يم
_ سمپسون _ په هال کې په تاپسې ګرځي ، نارې درپسې وهي . ستا پوښتنه کوي او کار درسه لري.
_ پتپن _ موږ هم دلته او هم هلته کار نه شو کولاى. هلکو مه مې شرموئ چټک کار وکړئ ، د هر چاه چې عمر ډير وي ډير څه يې په برخه کېږي .
[ کپولټ ، ميرمن کپوکټ ، ژوليت ، ټيبلټ او نور ميلمانه او مير منى دمول وهونکو خواته راځي ]
_ کپولټ _ ښاغليو ښه راغلاست ! هغه ميرمن او پيغلې چې پښې يې تڼاکې او خوږ نهديله تاسو سره به اتڼ وکړي . اهاى ، ګرانوميرمنو ، په تاسو کې څوک نه غواړي چې اتڼ وکړي ؟ قسم خورم هره ميرمن چې نه غواړي اتڼ وکړي پرپښې د سپې دانه لري . اوس ډارېږي چې درته نږدې شم ؟ ګرانو ميلمنو . ما هغه ورځې شپې چې مول مې واهه او د نجلکيو په غوږونو کې مې خبرې کولې ليدلي دي . هغه ورځې ټولې تېري شوې او نور يې درک نه شته ، ښه راغلاست ! ښاغليو سندرغاړو موزيک پيل کړئ يوه څنګ ته شئ ! ميرمنو اتڼ او ګډا پيل کړئ !
[ موزيک پيل شو او ټول په ګډا شول ]
آهاى ، هلکو ډېوې او څراغونه ډېر راوړئ ، ميزونه ټول کړئ . سالونبې حده تودشوى دى . ګوره د تره زويهدغه ناڅاپي خوښي ښه ده خو زما او ستا لپاره نه ، د کاکا زويه نور نو زما او ستا د اتڼ او ګډا وخت تېر دي . څه موده مخکې ما او تا هم مول واهه
_ د کپولټدترهزوی _ فکر کوم چې ديرش کاله کيږي !
_ کپولټ _ داته څه وايې ! دومره وخت نه کېږ ي ! د لوسنتيو([11][11]) د واده له ورځېکله چې د پنټوکاسټي([12][12]) اختر راورسېږي( ۲۵ )پنځه وېشت کاله کېږي . هغه وخت موږ مول واهه .
_ د کپولټدترهزوی_ حتماً ډېر کېږي . مشر زوى يې تر دې ډير عمر لري . زوى يې اوس ديرش کلن دى .
_ کپولټ _ ته ما ته داخبره کوې ؟ دوه کاله مخکې يې زوى يو ماشوم و.
_ روميو _ [ له يوه نوکره پوښتنه کوي ] هغه مېرمن څوک ده .
هغه چې ډيوې ته د ځليدو سبق ورکوي او په تياره شپه کې د يوه زنګى په غوږ کې د ګران بيه غمي په څېر ځلېږي .دا ټولهښکلا د دنيا او ګټې اخيستو لپاره نه شي کيداى .
کله چې سپينه کوتره له تورو کاغيو سره يوځاى شي د هغې نجلۍ غوندې ده چې د خپلو همزولواو خورلڼو په منځ کې ده . تر ګډا او اتڼ وروسته به د هغې خيال ساتم چې پر کوم ځاى درېږي او د هغې د لاس په نيولو سره به خپل زيږ لاس وياړلى او ستر کړم . ايا تر اوسه مې زړه د مينې او عشق په لومه کې ګير وو؟
اې زما سترګو مه يې منی، انکار وکړی، په دې چې تر نن شپې مې داسې رښتينې ښکُلانه وه ليدلې.
_ ټېبلټ _ ږغ يې داسې ښکاري چې د مونټګو له کورنۍ څخه دى .اهاى هلکه ! زما توره راوړه! څنګه ؟ دا بدمرغه څنګه ځان ته جرئت ورکوي چې په خپله دې مسخرې څيرې سره دلته راشي او زموږ خوشحالي او جشن را سپک کړي ؟ يوهشېبه صبر وکړه . قسم خورم چې زما له نظره د هغه وژل ګناه نه لري.
_ کپولټ _ څه خبره ده ، ټېبلټه څه خبره ده، ولې په غوسه يې؟
_ ټيبلټ _ تره جانه دا زموږ دښمن مونټګو دى . هغه ډېر سپک او ټيټ سړى دى ، نن شپه دلته راغلى چې په خپلې کينې او بُغض زموږ خوښي او جشن را خراب کړي .
_ کپولټ _ روميو خونه دى ؟
_ ټيبلټ _ هو ، خپله روميو دى .
_ کپولټ _ کرار شه ، د تره زويه ، هغه خپل حال ته پرېږده .پرحق بايد سترګې پټې نه کړو ، هغه ډير دروند ځوان دى د ورونا ښار ټول خلک په دې نظر دي او وياړي چې هغه پر خپل نفس واکمن او سپېڅلى ځوان دى . او زه دا نه غواړم چې په خپل کور کې د دې ښار د ټولو شتمنو او مهمو کسانو مخ ته د هغه سپکاوى وشي . صبروکړه او خپل حال ته يې پرېږده . زما نظر داسې دى کهچېرېتا ته ارزښت لري . له زغمه کار واخله او خپله تروه ټنډه دي اواره کړه. چې په دې خوشحالۍ کې ښه نه ښکاري .
_ ټېبلټ _ کله چې داسې تيټ انسان ميلمه واوسى دا کار ښه دى . زه به هغه ونه زغمم .
_ کپولټ _ ته بايد حتماً د هغه پر وړاندې له زغمه کار واخلې،
- ټېبلټ - څنګه ؟ زويه ! زه وايم بايد بيانو لرې شه ! ايادلته زه مشر يم او که ته ؟ لرې شه ! ته نه غواړې هغه وزغمې ! خداى دې خير کړي ! ته غواړې زما په مېلمنو کې ګډوډي جوړه کړې ؟ ته پر هر څه سترګې پټوې عجيب سړى يې !
_ ټيبلټ _ تره جانه دا ډيره د شرم خبره ده چې ...
_ کپولټ _ ځه ! ځه ! ځه ولاړ شه ته ډېر سپين سترګیځوان يې دا داسې نه ده چې ته يې فکر کوې دا کار تر دې ډېر چې فکر يې کوې تاوان درته کوي ته څنګه جرائت کوې چې له ما سره مخالفت وکړې ؟ عجيبه خبره خوده ! عجيبه زمانه شوه ! [ مخ يې ميلمنو ته کړ ] شاباش زما دوستانو ، ښه مو وويل! [ ټيبلټ ته ] ته له ځانه راضي ځوان يې ! ځه ولاړ شه ! او لږ آرام وکړه که نه نو ....
[خدمتګارانو ته ] ډير څراغونه او ډېوې راوړى ، ژر يې راوړى . بيا يې [ ټيبلټ ته ] وشرمېږه زه دى دې ته اړاېستم چې چوپ دي کړم ! بيا يې [ ميلمنو ته ] مخ واړاوه خوښ واوسئ ګرانو ميلمنو .
_ ټېبلټ _ کله چې جبرى صبر او زغم له خپل سرى تُند عادت سره يو ځاى شي . په خپل اختلاف او ضديت سره زما تن لړزوي . زه څنګ ته کېږم خو دغه تېرى چې اوس خوندور ښکاري په ګنډېرى او ترېخي به واوړي [ وزي ]
_ روميو _ [ژوليت ته ] که په خپل دغه ګناه ګاره لاس د دغه سپېڅلي معبد سپکاوى وکړم بخښونکې ګناه مې کړې ده . شونډې مې د دوو خجلو ملنګيانو په څير حاضرې او چمتو دي چې دغه زېږ چلند په نرمۍ سره جبران کړي .
_ ژوليت _ اې دروند او محترم ملنګه ته پر خپل لاس ډېر ظلم کوې چې دا ډول په اخلاس او د زړه له کومي خپله ايمانداري ښې. سپېڅلى انسان داسې لاس لري چې د زائر لاس هغه لمسولاى شي او کله چې لاسونه يو بل ته ورکړل شيد سپېڅليښكُلېدا او زيارت معنٰى لري .
_ روميو _ ايا سپېڅلي وګړي ، د خپلو زيارت والو په څېر ژبه نه لري ؟
_ ژوليت _ ولې نه ! اې ملنګه ! خو سپيڅلي کسان بايد خپلې شونډې د دعا لپاره وښور وي .
روميو _ اې تر ټولې دنيا راته ګرانې بيا نو پرېږده چې شونډې د لاسونو کار وکړي ، هغوى دعا کوي ته يې هم قبوله کړه چې خداىمهکړه ايمان په نه هيلۍ بدلنهشى ؟
_ ژوليت _ که څه هم مقدسين دعا قبلوي خو له خپله ځايه نه ښوري.
_ روميو _ بيانو ته هم ښورمه خوره ، چې د خپلې دعا له نتيجې څخه ګټه واخلم . [ بيا يې پروېښتيانو لاس کشوي ] او نازورکوي او پر شونډو يې ښکلوي اوس دي په خپلو شوڼدو زما د شونډو ګناه پاکه کړه .
_ ژوليت_ يعنٰې زما شونډې د هغې په اخيستو سره ګناه کاريشوې .
_ روميو _ زما د شونډو ګناه ؟ آخ دا څومره سپکاوى شویبايد جبران شي ! زما ګناه بيرته راکړه .
_ ژوليت _ ته پهنازورکولو کې استاد شوى يې .
_ پالونکې _ ژوليت مور دي غواړيچېخبرې در سره وکړي .
_ روميو مور يې څوک ده ؟
_ پالونکې _ عجېبه خبره دې وکړه ! اې ځوانه مور يې د دې کور بي بي ده . ډېره هوښياره او مهربانه ښځه ده . ما يې لور کومه چې تاسو ورسره خبرې کولې لويه کړه او ومې روزله . خو يوه خبره درته کوم هر چاه چې دا نجلۍ وګټله ګوا چې مرغلرې يې ګټلي دي .
_ روميو _ آيا هغه د کپولټ لور ده ؟ اې نصيبه ، ايا زما ژوند زما په دښمن پورې تړلى دى .
_ بن وليو _ ځه چې ځو دا ځاى د دې خبرو نه دى .
_ روميو _ هو ، له همدې ډاريدم ؛اوس نور هم اندېښمن شوم .
_ کپولټ _ ښاغليو لاو ختى دى داسې ژرمه ځئ ، ډېر ژر به يوهبله مېلمستيا هم ولرو بيا ورته [ په غوږ کې وايي] چې دا ډول ؟ ښه نو چې داسې ده بيامونو په مخه ښه . ډېره مننه چې زحمت مو واېستئ ټولو ته ښه شپه غواړم . زه هم بايد ولاړم شم څملم رښتيا هم ناوخته دى بايد ويده شم
[ له ژوليت او پالوونکې پرته نور ټول وزى ]
_ ژوليت _ پالوونکي ته ورږغ کړه ،رانږدې شه ، هغه ځوان څوک دى ؟
_ پالوونکې_ د بوډا ټيبريوي(Tiberio) وارث او زوى دى .
_ ژوليت _ هغه بل چې اوس له وره وزى څوک دى ؟
_ پالوونکې _ فکر کوم ځوان پيتروچيوى( Petruchio)واوسي.
_ ژوليت _ او هغه بل چې ورپسې دى ، او په ميلمسيتا کې يې اتڼ نه کاوه څوکدی؟ [ دا وخت روميو وزي ]
_ پالوونکې _ نه يې پېژنم.
_ ژوليت _ ورشه نوم يې وپوښته . که ښځه ولري امکان لري چې زما قبر زما د واده کوټه شي.
_ پالوونکې _ د هغه نوم روميو او د مونټګو د کورنۍ دى .او ستا د لوى دښمن يوازنى زوى دى .
_ ژوليت _ افسوس چې زما يوازنۍ مينه زما له يوازنۍ کرکې څخه غوړېدلې ده هغه مې په نه بلدتيا کې ژروليدى . او نور ناوخته دى . څومره حيرانو نکې مينه را په برخه شوه چې ناچاره يم خپل سخت دښمن راته ګران واوسي
_ پالوونکې _ تا څه وويل ؟ څه وايې ؟
_ ژوليت _ يو شعر وو چې د ګډا او اتڼ په وخت کې مې له يوه چاه څخه زده کړ.[ او بيا سوړساه کاږي ]
آه ژوليت .!
_ پالونکې _ اوس راځو يو شيبه صبروکړه ! ځه چې ځو ميلمانه ټول ولاړه .[ وزي ]
[ راويان داخلې] (کېسه کونکي )
_ راويان _ اوس پخوانى خيال د مرګ پرکټ دى او نو ی عشق اومينه غواړي چې د هغه ځاى ونيسي هغې ښکلا چې عشق او مينې يې ژړا کوله او مرګ ته چمتو وه نور ښکلې ژوليت ته ځلا نه لري .اوس روميو مين دى او له سره مينه کوي ، او د خپلې محبوبې کتو هغه جادو کړي دى . خو بايد په ناچارۍ سره خپل دښمن ته خپله غوغا ورسوي .او له تيزو او ډارونکو چيګکانو څخه د مينې او عشق خوږه ګوله يعنٰې خپله معشوقه وتښتوي . خو دا چې روميو دښمن ګڼل کېږې هغه ژمنه او قولونه چې مينان قسم په خوري پر خوله نه شي راوړلاى . معشوقه يې هم د مينې او عشق په لومه کې راګير ده او لاره نه لري چې ځان خپل مينې ته ورسوي . خو مينه هغوى ته د يو ځاى کيدو وسيله ، مجال او توان ورکوي او بې حدا خوشحالي له ډېرې او ناپايه خوابدۍ سره اغزي
[ وزى ]
دوهمه پرده
اوله صحنه
[ دوروناښار ، د کپولټ د بڼ د ديواله شاته کوڅه ]
[ روميو داخلېږي ]
_ روميو _ آيا له هغه ځايه چې زړه مې هلته دى لري کيداى شم ؟
[ ديوال ته خېژي او بلې خوا ته يې اوړي ]
[ په دې شېبې کې بن وليو او مرکوتيو راځي]
_ بن وليو _ رومېو ! د کاکا زويه ، رومېو !
_ مرکوتيو _ هغه هوښيار دى او قول درکوم چې هغه د خوب لپاره ځان کورته رسولیدى
_ بن وليو _ نه داسې نه ده هغهدې خواته منډه کړه او تر ديوال بڼ ته واوښت ګرانه مرکوتيو ځار دې شمه ته ورنارې کړه .
_ مرکوتيو _ اوس يې راغواړم رومېو ! لېونيه ! احساساتي! هوسبازه ! اې مينه ! لږتر لږه يو او( هو) خو ووايه . که نور څه نه وايې يو شعر ووايه زه به خوشحاله شم .يا چېغه کړه آخ ، يا ديد خپلې مينې کلمې ته قافيه جوړه کړه ؛ او يا د ښايست د خبرو ډکې الٰهې ته پسته خبره وکړه يا د هغېړانده وارث او زوى ته د مينې [13][13]د خداى لقب ورکړه ، هغه چاه ته چې داسې يې غشى پرنخښېولګيد چې کوفيتو (cophetua)باچا يې پريوې خواري نجلۍ مين کړ روميو نه څه اوري او نه خوځېږي . دا بيزو حتماً مړه ده او زه بايد هرومرو د هغې روح راوغوړم اې روميو ! د روزه لينې : د ښکلو او ښايستو سترګو په خاطر، د هغې د خلاصي ټنډي ، ګلا بى شونډو او ښکلو اونازکو پښو او لړزاندو ورنو [ کوناټو ] په خاطر ځان راوښيه
_ بن وليو _ پام کوه که ستا له خولې دا خبرې واوري خوا يې بدېږي
_ مرکويتو _ خواه به ولي بدوي _ دا غوښتنه مې د صداقت او رېښتينولي له مخې وه . د هغه د معشوقې په نوم ، يوازې غواړم هغه پيدا کړم .
_ بن وليو _ هغه ځان په دغو ونو کې پټکړي دى . چې له دې لمدې شپې سره ملګرى شي د هغه مينه د تيارې په شان ده .
_ مرکوتيو _ که مينه ړنده وي بيا نو خپل هدف ته نه شي رسيدلاى .اوس هغه تر يوې لندې ونې لاندې ناست دى . او په دې هېله دى چې د هغه معشوقه هماغه ميوه واوسې کومه چې نجونې په تنها يې کې ټوکې پرکوي او پر خاندي شپه دې ښه روميو ! زه ولاړم چې ويده شم په دې چې دا سړه زمکه زما په درد نه خورې راځه ،تهنه ځې ؟
_ بن وليو _ ځه چې ځو دلته د هغه لټول ګټه نه لري په دې چې هغه نه غواړي چې څوک يې ووينې . [وزي ]
دوهمه صحنه
[ هلته د کپولټ په باغ کې ]
_ روميو _ هغهدداسې ټپ نښې ته اشاره کوي چې هيڅکله ټپ نه و
[ دا شېبه ژوليت په کړکۍ کې راښکاره شوه ]
صبر زه خوب ونيم او که رښتيا هم له دې کړکۍ څخه دومره رڼا وځليده . دا کړکۍ لمر خاته ده او ژوليت د لمر په څېر په کې ځلېږي . اې ښکلې لمره ! راوخېژه او حسوده سپوږمۍ ورکه کړه چې همدا اوس ناروغه او له ډيره غمه يې رنګ اوښتیدى او ته چې د هغې ملګریيې تر هغې زرځله ښکلیاو ځلېږې خو نور ملکرتيامه ورسره کوه په دې چې پرتا يې رخه راځي .د هغې د پيغلتوب جامه پيکه او زرغونه ده ، بيله بدمرغو کسانو بل څوک هغه نه اغوندي . هغه له ځانه لري کړه دا زما محبوبه ده ! آه ، دا زما عشق او مينه ده ! کاشکې هغه هم پوهيداى چې زما محبوبه ده . هغه خبرې کوي خو اوريدل کېږي نه څه پروالري ! د هغې سترګې خبرې کوي او زه يې ځواب ورکوم . خو زه ډير سپين سترګې يم په دې چې هغه له ماسره خبرې نه کوي . هغه دوه ځلانده ستوري چې په اسمان کې په خپله تړه روان دي . دهغې له سترګو يې غوښتې دې چې په بيرته راستنيدوکې د هغوى نړۍ روښانه او وځلوي . څه به شويواى چې د هغې سترګې په آسمان کې ځليدليواى او هغه دوه ستوري هم په هغې کې ؟ که داسې شوي واى . دهغې داننګوځلا هغه ستوري شرمول هماغه ډول چې د لمر رڼا ډېوه شرموي . او د هغې سترګو به په اسمان کې هغې پراخې فضا ته داسې ځلا ورکړې واى ، چې مارغانو په دې سوچ چې نور شپه خلاصه ده سندرې پيل کړې واى . وګوره چې څنګه يې باړخو پر ورغوي اېښى دى . کاشکې يې زه د لاس رمل واى چې هغه اننګي مي ښکل کړي واى .
_ ژوليت _ آخ !
_ روميو _ هغه خبرې کوي ، اې ځلاندې فرشتې بيا هم خبره وکړه ته په تيارې شپې کې زما پر سر دومره ځلېږې ، لکهداسمان ملکه چې پرخټو ورېځو ګام ږدي او د هواپه زړه کې درومي . دفاني موجوداتو سترګې ځان ته کاږې او د هغو ی مخونه ځان ته اړوي ، او هک حيرانوي يې
_ ژوليت _ اې رومېو ! رومېو ! ته ولې رومېو يې ؟ له ځانه د پلار نوم پرېکړه او خپل نوم واړوه . او که داسې کوې نو په خپله مينه قسم راته وخوره . بيا زه د کپولټ نوم له ځانه لرې کوم .
_ روميو _ [له ځان سره په زړه کې وايي ] آيا بيا هم ورته غوږ شم او يا همدا اوس خبره وکړم؟
_ ژوليت_ ته نه بلکه يوازې ستا نوم زما دښمن دى . ته ښه يې ، په دې شرط چې د مونټګو له کورنۍ څخه ونه اوسې . مونټګو يعنې څه ؟ د کوم نارينه لاس اوپښې خو نه دي . آه ، يو بل نوم پرځان کښېږده نوم څه معنٰى لري ؟ ګلاب که په هر نوم وي بيا همهماغه شان زړه وړونکي عطر لري که روميو هم روميو ياد نه شي بيا هم هماغه راز کمال او مرتبه لري .چې بېله هغه نومه يې خاوند دى . اې روميو ! خپل نوم واړوه او د هغه پر ځاى زما هر څه د ځان کړه .
_ روميو _ زه ستا خبره پر ځاى کوم . ما خپله مينه وبوله ، بيا به نو نوى نوم پيدا کړم تر دې وروسته به هېڅکله ځان روميو ونه بولم
_ ژوليت _ ته څوک يې چې په تيارې شپې کې زما خبرو ته غوږ نېسې ؟
_ روميو _ نوم نه لرم چې درته ووايم زه څوک يم اې راته ګران او سپيڅلې موجوده ! زه له خپل نامه کرکه لرم . په دې چې ځان يې ستا دښمن ښودلی. که مې هغه ليکلى واى نو ټوټې ټوټې کاوه مې .
_ ژوليت _ تر اوسه مې يوازې ستا څو خبرې اوريدلې ؛خوسره له دې هم ستا ږغ پېژنم . آيا ته د مونټګو د قبيلې روميو نه يې؟
_ روميو _ اې ښکلې نازنينې ! که له هر دواړو کرکه لرې هيڅ يو نه يم .
_ ژوليت _ ما ته ووايه چې څنګه دلته راغلى يې او د څه لپاره ؟ د بڼ ديوال جګ دى او ورختل خورا ګران کار دى . پرته له دې که زما خپلوان دي دلته وويني او پوى شي چې ته څوک يې له کومې کورنۍ څخه يې همدلته به دې ووژني .
_روميو _ زه د مينې پر وزرو تر ديوال راواوښتم . ډبرينه کلا او ديوال د عشق او مينې لاره نه شي تړلاى ، هغه څه چې مينه او عشق يې د کيدا توان لري د پلي کولو جرئت يې هم لري او ستا قوم او ټبر زما لاره نه شي بندولاى .
_ ژوليت _ که تا وويني هرو مرو دې وژني .
_ روميو _ آخ ، ژوليت ! ستا په سترګو کې داسې خطرې نغښتې دي چې ستا د خپلوانو تر تورو او غشوهم بوږنونکې دي . که ته راته په مينه ، مينه وګورې ! نوزه به د هغوى ګوزارته تېغبندي او دښمۍ ته به يې ټينګ شم.
_ ژوليت_ چې ټوله دنيا راته راکړې هم نه غواړم چې هغوى دې دلته وويني .
_ روميو _ د شپې تياره داسې پرده ده چې ما د هغوى له سترګو پټوي او که درته ګران نه يم بيا نو پرېږده چې دلته مې پيدا کړي .او تر دې چې زما ژوند بې له ستا مينې اوږدېږي ښه دا ده چې د هغوى په کرکې سره ختم شي .
_ ژوليت _ ته چاه دلته راوستې ؟
_ روميو _ مينه! مينهوه چې لاره يې راوښودله هغېما ته لار وښودله او ما هغېته خپلې سترګې ورکړې . زه ماڼو نه يم ، خو که ته په هغه پراخ وطن کې واى چې خورا لري سمندر يې څنډې (غاړې) وينځې ، ځان ته مې دا جرئت ورکاوه چې د دا ډول ګران موجود لپاره هغه سفر پيل کړم.
_ ژوليت _ ته پوهېږې چې شپې مې پر مخ خپله تياره پرده غوړولې ،که نه نو زما شرمېدونکياننګه دي، د هغه څه له کبله چې نن شپه دي زما له خولې واوريدلې و ليدل .خو دا خبرې به پريږدو . ايا زه درته ګرانه يم؟ پوهېږم چې وبه وايې ، هو او زه هم ستا خبره منم . خو که قسم وخورې ، امکا لري چې يوه ورځ لا خپله بې وفايي له ورايه اوښکاره کړې . وايې چې د مينانو بې قولي لوى رب النوع ([14][14]) يعنې د خدايانو خداى هم په خندا راولي .
اې مهربانه روميو ! په وفا او پاکۍ سره هغه څرګنده کړه . او که خيال کوې چې زه دې په ډېرې اسانۍ سره ګټلې يم ، راته ووايه چې لږ څه تروه او ترخه شم . او د نه ځواب درکړم چې زما د مينې د ګټلو لپاره منډې وکړې . او که داسې نه وي بيا نو په هيڅ وجه نه غواړم چې وکړېږې .
_ حقيقت خبره خو دا ده ، اې سپېڅلې مونټګو ، زما مينه بې حده ده که څه هم په دې خبره به زما حرکت سپک وګڼې .خو اې ښاغليه انسانه ، باور وکړه چې زه به خپله رښتيا او سپېڅلتيا ، تر هغو کسانو چې په مکر او چل ول سره ځانونه کاږي او ناز کرشمې کوي ، ثابتهکړم .دامنم پکار خو داسې وه. چې ځان مې ډېر پردیښودلى واى .خوته زما په رښتينې مينهبې له دې چې زه در خبره واوسم خبر شوې . ما وبخښه او دا ډول په اسانۍ سره زما تسليميدا چې وجه يې دا تياره شپه وه آسانهاوساده مينه يې مه ګڼه .
_ روميو _ اې زما د زړه آرامه ، په هغې نيکمرغې سپوږمۍ چې د دغو ټولو ونو څوکې د سپينو زرو په څير ځلوي قسم خورم .....
_ ژوليت _ پام ، پام کوه ! په لړزانې سپوږمۍ چې هر ځل پر خپل چورليز چورلي او بڼه اړوي لوړه مه کوه ! ځکه امکان لري ستا مينه او عشق هم ځان د هغې په څير لړزان وښيې . _ روميو _ بيا نو په څه قسم وخورم؟
_ ژوليت _ اصلاً قسم مه خوره ، او که غواړې چې قسم وخورې بيانو په خپل سپيڅلي تن چې د بت غوندې يې لمانځم لوړه وکړه .او زه به يې منم
_ روميو _ په خپلې پاکې مينې .....
_ ژوليت _ نه قسم مه خوره .که څه هم ستا په ليدو خوشحاله يم ، خو د نن شپې پر قول او ژمنې خوښه نه يم ځکه چې په تلوار ، بې له دې چې سوچ پروشي ناڅاپه شوې ده. او په اسمان کې د پېلبو په څيرده . او د سترګې په رپ کې مخکې تر دې چې ووايي پېلبو بيا هغه ورکه شي .
اې خوږې مينې ښايي چې دغه د مينې غوټۍ د وُوړي په خوږې وږمې سره تر راتلونکي ليدو پورې په ښکلي او غوړيدلي ګل او ښتېوي ،شپه دي په خير، په دې هيله چې ستا زړه او زما غېږې ته کرار ي او آرام لاره ومومي .
_ روميو_ ايا بې له دې چې زړه مې ارام موندلى وي راڅخه ځې .؟
_ ژوليت _ اوس څه ډاډ او آرام موندلاى شې ؟
_ روميو _ هغه ډاډ چې زما له مينې سره ستا د مينې د تړون له اخښلو لاس ته راځي .
_ ژوليت _ ما خپله مينه او عشق مخکې تر دې چې ته يې وغواړې درته بخښلې ده . خو کاشکې نوره هم واى چې بيا مې درته بخښلېواى
_ روميو _ آيا غواړې چې بيرته يې واخلې ؟ د څه لپاره اې زما مينې ؟
_ ژوليت _ د دې لپاره چې هغه بيرته وړيا دروبخښم خو بيا هم د هغه څه هيله کوم چې لرم يې زما سخاوت د ناپايه سمندر غوندې دى او مينه مې هماغه اندازه ژوره ده .
چې هر څومره ډېره در وبخښم لا نوره هم لرم ځکه چې هر دواړه ناپايه دي . له کوره نارې راته وهي ولاړمه ،ښهشپه !
[ پالوونکې له کوره نارې وهي ]
راغلمه ، اې ګرانه مونټګو ! خپه [ دېغ ] نه شې لږ صبر وکړه اوس بيرته راځم . [ وزي ]
_ روميو _ اې بختوري شپې ! دا چې زموږ ټولې خبرې په شپه کې شوي دي ډارېږم چې خوب او خيال نه وي ، ځکه تر دې ډېرې زړه وړونکې دي ، چې رېښتېنېځلا وکړي.[ ژوليت بيرته راځى ]
_ ژوليت _ ګرانه روميو جانه دوې درې خبرې زياتې نه لرم او بس نور نو په کلکه خداى په امان درسره کوم او ښه شپه درته غواړم . که په رښتيا هم ستا عاشقانهغوښتنه دزړه له کومي وي او لهماسره د واده خيال لرې ، سبا د هغه چاه په لاس چې درليږم يې خپل پيغام راواستوه چې کله او چېرې نکاح سره تړو . او هغه وخت خپل هر څه ستا په پښو کې ږدم ، او په تا پسې به چې زما خاوند يې د نړۍ هر ځاى ته چې ځې ولاړه شم . [ دا وخت بيا له باندې غږ شوميرمنې ] اوس راځم ، خو که نيت دي داسې نه وي هيله کوم . [ داوخت بيا نارې شوې ميرمنې ] راغلم ،بيا نو خپله غوښتنه بيرته واخله او ما په خپل غم کې يوازې پرېږده
سبا يې در لېږم .
_ روميو _ بيا نو اې زما ژونده نيکمرغه اوسې ....
_ ژوليت _ زرځله دي شپه په خير [ وزي ]
روميو _ په دې شپه کې به ستا د رڼا نه شتون په زرهاو ځله ما وکړوي . داسې لکه ماشوم چې په مينه له خپل کتابه بېلېږي ، مينه په مينې پسې ځې .خو کله چې مين له خپلې محبوبې څخه بېلېږي د هغو ماشومانو په څېروي چې په الوتې بڼه ښوونځي ته روان وي .
[ داوخت ژوليت بېرته راګرځي ]
_ ژوليت _ هې ! روميو ! هې ! اخ کاشکې مې غږ د باز د خاوند غوندې واى چې دا ښکلى باز مې بيرته ځان ته راګيرځولاى واى . خو بندي نيولى غږ لري، په جګ اواز خبره نه شې کولاى . که نه نو هغه سمڅه چې ازانګه کوي دوه ځايه کوله مې او د هغه سپکه ژبه مې د روميو د نوم په تکرار سره تر ستونى راګېر او نيوله .
_ روميو _ زما روح نارې راته وهي ، په شپې کې د مينانو ږغ څومره په زړه پورې او د خورا نرمې نغمې په څېر اوريدل کېږي .
_ ژوليت _ روميو !
_ روميو _ وايه ګرانې !
_ ژوليت _ سبا څه وخت قاصد دروليږم ؟
_ روميو _ د سهار نه (۹) بجې .
_ ژوليت _ هرومرو همدا سې کوم خو تر هغه وخته به دغه موده د شلو کلونو غوندې راباندې اوږده شي . رښتيا هېر مې شوه چې ولې مې بيا درته ناريکړه
_ روميو _ اجازه راکړه چې همدلته پاته شم چې په ياد دي شي .
_ ژوليت _ که ته دلته پاته شې هېر به يې کړم ؛ پوهيږې چې ستا ليده او خبرې څومره خوندورې دي .
_ روميو _ بيا نو پاته کېږم چې دا بله خبره هم هېره کړې چې زما له زړه پرته بل کور لرې
_ ژوليت _ سهار نږدې شوى دى . غواړم ولاړشې خو د يوه کوترباز په څير چې خپلې کوترې ته اجازه ورکوي څو ګامه وغورځي ، غومبر وکړي او د يوه بې چاره بندي په څېر په خپل ځنځير کې راتاو شي ، او بيا په وريښمين تار هغه ځان ته راکاږي ، زه هم نه غواړم چې له دې ځايه لرې شې په دې چې له مينې سره اخښلى بخل له دې آزادۍ سره مخالفت کوي .
_ روميو _ کاشکې زه مارغه واى .
_ ژوليت _ اې زما مينه ، زه هم همداسې هيله لرم ! خو په خپل ډېر زړه بايللو او پيلتيا سره امکان لري چې ستا د وژل کيدا سبب شم . شپه دي په خير بيلتون دومره تريخ او خوږ دى چې زه د دې لپاره ښه شپه درته غواړم چې زر سهار شي . [ وزي ]
_ روميو _ له خدايه غواړم چې سترګې دي ويدې او زړه دي په کرار شي. کاشکې زه د خوب نښه او وسيله واى چې داسې زړه کښونکې مې کراره او ويده کړې واى .اوس روحاني پلار (پادري ) ته ورځم چې د خپلې محبوبې کيسه ورته وکړم او مرسته ترې وغواړم .
[ وزي ]
دريمه صحنه
[ د پادريلارنس جونګړه ]
[ پادري يعنې روحانى پلار لارنس له يوه ټوکرۍ سره داخليږي ]
_ لانس _ سباوون په خپلو خاورينو سترګو تر ينګلي شپې ته موسکیدى او په خپلو وړانګو د ختيځ وريځې پرېکوي . او ليکې ليکې ،تياره د نشيانو غوندې کږه وږه روانه ده او ځان د ورځې له لارې او د لمر له تودو او ځلاندو وړانګو څخه لېرې کوي . مخکې تر دې چې د لمر سوځنده سترګې خلاصې شې او ورځ خوشحاله کړي او سهارنیلوند شبنم وچ کړي زه بايد خپل ټوکری[ پټو ] په بېکاره وښو او هغو ګلونو چې قيمتې شيره لري ډکه کړم . خاوره چې د پنځون[طبيعت] مورده د هغه آرام ځاى همدى او هماغه ځاى چې د هغه قبر دى ، تخم دان يې هم دى له دې زېږنځايه بچى پيدا کېږي چې له تيو څخه يې شودېهمروي او هر يوهيې داسې خوى او عادت په ميراث وړى دى، چې په ځينو کې ډير او په ځېنو کې لږ ليدل کېږې. او ټول له يو بل سره ښکاره توپير لري . ډول سينګار ، ښکلا او پيرزوينه چې په شنو بوټو ، ډبرې ،وښو او د هغوى د هر يوه په پنځون [ طبيعت ]کې نغښتيدي خورا ډير دي .او ټول له همدې خاورې راټوکېږي او هيڅ يو يې هم داسې نه دى چې دنيا ته ګټه ونه رسوي .خو هيڅ يو يې هم دومره ګټور نه دى ،چې که سماو پر ځایونه کارول شى او له خپل ذاتي برخليکه لرې شي تاوان ونه رسوي. ښېګڼه هم همداسې حال لري ، چې پر خپل ځاى ونه کارول شي په ورانکارۍ بدلېږي او ځينې وختونه هم ورانکاري په عمل کې د خير ښېګڼې مقام ته رسېږي . [ دا وخت روميو داخلېږي ]
د دغه کمزوري بوټي په پاسته پوټکي کې هم زهر او هم درمل نغښتي دي. که بوى شي زړه وړونکى عطر يې زړه روښانه کوي او که وڅښل شي ، زړه او د بدن [ تن]ټول حسونه له کاره اچوي . هماغه ډول چې په شنه بوټي کې دوه مخالف باچاهان يوځاى ژوند کوي . په انسان کې هم ښه او بد څنګ پر څنګ دي . او کله چې بدې برلاسې شې، بې له ځنډه دمرګي بلا هغه بوټى له منځه وړي او وچوي يې .
_ روميو _ سهار په خير ، اې روحاني پلاره !
_ لارنس _ ورځ دي په خير ، څوک يېچې په خپل پاسته ږغ په دې سهار وختي ما غواړې ؟اې ځوانه له آرام خوب څخه ستا وختې وېښيدا د دې ښودنه کوي چې فکر دي ډېر ګډوډ دى د هر بوډا په سترګو کې د ژوندانه غم کمين نيولى دى او هر چيرته چې غم کډه واړوي ، خوب د تل لپاره کډه کوي . خو هر ځاى چې بې غمه ځوان پر زمکه پر ېوزيطلايي خوب سيورى پر کوي . له دې امله ستا وختې وېښېدا ماته ثابتوي چې يو ډول ناروغۍ او ستومانۍ ويښ کړى يې .او که داسې نه وي نو بيا زما دا اټکل سم دى که ووايم چې روميو شپه په خپل کټ کې نه دى ويده شوی.
_ روميو_ دا يوه خبره دي سمه ده ځکه چې تر دې مې خوږه کراري په برخه شوې ده .
_ لارنس _ خداى دې ستا تر ګناه تېر شي . ايا ته له روزلينې سره وې ؟
_ روميو _ اې روحاني پلاره له روزلنې سره ؟ نه ، ما هغه نوم هېر کړي ، او د هغه نوم غم مې هير کړى دى .
_ لارنس _ شا باش زويه ! بيانو چيرته وې ؟
_ روميو _ مخکې تر دې چې پيا پوښتنه راڅخه وکړې درته وايم چې زه له خپل دښمن سره په مزوچړچو بوخت وم چې ناڅا په د هماغه چاه په لاس چې ټپي مې کړ ژوبل شوم او زموږ دواړه علاج او درمل ستا په سپېڅلي طبابت او مرستې کې نغښتيدي . اې روحاني او سر لوړې انسانه هيڅکله کرکه ترې نه احساسوم او د دې منځګړتوب هيله له خپل دښمن څخه هم لرم.
_ لارنس _ زويه ! له ورايه او ښکاره خبره وکړه . او په خپلېخبرې کې ريښتينى وسه ، که نه نو تر ژبې لاندې اقرار د پوره بخښنې سبب نه ګرځي .
_ روميو _ بيانو په ډاګه وايم چې د کپولټ پر ښکلې لور مين يم. او څه ډول چې زړه يې رانه وړى هغې زړه راباندې بايللى دى . او دا مينه بايد ته په سپېڅلي نکاح سره ټينګه کړې . خو يو شى به درته ووايم څه ډول ، چيرته اوڅهوخت مو يو بل وليدل او يو پر بل مين شوو او د مينې او عشق تړون مو وکړ . خو هيله کوم چې نور راڅخه خوشحاله شې ومې بخښې او همدا نن زموږ نکاح وتړې .
_ لارنس _ اې سپېڅلې امامه ! عجبه بدلون راغلی! آيا تا داسې ژر روزلينه چې څومره درته ګرانه وه، هېره کړې ده ؟ رښتيا چې د ځلمو مينه د هغوى په زړه کې نه بلکې د هغوى په سترګو کې ده .
اې سپېڅلې مريمې ، څومره ډېرې اوښکې مې د دغه ځوان پر اننګوليدلي چې د روزه ليني په خاطر يې توې کړې دي! څومره تروې اوښکې له هغې مينې څخه د خوند اخيستو لپاره چې اوس نه غواړي مزه يې وڅکي ، بې ځايه رژېدلي دي ! لمر لا تر اوسه ستا د آهونو وريځې په آسمان کې نه دي خورې ورې کړي او ستا پخواني زګېروي او غوغا لا تر اوسه زما په ورستو غوږونو کې ازانګه کوي تر دې چې هغه اوښکه چې مخکې دي.رژولې وه تر اوسه دي پر مخ نه ده وچه شوې . که پخوا ته خپله وې ، او دغه خوابدۍ د ي خپلې وې تاسو او هغو ټولو خوابديو په روزليني پورې اړه موندل ، اوس ته او ښتى يې ؟ که داسې وي بيانو دا خبره تکرار کړه (( کله چې نر ناتوانه او کمزوریوي .ښځه حق لري چې بې لاري شي))
_ روميو_ تاسو څو څو ځله له روزه ليني سره د مينې په خاطر منت راباندې کړیدى .
_ لارنس _ اې زويه پر تا مې د ليونۍ مينې په خاطر منت کاوه نه ستا د مينې په خاطر .
_ روميو _ ما ته دي ويل چې خپله مينه ښخه کړم .
_ لارنس _ خو نه په يوه قبرکې ، بلکې د دې لپاره چې د يوې په ښخولو سره بله مينه پيدا کړې .
_ روميو_ زه زارۍ درته کوم چې نور مې مه ملامتوه کوم څوک چې اوس زما مينه ده نرمۍ ته په نرمۍ او مينې ته په مينې ځواب وايې ، په داسې حال کې چې هغې بلې[پخوانۍ]داسې نه کوله .
_ لارنس _ د دې لپاره چې تامينه د طوطي غوندې زده کړې وه . او د هغې په رښتينې معنٰى نه پوهيدلې .
اې لړزند او کمزورې ځوانه ، له ما سره راځه .په يو خاطر مرسته درسه کوم چې بلکې دا وصلت کاميابه شي، او ستا سو دوو(۲) کورنيو کرکه په سوچه مينې بدله شي.
_ روميو _ راځه چې له دې لارې ولاړ شوو ، په دې چې تلوار لرم .
_ لارنس _ هوښياران سوکه سوکه ځي ، هغوى چې چټک او په تلوار ځغلي پر خوله لوېږي [ وزي]
څلورمه پرده
[ دوروناښار په يوه واټ کې ]
[ بن وليواو مرکوتيو راځي ]
_ مر کوتيو _ نه پوهېږم چې روميو کوم دوږخته تللى دى ؟ آيا بيګا شپه کور ته نه دى راغلى ؟
_ بن وليو _ د پلار کورته هم نه دى تللى په دې چې مايې له مزدور سره خبرې وکړې.
_ مرکوتيو _ حيف د ى هغه رنګ الوتېاو بې رحمه نجلکۍ يې داسې ځوروي چې خامخا به يې ليونى کړي .
_ بن وليو _ تيبلټ چې د کپولټ خپل دى د روميو پلار ته يې ليک لېږلي دى .
_ مرکوتيو_ خامخا يې د جنګ غوره ورته وهلې .
_ بن وليو _ روميو به د هغهځواب ورکړي.
_ مرکوتيو _ طبيعي خبره ده څوک چې څه ليکي ځواب به يې هم ويلاى شي.
_ بن وليو _ داسې نه ده ، هغه به ځواب ورکړي چې که هغه جګرې ته د بللوجرئت لري ، روميو هم د هغې دمنلوجرئت او زړه لري .
_ مرکوتيو _ بې چاره روميو ! زه خو يې همدا اوس مړګنم ،په دې چې د سپينې نجلکۍ تورو سترګو يې په زړه خنجر وهلى ، د مينې او عشق د آواز غشى يې په غوږ کې لګېدلى دى . او زړه يې د مينې د ړانده رب النوع په غشيسورى شوى دى . آيا هغه د دې دى چې له ټيبلټ سره مقابله وکړي ؟
_ بن وليو _ ولې نه ! مګر تېبلټ څوک دى ؟
_ مرکوتيو _ سر دې خلاص کړه چې هغه د پيشوګانو ([15][15]) مشر دى . او په توريوهلو کې ډير پوخ دى . هماغه ډول چې خلک د ((الف)) او (( ب )) له مخې لولي هغه هم ښه پوهېږي چې څه ډول ، وخت ، واټن او انډول مراعت کړي . او تاغوندې سړي ته يو دوې شېبې وخت درکړي . او په دريمه شېبه کې دي خپله توره په ټټر کې در ښخه کړي هغه په توره وهلو کې بې ساري جنګيالى او قصاب دى . او په جګړې او جګره ييزه پوهه کې سارى نه لري . او پوهېږې چې څه ډول ګوزار وکړي. حمله وکړي او توره ووهي.
_ بن وليو _ ته څه وايې ؟
_ مرکوتيو _ ددېشرمونکوو لوبو پلويان دي ورک شي.چې په مکر او بې ځايه حرکتونو يې دښمني جوړه کړې ده.
اې زما زوړ ياره د خواشينۍځاى نه دى چې له داسې دوښمنېو او ځناورو سره ښکيل شوو چې نويو دودونو تهدومرهارزښت ورکوي چې زاړه دودونو نه شي خوندي کولاى .او هغه خواشېنونکي او بد ګڼي؟
[ په دې شېبې کې روميو راځي ]
_ بن وليو _ هغه دى روميو راغى روميو راغى !
_ مرکوتيو _ خو د يوه وچ کب غوندې يې بڼه اوښتې ته به وايې چې هګۍ يې اچولې دي. اې بدنه ! اې تنه ! ماهى درڅخه جوړشوى دى ! اوس په داسې شعر او غزل پسې روان يې کوم چې پتراک ([16][16])جوړ کړي دي .لورا دهغه دمعشوقې د مينځې پر ځاى ده د هغې شهرت د هغه شاعر په خاطر و چې هغه يې وستايله او زه دومره توان نه لرم چېدروميو دمعشوقې په وړاندې دېدو د بد رنګېښځې غوندې ، کلوپاترا([17][17]) دلولۍ په څير ، هيرو اوهيلن د بد کارو ښځو غوندې يادي کړم، تيزبې هم له خپلو ښکلو سترګو سره سره د يادولو وړ نه ده ښاغلې روميو ! بن ژور ! دا هم ستا فرانسوي پتلون ته فرانسوي ([18][18]) سلام ! بيګا شپه دې ښه تېر ايستلو!
_ روميو _ دواړو ته سلام وړاندې کوم ، څنګه مې وغولولاست ؟
_ مرکوتيو _ د زړه سره ، ښاغلې ! يعنې تېښته ! لانه پوهېږې ؟
_ روميو _ ګرانه مرکوتيو، ډېره بخښنه غواړم مهم کار مې درلود ؛ په داسې شرايطو کې بې ادبي د بخښلو ده.
_ مرکوتيو _ منظور دي دا دې چې ستا په اړه انسان بله چاره نه لري بېله دې چې سر ټيټ کړي .
_ روميو _ يعنې درناوى يې وکړي .
_ مرکوتيو _ هو سم پوهيدلې يې .
_ روميو _ دا تفسير ډير مودبانه دى.
_ مرکوتيو _ هو زه د ادب ، او نزاکت بېلګه يم
_ روميو _ يعنې د اِنځرګل يې .
_ مرکوتيو _ بالکل پر ځاى خبره دې وکړه .
_روميو _ زما بوټ داسې ګلان ([19][19]) ډير لري .
_ مرکوتيو _ رښتيا وايې ، يله خولې باداره په دې شوخۍ دومره راپسې راشه چې بوټ دي . څېرې شي . او يوازې يې ګُل پاته شي
_ روميو _ خودا ټوکه دې د خپل بوټ د پوندوپه څير ډېره بې خونده وه
_ مرکوتيو _ ګرانه بن وليو ، زموږ تر منځ قاضي ته يې او واويه چې ما وګټله .
_ روميو _ ووايه او وايې وره ، ووايه او وايې وره چې سيالي اعلان کړم.
_ مرکوتيو _ ګټه نه لري چې خپل عقل ته اجازه ورکړو بيابان ته مخه کړي . ته په خپل يوه حس سره زما د ټولو پنځو حسونو په اندازه د ترکستان لاره کچ کوې . ښه نور ځنګه يې ! دلته مې وګټلې او مات مې کړې .
_ روميو _ هو د چرګې غوندې بريالى شوې .
_ مرکوتيو _ ددې شوخۍ په خاطر به دې غوږ ([20][20]) در تاو کړم .
_ روميو _ لرې شه ځنګلي کاغۍ غوږ مۍ مه پيچه
_ مرکوتيو _.ستا چټيات د ترخې او خوږې ميوې غوندې دي چې تُنده چکني ځينې جوړيږي.
_ روميو_ آيا دغه اچار د پيل لپاره مناسب نه دي؟
_ مرکوتيو _ دا پوچ خُولی خبرې ته دومره تاو ورکوې، چې له يوې ګوتې څخه يې لوېشتې ته رسوې .
_ روميو _ دومره به يې کش کړم چې وښيم ستا سادګي نه يوازې ستا په تن کې ده بلکې هر ځاى يې څرک لګي .
_ مرکوتيو _ ښه ، اوس يوه پوښتنه وکړم ، آيا داحالت د مينې او عشق لپاره تر ژړا ښه نه دى ؟ اوس ته هماغه پخوانى او خندنى روميو شوې ، اوس ته نه يوازې د مهارت له پلوه بلکې د طبيعت له پلوه هم هغه څه يې چې وې .
[ دا وخت پالوونکې او پيتر راځي ]
_ روميو _ مهربانى وکړئ ، دا هم يو په زړه پورې موجود!
_ مرکوتيو _ د بېړۍ د بادبان په څير دى !
_ بن وليو _ دوه دي ځکه خو د يوه کمېس او لمنې په څير راروان دي !
_ پالوونکې _ پيتره !
_ پيتر _ بلې .
_ پالوونکې _ زما پکى راکړه .
_ مرکوتيو _ هو ، ښاغلې پېتره ، همداسې وکړه ،چې خپل مخ پټ کړي؛ په دې چې پکهيې تر مخ ښکلىې ده!
_ پالوونکې _ سهار مو په خير ښاغليو .
_ مرکوتيو _ غرمه په خير بي بي .
_ پالوونکې _داسې ژر غرمه شوې ده ؟
_مرکوتيو _ هو همداسې ده ځکه چې د ګړۍ سپين سترګې عقربې ...........
_ پالوونکې _ ځه له مخه مې لرې شه ، څه ډول سړى يې ؟!
_ روميو _ اې ګرانې ميرمنې ، هغه همداسې سړى دى چې خداى د سپين سترګۍ لپاره پيدا کړیدى .
_ پالوونکې _ ډېره ښه او پر ځاى خبره دي وکړه . رښتيا هم چې ډېر ښه او پر ځاى خبره دې وکړه رښتيا هم چې ډير سپين سترګى سړى دى ، اوس يوه پوښتنه لرم ، له تاسو څخه کوم يو ويلاى شئ چې ځوان روميو چېرې ليدلاى شم؟
_ روميو _ زه درته ويلاى شم . خو کله چې ځوان روميو پيدا کړې تر هغه وخت به يې زوړ ومومې کوم چې پسې ګرځيدلې ! زه هغه ځوان يم چې د دې نوم خاونديم ؛ په دې چې تر دې بدنوم نه دى پيدا شوى .
_ پالوونکې _ سمه خبره کوې .
_ مرکوتيو _ آياخورابد يې ؟ په رښتيا چې خوراښه او عاقلانهسوچدي کړی.
_ پالوونکې _ که ته روميويې نو پټې خبرې درسره لرم .
_ بن وليو _ غواړې چې روميو ماښامنى ته مېلمه کړې .
_ مرکوتيو _ روميو ، له ما سره د پلار کورته نه ځې ؟موږ غواړو چې د ماښام ډوډۍ هلته وخورو.
_ روميو _ زه درپسې يم.
_ مرکوتيو _ د خداى په امان ، بوډۍ ! د خداى په امان [ بيا له ځان سره غزلې پيلوي.]
ميرمنې د خداى په امان ، ميرمنې .
[مرکوتيو او بن وليو روانيږي ]
_ پالوونکې _ دا څومره سپين سترګى او له چلوله ډک سړى و؟
_ روميو _ هغه داسې شاهزاده دى چې پر خپلوخبرو مين دى . او په يوې دقيقې کې دومره خبرې کوي .چې نور يې په مياشت کې نه کوي.
_ پالوونکې _ خو زه به ده غوندې شل کسان هم پر ځاى کښېنوم او که په خپله دا کار ونه کړاى شم ، داسې کسان لرم چې دا کار وکړي . ټيټ ، بې شرفه بدمعاش ! زه له هغو بدکارو ښځو څخه نه يم. او نه د هغه له جنايتکارو ملګرو څخه يم. [ بيا پيتر ته مخ اړوي ] مګر ته نر نه يې چې راته ولاړ يې چې هر سپک او لغړى هر ډول چې زړه يې وغواړي ، خبرې راته وکړي؟
_ پيتر _ داسې مې کله هم ونه ليدلي چې هر څه يې زړه وغواړي هغسې درسره وکړي . که يې داسې چلند کړى واى توره مې بېله ځنډه له تېکي اېستله. .
غم ونه خورېکه جنجال جوړ شي او قانون زما ملاتړى وي . خپله توره به وکاږم.
_ پالوونکې _ په خداى قسم خورم چې دومره په غوسه يم چې ټول تن مې لړزي . بې شرفه بدمعاش ! وبخښه ښاغلې يوازې يوه خبره لرم او بل عرض نه لرم .هماغه ډول چې مې وويل زما پېغلې بي بي راليږلې يم . چې تاسو پيدا کړم . او څه چې هغې ويلي درته يې ووايم .خو تر هر څه مخکې يو شى درته وايم چې که هغه و غولوې ډير بد او ناوړه کار به دې کړیوي. دغه شريفه ميرمن _ پيغله نجلۍ ده او که هغه وغولوي ډير ظلم به دې ورسره کړیوي .
_ روميو _ زما سلام خپلې بي بي ته ورسوه قول ورکوم چې ...
_ پالوونکې _ ډيره ښه ! خامخا دا خبره ورته کوم خدايه ! هغه به په دې خبرې ډېره خوښه شي.
_ روميو _ ته هغې ته څه وايې ؟ تر اوسه دي لا زما خبرې نه دې اوريدلي.
_ پالوونکې _ ښاغليه هغې ته وايم چې تاسو قول راکړ .او زما په نظر دا د يوه شريف سړى لپاره مناسبه خبره ده.
_ روميو _ هغې ته ووايه چې نن ماپښين د نکاح تړلو لپاره کليسا ته د راتلو پلمه جوړه کړه . قول درکوم چې د پادري لارنس په کوټه کې د بخښنې تر اخيستو وروسته زما او ستا نکاح وتړل شي . دا هم د هغه زحمت په خاطر چې کښلىديدى له ما ومنه .
_ پالوونکې _ نه ښاغلې ، حقيقتاً يوه تنګهاو يکۍهم نه منم .
_ روميو _ خامخا بهيې منې .زه پر دې خبرې ټيګار کوم.
_ پالوونکې _ و دې ويل چې ماپښين ، ښاغلې ؟ ډېر ښه ، هغه به راشي.
_ روميو _ صبر وکړه ، اې مهربانې پالوونکې ، يو ساعت وروسته به زما خدمتګار د کليسا ددېواله شاته درشي او هغه پړى چې پوړ پوړ اوبدل شوى دى تا ته به يې درکړي ، دا پړى به د شپې په مرموزې تيارې کې زما مرسته وکړي چې ځان خوشحاله خپلېهيلې ته ورسوم. د خدایپه امان ، مهربانې او امينه واوسه او زه به ستا خواري جبران کړم .د خداى په امان زما سلام خپلې بي بي ته ورسوه
_ پالوونکې _ خداى دې ملاوتړه ،غوږ ونېسه ، ښاغلې . ..
_ روميو _ زما مهربانې پالونکې ، غواړې څه ووايې؟
_ پالوونکې _ آيا ستا خدمتګار د باور وړ دى ؟ تانه دي اوريدلي ؟ چې وايي ((د دوو کسانو راز هغه وخت پټېداى شي چې يو يې له منځه ولاړ شي.))
_ روميو _ په ډاډ درته ويلاى شم چې زما خدمتګار د فولاد غوندې د باور وړدى
_ پالوونکې _ ډېر ښه ، ښاغليه . زما بي بي د بيبيانو بي بي ده . خدايه په ياد مې دې چې هغه وړه او له خبرو ډکه ماشومه وه. رښتيا په دې ښارکې د پېريس په نوم يو خانزاده دى .چې له هغې سره د واده شوق او ادعا لري . خو دا ښايسته نجلۍ غوره ګني چې شرموښکۍ ووينى خو هغه ونه ويني . ځينې وخت يې زه په غوسه کړم او ورته وايم . چې پېريس مناسب سړى دى . خو باور وکړه چې کله دا خبره کوم مخ يې دسوالګر د ژېړې بنۍ غوندې ژَېړپړشي . آيا روميو او (همېشنى)پسرلى هر دواړه يو ټکى نه لري؟
_ روميو _ منظور دي له دې خبرې څه دى؟
_ پالوونکې _ مګر هم دواړه د (ر) ټکى نه لري ؟
_ روميو _ ټوکيکوې ( ر) د سپى نوم دى د ( ر) [21][21] ټکى تالره ښايې
_ پالوونکې _ نه زما نوم په بل ټکى پيلېږي .په هر حال د ژوليت داسې ښې خبرېزده چې ستا او د همېشني پسرلى نوم په کې شته . او ته به خوشحاله شې . چې هغه واورې.
_ روميو _ زما سلام پر خپلې بي بي وايه .
_ پالوونکې _ پرسترګو زر ځله . [ روميو وزي ] پيتر !
_ پېتر _ پالوونکې .
_ پالوونکې _ زما پکى واخله مخ ته شه او زرځه .
[ وزي ]
پنځمه پرده
[د کپولټ په باغ کې ]
[ ژوليت راروانه ده ]
_ ژوليت _ کله چې مې پالوونکې ولېږله ساعت شپږ بجې وې . هغې قول راکړ چې په نيم ساعت کې بېرته ځان رارسوي . امکان لري چې روميو يې نه وي پيداکړى. خو داسې نه ده ، هغه نګوښې . د مينې . قاصد بايد ايډيال واوسي.
چې د لمر تر وړانګې سل ځله چټک مقصد ته رسېږي او دغره د لمنې سېوریشاته پرېږدي.
په همدې خاطر مينه د تيز وزرو کوترو پر وزرو الوزي . او په همدې خاطر د مينې خداى داسې وزر لري چې تر باد سپک او چټک دي . اوس لمر خپل وزر دغره پر خورا لوړې څوکې غوړولي دي. له سهار راهسې درې ساعته وشوه خو هغه لانه ده راغلې . که د هغې په رګو کې د ځوانۍ وينه او احساسات واى دتوپ په څير يې منډه وهله او زما پيغام يې زما ګران مين ته رساوه . او د هغه له پيغام سره ژر راستنيدله . خو بوډاګان داسې روان وي چې ته به وايي مړه دي .د هغوى حرکتونه درانه او کرار کرار دي . او رنګ يېدزېړو په څير اوښتى وي .خدايه ! هاغه ده راغله .
[ پالوونکې او پيتر داخلېږي ]
اې ګرانې پالوونکي! څه خبر دي راوړى دى ؟ ايا هغه دې وليده ؟ مزدور دي رخصت کړه.
[ پېتر وزي ]
_ پالوونکې _ پېتره تهځهد باندې ودريږه .
_ ژوليت _ اې ګرانې پالونکې خدايه ! ولې داسې غمجنه ښکارې ؟ که بد خبر دې راوړى په خندا يې راته ووايه او که ښه خبر دې راوړى په خپلې دغې تروې ټنډي د هغه روح بخښونکي زېري تازګي ولې مړاوې کوې ؟.
_ پالوونکې _ زه ستړې يم . پرې مې ږده چې لږ سا وکاږم آخ ! څومره مي هډوکي درد لري ! څومره لاره مې نن وهلې ده !
_ ژوليت _ کاشکې زما هډوکې ستا واى او ستا خبر زما واى ځار دي شمه خبره وکړه ، اې مهربانې پالونکيخبره وکړه .
_ پالوونکې _ خدايه دانجلۍ څومره تلوار لري ؟ لږ صبر نه شې کولاى مګر نه مې وينې چې ساه مې نه خېژي؟
_ ژوليت _ څنګه امکان لري چې ساه دي ونه خېژي ، په داسې حال کې چې دومره سا لرې چې و وايې سا دي نه خيژي ؟
کومه پلمه چې د دې خبرې لپاره يې کوې تر دې ډېره اوږده ده چې له ويلو يې ډډه کوې ښه خبردي راوړى او که بد ؟ ووايه هر څه چې وي ويې وايه ، زه يې د زغملو توان لرم .
_ پالوونکې _ تاساده انتخاب کړى او نه پوهېږې چې څه ډول يو نارينه خوښ کړې
- ژوليت - روميو؟
- پالونکې - نه ! هغه داسې نه دى د هغه ډول او قيافه تر نورو نارينو ښه ده ، لاداچې هيڅ څوک هغه غوندې اندام نه لري . د هغه لاسونه ، پښې او تن يې که څه هم په هکله يې بايد خبره ونه کړم اصلاً سارى نه لري . هغه د ادب او بې کبرۍ له نظره د ريدي ګل نه دى . خو قول درکوم چې د وري په څير پوست او مهربانه واوسي .
ځه ميرمنې د خداى شکر وباسه ! دا راته ووايه چې تاسو ډوډۍ خوړلې ده ؟
_ ژوليت _ نه ،نه په دې ټولو خبرو مخکې هم پوهېدمه خو دا راته ووايه چې د واده په اړه هغه څه ويل؟
ووايه چې څه يې وويل ؟
_ پالوونکې _ سر مي ډير درد کوي ! دا څنګه سر درد دي ! داسې دردېږي چې اوس به وچوي.
آخ ملا مې ! هغه خوا ، اخ ملا مې ! واى ملا مې ! لعنتي دومره پورته کښته وځغلولم چې مرګي حالهيې کړم.
_ ژوليت _ بخښنه غواړم . چې حال دي ښه نه دى اې راته ګراني پالونکې ، دا ووايه چې زما مين څه ويل ؟
_ پالوونکې _ ستا مين د يوه شريف ، مېړني، درانه ، مهربان ، لايق او سپېڅلي نارينه خبره وکړه. مور دې چېري ده ؟
_ ژوليت _ مورمې چيرته ده ؟ په کور کې ده ، مګر چېري بايد واوسي ؟ ته ولې داسې گډې وډې خبرې کوې .
_ پالونکې _ اې پر خداى ګرانې ، ته غوسه شوې ؟ آيا دا هغه مر هم دى چې زما پر دردمنو ، هډوکو يې ايږ دې ؟ چې داسې ده بيانو تر دې وروسته ، ته په خيله خپله پيغام يوسه .
_ ژوليت _ خبره دي څومره درنه کړه ، ووايه چې روميو څه ويل ؟
_ پالوونکې _ اجازه لرې چې نن د حجاب او قبول لپاره کليسا ته ولاړه شې .
_ ژوليت _ هو اجازه لرم .
_ پالوونکې _ چې داسې ده نور ژرځان پادري لارنس ته ورسوه هلته يو سړى درته سترګې پر لاره دى چې تا خپله مېرمنه کړي .اوس وينم چې په آننګو کې دي وينه پيدا شوه او له هرې خبرې سره ، اوړې راوړې ژر ځان کليسا ته ورسوه زه بل کار لرم . زه بايد زينه راوړم چې ستا مين په تياره شپه کې د هغې په مرسته ځان خپل ځالې ته ورسوي . زه بايد د مينځې غوندې وکړېږم چې ته خوندواخلې ، ځه ولاړه شه ، زه هم ځم چې ډوډوۍ وخورم ، اوتهځان خپل مين ته ورسوه!
_ ژوليت _ بايد لوړې نيکمرغۍ ته ودانګم ! اې مهربانې او شريفې پالونکي ، د خداى په امان ! [ وزي اوروانيږي ]
شپږمه صحنه
[ د لارنس په کوټه کې ]
[ پادري لارنس او روميو راغله ]
_ لارنس _ هيله لرم چې خداى په دې سپيڅلي کار راضى او خوښ شي او لږ څه وروسته راباندې په قهر نه شي.
_ روميو _ آمين ! آمين ! امين! که هر څو غم او غوسه راباندې راشي له دې خوشحالۍ سره چې زما مينه يې حتٰى د يوې شپې لپاره را په برخه کوي نه شي برابر يداى ته يوازي په خپلو سپېڅلو خبرو زموږ لاسونه سره ورکړه . بيا پرېږده چې مرګ هر څه غواړي ودي کړي؛ځکه که وس پيدا کړم چې هغه خپله وبولم په هماغه خبرې خوښ يم .
_ لارنس _ دا خوندونه بده راتلونکې لراى شي . او په خپل برى کې د اور او ټوپک د دارو غوندې دي .چې په لومړيو ښکلولو له منځه ځي . ډير خواږه ګبين سره له دې چې ډير خوندور دي د سړى خوا وهى او اشتها خرابوي . دايمي مينه هغه وخت موندل کيداى شې چې مينه حد ولري . څوک چې تلوار کوي دغومره ناوخت هدف ته رسېږي ، لکه څنګه چې يو سړى په خپلې لټۍناوخته رسيږي .
[ ژوليت لږ په تلوار راځې او په منډه روميو په غېږ کې نيسي ]
دا هم ميرمن ! مينه د اورټک تر ډبرې ډير عمر لري ، خو په همدې ترڅ کې امکان لري د جولاګي پر هغه سپڼسي چې د دوبيپه توده هوا کې ځوړند دى بې له دې چې ولړزيږي تېره شي . هو ځان غوښتنه همدومره سپکه او ساده ده.
_ ژوليت _ د خپل روحانى پلار زړه کښونکې خبرې پر سر سترګومنم . او ورته غوږيمه.
_ لارنس _ لورې روميو به زموږ دواړو له لوري له تامننه وکړي ! او ناز به درکړي .
_ ژوليت_ هغه د دې کار وړ دى که نه نو د هغه کبر او ډډه به کږه لاره خپله کړي
_ روميو _ اې ژوليت که ته هم ماغوندې ډېره خوشحاله يې خو ستا هنر د هغې په څرګندولو کې تر ما ډير واوسي بيانو په خپلو اسويلو ( ساهيو )هوا عطري کړه پرېږده چې ستا د ژبې زړهکښانده نغمه د هغې نيکمرغۍ خبرې وکړئ کومه چې په دغې ليدنې کې ما او تادواړوته را په برخه شوې ده .
_ ژوليت _پوهاوی او تفاهم چې د ماهيت او مادې له نظره تر خبرو او ظاهر سازۍ ډېراهميت لري تر ظاهري ډول سنګار په خپل جوهر ډير وياړى ،هغوى چې خپل ارزښت تلي په حقيقت کې سوال کوي خو زما مينه دومره ډېره شوې چې حد يېنه شم ټاکلاى.
_ لارنس _ په ماپسې راځئ _ زه به ډېر ژر خبره خلاصه کړم .که ستاسو اجازه وي نور نه غواړم چې يوازې او له يو بله بيل پاته شى . او سپيڅلې کليسا به ستاسو د ژوند مراندې سره وتړې . [ ټول وزي ]
دريمه پرده
[ د ورونا ښار ، عمومى ځاى ]
[ په دې شېبې کې مرکوتيو ، بن وليو او خدمتګاران راځي ]
_ بن روليو _ ګرانه مرکوتيو ، ځاردي شم ځه چې له يوه اړخه تير شو ، نن ورځ توده ښکاري او د کپولټ کورنۍ بهر راوتلې ، او که سره مخامخ شوو هرومرو به جنجال جوړشي ؛ ځکه چې په تودو ورځوکې د خلکو وينه ژر ايشي .
_ مرکوتيو _ ته د هغو کسانو په څير يې چې ميخانې ته ننوزي خپله توره پر مېز کښېږدي او وايې خداى دي وکړي چې درته محتاجه نه شم ، خو کله چې دوهمې پيالې خپلاغيز وکړ. توريته لاس کړي . په داسې حال کې چې اړتيا يې نه وي.
_ بن وليو _ آيا زه د هغه وګړى غوندې يم ؟
_ مرکوتيو _ هو ، ته په ايټاليا کې د جنګ جګړې په جوړولو کې تر هيڅ چاه پاته نه يې او ډېر ژر دغه حال درته پيدا کيږي په يوهشېبه کې په بيړه لاس په کار کېږي .
_ بن وليو _ د څه لپاره ؟
_ مرکوتيو _ نه، نبايد ووايم. که دوه کسان ستا غوندې واوسي ، ډېرژر به يو هم پاته نه شي ، په دې چې هر يو يې بل وژني . ته هم حاضر يې له هر چاه سره چې په ږېره کې يې تر يو وېښته ډېر يا لږ وي کړ په وکړې . تر دې چې تهله داسې چاه سره چې غوز (جوز) ماتوي کړ په کوې او يوازنۍ پلمه دي دا ده چې ستا د سترګو رنګ د غوز غوندې دى . بيله دارنګه سترګو نورې کو مې سترګې جنجال او لانجه جوړولاى شي؟
سر دي دومره له جنجالهډک دى لکه د چرګې هګۍ چې د سپينو ډکه ده . او سردي هم د هګۍ د سر په څير جنګ جګړې ته لغړ شویدى .يوه ورځ دي له يوه سړى سره پر دې کړ په شوه چې په ټوخي يې ستا ويده سپى ويښ شوى و هغه دي هېر دي چې له ګنډونکي سره دي پر دې کړ په شوه چې ولې يې د عيسې (ع) د پاڅون تر اختر مخکې نوې جامې اغوستې وې؟ او له بل سره دي پردې کړ په شوه چې د خپلو نويو څپليو بندونه يې تړلي وه ؟ او اوس غواړې ما ته رازده کړې چې جنګ جګړه ونه کړم !
_ بن وليو _ که زه ستا په اندازې غښتلیواى د هر چاه عمر مې په يوه ساعت کې اخيستى .
_ مرکوتيو _ په دې بيه ؟ څومره ساده ګې .
_ بن وليو _ په خپل سر قسم خورم چې د کپولټ کورنۍ راروانه
_ مرکوتيو _ په پښو دې قسم خورم چې هيڅ پروا يې نه لرم .
[ټيبلټ او ورسره کسان يې راځي ]
_ ټيبلټ _ په ماپسې راځئ له ډېره وخته غواړم له هغوى سره خبرې وکړم . سلام ښاغليو له تاسو څخه له يوه سره خبره لرم .
_ مرکوتيو _ يوازييوه خبره هغه هم له يوه سره ؟ بيا نو يو څه ور ډېر کړه او هغه يوه خبره او يو ګوزار .
_ ټيبلټ _ زه بېخي ورته جوړيم غم مه خوره وخت يې راځي .
_ مرکوتيو _ ايا بله پلمه نه شې کولاى بېله دې چې هغه په لاس راکړې؟
_ ټيبلټ _ ته د روميو لغړى يې .....
_ مرکوتيو _ لغړى ؟ ولېپرمادي د جټ خيال کړي ؟ که زه لغړى يم نو بيا ته تر لغړوهم ورتير يې ځان ټينګوه درغلم .
[ توره يې وکښله ] دغه به دې په ګډا راولي . لغړه؟
_ بن وليو _ موږ دلته پر لويه لاره ولاړ يو چې خلک تېرېږي را تېرېږي ، راځئ چې يوې ګوښې ته شو او په سړه سينه خبرې وکړو او يا همهريو پر خپله تړه ولاړشو ، شرم دى ، ټول خلک راته ګوري .
_ مرکوتيو _ سترګې خداى د ليدو لپاره پيدا کړي پرېږده چې وګوري .زه د بل په خاطر يو ګام هم له دې ځايه نه ځم ، نه ! په دې وخت کې [ روميو راځي ]
_ټيبلټ _ سمه ده کوم څوک چې مې پکار وو راغى .
_ مرکوتيو _ که خيال کوې چې ستا د مزدور جامې به واغوندي تيروتى يې . هو لومړى ته د جنګ ميدان ته شه هغه به هم درپسې راشي . هو ښاغلې يوازې په دې بڼه کې هغه خپل سيال بللاى شې.
_ ټيبلټ _ روميوه ، ډېر مې بداېسې ، ته ډير ټيټ سړى يې .
_ روميو _ د هغې مينې په خاطر چې در سره لرم يې ، ستا د دې خبرې په وجه خپله خوابدي او غوسه څنګ ته کوم او دا هم درته وايم چې زه ټيټ نه يم د خداى په امان په دې چې ښکاره خبره ده چې نه مې پېژنې .
_ ټيبلټ _ هلکه په دې خبرو دې نه بخښم ، ځان تيارکړه توره دي وکاږه ، درغلم .
_ روميو _ خو زه ر ښتيا خبره کوم هېڅکله مي نه يې ځورولي هيڅ تاوان مې نه دیدرته رسولى . بلکه تر دې زيات چې فکر يې کوې راته ګران يې تر هغه وخته چې ورځ يې راورسېږياو پویشې . اې ګرانه کپولټه ، دا نوم د خپل نوم په اندازه راته ګران دى ، زما خبره ومنه .
_ مرکوتيو _ ولې دومره بې غيرتي کوې شرم دى ته دې باټک او لاپو ته اجازه ورکوې چې هر څه يې زړه وغواړي ويې کړي ؟ اې ټيبلټه ! اې موږک خورې پېشو ، غواړې چې سره معلومه يې کړو ؟
_ ټيبلټ _ ته څه کار لرې ؟ تا لره دې خير وي ؟
_مرکوتيو _ اې پيشو پړانکه ستا له اوه ژونده بايد يوازې يو پاته شي ، نور به يې په خپلې تورې ختم کړم .جنګ تهځان تيارکړه ، توره دي وکاږه که نه نو زما توره به دې سورى کړي .
_ ټيبلټ _ زه حاضريم چې درسره وجنګېږم .
_ روميو _ اې ګرانه مرکوتيو ، توره دي تېکې ته کړه .
_ مرکوتيو _ ژرکوه وار وکړه .
_ روميو _ بن وليو ! توره دې وکاږه او هغوى سره بيل کړه مه کوئ ، شرم دئ ، جنګ مه کوئ .
اې ټيبلټه ، اې مرکوتيو ! امير حٌكم کړي چې د ورونا ښار په سړکونو او کوڅوکې بايد جنګ جدل ونه شي . ټيبلټهمه کوه!
ګرانه مرکوتيو لاس ونيسه ! [ دا وخت ټېبلټ د روميو تر بغل لاندې مرکوتيو ټپى کوي او تېښتي ]
_ مرکوتيو _ زه خوږ شوم ! لعنت دي ستاسو دواړو پر کورنيو شي ، هغه روغ رمټ ولاړ؟
_ بن وليو _ آخ ته خوږ شوى يې ؟
_ مرکوتيو _ هو ډير نه خو زما بس دى زما مريې چيري دى ؟ هلکه منډه کړه يو جراح ډاکتر راوله. [ مزدور وزي ]
_ روميو _ ګرانه ملګرې زړه مه اچوه ټپ دې ډېر خطرناک نه دى .
_ مرکوتيو _ نۀ د کوهۍ په څير ژور او نه د کليسا د وره په اندازه پلن دى خو زما لپاره بس دى تر سبا به بې روحه مړ يم . قول درکوم چې نور مې په دې دنيا کې د ژوند شپې پوره شوي دي . لعنت دي ستاسو دواړو پر کورنيو شي . عجيبه خبره خوده چې يو سپى ، يا موږک او يا پيشو انسان وګروي او د هغه د مرګ سبب شي . يو لاپک او بې وجدانه چې د رياضى د فرمولې له مخې جنګېږي .ته ولې زموږ مابين ته راغلې ؟ زه ستا تر بغل لاندې خوږ شوم .
_ روميو _ زما منظور دا وو چې تاسې سره بيل کړم .
_ مرکوتيو _ بن وليو زما مرسته وکړه چې کورته ځان ورسوم که نه نوو له حاله به بې حاله شم.لعنت دې ستاسو دواړو پر کورنيو شي ! چې زه يې د ګور د جنجو خوراک کړم . هغه څه چې بايد زما په نصيب شوي واى په برخه مې شوه . هغه همڅه ډول ..................
[ مرکوتيو او بن وليو وزي ]
_ روميو _ دغه شريف انسان ، زما نژدې ملګرى او د امير خپل زما په خاطر سخت ټپي شوو .نن زما نوم د ټيبلټ په بدو داغي شوو.، هماغه ټيبلټ چې يوه شيبه مخکې زما خپل شوى دى . اې ګرانې ژوليت ، ستا مېنيله ما څخه ښځه جوړه کړه ، او زما په روح کې يې د زړه ورتيا فولاد ويلي کړي دي .
[ په دې شيبې کې بن وليو بيرته راځي ]
_ بن وليو _ اې روميو ! زړه ور مرکوتيو دي خدا وبخښي مړ شو ، د هغه جنګيالیروح آسمان ته والوت ، هغه چې تر دې مخکې يې مرګ سپکاوه .
_ روميو _ د نن بد مرغه برخليک په نورو ورځوپورې هم اړه لري کومه بلا او غم چې نن پيل شوى دى بايد ننيې ختم کړو.
.[ داوخت ټيبلټ بيرته راګرځي ]
_ بن وليو _ هغه دې ليونى ټيبلټ بيا راغى .
_ روميو _ تر اوسه لاژوندى د ى چې په خپلې کاميابۍ ووياړي او وويني چې مرکوتيو وژل شوى دى .
اې رحمه لري شه او اې اور غورځونکې قهره مرسته مې وکړه . ټېبلټ د ټيټ خبره چې دې راته کړې وه بېرته يې درواخله ؛ په دې چې د مرکوتيو روح مې پر سر ګرځي او اتظار باسي چې ته هم ورسره يو ځاى شې او يا به هم زه اوته هر دواړه ورسره يو ځاى شوو.
_ ټيبلټ _ اې بدمرغه هلکه ، دلته ته له هغه سره ملګرى وې ؛ او له همدې ځايه به يوځاى وسره ځې
_ روميو _ دا توره به هغه برخليک وټاکي .
[دواړه تورې کاږي او جنګ پيلېږي او د سترګو په رپ کې ټيبلټ پر زمکه لوېږي ]
_ بن وليو _ روميو ، زر ولاړشه ،له دې ځايه ځان لرې کړه . د ښار خلک دې خوا ته رامات شوي دې او ټيبلټ هم مړ دى ؛ دلته هک حيران مه دريږه که دې ونېسي نو امير به ستا د مرګ حٌكم ورکړ ي . له دې ځايه ولاړ شه ! ځان لرې کړه !
_ روميو _ آخ ! چې زه څومره بدمرغه شوم .
_ بن وليو _ ته تر اوسه لاولاړ يې ؟ [ روميو وزي ]
[دا وخت خلک رارسېږي ]
_ يو سړي وويل : کوم چاه چې مرکوتيو وواژه کومې خوا ته وتښتېده ؟ دا بې رحمه قاتل کومې خوا ته ولاړ ؟
_ بن وليو _ تيبلټ هلته پروت دى .
هماغه سړي وويل: _ پاڅه په ماپسې راشه ، زه دي د امير په حٌكم نيسم ځه چې ځو .
[ په دې وخت کې ، امير ، مونټګو ، کپولټ ، د هغوى ميرمنې او ورسر ه نورکسان رارسېږي]
_ امير _ دا جنجال او غوغا کوم بې ننګه جوړه کړې ده ؟
_ بن وليو _ اې لوى اميره . زه د دې بد مرغه او کرکجن جنجال ټوله کيسه درته کولاى شم . کوم سړى چې هغې ګوښې ته پروت دى اوستا خپل يعنې مرکوتيو يې وواژه ، د ځوان روميو په لاس ووژل شو.
_ ميرمن کپولټ _ آخ ! ټيبلټ ! وراره ! اې اميره ! زما وراره ! اې زما خاونده ! زما ګران وراره وژل شوى دى . اې اميره ، که ته عادل يې ، نو زما د وراره د وينو په بدل کې د منټګو وينې توى کړه آخ ، څنګه مې وراره راڅخه ولاړ !
_ امير _ بن وليو چاه دا خونړۍ جګړه پيل کړه ؟
_ بن وليو _ همدې ټيبلټ چېد روميو په لاس ووژل شوو جګره يې پيل کړه . روميو په نرمۍ ورسره خبرې کولې ، او هغه ته يې وويل . چې جنجال او کړپه ښه کار نه دى ، او دا خبره يې هم وکړه چې په دې کار د امير هم خوابدېږي خو دغو نرمو خبرو د ټيبلټ د غوسې چې د سولې او کرارۍ په خبرويې غوږونه کاڼه وه مخه نه شوه نيولاى ، او پر زړه ور مرکوتيو يې توره وکښله مرکوتيو هم توره وکښله او په يوه لاس يې له ځانه مرګ شړى او په بل لاس يې د ټيبلټ د وژلو هڅه کوله ، او هغه هم په ميړانه ځواب ورکاوه.
روميو نارې کړې چې بس دي ، ملګرو جنګ مه کوئ او په هماغه شېبه کې يې د هغوى د تورو څوکې په خپلو ګوزارونو سره بېلې کړې . او په مينځ کې يې ودريدى خو د ټيبلټ مکارې حملې د روميو له بغله د مرکوتيو ژوند ختم کړ، او وتښتېدى .
خو ، په خورابېړه بيرته د روميو په لور راوګرځيدى چې په دې شيبې کې يې بيا د غچ اخيستو نيت کړى و. او دواړو تورې وکښلې او په چټکۍ سره يې پر يو بل حمله وکړه او مخکې تر دې چې هغوى سره بيل کړم ، ټيبلټ ووژل شو او د هغه تر مړينې مخکې روميو دتېښتې لاره خپله کړه حقيقت خبره همدا ده او حاضريم چې قسم وخورم.
_ ميرمن کپولټ _ اې اميره د هغه خبره مه منه هغه د مونټګو خپل دى او د خپلوۍ په خاطر دروغ وايې په دې بدمرغه جګره کې شلو کسانو برخه درلوده . او هغوى په ټولو يوازې يوکس وژلى دى . زه د عدالت غوښتنه لرم او ته اې اميره بايد هغه اجراء کړې
روميو ټيبلټ وژلي دى ، بيا نو روميو بايد ژوندى پاته نه شي.
_ امير _ روميو هغه وواژه ٰ، او هغه هم مرکوتيو وژلى و. بيا نو څوک زما د نژدې خپل د خون بها لپاره زما پوروړى دى ؟
_ مونتګو _ ا ې اميره ، روميو نه دى . په دې چې د مرکوتيو ملګرى و. د روميو ګناه داده هغه څه چې قانون بايد اجراء کړي واى ،هغه وکړل يعنې تيبلټ ته يې د هغه د کړو سزا ورکړې ده .
_ امير _ او په دې ګناه بايد ژر تر ژره له ښاره وشړل شي . زه ستاسو د کورنۍ کرکې ته پوره ځير يم او ستاسو د بې رحمه خوابدۍ په خاطر زما خپلوان په وينو کې رغړي . خو تاسو ته به داسې سزا درکړم چې تاسو ټول پر هغه خوږ اوکوم تاوان چې ماته مو رسولي پښېمانه شئ .زه به ستاسو پلمو او زاريو ته غوږ ونه نيسم؛ اوستاسې ژړا او ننواتې به دغه سپکاوى جبران نه کړي . بيانو له دې کاره لاس واخلئ او واوياست چې روميو چټک له ښاره ووزي .او که دلته پيدا شي هماغه وخت به يې د عمر وروستۍ شېبه وي . دا مړى هم له دې ځايه يوسئ او زما حٌكم اجراء کړئ .د وژونکي بخښل د دې سبب ګرځي چې رحم په جنايت بدل شي .[ امير وزي ]
دوهمه صحنه
[ د کپولټ په باغ کې ]
ژوليت يوازې راروانه ده او راځي ]
_ ژوليت _ اې سر کښو آسونو د اور د لمبې په څير د لمر د ماڼۍ پر لور حرکت وکړئ ځکه چې ټانګه والا د لمر د رب النوع د بچي په څير تاسو د لويديځ په لور ځغلوي . او ژر له وريځې ډکه او تياره شپه راوړئ د شپې هغه تياره پرده چې مينه زېږوي پر ځکمې وغوړوئ چې د دښمن سترګې ړندې شې او روميو ځان زما په غېږکې واچوي ، او څوک هغه ونه ويني او په هکله يې خبره ونه کړي . د عشق ښکلا د هغه چاه ستر ګې رڼې کوي چې د خپلې مينې بانډاره ننداره کړي .اوکه مينه ړنده وي . د شپې له تيارې سره يې لا ډيره جوړه وي . اې مهربانې شپې راشه ، اې ښکلي او درنې تورکمېسي مېرمني راوښيه چې څه ډول يوه بريالۍ جګړه چې د يوې پاک لمنې او سپيڅلې پېغلې په خاطر پيل شوې وبايلم . زما تږې وينه چې زما په اننګو کې راغونډه شوې په خپل تور پړوني و پوښه چې دغه ناآشنا مينه ، ځان ته جرئت ورکړي او داسې سوچ وکړي چې حقيقي مينه ډېره ساده اومهربانه ده اې شپې ، راشه ! اې روميو راشه ! راشه چې ته په شپه کې ، زما ورځ يې ! ځکه چې ته تر هغې سپينې واورې چې د کارګه پر تورو وزرو پرته وي ډېر ځلېږې . راشه اې مهربانې شپې! راشه ! اې پر ماګرانې تيارې شپې ،زما روميو ماته راوبخښه ، او چې کله يې د عمر ورځي پوره شوې او ومړ بيا يې ټوټې ټوټې کړه ، او ستوري ځينې جوړ کړه .چې ټول آسمان داسې روڼ کړي چې ټوله نړۍ پر شپې مينه شي. او نور لمر هېر کړي .
آخ ! ما د مينې ماڼۍ پېرلې ده ،خو لا مې لاس ته نه ده راوړې ، که څه هم راباندې پلورل شوې ده خو لامې خوند ترې نه دى اخيستى ؛داسې لکه بې خوصلې ماشوم ته چې د اختر شپه اوږده وي . چې نوې جامې لري خو د اغوستو اجازه يې نه لري .دغې ورځې هم زه ستړې کړې يم ، آخ ! پالونکې مې راروانه ده لکه چې د خوشحالۍ پيغام راوړي . هره ژبه چې د روميو نوم واخلي د اسمان ملکه ده .ته به وايې چې د غيبو ږغ راباني کوي .
[ پالوونکې په داسې حال کې چې لاسونه سره موږي داخېلېږي او د پړي زينه يې په لمنې کې نيولې ده ]
ښه ګرانې پالونکيڅه خبر دې راوړى ؟ دا څه دي ؟ هماغه واښکی( پړى) دى چې روميو درته ويل رايې وړه ؟
_پالوونکې _ هو هماغه واښکیدى .
_ ژوليت _ خداى دي خير درکړي ! څه خبردي راوړي ؟ ولې دي لاسونه سره موږې ؟
_ پالوونکې _ آخ څومره بدمرغه ورځ ! هغه مړ شو ! هغه ومړ ! بي بي جانې نورتور بخته شوو .
بدمرغه شوو . آخ ! ارمان ! هغه ولاړ! هغه مړ شو هغه يې مړکړ !
_ ژوليت _ څنګه باور وکړم چې آسمان دومره بخالت وکړي ؟
_ پالوونکې _ که اسمان ونه کړاى شي ، روميو کولاى شي ا ې روميو ! روميو ! چاه يې سوچ کاوه چې داسې به کېږي ؟ روميو !
_ ژوليت_ ته څه بلا يې چې دومره مې کړوې! دا کړوا د دوږخيانو لپاره دى .
آيا روميو ځان وواژه ؟ ته يوازې دومره ووايه چې هو همدومره خبره د ښامار تر وژنکو سترګو زهر جنه ده او.که دا خبره واورم نور به زه نه يم .که هغه وژل شوى خپلې سترګې وتړه بيا يې خبره وکړه . او که داسې نه وي نو ووايه چې (( نه )) په دې چې له دغو دوو (۲) خبرو څخه يې يوه زما نېکمرغي او بله يېبدمرغي ټاکي .
_ پالوونکې _ ما خپله د هغه ټپ وليدى په خپله پروګرځيدم خداى دي مو د ژوند لهبلهشره وژغوري . هغه ټپ مې د هغه پر مېړني ټټر وليدى . آخ ! څومره نرم او نازک مړى ، څنګه په وينو لژند سپين بشر يې و ! د ايرو په څيريې رنګ تښتېدلى و؛ او سر تر پايه په وينو لژند و. پر شونډو يې وينې کرنګ ولاړې وې چې په ليدويې له حاله بې حاله شوم.
_ ژوليت _ اې زما دردمنه زړه وچوه ! اې ناکامه زړه زرمات شه ! اې زما سترګو ! د بندي توب په جيل کې نور د ازادۍ مخ مه وينئ ، اې بدمرغه خټين تنه ، خاورو ته ستون شه ! او ژونددي ختم کړه ته او روميو په يوه تابوت کې ښخ شئ !
_ پالوونکې _ اې ټېبلټه ! تيبلټه ! ته تر ټولو ښه دوست وې اې لايق تيبلټه ! اې شريف او سپېخلې انسانه ! ولې بايد زه ژوندې پاته شم چې ستا مرګ ووينم .!
_ ژوليت _ دا څرنګه طوفان دې چې داسې بې وخته را الوتى دى ؟ آيا روميو وژل شوى ؟
ټيبلټ هم مړ دى ؟ آيا زما د ترور ګران زوى او زما نژدې خپل مړ دى ؟
بيا نو اې اسرافيله ! د قيامت شپيلۍ وږغوه ! چې که هغوى دواړه له دې دنيا تللي وي بيا نو څوک ژوندي پاته دي ؟
_ پالونکې _ ټيبلټ ووژل شو او روميو جلا وطنه شوى .د دې لپاره چې ټيبلټ يې وژلى دى .
_ ژوليت _ خدايه ! د روميو په لاس د ټيبلټ وينه تويهشوه .
_ پالوونکې _ هو د هغه په لاس ! هغۀ وواژه ! افسوس ! افسوس ! هغه خپله و !
_ ژوليت _ اې ناولې دوه مخې زړه چې ځان دي په غولونکې بڼه کې پټ کړى دى ، آيا ښامارانو هم کله په داسې ښکلې سمڅه کې ځاى نيولى دى ؟
اې ښکلې ظالمه ! اې د پري په څير بلا ، اې توره کارګه چې د کوترې بڼه دې خپله کړې ده ! اې ليوه چې د پسه په څير ظاهر لرې ! اې د بدمرغو آسماني ځلاوو توًمنې چې د خپل حقيقت پر خلاف ځلېږې ! اې رټل شوې سپېڅلې ! اې شريف ټيټ انسانه ! اې پنځونه ( طبيعته )! تا په دوږخ کې څه کول چې په جنت کې دې داسې زړه کښانده تن ته چې رټلى روح لري پناه ورکړې ؟ آيا کوم وخت هم داسې کتاب و چې په داسې ظريف پوښ کې داسې ناولي حقيقتو نه پټ کړي ؟ حيف دیچې چلول بايد په داسې شانداره ماڼۍ کې ځاى ونيسي
_ پالوونکې _ په نارينوو کې ، ايمان ، سپيڅلتيا او ريښتينولي نه شته ، هغوى ټول دروغجن ، بې ارښته چلولي او وعده خلافه دي . زما نوکر چيرې دئ . يو غړپ او به راوړه ! دغو کړاونو ، خوابديو او ستومانيو زه زَړه کړې يم.
مخ دې د روميو تور شي!
_ ژوليت _ خوله دي وچه شه چې داسې هيله کوې هغه د شرم لپاره نه دى پيدا شوى .ننګ شرمېږي چې د هغه پر ټنډه ځاى ونيسي ، ځکه چې هلته د باچا تخت دى ، چې وياړ يې پر مخ تاج پوښي کوي . او پر ټولي نړۍ د باچا په څير حٌكم چلوي .آخ ، زه څومره ځناوره وم چې هغه مې پړکړ !
_ پالوونکې _ تهدداسې چاه ستاينه کوې چې ستا د ترور زوى يې وژلى دى ؟
_ ژوليت _ ستا څه خيال دى چې د خپل خاوند بدووايم ؟ اې زما بې چاره خاونده ! کومهژبه کړاى شي چې ستا نوم داغي او تور کړي ؟خو اې ظالم انسانه ولې دي زما د ترور زوى وواژه. اې بې معنٰى اوښکو ، خپلې اصلې سر چينې ته وګرځئ هغه څاڅکي چې په ګرمه کې يې ورکوئ په غم پورې اړه لري چې تاسو يې په نه پام خوښۍ ته ډالۍ کوئ . زما خاوند چې ټيبلټ غوښتل هغه ووژني ، اوس ژوندى دى . او ټيبلټ چې زما د خاوند په مرګ پسې و خپله مړ دى . دا د ډاډ خبرې دي ؛ بيانو ولې اوښکې تويې کړم ؟ داسې خبره مې واوريده چې د ټيبلټ تر مړينې يې ډيره غمجنه کړم . زه غواړم هغه هير کړم خو افسوس چې د ګناه کارو د بدو کړنو په څير مې وجدان ځوروي (( ټيبلټ وژل شوى او روميو جلاوطنه شوى ))
دې خبرې ، د جلاوطنۍ خبرې زړ تيبلټه وژلي دي د ټيبلټ مړينه لويه بدمرغي وه که هلته ختمه شوې واى او که برمرغي تل ملګرې غواړي ، او د غمونو او خوابديو ملګرتيا ته اړتيا لري ، بيا نو چې کله يې وويل: (( ټيبلټ مړ شو)) ولې يې هغه په دې جملې چې (( پلار يا مور دي مړه شوه )) او ((يا هر دواړه مړه شوه)) بشپړه نه کړه . چې عادي وير ته يې اړتيا وه؟
خو د ټيبلټ د مړينې تر خبر وروسته د (( روميو جلاوطن شو)) خبره داسې ده ، کله چې پلار، مور ، ټيبلټ ، روميو او ژوليت واړه يې وژلي وي. د روميو د جلاوطنۍ په خبره کې د مرګ لپاره حد او اندزه نه دي پاته شوي . هيڅ خبره تر دې حده نه شي غمجنه کيداى . ګرانې پالونکي پلار او مور مې چيرته دي؟
_ پالوونکې _ د ټيبلټ پر مړي ژاړي غواړې هلته ورشې ؟ زه دې ورولم.
_ ژوليت _ آيا هغوى په خپلو اوښکو د ټيبلټ ټپونه وينځي ؟ کله چې د هغوى اوښکې وچې شي بيا زما اوښکې د روميو د جلاوطنۍ لپاره روانېږي . دا مراندې واخله اې بې وزلو مراندو! زه او تاسو دواړه جارو شوي يوو . ځکه چې روميو دا مراندې زما پالنګ ته د رسيدو لپاره د راتلو لاره کړې وه ، هغه جلا وطنه شو. او زه په پيغلتوب کې کونډه شوې يم.
_ پالوونکې _ ځه ولاړه شه خپلې کوټې ته ، زه ځم روميو پيدا کوم چې ستا د ډاډ او خوشحالۍ لپاره هلته راشي؛ په دې چې پوهېږم هغه چيرته دى . غوږونيسه ، روميو به نن شپه دلته راشي دا خبره به هغه ته وکړم هغه د لارنس په کور کې پټ شویدى .
_ ژوليت _ هغه پيدا کړه .دغه ګوتمه زما رښتيني اتل ته ورکړه او ورته ووايه چې د روروستۍ خداى په امانۍ لپاره دلته راشي .
[ ژوليت خپلې کوټې ته ځي ]
دريمه صحنه
[ د پادري لارنس په جونګړه کې ]
[ پادري لارنس داخلېږي ]
_ لارنس _ روميو ، راووزه! ژر راووزه ! اې ځناوره ! نو ردي غم ملګرى دى . نو ر اندېښنو او وير خپل کړیيې .
[روميو راوزي ]
_ روميو _ اې روحاني پلاره ، څه خبره ده ؟ امير څه حکم کړى ؟
کوم غم غواړي زما ملګرى شي چې زه لا په خبر نه يم ؟
_ لارنس _ زما ګران زوى له ډېرو کړا وونو سره ملګرى دى . ما د امير د حکم خبر درته راوړى دى
_ روميو _ د امير حٌكم د قيامت تر ورځې څه کمى لري؟
_ لارنس _ هغه نرم حکم ورکړ د. غرغرې پر ځاى يې ستا د جلاوطنۍ حکم وکړ .
_ روميو _ آخ ، تا وويل ، د جلاوطنۍ حکم؟ لږ رحم وکړه .ولې نه وايې چې د مرګ حکم ، تر دې خو مرګ ښه دى . جلاوطني تر مرګ بد تره ده . نور د جلاطنۍ نوم مه راته اخله .
_ لارنس _ له ننه له وروناښاره بيل شوى يې . خداى ته صبر وکړه د خداى خدايې ډيره پراخه او لويه ده .
_ روميو _ د ورونا ښار له د يوالونو بهر نړۍ له درد ، کړاو او دوږخه پرته بل څه نه دي. بيا نو جلاوطني له دې نړۍ څخه د بېليدا معنٰى لري ، او له نړۍ څخه بېليدا يعنٰى مرګ . په دې معنٰى چې جلاوطني هغه مرګ دى کوم چې خپل نوم يې په ناسمه بدل کړى دى .
ته د مرګ پر ځاى د جلاوطنۍ په ياد لوسره زما سر د سرو زرو په تبرګي زما له تنه بېلوي . او پر دغه ګوزار چې ما وژني خاندې .
_ لارنس _لعنت دې پر شيطان شي ، توبه خدايه ! دا څومره لويه ګناه ! څومره کبر ! په شرعه دي مرګ روا دى . زړه سواند امير ، ستا په خاطر قانون شاته غورځولى او د مرګ او غرغرې بدمرغه نوم يې په جلاوطنۍ اړولى دى . دا کار رحم او پېرزوينه ده خو ته سر نه خلاصوې .
_ روميو _ دا رحم نه دى ، کړاو او دوږخ دى . جنت خو دلته دى چې ژوليت په کې ژوند کوي هر سپى او پيشو يا موږک او بل هر بې ارزښته موجود چې په دې جنت کې ژوند کوي د هغې ننداره کولاى شي خو روميو ترې بې برخې دى . هغه موچان چې پر مړو ګرځي تر روميو ډېر ښه دي هغوى حق لري چې د ګرانې ژوليت پر پستو لاسونو کښېني او د هغې له شونډو ابدي خوند واخلي ، په داسې حال کې چې هغه په ډېرې شپيڅلتيا او حيا کې د هغوى د ښکلولو له ګناه څخه شرمېږي او رنګ يې تښتي .خو روميو ځينې بې برخې دي .
په دې چې جلاوطنه شوى دى . مچ د نژدې کيدو حق لري خو زه نه . هغوى آزاد دي خو زه شړل شوى يم.
او ته وايې چې جلاوطني مرګ نه دى .آيا ته د ناڅاپي مرګ لپاره د جلاوطنۍ له کلمې پرته وژونکي زهر يا هم تېز او فولادي خنجر او يا کومه بله وسيله که څه هم ډېره سپکاونکې وي نه لري چې ما په ووژنې ؟ جلاوطني ! اې روحاني پلاره ، دوږخيان په کرېږو او غلبلو سره دا کلمه کاروي . اې اسماني انسانه ! اې زما د ګناهونو بخښونکې روحاني پيره آيا ستا زړه هم دومره سخت دى چې زما زړه د جلاوطنۍ په خبره ټوټې ټوټې کوي ؟
_ لارنس _ اې ليونى او بدمره انسانه ! زما خبرې ته غوږ کېږده .
_ روميو _ آخ ، بيا هم غواړې د جلاوطنۍ خبره وکړې؟
_ لارنس _ زه درته داسې زغره درکوم چې د دې خبرې په وړاندې ټينګ مقامت وکړي دا زغره حکمت او يا د کړاو خوندوره شيره ده، چې جلا وطنۍ په وخت کې تا ته ډاډګيرنه او سېکه درکړي .
_ روميو _ بيا هم د جلاطنۍ خبره ؟ زه داسې حکمت نه غواړم ، ورک دې داسې حکمت شي داسې حکمت چې ژوليت راسره يو ځاى نه کړي ، ښار له ځايه بې ځايه نه کړي او د امير حکم وانه ړوي . زما په درد نه لګېږي ګټه يې نه شته .ښه داده چې نور څه ونه ووايې .
_ لارنس _ واويلا ! وينم چې د ليونيانو غوږونه هم ګاڼه دي او څه نه اوري
._ روميو _ کله چې هوښياران څه نه ويني ليونيان يې څه ډول واوري؟
_ لارنس _ اجازه راکړه چې خبرې درسره وکړم.
_ روميو _ ته د هغه څه په اړه چې خپله يې نه شي احساسولاى څه نه شې ويلاى . که ته هم زما په څير ځوان واى ، او ژوليت ستا محبوبه واى ، او ستا له واده اوکوزدې څخه يو ساعت نه واى تېر شوى ، او ټيبلټ وژل شوى واى ، او زما په څير يې د مينې ليونى واى ، او ما غوندي له وطنه شړل کيداى ، هغه وخت دي کړاى شوه چې خبره وکړې ، خپل وېښتيان له بېخه وکاږې او ځان زما په څير پر زمکه وغورځوې او په دې کار سره ځان ته داسې کور جوړ کړې چې تر اوسه چيرته هم نه دى کيندل شوى.
[ پالوونکې ور ټکوي ]
_ لارنس _ ولاړشه ورټکوي ! اې ګرانه روميو ، ځان پټ کړه!
_ روميو _ نه دا کارنه کوم ، مګردا چې د دې خوږمن زړه دکرېږواو غړغړو د لړې اوخومښ وريځې مېد نورو که کنجکاوو سترګو څخه پټ او په امن کېوساتي .
[ پالوونکې بيا ور ټکوي ]
_ لارنس _ وګوره څه ډول ورټکوي ! څوک يې ؟ روميو پاڅه ! نيسې دې ......... صبر وکړه .... پاڅه
[ پالوونکې بيا ورټکوي ]
ځه زما د کار کوټې ته ولاړشه ژر کوه ! اوس راځمه . اې خدايه ! داڅه ليونتوب دى صبر وکړه راغلم.
[ پالوونکې بيا ورټکوي ]
ته څوک يې چې داسې په ډب ورټکوې ؟ له کومه ځايه راروان يې ؟ او څه کار لرې ؟
[ پالوونکې داخلېږي ]
_ پالوونکې _ اجاره راکړه چې دننه راشم بيا به خپل کار درته ووايم .زه ميرمن ژوليت رالېږلې يم .
.
_ لارنس _ بيا نو ښه راغلې .
_ پالوونکې _ اې سپيڅلې روحاني پلاره ! ماته ووايه ! اې سپيڅلې روحاني !زما د بي بي زلمى چيرته دى ؟ روميو چيري دى ؟
لارنس _ هلته پر زمکه د اوښکو په سيلاو کې بې حاله او ډوب پروت دى .
_ پالونکې _ واى خدايه ، هغه هم زما د بي بي په رنګ شوى او د هغې غوندې حال لري . اې بې وزله دردمنه ! اې بدحاله ! هغه هم تا غوندې پر زمکه پرته ده ژاړي اوساندې وايې ، پاڅه ! ولاړشه ، نرشه ! د ژوليت په خاطر ولاړ شه او ودرېږه ! ولې بايد ځان پر داسې بدحال واچوې ؟
_ روميو_ ګرانې پالونکې . !
_ پالوونکې _ آخ باداره ، آخ ! بالاخره مرګ هر څه ختموي .
_ روميو _ د ژوليت خبره کوې ! وايه چې څه حال لري؟ آيا هغه مي قاتل نه ګڼي چې خپل دځوانۍ او نيګمرغۍ دوران مې د داسې چاه په وينو داغ کړى چې څومره هغې ته نږدې وو ؟ هغه چيرته ده ؟ څه کوي؟ زما ميرمن زموږ د ماتې مينې او عشق په اړه څه وايې؟
_ پالوونکې _ څه نه وايي ، يوازي ژاړي او اوښکې رژوي . يو شېبه پرکټ ځان غورځوي ، بله شېبه ولاړېږي د ټېبلټ نوم اخلي ، بيا روميو يادوي ، او بيا ځان پر ځمکه غورځوي .
روميو ته به وايې چې هغه نوم د توپک له خولې وزي او هغه وژني لکه څنګه چې د هغې د خاوند په بدمرغه لاس د هغې د ترور وزى ووژل شو. اې روحاني پلاره ، ما ته ووايه چې زما نوم د دې بدن په کوم ناولي غړي کې ځاى لري ؟ راته ووايه چې هغه بدمرغه ځاى ړنګ او وران کړم .
[ په دې شيبې کې روميو خنجر کاږياو غواړي چې په خپله خېټه کې يې ووهي خو پالوونکې يې خنجر له لاسه واخيستى ]
_ پالوونکې _ آه !
_ لارنس _ لاس ونيسه ته هم نر يې ؟ ډول دي د نر دى خو اوښکې دي ښځې غوندې رژوې .ستا څاروي ډولهعملونه د يوه ځناور د غير طبيعي غوسې ښودنه کوي . د مکاري ښځې غوندې د نر په جامو کې د بدرنګه ځناور کارونه کوي .زه دي هک حيران کړي يم. په خداى قسم خورم چې ما ډېر ښه سړى ګڼلې ، فکر مې کاوه چې پر زړه تريخى لرې تا ټيبلټ وژلى او اوس هم غواړې ځان مړ کړې ؟
او په دې کار سره غواړې هغه نجلۍ چې ژوند يې ستا له ژوند سره غوټه خوړلې ووژنې . او ځان د خداى په لعنت ککړ کړې ؟ ولې ناشکري کوې . او د ځان ، ځمکې او اسمان سپکاوى کوې؟ دا چې ، ځمکه ، اسمان او ستا پنځون هر درې واړه ستا په تن کې سره تړل کېږي ، غواړې داسي وجود له لاسه ورکړې .تا ته شرم دى چې خپل نوم ، پوهه او مينه نوم بدي کوې .چې د سود خوره د خزانې په څير له هر دريو څخه ډک دى . خو له هيڅ يوه يې سم کارنه اخلې . چې ستا طبيعت ، پوهه او مينه وځلوې . ستا شريفه څېره د شمعې دبت غوندې ده چې د نر زړه ورتيا نه لري . ستا د محبوبې مينه چې قسم دي پر کړي، چورلټ دروغ ده. په دې چې له هغه چاه سرهچې لوړه دې کړې چې مينه ورسره وکړې له منځه يې وړې . ستا عقل چې بايد ستا د تن او مينې د ډول سينګار او ښکلا وسيله واوسي د هغو دوو (۲) د بد چلند په وجه بې وزله شوى او د ټوپک د داروو په څيرديوه ناپامه او بدمرغه سرتيريلاس ته لويدلى او ستا د ناپامۍ په وجه يې اور اخيستى دى او له تا څخه د دفاغ پر ځاى ستا ټول تن ټوک ټوک کوي .
ډېره د حيرانتيا خبره ده ، پاڅه ! ولاړشه ! ستا ژوليت چې د هغې په خاطر څو ساعته مخکې مړ کېدلې ، ژوندۍ ده . په همدې خبرې بايد خوښ شې . ټيبلټ چې غوښتل يې تا ووژني ستا په لاس وژل شوى دى ، دا هم بله خبره ده چې تا بايد خوښحاله کړي .هغه قانون چې امکان يې و په مرګ ديمحکوم کړي ، ستا ملګرى شوي ، او مرګ يېپهجلا وطنۍ بدل کړى ، دا هم ستا د خوښۍ لپاره يو بل دليل دى . د نعمت اوښېگڼو ور درته خلاص شوى او نيکمرغۍ درته مخه کړې خو تا د يوې بدمرغې او ژبه ورې ښځې په څير د خپلې طالع او مينې په وړاندې ټنډه تروه نيولې او شونډې دې ځړېږي . خيال د ي ساته ! پام کوه! داسې خلک په بدمرغۍ کې مري . پاڅه او ژر ځه او ځان هماغه ډول چې خبر شوې خپلې محبوبې ته ورسوه . کوټې ته يې ورننوزه او دزړه ډاډ ورکړه . خو پام دې وي مخکې تر دې چې امير پيره داران ودروي له دې ځايه لري شه او که نه نو د ښار له وره څخه نه شې وتلاي ، او ځان مانتوا ته نه شې رسو لاى .
ته بايد هلته دومره پاته شې چې مناسب وخت راورسېږي ، او ستا واده اعلان شي او ستا خپلوان ستا ملاتړ وکړي . او له امير څخه ستا بخښنه وغواړي .او تا بيرته راوبولي، هغه وخت به نو بيا ستا خوښې تر دې کړاو زرځله ډېره وي چې له دې ځايه په تلو کې يې له ځان سره وړې . پالونکې ! ته هم ژر ولاړه شه زما سلام خپلې بي بي ته ورسوه او ورته ووايه چې پلار مور وختي ويدېدو ته اړباسى ، په تېره دا چې سخت غم هغوى ستړى او ستومانه کړيهمدي . او ژوليت ته داهم ووايه چې روميو به ډېر ژر راشي.
_ پالوونکې _ اې خدايه کاشکي ټوله شپه همدلته پاته واى او داسې ښه نصيحتونه مې اورېدلاى . آخ ! خدايه ! پوهه او عقل څومره ښه دي ! باداره ، خپلې بي بي ته به ووايم چې تاسو راځئ .
_ روميو _ همداسې وکړه ، زما محبوبې ته ووايه چېځان راته د ښکنځلو لپاره تيار کړي .
[ پالونکې روانه شوه خو بېرته راوګرځيدله ]
_ پالوونکې _ باداره دغه ګوتۍ بي بي راکړه چې تا ته يې درکړم .ژرکوه تلوار وکړه ، ناوخته کېږي.
[ پالوونکې بيرته روانېږي ]
_ روميو _ دې خبرې څومره خوشحاله او ډاډه کړم!
_ لارنس _ نور نو ځه ، شپه دې ښه ، ستا ژوند ټول په دې خبرې پورې تړلى دى . يا د پيره دارانو تر ګمارلو پورې له ښاره ووزه او يا تر لمر خاته مخګې په بدلو جامو کې له دې ځايه ولاړشه . په مانتوا کې پا ته شه . زه ستا مر يي پيدا کوم او هر څه موده يو ځل به هغه په هغو پېښو چې دلته تېرېږي تا خبروي . لاس دې راکړه نور ناوخته دى . ځه خداى دي مل شه ! ښه شپه دي په برخه !
_ روميو _ که بې حده او ناپايه خوښۍ زه ځان ته نه واى وربللى نو له تا څخه بېليدو ډېر غمجن کولم[
روميو وزي ]
څلورمه صحنه
[ د کپولټ د کور په يوې کوټې کې ]
[ په دې شېبه کې کپولټ د هغه ميرمن او پېرس راغلل ]
_ کپولټ _ ښاغليه داسې بده ورځ شوه فرصت مو ونه کړ چې خپله لور له تاسو سره واده ته راضى کړو . په دې چې هغې ته يې د ترور زوى ټيبلټ ډېر ګران و. ما ته هم همداسې خو څه وکړو موږ ټول مرو ژر يا وروسته . نن شپه به هغه راکښته نه شي . که ستا خاطر نه واى نو زه هم يو ساعت مخکې لا ويده وم.
_ پيرس _ دا د غم ګړۍ د مينې د څرګندولو لپاره مناسب وخت نه دې ، شپه مو په خير . زما سلامونه خپلې لور ته هم وواياست .
_ ميرمن کپولټ_ خير دى نن شپه ډيره غمجنه ده سبا به ترې پوښتنه وکړم او په نيت به يې پوه شم .
[ پيرس روان شو خوکپولټ ورنارې کړه ]
_ کپولټ _ ښاغليه پېريسه زه په زړه ورتيا سره د خپلې لور مينه درته ډالۍ کوم ؛ په دې چې فکر کوم هغه له هر اړخه زما خبره مني .ها ميرمنې ، تر ويديدو مخکې يو ځل ورشه او هغه د پيريس جان په مينې خبره کړه رښتيا دا هم ورته ووايه چې بله چهارشنبې :......
_ پيريس _ د ګل ( دوشنبې) ورځ بيا نو شورو ( چهار شنبې ) ورځ لږ وختې ده ، بيانو زيارت (پنجشنبې ) ورځ دې وي؛ زما له خوا ورته ووايه چې زيارت ورځ به دې دغه شريف انسان ته په نکاح کړو . آيا ته چمتو يې ؟ دا تلوار دي خوښ دي ؟ موږ له څو خپلوانو پرته نور څوک نه راغواړو .په دې چې د ټيبلټ په مړينه ، پسې چې زموږ نږدې خپل دى که جشن او خوښحالي جوړه کړو خلک به داسې فکر وکړي چې هغه موږ ته ارزښت نه درلود يوازې پنځه شپږ کسان خپلوان راغواړو او خبره فيصله کوو. زيارت ورځ څنګه ده؟
_ پيريس _ ښاغلې کاشکې سبا زيارت ورځ واى
_ کپولټ _ ډير ښه ، اوس نو ځه ، خبره زيارت ورځې ته شوه ګوره ميرمنې، مخکې تر دې چې ويده شې د ژوليت څنګ ته ورشه او د واده ورځې په نېټې يې خبره کړه . شپه مو په خير ښاغلې ....... آها ى زما کوټې ته يوه ډيوه راوړې ځه چې ځو ........... بېخي ناوخته شو .....شپه مو نيکمرغه .
[ وزى ]
پنځمه صحنه ]
[ د ژوليت په کوټه کې ]
[ روميو او ژوليت د کړکۍ په څنګ کې راښکاره شوه ]
_ژوليت _ څه کوې غواړې ولاړ شې ؟ لانه دى سهار شوي . دا نارې د بلبل وې نه د جل . هره شپه دغه بلبل د آنار پر هغې ونې ناست او نارې وهي اې زما مينه باور وکړه چې بلبل و.
_ روميو _ دا د جل ږغ و ، چې د سباون پيغام راوړي نه د بلبل . ګرانې ژوليتې ، وګوره هغه له بخله ډکې کرښې وينې چې د ختيځ د خورو ورو وريځو په څنګ کې دي ؟ د شپې ځلانده ډېوه ختمه شوې او خندنېورځ د وريځو ډک غره پر څوکه انتظار باسي . که غواړم ژوندى پاته شم بايد ولاړ شم . اوکه پاته شم نو مرم به .
_ ژوليت _ هغه د سباون رڼا نه ده يقين لرم .بلکې ګرځندهستوريدي، چې له لمره رڼا اخلي چې په دې تياره شپه کې ستا د لارې ډېوه شي . او د مانتوا په لور ستا لاره رڼه کړي . لږ نور هم پا ته شه ضرور نه ده چې دستي ولاړ شې .
_ روميو _ که ته داسې غواړې بيا نو زه راضي يم پروا نه لري چې ومې نيسي او ومې وژني . زه هم وايم چې هغه خړه رڼا د سباون له سترګو نه ځلېږي . بلکه د سهارنيستوري له ټنډي پورته کېږي . او هغه هم د جل نغمه نه ده چې د اسمان له کنارو څخه او ريدل کېږي . زه تر تلو په پاته کيدو خوښ يم اې مرګه ښه راغلې په دې چې د ګرانې ژوليت اراده همدا دى .اې زما ژونده زما دا خبرې دي خوښېږي ؟ راشه چې خبرې سره وکړو تر اوسه لاورځ نه ده .
_ ژوليت _ نه ورځ شوه ، ورځ شوه ! ژر ولاړشه ! ژر کوه ! داهماغه جل دى چې بې وخته او بې ځايه سندرې وايي . او نغمې يې دا ناخوښه تضادونه لري . خلک وايې چې جل ښه ږغېږي، خو دغه يو يې داسې نه دى ، په دې چې موږ سره بېلوي ځيني بيا وايي چې جل د چنګښې پر سترګو مين دى . کاشکې دا دوه ږغه سره بدل شوي واى .په دې چې دا ږغ او نارې موږ سره بېلوي او تا په خپل سهارني ږغ له دې ځايه بيا يې .
_ روميو _ هر څومره چې رڼا کېږي زموږ د بدمرغۍ تياره ډېرېږى .
[ په دې شپبې کې پالوونکې په تلوار داخېږي ]
_ پالوونکې _ بي بي !
_ ژوليت _ څه دي ويل پالوونکې ؟
_ پالوونکې _ هو ، مور دي ستا کوټې ته را روانه ده . سهار دى . احتياط کوه . خيال دي ساته .
[وزي ]
_ ژوليت _ بيانو اې کړکۍ ورځې ته د راتلو اجازه ورکړه ، او زما روح او ژوند رخصت کړه.
_ روميو_ د خداى په امان لاس دې راکړه چې کښته کيږم .
[ روميو کښته کېږي ]
_ ژوليت _ ولاړې اې زما محبوبه اې زما د سر تاجه اې زما خاوند او ملګرې ؟ زه بايد هر ګړي ستا احوال ولرم په دې چې د ګړيو شمېر په ورځ کې د انتظار تر حد ډېر دى . مخکې تر دې چې بيا خپل روميو ووينم عمر به مې تېر شي .
_ روميو _ د خداى په امان زه به ډير کوښښ وکړم چې خپل احوال او سلامونه درته راولېږم ، اې زما ميني !
_ ژوليت _ خيال کوې چې بيا به يو بل ووينو ؟
_ روميو _ شک نه لرم .خامخا به سره وينو که د خداى رضا وه . او دا ټول کړاونه به موږ ته په زړه پورې يادونه وي.
_ ژوليت _ خدايه ! څومره مېد راتلونکي په اړه روح اندېښمن دی، داسې راته ښکاري چې لاندې د ګور په تل کې دې مړى پروت دى .
يا زما سترکي څه نه ويني يا ستا رنګ تښتېدلى دى .
_ روميو _ اې زما مينې، اې زما ګرانې محبوبا ! باور وکړه چې ته هم زما په نظر همداسې يې زموږ تږى اوحسود غم موږ په خپله خوري . د خداى په امان ! د خداى پامان !
[ وزي ]
_ ژوليت _ اې نصيبه ! اې نصيبه !خلک دي بې ثباته بولې . که ته رښتيا هم بې ثباته يې ، بيانو له داسې چاه څخه چې په وفادارۍ کې نوم لري څه غواړې؟ اې نصيبه بې باوره او لړزان واوسه .په دې چې هيله لرم په دې بڼه کې يې ډېر ونه ساتې او بيرته يې راته راستون کړې .
[ له کړکۍ څخه راکوزېږي ]
[ ميرمن کپولټ داخلېږي ]
_ ميرمن کپولټ _ اهاى نجلۍ ، ويښه يې که ويده ؟
_ ژوليت _ څوک نارې راته وهي ؟ او مور مې ده : آيا تر اوسه نه ده ويده شوې؟ اويا هسې وختي ويښه شوې ده ؟او ياکومې نامعلومې چارې دلته راوستې ده ؟
_ ميرمن کپولټ _ ښه ، ژوليت څه خبرېدي.
_ ژوليت _ مورې حال مې ښه نه دى .
_ ميرمن کپولټ _ خپل د ترور پر زوى دې ډېرې اوښکې رژولي ؟ غواړې چې په خپلو اوښکو هغه له قبره راوباسې ؟ او که وکړاى شې دا کار وکړې ، وبه يې کړې خو هيڅکله به يې ژوندى نه کړې بيانو نور بس دي . لږ غم د دېرې مينې ښوونکى دى .خو ډېرغم يو څه بې عقلي ده .
_ ژوليت _ پرې مې ږده چې پردغه دردونکي بيلتون نور هم وژاړم .
_ ميرمن کپولټ _ داسمه ده چې خپل دي مړ شوى دى. او دابيلتون بايد احساس کې خو دومره هم بې خپلوانو نه يې چې يوازې پر هغه وژاړې .
_ ژوليت _ زه چې دا بيلتون احساسوم به لاره نه لرم بې له دې چې تل د خپل دوست لپاره وژاړم .
_ ميرمن کپولټ_ لورجانې غم مه خوره تر تا به د هغه بې غيرته او بې ننګه وژونکى د هغه پر مرګ ډېرې اوښکې تويې کړي.
_ ژوليت _ کوم بې غيرته ؟
مير من کپولټ_ روميو بې غيرته .
_ ژوليت [ له ځان سره ] هغه او بې غيرتي ډېر سره لرې دي.خداى دې تر دې ګناه ورتېر شي . ما خو هغه د زړه له کومي بخښلى دى . [ مور ته وايې] خو هيڅ څوک مې د هغه په څير زړه نه راځوروي .
_ ميرمن کپولټ _ وجه يې داده چې تر اوسه پورې هغه خاين ځناور ژوندى دى .
_ ژوليت _ هو مورجانې ، په دې چې زما له منګلو لرې دى . کاشکې بيله ما بل چاه زما د ترور زوى د وژلو د غچ اخيستو توان نه لرلاى.
_ ميرمن کپولټ. غم يې مه خوره غچ به ځينې واخلو او هلته ، چيرې چې دغه جلاوطنه ژوند کوي
په زهرو به يې کلمې ورپرېکړم .خو چې ته خوشحاله شې
_ ژوليت _ زه به هيڅکه خوښه نه شم مګر دا چې د روميو مړى ووينم .آيا زما بې وزلې زړه دومره ديوه خپل لپاره غمجن دى ؟ مورې که څوک پيدا کولاى شې چې زهر يوسى زه چمتو يم چې هغه داسې سره ګډ ([22][22])کړم چې کله يې روميو وخوري او پر هغه ځاى يې بې هوښه کړي . آه څومره مې زړه دردېږي چې د هغه نوم واوري خو ونه کړاى شي ځان هغه ته ورسوي او زما د ترور د زوى ټيبلټ د مرګ په بدل کې يې ژوند ترې واخلم .
_ ميرمن کپولټ _ ته وسيله پيدا کړه او زه به هم مناسب مامورپه پام کې ونيسم . خو لور جانې اوس مې يو ښه زيریدرته راوړى .
_ ژوليت _ ښه زيرى په داسې وخت کې داڅنګه زېرى دى ؟ ژرکوه راته ووايه
_ ميرمن کپولټ _ لوري ، تا ته خداى داسې هوښيار پلار درکړى د دې لپاره چې له غمه دي بې غمه کړى ډېره د خوشحالۍ ورځ يې درته غوره کړې داسې ورځ چې تا يې هيله نه لرله ، تردې چې سوچ دې هم نه کاوه .
_ ژوليت _ مورجانې دا خوشحالونکى ګړۍ پهکومې ورځې پورې اړه لري ؟
_ ميرمن کپولټ _ لور جانې د راتلونکي پنجشنبې د ورځې په سهار مهال پورې اړه لري . ځوان ميړنى او د پلار نيکه خاوند کنټ پيريس به په خوښۍ او وياړ سره تاخپله نېکمرغه ناوې کړې .
_ ژوليت _ په سپيڅلى سنټ پيتر (Saint Perter) او د هغه په پاکې کليسا قسم خورم چې زه به د دې سړى نېکمرغه ناوې نه شم . دې تلوار حيرانه کړم . څه ډول ممکنه ده يو څوک چې غواړي خاوند مې شي ، مخکې تر مرکې ما خپله ناوې کړي . مورجانې ځار دي شم پلارجان ته ووايه چې اوس اوس د واده نيت نه لرم ، او که دا کار کوم بيانو تر کنټ پيريس مې روميو ، چې تا ته پته ده کرکه ځينې لرم په وارو وارو خوښ دى په رښتيا هم عجيبه زېرى خو دى !
_ ميرمن کپولټ _ پلار دې اوس راځي . په خپله ورته ووايه او وګوره چې څه درته وايې . او ځواب يې څه دى .
[ په دې شېبې کې کپولټ او پالونکې هم راځي ]
_ کپولټ _ کله چې لمر لوېږي شبنم له هوا څخه پر زمکه غوړېږي . خو زما د وراره د ژوند پرزوال ډير ورښت کېږي . دا زما لور ولې تر اوسه پورې لويې لويې اوښکې رژوي ؟ تر اوسه دې لا د اوښکو باران روان دى . ستا تن د يوې بېړۍ ، سمندر او باد غوندې ګرځېدلى . په دې چې ستا سترګې د سمندر غوندې د اوښکو په جذر او مد کې راګير دي ،. تن دې د بيړۍ په څير په دغه تروه سمندر کې خوځېږي . او ستا ساړه ساهونه دي دباد په څير دي چې ستا د اوښکو د څپاندتيا سره يو ځاى بې له هيڅ ځنډه تا په دغه طوفان کې ډوبوي . ښه مېرمنې اوس راځو اصلى خبرې ته تا زما خبره ورته وکړه ؟
_ ميرمن کپولټ _ هو باداره ، خو په مننې سره يې هغه رد کړه . کاشکې دې تور بختې له خپل قبر سره واده کړى واى .
_ کپولټ – صبر وکړه پوه نه شوم ته يوار بيا راته ووايه . ولې يې نه مني ؟ هغه خوشحاله نه ده ؟ هغه په دې خبرې نه وياړې؟ آيا دا چې خپله يې لياقت نه لري ، او موږ داسې ښاغلى ځوان هغې ته د خاوند په حيث موندلى دى ، ځان نيکمرغه نه ګڼي ؟
_ ژوليت _ رښتيا ده زه نه يم خوشحاله له تاسو مننه،خو څه ډول کيداى شي؟په داسې چاه چې کرکه ځينې لرم ووياړم .خو حتیله هغې کرکې هم مننه کوم چې دمينې په خاطر ښودل شوې ده .
_ کپولټ_ څه ډول ؟ څه دې وويل اې د خبرو ډکې نجلۍ دا څه خبرې دي؟ وياړ ، مننه کوم ، خو ښه نه يم ، وياړ نه کوم ښه غوږ ونيسه سپين سترګې نجلۍ مه خوشحالېږه ، مه وياړه ، خو ښکلى تن دي .جور کړه چې د پنجشنبې په ورځ له کنټ پيريس سره دسن پيتر کليسا ته ولاړه شې . که نه نو پر تختو به دې تر هغه ځايه کشله ([23][23]) کړم .ځه ولاړه شه ، دا زيړ او ککروک مخ دې ورک کړه ! سپين سترکې ! ورک دې دا پريدلى رنګ شه !
_ ميرمن کپولټ _ وشرمېږه ! ته ليونۍ شوېيې که څنګه ؟
_ ژوليت _ پلار جانه ! پښې دي ښکلوم ، زارۍ درته کوم .
[ په دې شېبې کې يې په پښو کې لوېږي ]
زما خبره واوره يوازې يوه خبره درته کوم .
_ کپولټ_ ځه ورکه شه ! ډېره سپين سترګې نجلۍ يې ! اې بدمرغې او زخې ! تا ته وايم ځه ولاړه شه . يا د پنجشنبې په ورځ کليسا ته راشه او يادي نور په ژوند ونه وينم . خبره هم مه کوه . ځواب مه وايه . که نه نو اوس به دې له دې زمکې زمکې ووهم .ګوره ښځې موږ فکر کاوه چې خداى موږ ته د يوه اولاد په راکړې خپل رحم راباندې کړى ، خو اوس داسې ښکاري چې دا يوه هم زياتي ده. او د نعمت او ښېګڼې پر ځاى مو بدمرغې په برخه شوې ده ځه له مخه مې چپه شه ! تا ته وايم اې بدمرغې !
_ پالوونکې _ خدايه ، دا نجلۍ هدايت کړې . باداره تاسو بايد په دې ډول هغه ملامته نه کړی.
_ کپولټ _ مهرباني وکړه ، وايه ته له کومه تر ټولو هوښياره شوې ؟ چوپ شه ، ځه خپلې بې معنٰى خبرې دي بل ځاى وکړه ! ځه ولاړه شه !
_ پالوونکې _ ما خو څه بده خبره ونه کړه . اې خدايه ! سړى خبره هم نه شي کولاى ؟
_ کپولټ_ چوپ شه اې بدمرغې چلچلکې ! دا خبرې ليونيو ته کوه . زه اړه نه ورته لرم .
_ ميرمن کپولټ _ ګوره سړيه ته بې حده غوسه يې .
_ کپولټ _لعنت پر شيطان . غواړم ليونى شم هر ګړۍ اوهره شېبه که پرکار وم که په تفريح کې که يوازې وم او که په مجلس کې تل په دې لټه او سوچ کې وم چې د دې لپاره راتلونکى خاوند پيداکړم . اوس چې مې د يوې درنې او خانې کورنۍ ځوان پيدا کړى چې هم موړ دى او هم ډېر ښه صفتونه لري .چې د هر چا خو ښېږي . او دا بدمرغه د سپي د کوټې په څير ژاړي او کړونجېږي .او د خپلې نېکمرغۍ پر ځاى وايې (( واده نه کوم ؛زما نه خوښېږي ؛ لا وختي دى ؛ زارۍ درته کوم ؛ نه غواړم ؛ زما لپاره لاوختي دى ؛ زارۍ درته کوم چې ما وبخښه ))
خو يوه خبره درته کوم که ته واده نه کوې ، مه يې کوه ، خو نوربه له ما سره دلته ژوند نه کوې هر چيرته چې ځې ولاړه شه او څره ښه دي خپل فکر وکړه . زه ټوکې نه کوم .د زيارت ورځ نږدې ده ، لاس دي پر زړه کښېږده او ځان پوه کړه . که ځان زما لور بولې بيا نو غواړم چې خپل دوست ته دي ورکړم ؛ او که نه يې بيا نو ورکه شه !
ځه ګدايي وکړه او په کوڅوکې له لوږې مړه شه .قسم په خداى دى چې نور به د لور په سترګه درته ونه ګورم. او له هغه څه چې لرم يې بې برخې به شې . دا خبره ښه زړه ته واچوه . ښه دي فکر وکړه . زه خپل قول نه ما توم .
[ وزي ]
_ ژوليت _ آيا په آسمانو کې دومره رحم نه شته چې زما په غم پویشي؟
اې مهربانې مورې ما له ځانو مه لرې کوئ . دغه واده د يوې مياشتې يا يوې اونۍ لپاره وځنډوى او که داسې نه وي د واده کټ مې په هماغه تياره قبر کې کښېږدیچې ټيبلټ په کې پروت دى .
_ ميرمن کپولټ _ له ما سره خبرې مه کوه .په دې چې زما له خولې به يوه خبره هم وانه ورې . هر څه چې دي زړه غواړې ويې کړه . نور زه ستا سره کار نه لرم
[ ميرمن کپولټ هم وزى ]
_ ژوليت اې خدايه !ګرانې پالونکې ! ته ووايه چې د دې کار مخه څه ډول نيول کېږي ؟ زما ميړه پر زمکه ژوندى ګرځي او زما ژمنه او ايمان په آسمان کې دي .ته ووايه آيا هغه ايمان او قول بيرته له آسمانه زمکې ته راستنېداى شي؟ ما ته يو اميد او هيله پيدا کړه ، لاره راښيه او غم مې وخوره . اې خدايه دا ژوند ولې پر ماغوندې کمزوري موجود داسې چلونه ازمويي ؟ ته څه وايې ګرانې پالونکې ؟ ستا نظر په دې اړه څه دى ؟ آيا يوه خوشحالونکې خبره نه شې کولاى ؟ زما د زړه خواله راوکړه ، يو ډاډ خو راکړه ګرانې پالونکي.!
_ پالوونکې _ بيا نو غوږ شه چې درته ووايم . روميو جلاوطنه شو. قسم خورم چې هيڅکه به راونه ګرځي او له تا نه پوښتنه هم ونه کړې ، او که داسې وکړي نو مجبور به وي چې په پټه دا کار وکړي .
بيانو چې حالت داسې دى ، فکر کوم ښه به داوي چې له کنټ سره واده وکړې . ګوره لورې ته نه پوهېږې چېکينټ پيرس څومره ښه او شريف سړى دى . روميو د هغه په مقابل کې زوړ زوړوکې دى .زما بي بي تر تا دي وګرځم ، شاهين هم د کنټ پيريس په څير دا رنګه شنې او تېزې سترکې نه لرې . که ته په دغه دوهم واده نېکمرغه نه شوې بيانو زما مخ راتور کړه . په دې چې تر اولې په وارو وارو ښه دى. فرض کړه که داسې هم نه وي بيا هم د لومړي کار تمام دى او يا دختمېدو په حال کې دی.څه ګټه لري چې ژوند وي خو گټه او خوند ترې وانه خلې ؟
_ ژوليت _ ته په رښتيا هم دا خبره کوې ؟
_ پالونکې _ هو د زړه له کوي دا خبره کوم که نه نو پرهر دواړو دي لعنت شي .
_ ژوليت _ آمين !
_ پالوونکې _ څه دي وويل ؟
_ ژوليت _ په هر حال ډېره دي خوښحاله کړم . او د زړه سېکه دي راکړه .ځه ولاړه شه او زما مور ته ووايه . چې پلار مې له ځانه خوابدى کړى دى . اوس روحانى پلار لارنس ته ورځم چې خپله ګڼاه ومنم او بخښنه ترې وغواړم .
_ پالوونکې _ سمه ده ، اوس ورځم او ورته وايم . دادي د هوښيارۍ خبره وکړه .
[ پالونکې هم وزي ]
[ ژوليت د پالونکې شاته ګوري ]
_ ژوليت _ اې زړې کرکې ! اې بدې بلا ! کومه ګڼاه ډېره ستره ده . هوډ او ژمنه ما ته کړم ؟ او يا په هماغې ژبې چې خپله خوشحالي مې په زرهاووځله بې حده په ستا يلې هغې ته بد رد ووايم ؟ ځه اې سلاکاري ! تر دې وروسته به زه او زما زړه ديو بل راز ساتو،يوځل روحانى پلار تههمورځم . وګورم چې هغه څه چاره راته ښيې .که له هر څه نههېلې شم دومره خو کولاى شم چې خپل ژوند ختم کړم.
[وزي ]
څلورمه پرده
اوله صحنه
­[ ورونا ښار د پادري لارنس جونګړه ]
[ پادري لارنس او کنټ پيريس داخلېږي ]
_ لارنس _ تا ويل د زيارت ورځ ؟ دا وخت ډېر لنډ دى .
-کنټ پېريس - ښاغلی کپولټ همداسي غواړي ،زه هم نه غواړم چې د هغه د تلوار مخ ونيسم .
_ لارنس _ تاسو وويل چې د نجلۍ په نظر نه يې خبر ؟ داسمه لاره او خبره نه ده . خداى دې خپل فضل کوي .
_ پيريس _ هغه د ټيبلټ پر مړينه بې حده ژړېږي . په همدې وجه مې ورسره د مينې خبره نه ده کړې . په دې چې د مينې رب النوع د وېر او ماتم په کور کې نه خاندي . پلار يې په دې سوچ دى چې دومره غم خطرناک دى . او د دې لپاره چې د هغې د اوښکو د سېلاو مخ ونيسې .... په واده کې تلوار او بېړه غوره ګڼي ، چې که په يوازې توب کې هغه پاته شي نو په تاوان يې ده ، د دې لپاره چې دا غم يې ورک شي غوره ګڼې چې ملګرى او خوا خوږى ورته پيدا کړي . اوس پوى شوي چې ولې په دې کار کې بېړه کوي .
_ لارنس _ [ له ځان سره وايي ] کاشکې نه پوهيداى او نه واى خبر چې ولې بايد دا کار وځنډېږي .[ مخ يې پيرس ته کړ] وګوره هغه ده ژوليت خپله زما جونګړې ته راروانه ده .
[ ژوليت داخلېږي ]
_ پيريس _ ډير خوښ يم چې خپله ميرمن او ملګرې وينم !
_ ژوليت _ کله چې ستا ميرمن شوم ، بيا دا خبره وکړه .
_ پيريس _ اې زما محبوبا ، امکان شته چې د (( بيا )) خبره تر زيارت [پنجشنبې ]ورځې په بايد بدله شي .
_ ژوليت _ څه چې بايد وشي وبه شي.
_ لارنس _ داښه خبره ده .
_ پيريس _ راغلې يې چې د روحانى پلار په وړاندې دا خبره ومني ؟
_ ژوليت _ که ځواب يې ورکړم بيا مې نو ستا په مخ کې دا خبره منلې ده .
_ پيريس _ هغه ته مه منکيرېږه چې زه درته ګران يم .
_ ژوليت _ تا ته وايم چې هغه راته ګران دى ،
_ پيريس _ ډاډه يم دا به هم ووايې چې زه درته ګران يم .
_ ژوليت _ که داسې خبره وکړم نو ارزښت به يې ستا په غياب کې ډېر وي .
_ پيريس _ خواري نجلۍ د غم اوښکو د ي له مخ سره ، ډېر ظلم کړى دى .
_ ژوليت _ دا برى د اوښکو لپاره دومره په زړه پوري نه دى . په دې چې تر دغې نامهربانۍ او ظلم مخکې مې هم چندان په زړه پورې څيره نه درلوده .
_ پيريس _ ته په خپلو خبرو تر دغو اوښکو ډېر ظلم او بې عدالتي ورسره کوې .
_ ژوليت _ دا دروغ خبره نه ده ، حقيقت دى او هغه څه چې مې ويلي دي د خپل مخ په وړاندې مې ويلي دي .
_ پيريس _ دا مخ زما د ى او ته بد ورته وايې .
_ ژوليت _ امکان لري داسې وي خو بيا هم په ما پورې اړه لري . اې روحاني پلاره اوس وخت لرې او که د مازديګرنۍ دعا په وخت کې درته راشم؟
_ لارنس _ اې زما غمجنېلورې ، همدا اوس ستا لپاره وخت لرم . وبخښه ښاغلې که اجازه وي موږ يوازي پرېږده .
_ لارنس _ خداى دي خپل فضل کوي .
_ ژوليت _ آخ ! ور پورې کړه . بيا نو راشه او له ما سره چې لاره او علاج نه لرم اوښکې تو يې کړه .
_ لارنس _ اې ژوليت همدا اوس هم ستا په غم او کړاو پوه يم او دې غم دومره اندېښمن کړیيم چې عقل مې هيڅ کار نه کوي . او ريدلې مې دي چې هيڅ شي د زيارت په ورځ ستا او د دغه کنټ د نکاح تړلو مخ نه شي نيولاى .
_ ژوليت _ اې پادري ، ما ته مه وايه چې په دې خبرې خبرشوى وې ، بې له دې چې ما ته دا خبره وکړې ، دا ووايه چې څه ډول يې مخ نيولاى شې که په خپل حکمت سره زما مرسته نه شېکولاى دومره راته ووايه چې زما دا پرېکړه سمه ده چې په دغه خنجر همدلته خپله چاره وکړم . خداى ستا په لاس زما او روميو زړونه سره غوټه کړل . او که داسې وي هغه لاس چې تا د روميو د وفادارۍ ټاپه پر ولګوله او اوس بله ټاپه ومني او يا هم زما زړه خيانت وکړي . او بلې خوا ته وګرځي بيانو بايد هر دواړه له منځه ولاړشي . يا په خپلو تجربو سره لاره راوښيه او يا به ووينې چې همدا خنجر زما او زما دغمونو تر منځ قضاوت وکړي .او داسې کار به وکړي . چې ستا تجربه او هنر د هغه په اړه داسې قضاوت نه شي کولاى چې زما لپاره د عزت او شرف پايله ولري نور خبره مه اوږدوه ، يو څه ووايه ، د علاج لاره راوښيه که نه ځان به وژنم .
_ لارنس _ صبر وکړه لورې ، د هيلې او امېدکړۍ وينم خو د هغې د عملي کيدا ستونزه د هغه کار په اندازه ستونزمنه ده کوم چې موږ غواړو مخه يې ونيسو که دومره ټينګه اراده لرې چې له کينټ پيريس سره د واده پر ځاى د ځان وژلو نيت لرې . بيا نو ددې لپاره چې مېړانه وکړې او له هغه څخه د خلاصون لپاره حتماً چمتو يې چې مړينه ومنې ، که دومره جرئت ولرې د علاج لاره يې درښيم .
_ ژوليت _ ما ته ووايه چې د دغه برج له پاسه ځان وغورځوم دا کارکومخو له پيريس سره واده نه کوم .او يا هم امر وکړه چې له لوټمارو په ډکو لارو کې سفر وکړم ؛ يا ځان د مارانو او ښامارانو په ځالې کې پټ کړم ؛ يا مې له قهرجنو ځناورو سره په ځنځير وتړه يا مې په تياره شپه کې په مرده شوى کې يوازې بندي کړه .او يا مې په هغو مړو کې وغورځوه چې هډوکې يې سره نښتي او د کوپړۍ او د پښو د لينګو هډوکي يې خواره واره کېږي . يا هم امر وکړه چې يوه نوي قبر ته ننوزم او د يوه بل مړي په کفن کې پټه شم . يعنٰى داسې کارونه راته ووايه چې په اوريدو يې زما تن ولړزېږي .خو دا ټول به بې له ډاره او شکه اجراء کړم .خو چې خپل نازولي او ګران مين ته پاکه او ريښتنې ميرمن شمه .
_ لارنس _ بيانو صبر وکړه ، ولاړه شه کورته او خوښه خوشحاله اوسه . او له پيرس سره د واده لپاره رضايت وکړه . سبا چهار شنبې ورځ ده ، سبا شپه دې .
خيال ساته چې د خوب په کوټه کې دي يوازې پرېږدي . پالوونکې دې هم مه پرېږده چې ستا په کوټه کې ويده شي . دغه وړه ښيښه له ځان سره يوسه چې کله ويديدې پرکټ پرېوزه او کومې اوبه چې په کې دي ويې څښه . ډېر ژر به دې ټول رګونه ساړه شي او ويده به شې، د نبض طبيعي ټوپونه نور بندېږي ، د شونډو او اننګورنګ دي د خاورې په څير کېږي ، او د سترګو باڼه به دې د مړيپه څير پټ شي ، د بدن غړي دې شخ او يخ پخ درېږي . په داسې وژونکي حالت کې به دوه څلويښت ساعته ويده شې او بيا به له دې درانه خوبه راويښه شې .خو سهارى مهال چې کله زوم کوټې ته راځي او غواړي تا ويښه کړي . تا به مړه وويني په دې صورت کې به دي له دود سره سم په خورا ښو جامو کې پر تابوت کښېږدي او پخواني يخې کوټې ( يخچال ) ته به ديچې دکپولټ په کورنۍ پورې اړونده دى يوسي . او مخکې تر دې چې ته له خوبه راويښه شې ، روميو به زما د ليک په وسېله خبر شي دلته به راشي ، زه او هغه به ستا ويښيدا ته انتظار باسو او هماغه شپه به روميو تا له ځان سره مانتوا ته بوزي . او په دې ډول به له دې غم او کړاوه خلاصه شې . په دې شرط چې د دې نقشې په پلي کيدا کې ستاښځينه ويره او بدګماني ستا زړه ورتيا او ميړانه لږ نه کړي.
_ ژوليت _ ژر هغه ما ته راکړه ! رايې کړه ! او د وېرې او ډار خبره هم مه کوه .
_ لارنس _ دغه ده وايې خله او ورځه ولاړه شه پر خپل هوډ ټينګه ودرېږه . زه همدا اوس خپل يو چړي ستا خاوند ته لېږم .
_ ژوليت _ هيله لرم چې زما مينه زما توان را ډېر کړي . او په دې توان او سېکې سره د ځان د ژغورلو لاره برابره کړم . د خداى په امان ګرانه روحاني پلاره
[ وزي ]
دوهمه صحنه
[ د کپولټ د کور په تالار کې ]
_ کپولټ _ دغه ټول بلن ليکونه ميملنو ته ورسوه .[ يو خدمتګار وزي ] . هلکه ، ته ولاړشه شل (۲۰) تکړه پخلونکي راوله .
_ خدمتګار _ باداره قول درکوم چې يې تجربې پخلونکى رانه ولم . په ځير سره ورته ګورم چې خپلې ګوتې څټې او که نه .
_ کپولټ _ منظور دي څه دى ؟
_ نوکر _ باداره ، ډېر بدمرغه پخلونکى به وې چې خپلې ګوتې ونه څټي او هر څوک چې خپل ګوتې ونه څټي دلته نه شي راتلاى .
_ کپولټ _ څه ولاړ شه ، ژر کوه [ دوهم نوکر هم وزي ]
موږ دومره د ميلمنو هر کلى نه شو کولاى . څنګه ؟ لورمي روحاني پلار ته ورغلې؟
_ پالونکې _ هو همداسې ده .
_ کپولټ _ امکان لري هغه وکړاى شي چې نجلۍ راضي کړي .څومره زخه او لجبازه نجلۍ ده .
_ پالونکې _ وګوره باداره تر مذهبي دوعا وروسته څومره خوښه او خندانه را راونه ده .
_ [ ژوليت داخلېږي ]
_ کپولټ _ ښه خپل سرې نجلۍ ، چيرته سرګردانه او لالهانده وې ؟
_ ژوليت _ هلته چيرته چې مې زده کړه چې ستا له امر څخه د مخالفت او نافرمانۍ پر ګناه پښېمانه شم.او د سپيڅلي لارنس په حکم ستا په پښو کې ځان اچوم هيله کوم چې ما وبخښې . تر دې وروسته به تل ستا امر منم .
_ کپولټ _ په کينټ پيريس پسې يو څوک وليږئ او په دې خبرې يې خبر کړئ ....... زه غواړم چې د دې واده غوټه سبا وتړل شي .
_ ژوليت _ ما هغه ښاغلى ځوان د پادري په جونګره کې وليد او کومه مينه چې هغه يې وړ و ورته څرګنده مې کړه . د شرم او حيا له حده نه شوم تيريدلاى .
_ کپولټ _ په دې خبرې ډېر خوښ يم ، ډېره ښه شوه، پاڅئ هماغه ډول چې بايد شوي واى وشول .زه بايد کينټ وواينم . هو تا ته وايم ځه ولاړشه او هغه دلته راولئ . په خداى قسم خورم چې ټول ښار د روحاني پلار تر منت او احسان لاندې دى .
_ ژوليت _ ګرانې پالونکې ، ته وخت لرې چې له ماسره کوټې ته ولاړه شې . او ستا په خوښه د سبا لپاره ځان ته لازم ډول سنيګار او جامې برابرې کړم ؟
_ ميرمن کپولټ _ سبا دي واده نه دى د زيارت په ورځ دى . وخت ډېر لرو .
_ کپولټ _ مهربانې پالونکې ته ورسره ولاړه شه . او سبا به کليسا ته ولاړ شوو .[ ژوليت او پالونکې وزي ]
_ ميرمن کپولټ _ شپه شوه خو په کور کې ماښام ته څه نه لرو.
_ کپولټ _ اوس ځم او هر څه راوړم ، ميرمنې قول درکوم چې هر څه راوړم .خوته ژوليت ته ورشه او د هغې په ډول سينګار کې مرسته ورسره وکړه . زه نن شپه نه ويدېږم . يوازې مې پرېږده . داځل غواړم چې د کور ميرمنې رولولوبوم. آهاى ..........
هغویټول بهر تللي دي . زه خپله به کنټ پيريس ته ورشم او هغه به د سبا لپاره چمتو کړم . له کومه چې دغه خپل سري نجلۍ بيرته کراره شوې ، زه هم ډير سوکاله او پر کراره شویيم [ کپولټ وزي ]
دريمه صحنه
[ ژوليت او پالوونکې د واړي داخلېږي ]
_ ژوليت _ هو دغه جامې تر ټولو ښې دي .خو مهرباني پالونکې.نن شپه مې يوازې پرېږده په دې چې بې شمېره دعاګانو ته اړتيا لرم .چې خداى زما پر حال ورحمېږي . تا ته خوښه معلومه ده چې ژوند مې له ګناه هونو ډک دي [ ميرمن کپولټ داخلېږي ]
_ ميرمن کپولټ _ ته په کاربوخته يې ؟ زه څه مرسته کولاى شم ؟
_ ژوليت _ نه مورې ، موږ هر څه چې پکار وه د سبا لپاره خوښ کړي دي . په دې خاطر هيله کوم چې نن شپه مې يوازې پرېږدې . او پالونکې دې هم نن شپه له تاسره ولاړه شي . په دې چې ډاډه يم تاسو په دې ناڅاپي کار کې ډېره ګرفتاري لرئ .
_ ميرمن کپولټ _ شپه دي په خير ، ځه ويده شه آرام وکړه ، ځکه چې اړتيا ورته لرې.
[ ميرمن کپولټ او پالوونکې وزي ]
_ ژوليت _ ښه شپه درته غواړم ، خداى خبر چې بيا به سره ووينو . په رګونو کې مې يخې څانګې دي ، زړه مې بې حالي کوي ډاريږم چې د ژوند حرارت او ولوله مې په کې کنګل ( يخه ) نه شي . ښه به داوي چې هغوى ته بيرته ورنارې کړم . چې بيرته راشي ؟ او ډاډ ګيرنه مې وکړي . پالونکې ! خو هغه څه کولاى شي ؟ دغه غمجنه ډرامه بايد په يو سر اجرأکړم . راشه اې ښيښې ! خو که دغه درمل اغيز ونه کړي بيا به څه کوم ؟ آيا سبا سهار به ما ورواده کړي ؟ نه ! هېڅکله نه ! همدا خنجربه يې مخ نيسي . ته همدلته واوسه . [ خنجر پر زمکه ږدي ]
که چيرې دا درمل نه وي ، زهر وي او پادري په مکر او چلول راکړي راکړيدېوي چې مړه شم چې خلک زما او د روميو په کوزدې خبرنه شى . هغه وخت به بيا څنګه وي . خو فکر نه کوم چې داسې وکړي . په دې چې د دې سړي روحانيت او پاکي په وارو وارو ثابته شوې ده .که د روميو تر راتلو مخکې په هوښ راغلمه هغه وخت به بيا څنګه وي ؟ ډېره ډارونکې خبره ده . آيا په هغه يخچال کې به مې ساه ونه دريږي ؟ روغه او سمه هوا هيڅکله د هغه کرکجن وره ته نه ده رسيدلې . که مې هلته د روميو تر راتلو مخکې ساه بنده شي ؟ او که ژوندۍ پاته شم آيا امکان يې نه شته چې د مړينې سوچ او فکر او تياره شپه او هغه ځاى وحشت او هغه ډارونکى يخچال ...؟
چې پېړۍ پېړۍ زما د پلار نيکه هدېره ده . د ټيبلټ په وينو لژند مړى چې تازه خاورته سپارل شوى دى . اوس په خپل کفن کې ورستنېږي .خلک وايي چې روحونه د شپې له خوا هلته پناه وړي.خدايه خپل فضل وکړه! آيا که ژر ويښه شم امکان نه لري چې بد او کرکجن بويونه او بوږنده ږغونه چې ژوندي يې په اوريدو ليوني کيږي زه به هم تر ويښيدا وروسته له دې ټولوکرکجنو او ناوړه ډارنده شيونو څخه چې راباندې ګرځيدلې دي ، ليونۍ نه شم ؟
او ليونۍ غوندې به د خپل پلار نيکه په هډو لوبې ونه کړم ؟ او ټوک ټوک ټيبلټ به له کفنه راونه باسم ؟ او په دې غمجن حالت کې به خپل د تره دزوى هډوکي د سوټي په څير پر خپله ککره ونه وهم او خپل ماغزه به پرې ونه پاشم ؟
آخ ! وګوره ! اوس مې د تره د زوى روح مخ ته ګرځي راګرځي روميو لټوي او غواړي چې د خپلې تورې په څوکه د هغه ټټر سورى سورى کړي !
ټيبلټه ! صبروکړه ! صبروکړه ! روميو ! روميو ! اوبلن درمل دلته دي ستا د روغتيا او سلامتۍ لپاره يې څښم [ پرکټ لوېږي ]
څلورمه صحنه
[ هلته ، د کپولټ د کور په تالار کې ]
[ ميرمن کپولټ او پالونکې ګلونه او سبزي راوړي ]
_ ميرمن کپولټ _ پالونکې صبر وکړه ، چابۍ (کلي) واخله او لږ د ديګ دارو راوړه .
_ پالوونکې _ د شيرنۍ او کلچو جوړولو لپاره يوه اندازه خورما هم په کار ده .
[ کپولټ داخلېږي ]
_ کپولټ _ زرشه ، بېړه وکړئ ، ژر کوئ . د چرګانو اذانونه مې بياواوريده ، د سباون ټلى وهل کېږي . ګړۍ درې بجې دي. .ګرانې ميرمنې د خوړو پر پخولو دي فکر کوه چې لږ نه وي .
_ پالونکې _ باداره ځه ويده شه دا شوخون به دي سبا ناروغ کړي .
_ کپولټ _ هيڅکله ! هيڅکله نه ! ما ډيرې شپې په ويښه سهار کړي دي . او هيڅکله هم نه يم ناروغ شوى .
_ ميرمن کپولټ _ هو پوهېږم چې پوخ ښکاري وې .خو تر دې وروسته به دې زه څارم .
[ ميرمن کپولټ او پالونکې وزي ]
_ کپولټ _ څومره بخيله ښځه ده . هو ډيرهحسوده ښځه ده .
[ په دې شېبې کې درې څلور مزدوران د کبابونو سيخان او بوټى راوړي ]
ګوره هلکه ، آهاى ، څه دي راوړي دي ؟
_ يو خدمتګار _ اشپز ته مې ځينې شيونه راوړي خو نه پوهيږم چې څه شى دي ؟
_ کپولټ _ هلکه زرشه ، ژرکوه وچ بوټي راوړه پيتر ته ور ږغ کړه هغه ته بوټي معلوم دي .
_ مزدور_ باداره زه هم انسان يم پوهېږم چې بوټي چېرې دي، ضرور نه ده چې پيتر په تکليف کړم [ وزي ]
_ کپولټ _ شاباش ډېره ښه خبره دې وکړه .
هغه حرامزاده ډېر شيطان دى . په خبره سرنه خلاصوي ! هوا هم روښانه شوه ، سهار شو. کينټ پيريس به د سباوون په نغمې سره ډير ژر ويښ او دلته راشي .په دې چې خپله يې داخبره وکړه .ته به وايې چې ږغ يې اورم [ د سهار نغمه او موزيک اوريدل کېږي ]
اهاىپالونکي! تاته وايم .
[ پالوونکې داخلېږي ] ځه ولاړه شه ژوليت ويښه کړه او ډول سينګار يې ورسم کړه . زه کنټ پيريس ته ورځم. ژرکوه هغه دي زوم خپله راغى . تا ته وايم ژرکوه [ وزي ]
پنځمه صحنه
[ د ژوليت کوټه ]
[پالونکې داخلېږي ]
_ پالونکې _ بي بي ! بي بي جانې ! ژوليت بي بي ! څومره دروند خوب لرې ! زما وړې او کوچنۍ ورۍ ! اې بي بي ! چې د چنګاښ په څير دې پرکټ ځان غورځولي تا ته ووايم ! بي بي زما د سترګو توره ! ناوکۍ ! ولې ځواب نه راکوې ؟ خدايه څومره دروند خوب لري! خوچاره نه لرم بايد ويښه يې کړم .بي بي ! بي بي ! بي بي ژوليت ! هاى نه ويښېږې ! بيانو پرېږده چې زوم دې خپله له خوبه ويښه کړي .هغه به و ډاروې که نه ؟ [ پرده کشوي ]
څنګه ؟ جامې دي اغوستې دي او بيرته ويده شوې يې ؟ هرو مرو به دې ويښوم . بي بي ! بي بي ! هاى بي بي ! واي خدايه مرګ راکړې ! آهاى راشئ مخ مې تور شو! ژوليت بي بي مړه ده ! آخ ! خدايه د څه لپاره دي غمونو ته پيدا کړم ؟
آهاى! لږ څه د څښلو لپاره راوړئ ! زما بي بي ! زما باداره!
[ميرمن کپولټ راورسيده ]
_ميرمن کپولټ _دا څه غوغا او شور دى ؟
_ پالوونکې _ آخ خدايه مرګ راکړې ، څومره غمجنه ورځ ده !
_ ميرمن کپولټ _ څه خبره ده ؟
_ پالوونکې _ ته ورته وګوره ، يوځلخو سترګې ورواړوه څومره غمجنه ورځ ده !
_ ميرمن کپولټ _ واى ! خدايه ! زما لوري ! زما د ژوند يوازنۍ هيلې ! ويښه شه ! ما ته وګوره که نه نو ستا سره به يو ځاى مرم . راشئ ! مرسته وکړئ ! ژرکوه نارې کړه چې راشي! [ دا وخت کپولټ هم داخلېږي ]
_ کپولټ _ وشرمېږئ ! ژوليت ژر راولئ ، زوم ورته ولاړ دى .
_ پالونکې _ باداره ، سر مې دې خاورې شي ، هغه مړه ده ! مړه ده ! يا پروردګاره! دا څه بدمرغي ده !
_ ميرمن کپولټ _ څه بدمرغي ! خدايه څه ګناه مې کړې ده ! خدايه هغه مړه ده ، مړه ده !
_ کپولټ _ لري شئ چې خپله يې وګورم .............
مړه ده ! واى خدايه ! تن يې يخ پخ دى نبض يې ولاړ دى . او بدن يې شخ دى . ډېر وخت کېږي چې روح يې له شونډو الوتى . او مرګ د ناڅاپي کنګل په څير د ټولو دښتو او بڼونو د خوراښکلي ګُل پر مخ سيورى کړى دى .
_ پالونکې _ څومره غمجنې شېبې دي .
_ ميرمن کپولټ _ اې غمجن ژونده !
_ کپولټ _ هغې مړينې چې ژوليت يې تښتولې زما ژبه يې هم تړلې ! او خبرې نه شم کولاى نه پوهېږم څه ووايم !
[ لارنس او کنټ پيريس داخلېږي ]
_ لارنس _ آهاى ، ناوې چمتوده چې کليسا ته يې بوزو؟
_ کپولټ _ هو چمتو ده خو هيڅکله به بېرته راونه ګرځې زويه ، ستا تر واده مخکې شپه کې ، مرګ ستا د ناوکۍ کټ ته ورغلى . وګوره هلته پرته ده . او ناڅابي مرګ يې دمخ ګلان ټول کړي دي . تر دې وروسته مرګ زما نوم او زما وارث دى ، په دې چې مرګ زما له لور سره واده کړیدى . زه به هم ومرم او هر څه به هغه ته پرېږدم زما ژوند او زما هر څه اوس په مرګ پورې تړلي دي .
_ پيريس _ آيا زما ټولې هيلې او آرزوګانې اوس دې ته رسيدلې چې داسې ورځ ووينم ، د دې لپاره چې ما ته دارنګه صحنه راوښيي ؟
_ ميرمن کپولټ _ اې لعنتي ، غمجمې او بدمرغې ورځې ! زمانې په خپل اوږده او له کړاوه ډک سفر کې داسې بدمرغه ګړى نه دى ليدلى .ما يوازې يو بې چاره او راته ګران اولاد درلود او يوازې هغې ډاډ او خوښي راکوله .خو بې رحمه مرګي راڅخه واخيسته .
_ پالونکې _ څومره غم! څومره بدمرغي ! اې غمجنې ورځې ستا په څېر غمجنه ورځ مې ، هيڅکله نه ده ليدلې ! اې بدمرغو شېبو ! هيڅ کله مې داسې تور بخته ورځ نه وه ليدلې ! اې غمجنې بدي ورځې !
_ کنټ پيريس _ اې مظلومه جادو شوې موجوده له تاسره ظلم او تادا شوې او بې رحمه مرګ درباندې برلاسى شوى ! اې عشقه ! اې ژونده ! نور ژوند نه شته بلکې دامينه ده چې په مرګ بدله شوې ده .
_ کپولټ _ اې زما شهيدې لورې ! او له وسواسه ډکې زمانې ! ولې دې زموږ خوشحالي په غم واړوله ؟ زويه ! لور جانې ، ژوليت جانې ، اې زما ژونده چې رانه ولاړې ! ته مړه يې ! ته مړه شوې يې ! آخ ! لورمې مړه شوه او د هغې په مړينېزما خوښۍ هم ښخې شوې .
_ لارنس _ چوپ شئ ، کرارشئ ! تاسو ته وايم چې کرارشئ دا لويه ګناه او کبر دى . دغم علاج په همدې ويرکې نغښتیدى . د دې نجلۍ په پنځولو کې خداى او تاسو هر دواړه شريک واست . اوس خداى د هغې ټول وجود اخيستیدى هغې ته به تردې ښه چيري وي؟ تاسو نه شوه کولاى چې د خپلې برخې د مړينې خنډشئ خو خداى تعالٰى خپله برخه د تل لپاره ساتي . ستا سو ټولو هڅه د دې لپاره وه چې هغه نيکمرغه شي، په دې چې د هغې نيکمرغي ستاسو جنت وو، خو اوس چې يې روح آسمانو ته الوتیتل پاتې نيکمرغي يې په برخه شوې پرژاړئ ؟ ډېره د افسوس خبره ده چېپهخپلې دا ډول مينې سره ځانو نه ګناه ګاره کوئ . هغه د خداى امانت و د خداى درکړه ، خداى درڅخه واخستله او نيکمرغه يې کړه خو تاسو د ليونو په څير بې تابي کوئ .هغه چا چې يو عمر د واده لاره کچ کړې ، دهغه چاه په اندازه نيکمرغه نه دى چې د واده په پسرلي کې له دې فاني دنيا څخه ځي . خپلې اوښکې پاکې کړئ او پر دغه ښکلي ميت ګلونو وشيندى ، او له دود سره سم يې د واده په خورا ښکلو جامو کې کليسا ته راوړئ که څه هم له مينې ډک طبيعت ، موږ زاريو او ژړاګانو تهاړباسيخو د پنځون اوښکې د حکمت خوشحالي ده.
_ کپولټ _ هر څه چې مو د خوشحالۍ لپاره برابر کړي اوس بايد دوير او غم لپاره کار ترې واخلو .د موسيقۍ وسېلې خپل ځاى د کليسا غمجنو ټاليو ته ورکوي .او د خوشحالۍ نارې او ولولې په غمجنو چيغو ، کرېږو او ژړاګانو سره ښخېږي او خوشحالونکي سندرې د وير او غم په وېرونو او ساندو بدلېږي . او د واده په ګلونو د هغې تابوت سينګارېږي او هر څه سرچپه کارول کېږي .
_ لارنس _ ښاغلېوتاسو ولاړشئ ؛ ميرمنې تاسوهم ورسره ولاړه شئ ؛ ښاغلې کنټ پيريس ! ته همولاړشه. او ځان چمتو کړه چې له دې ښکلې جنازې سره تر هدېرې پورې ولاړشېاود هغې ګناه او بد عمل په خاطر چېکړيموديد خداى قهر به درباندې وشي . پکار نه ده چې د هغه د ارادې پروړاندې ودرېږئ او قهر يې درباندې وشي .
[ له پالونکې پرته نور ټول وزي د تلو پر وخت ګُلان غورځوي او پردې کشوي ]
[ سندرغاړي داخلېږي ]
مشر سندرغاړى _ عجبه خبره ده ! ښه به داوي چې خپل ساز وسامان بيرته ټول کړو او ولاړ شوو.
_ پالونکې _ ښاغليو ښه خبره همدغه ده چې همداسي کار وکړئ .په دې چې وينئ غم جوړ دى [ وزي ]
_ مشر سندرغاړى _ هو ، حقيقتاً دا کار نه شي جبرانېدلاى
[ پيتر داخلېږي ]
_ پيتر _ ګرانو سندرغاړو که غواړئ چې ژوندى پاته شم يوه زړه آرامونکې سندره وږغوئ ؛ يوه زړه کرارونکې سندره .
_ مشر سندرغاړى _ زړه کرارونکې سندره د څه لپاره وږغوو؟
_ پيتر _ اې سندرغاړو په دې چې زما زړه خپله غمجنه نغمه ږغوي . بيانو تاسو زړه کښونکې نغمه وږغوئ چې ما ته سېکه راکړي .
_ مشره سندرغاړى _ موږ د چاه زړه نه شو کرارولاى او اوس د سندرې ويلو وخت هم نه دى .
_ پيتر _ بيانو ته هيڅ نه ږغوې ؟
_ مشر سندرغاړى _ نه .
_ پيتر _ بيانو پوهېږم چې حساب دي په لاس درکړم .
_ مشر سندر غاړى څنګه حساب په لاس راکوې ؟
_ پيتر _ په پېسو نه بلکې په پېغور ، يوه ښه جانانه څپيړه به درکړم.
_ مشر سندرغاړى _ زه به يې ځواب په يوه حسابي سوک درکړم .
پيتر _ بيا به ووينې چې زما خنجر به دي داسې بلاپرسر درته راولي چې له کوپړۍ څخه به دي هم سندريپورته شي ؛ پوهېږې که نه ؟
_مشر سندرغاړى _ که داسې وکړې په مانا به يې ښه پوه شې .
_ دوهم سندرغاړى _ ښه داده چې خپله چاړه پټه کړې او چټياټ دي بس کړې .
_ پيتر _ چمتويم چې په همدغو اوسپنيزوچټياتو تاسو سپک کړم هماغه ډول چې په خپل اوسپنييز خنجر تاسو له پښو اچوم . د نرغوندې ځواب راکړئ .
کله چې مې بې حده غم ځوروي ،او دردونکې ستړيا مې پروجدان زور اچوي هغه وخت موزيک په خپل نقره پامه او زړه کښونکي ږغ سره ..........
ولې بايد ووايو(( نقره پام )) يا (( په خپل نقره پامه ږغ)) ؟
تاسو چې رباب وهئ د دې ځواب راکول لاى شئ ؟
_ مشرسندرغاړى _ ښکاره خبره ده چې د سپينو زرو غږ زړه کښونکى دى .
_ پيتر _ ډېر ښه ! دوه تارچې ستا نظر څه دئ ؟
_ دوهم سندرغاړى _ زه فکر کوم چې د (( نقرې غږ په دې معنې دى چې سندرغاړینقرې ته نارې وهې .
_ پيتر _ داهم ښه خبره ده ! تاسو ښاغلې چې غچکه وهئ څه نظر لرې ؟
_ دريم سندرغاړى _ له بده مرغه نه پوهېږم چې ځواب يې څه دى .
_ پيتر _ بيانو زه يې ځواب وايم (( په خپل نقره پامه ږغ يعنې دا چې ستاسو په څير لږ کسان په جيب کې سپين زرلري .هغه وخت نو بيا موسيقي په خپل نقره پامه آواز ډير ژر دا حالت جبرانوي .
مشر سندرغاړى _ دا څومره رزل مردم ازاره سړى دى .
_ دوهم سندرغاړى _ دا خبره پرېږده دا ډير بې باکه سړى دى فکر دي مه په خرابوه . ځى چې ځو اود وېرجنو انتظار وباسو او سهارنى همدلته وخورو .
[ وزي ]
پنځمه پرده
اوله صحنه
[ دمانتوا ښار په يوه واټ کې ]
_ روميو _ که د خوب هيله من حقيقت ومنم هېلي او آرزوګانېمې خوشحالونکى زيرى راکوي . زما ځيګر چې له خوښۍ څخه ډک دى . پر خپل تخت کښېني اوپهخپلو خوشحالونکو سوچونو سره مې له زمکې پورته کوي . خوب مې وليد چې زما ميرمن راغله او زه يېمّړ وموندم عجبه خوب خودى .چې مړه انسان تهد سوچ کولو فرصت ورکړي ! خو هغې په خپلو نازونو سره ماته نوى ژوند ډالۍ کړ او له سره ژوندى او پاچا شوم .
آه ! کله چې د مينې سيورى دومره تازه اوخوشحالونکى وي .په خپله مينهګټل څه هنګامه جوړوي ؟
[ د روميو خدمتګار بلټ زار چې جګې موزې يې په پښو دېداخلېږي ]
له ورونا څخه خبر راغلى ؟ ښه بالتازاره راته ووايه ، آيا ما تهدي له رحاني پلاره ليک نه دى راوړئ ؟
مور مې څنګه ده ؟ پلار مې جوړ دى ؟ زما پر ګراني ژوليت څه تېرېږي ؟ دا پوښتنه به لا وروسته درڅخه کوم . په دې چې که د هغې حال ښه وي بيا نو هيڅ شئ نه شي بد کيدلاى .
_ بلټ زار _ هغه ښه ده ، هيڅ بدي نه شته .خو د هغې مړى د کپولټ د کورنۍ په يخچال کې پروت دى او د هغې ابدي روح له ملايکو سره يوځاى شوى . ما په خپلو سترګو وليده چې د هغې مړى يې د هغې د کورنۍ په يخچال کې کېښودى . او ما هم دې خواته رامنډه کړه چې تاسو خبر کړم دا چې بد خبر مې درته راوړى ومې بخښه ؛ په دې چې تا را ته ويلي دي چې خپله دنده اجراء کړم .
_روميو _ ښهنوخبرهداسې ده؟ اې آسمانى ستورو ! اوس زما جنګ جګره له تاسو سره ده! تاسو پوهېږئ چې زما ځاى چېرته دى . زر ځه قلم او کاغذ راوړه او آسان کرايه کړه .نن شپه به له دې ځايه ولاړ شوو.
_ بلټ زار _ باداره ځار دي شم هيله کوم لږ صبر وکړه رنګ دې پرېدلى او په غوسه يې او د درناکو پيښو ښودنه کوي.
_ روميو _ ته تيروتى يې ما يوازې پرېږده او هر څه چې وايم ويې کړه . له روحاني پلاره دي ليک نه دى راته راوړى ؟
_ بلټ زار _ نه باداره .
_ روميو _ مهمه نه ده ځه ولاړشه آسونه کرايه کړه زه هم در پسې درغلم . [ بلټ زر وزي ] ښه ژوليت زه به هم نن شپه له تاسره يو ځاى شم .خو بايد فکر وکړم چې څه ډول . اې فساده ، ته څومره چالاک يې چې په داسې آسانۍ سره د نه هيلو انسانانو زړونو ته لاره مومي ! په ياد مې دي چې په دې شا وخوا کې يوه يوناني طبيب ژوند کاوه . تر دې چې په دې وروستيو وختو کې مې لاوليدى چې په خپلو زړو او پينه پينه جامو کې يې په مړه ژواندې څيره . سره خوراکي او دوا يي بوټي پورته کښته کول د هغه کتو د کمزور تيا کيسه کوله ، بدمرغۍ او ستومانۍ د هغه په تن کې غوښه نه وه پرېښودلې . د هغه په دوکان کې مې يو وچ شوى کيشپ وليدى چې ځوړندوو، او همدارنګه له پروړو ډکه سنګساره او نور د بدرنګو کبانو پوټکي هم ليدل کيدل د هغه په شاوخوا قفسو کې د خالي لوښو د هغه د دردونکي او خوار ژوند ښودنه کوله او د دوکان په يو او بل کنج کې يې د زرغونو خاورينو لوښو شيونه ، وچې پوستې ،زړي،دانې،او وچې ګل پاڼې خورې ورې وې . د دې لپاره چې لږ څه د دوکان ډول برابر کړي .کله چې مې د هغه بې چارګي او بې وسې وليدله له ځان سره مې وويل «کهچېرييو ورځ چاه ته زهر په کار شي کوم چې په مانتوا کې يې د پلورلو سزا مرګ دى . په دې ګوښې کې به دغه توربختى او تنها سړى ومومي چې هغه پلورې ». آخ ! داسوچ ، زما د اړتيا مخکښ او دغه اړمن انسان ناچاره دى چې هغه را باندې وپلوري هو ، هو په يادمى شوه .کور يې هم دلته نږدې دى . خو اوس ناوخته دى هغه خپل دوکان تړلى دى . هو هغه دى ومي ليدى . اهاى ، اې دوکانداره .
[ دوکاندار راځي ]
_ دوکاندار يعنٰى هماغه يونانى طبيب _ څوک داسې په زوره نارې راته وهي ؟
_ روميو _ دلته راشه ، وينم چې مسکين سړى يې دغه( ۴۰ )څلوېښت سيکې در واخله او ماته يو ( ۲ )دوه ميثقاله زهر راکړه . داسې زهر چې انسان ډير ژر وژني او داسې انسان چې له ژونده بې زاره شوى دى د هغو په خوړلو سره ژر ولوېږي او روح يې د باروتو غوندې چې څنګه د توپ له خولې څخه په چټکۍ وزي د هغه له تنه و وزي
_ يونانى طبيب _ دا ډول وژونکي زهر لرم خو د مانتوا د قانون له مخې چې هر څوک دا ډول زهر وپلوري سزا يې مرګ دى .
_ روميو _ ته دومره لغړ ، لوڅ پوڅ او بې چاره يې خو بيا هم له مرګه ډارېږې ؟ ستا په باړخوګانو کې لوږه نارې وهي د ژوند کړاوونه او محتاجي دي په سترګو کې لوږه او بې وسي له ورايه کوي . سپکاوى او فقر دي پر اوږو بار دى . ژوند ملګرتيا نه درسره کوي چې شته من شې بيا نو ځان مه وږى کوه دغه پيسې واخله او دغه قانون ترپښو لاندې کړه.
_ يونانى طبيب _ دا زما اراده نه ده ، بلکه دا زما بې وزليده چې دې کار ته راضى کېږم.
_ روميو _ زه هم دغه پيسې ستا د ارادې په خاطر نه بلکې ستا د بې وزلۍ په خاطر درکوم.
_ يونانى طبيب _ دا زهر که په اوبو يا يې بلې هرې مايع کې واچوې او ويې څښې چې د لسو ځوانانو زور هم ولرې په هماغه شېبې کې به دي وژني .
_ روميو _ دغه سره زر يې هم ستا چې د انسان روح ته تر هر ډول زهرو بدتره دي . او په دې بدمرغېنړۍ کې ترټولو هغو زهرو چې ته يې نه شې پلورلاى ډير خلک وژنې دا زه يم چې زهر درباندې خرڅوم ، تا زهر نه دي خرڅ کړي د خداى په امان ! په دې پيسو خواړه ځان ته واخله او په تنکې دې غوښه پيدا کړه
[ يونانى طبيب وزي ]
راشئ اې خوندورو شربتو ، تاسو زهر نه ياست ، راځئ له ما سره چې د ژوليت قبر ته ورشوو . په دې چې هلته به مو وڅښم .
[ وزي ]
دوهمه صحنه
[ ورونا ښار د لارنس جو نګړه ]
_ پادري جان _ [ له بهره ] اې د فرنسيسکان فرقې سپېڅليه روحاني ! اې وروره ! آهاه ! [ پادري لارنس داخلېږي ]
_ لارنس _ دا بايد د پادري جان غږ وي . له مانتوا څخه ښه راغلې . روميو څه ويل ؟ اوکه څه يې ليکلي دي نو ليک يې راکړه .
_جان _ د خپلې فرقې يوه ورور ته ورغلى وم چې د ناروغانو خواله او پوښتنې ته ورشوو ، او تر دې کار وروسته د ښار روغتيا يې مامورانو په دې ګمان چې موږ داسې کورته ننوتي يو چې هلته د وبا ناروغې پيدا شوې ده د کور ور يې وتړى او پرې يې نه ښودلو چې ووزو . په وجه مې ونه کړاى شول چې مانتوا ته ولاړ شم
_ لارنس _ بيا نو زما ليک چاه روميو ته ورسوى ؟
_ جان _ ما ونه کړاى شول چې ليک ولېږم . ليک اوس هم له ماسره دى . ډاګي مې هم ونه موند چې بيرته يې تا ته راوړي . په دې چې ټول د ناروغۍ پر خپرېدا ډاريدل .
_ لارنس _ اې بدبخته ، خداى خوارکړې ! په خپل دين قسم خورم چې دا يو ساده ليک نه و . بلکې مهم خبر په کې و. او پر هغه بې غمي شايد ډېرې خطرې ولري جانه ځه ولاړ شه او د اوسپني اړم( يوم ) پيدا کړه او ما ته يې راوړه .
_ پادري جان _ پرسترګو ، وروره دستي يې پيدا کوم او راوړم يې .
[ وزي ]
_ لارنس _ زه بايد يوازې يخچال ته ولاړشم په دې چې د ژوليت تر ويښيدو پورې درې ساعته پاته دې او درې ساعته وروسته به ويښه شي . که روميو په پېښو خبروي ژوليت به پر ما لعنت ووايې . زه بايد مانتواتهبل ليک ولېږم او ژوليت د روميو تر راتلو پورې په خپلې کوتې کې وساتم ،اې بې چارېژوندۍمينېچې دمړو په هديرې کې بندي يې !
[ وزي ]
دريمه صحنه
[ هلته ، کليسا انګړ ، او په هغه کې د کپولټ کورنۍ هدېره ]
[ کنټ پيريس او د هغه نوکر د ګلونو له ګيډيو سره داخليږي ]
_ پيريس _ هلکه ډيوه ماته راکړه او څنګ ته ودريره لا ښه به دا وي چې هغه خاموشه کړې چې ما ونه وينې .
تر هغې سور بخونې ونې لاندې کښېنه او غوږو نېسه چې که څوک د کليسا هدېرې ته راشى ما خبر کړه .
ګلان ما ته راکړه . زه يوازي ځم
[ نوکر وزي او پيريس د ژوليت پرقبر ګلان شندي ]
اې ښکلې ګله ،ستا د واده پر کټ ګلونه ږدم . اې غمه ! ستا سايه وان خاورې او ډبرې دي ، چې زه په شپې کې د ګلونو شبنم پر شېندم ؛ او که ګلاب نه وي اوښکې درباندې تويوم. او ژړا درباندې کوم.
ستا لپاره زما د شپې وير داسې دى چې پر قبر دې ګلان وشېندم او اوښکې تويې کړم .[ په دې وخت کې مزدور شپيلکى کوي او ناره کوي ؛ باداره .[ روميو او بلټ زار له ډيوې ،کلنګ او يوم سره راځي ] دې هلک خبر راکړ چې څوک رانږدې کېږي . دا بيا کوم لعنتي دى چې نن شپه دې خواته راروان دى چې زما درېښتېني مينيلپاره زما د وير او غم خنډ شي ؟ عجيبه خبره خو ده ! ډېوههم ورسره ده . اې تياره شپې يوه شېبه مې پټ کړه .
[ پېريس هم يوې ګوښې ته درېږي ]
_ روميو _ کلنګ او يوم ماته راکړه . غوږ ونيسه ! دغه ليک واخله او سهار وختي يې زما پلار او مور ته ورکړه او امر درته کوم چې هر څه ووينې او واېې ورې ځان به څنګ ته کوې او په هيڅ وجه مداخله ونه کړې . دا چې دغه وژونکي ځاى ته ننوزم يو خو غواړم چې د خپلې مېرمنې څېره ووينم خو اصلي وجه يې دا ده غواړم د هغې د بې حسه ګوتو څخه ګران بيه ګوتۍ وکاږم چې ضروري کار ورسره لرم ته اوس له دې ځايه ولاړشه . خو که د شيطنت په خاطر بېرته راوګرځې چې زما کارونه وګوري په خدایمې قسم دى چې بند بند به دي کړم ، او د بدن ټوټې به دې د دغې وږې هدېرې په ګوټ ګوټ کې وغورځوم . زمانه او زما نيت هر دواړه د ځناورو په څير ليونيشوي دي . او تروږي پړانګ او طوفانى سمندر هم بې رحمه او ظالم شوي دي _
_ بلټ زار _ باداره زه ځم او ستا مزاحمت نه کوم .
_ روميو په دې کار سره به خپله وفاداري ثابته کړې دا هم واخله او په ژوند کې نيکمرغه شه په مخه دې ښه اې مهربان انسانه !
_ بلټ زار _ [ له ځان سره ] بيا به هم ځان په يوې ګوښې کې پټ کړم . د هغه پر نيت او کتو شکمن يم خداى دي خپل فضل وکړي.
_ روميو _ اې کرکجنباطنه ! اې وژونکې رحمه ! چې د خاورې خورا ګرانه ټوټه دي . د ښامار په څير غوړت وهلې ! ستا ناولې خوله په زور خلاصوم [ قبر خلاصوي ] او بله ګوله دي په خوله کې در اچوم .
.
_ پيريس _ دا هماغه جلاوطنه او فرارى مونټګو دى .چې زما د معشوقې د تره زوى يې وواژه او ګمان کوم چې دغه شاپېرۍ د هغه د مړينې په وېرکې مړه شوې وي . او اوس دلته راغلى چې د مړي سپکاوى هم وکړي . زه بايد هغه ونيسم . اې بې ننګه مونټ ګو ، له دې ناروا کاره لاس وخله !
آيا غچ بايد د مرګ تر حد هم واوړي؟ اې بې غيرته مه کوه که نه بندې کوم دې ! تسليم شه او له ما سره راځه . ستا علاج يوازې مرګ دى .
­ _ روميو _ هو همداسې ده ، بايد مړشم او د همدې لپاره راغلى يم . اې ګران او مهربان ځوانه ! يو نا اميده او ناهيلى ځوان مه زړه نا زړه کوه . له دې ځايه ولاړشه خپل حال ته مې پرېږده . د دغو مړوپه اړه سوچ وکړه او پرېږده چې تا وډاروي.
زارۍ درته کوم . اې ځوانه ، ما مه اړباسه چې بله ګناه مي له لاسه و وزي . له دې ځايه ولاړ شه .
په خداى قسم خورم چې تر ځان له تا سره ډېره مينه لرم په دې خاطر چې دلته مې د راتلو لپاره ځان د ځان پر ضد وسله وال کړى دى .نور له دې ځايه ولاړ شه ، ځه ژوند وکړه او بيا به ووايې چې ديوه ليونى رحم د دې سبب شو چې وتښتې .
_ پيريس _ زه له تا څخه نه ډارېږم او تا د يوه وژونکي په حيث بندي کوم.
_ روميو_ مجبوره وې مې ، نه مې پرېږدې ؟ بيانو ځان ټينګوه درغلم ![ جنګ پيلوي ]
_ نوکر خدايه ! هغه دي سره ونښتل . زه ځم کوټ واليان خبروم .[ وزي ]
_ پيريس _ آخ مړ يې کړم . که رحم لرې قبر خلاص کړه او ما د ژوليت په څنګ کې کېږده ....
_ روميو _ قول درکوم همداسې وکړم . يووار دي مخ وګورم چې ته څوک يې . آخ خداى د مرکوتيو خپل دى کينټ پيريس . بليټ زار مانتوا ته په سفر کې چې روح مې لالهانده و دومره پام مې ورته نه و چې څه يې ويل ؟ فکر کوم ويل يې چې پيريس به له ژوليت سره واده وکړي آيا هغه رښتيا هم داسې وويل او که ما خوب ليدلى .؟ يا دا چې ليونى شومي يم او يا دا چې کله مې د ژوليت په اړه د هغه خبرې واوريدې سوچ مې وکړ چې خبره همداسې ده ؟ آخ ، خپل لاس دي ما ته راکړه چې د بدمرغۍ په غمجن کتاب کې زما او ستا نومونه سره اخښلي دي .زه به دي په شانداره قبرکې ښخ کړم ؟ نه بلکې په ماجرکې اې شهيد ځوانه ! دا چې ژوليت د لته پرته ده د هغې ښکلا به دغه يخچال نوراني کړي ! ته له دې وژل شوي انسان سره يو ځاى ښخ شه ډير ځله چې خلک د مړينې په وخت کې خندېدلي نوکرانو يې د ډيوېنوم پرايښې دى . آيا زه هم هغه ته پېلبو ويلاي شم ؟ اې زما محبوبې ! اې زما ميرمنې ! هغه مرګ چې ستا د نفس شاتيېڅکلي دي په دې نه دى توانيدلى چې ستا ښکلا ورکه کړي .هغه پر تا نهدیبريالى شوى . اود ښکلا بيرغ لاهم ستا په شونډو او اننګو کې سورخي وهلې او د مړينې رنګ بايللي نښې يې ها خواته نه دى رسيدلي . اې ټيبلټۀ تا هم په خپل وينو لژند کفن کې آرام نيولى ؟ زه تر دې څه ښه درسره کولاى شم بېله دې چې په هغه لاس چې ته يې له خپلې ځوانۍ څخه بې برخې کړې او هماغه کس چې ستا دښمن و ، له خپلې ځوانۍ څخه يې بې بر خي کړم ؟ اې دتره زويه ، ما وبخښه ! اې ګرانې ژوليت ! ته څومره ښکلې يې ؟ دا ومنم چې مرګ هم مينه کوي او دغي بدمرغې بلا تهءپه دغې تيارې ګوښې کې د خپلې معشوقې په توګه ساتلې يې ؟ له هغه څخه ډار د دې سبب کېږي چې زه له تاسره پاته شم . او نور د شپې له دې تيارې ماڼۍ څخه ونه وزم . همدلته له هغو چنجو سره چې ستا مله دي يو ځاى پاته کيږم او همدا ځاى به مې تل پاتې او ابدي کور وي . نور د ستورو دغه ناولى جوغ او نادودې چې له دې بدمرغه تنه او خپل ژونده بېزاره شوى دى . لري کوم . اې زما سترګو ! له خپلو وروستيو ليدوکتو ګټه واخلئ . اې لاسونو ! وروستې خداى په اماني وکړئ . او اې شونډو چې د سا کښلو ورونه او کړکۍ ياست په خپلې سپيڅلې مچو او ښکل سره خپله مينه نامعلوميسودا ته وسپارئ چې هر څه مړينې ته سپاري . [ زهرله جيبه راکاږي ] راشه اې تريخ لارښوده ! راشه اې بدخونده لارښوده! اې نه هيلې ماڼو اوس خپله بېړۍ چې له سمندره بې زاره شوې دهدزېږو پرښوپر مخ دړې وړې کړه .
_ دغه زهر د خپلې محبوبې د روح خوشحالولو لپاره څښم ![ زهر خوري]
اې رښتيا ګويه طبيبه ! ستا درمل عجيب تاثير لري ! په همدې مچو سره روح درکوم
[ په دې وخت کې لارنس له ډيوې ، يوم او کلنګ سره راځي ]
_ لارنس _ هيله لرم چې سپېڅلې فرانسيس مې پر وخت او موقع ورسوي .نن شپه زما زړې او بې کاره پښې د قبرونو پر ډبرو څومره ښويدلي دي . دلته څوک دی؟
_ بلټ زار _ خپل يو او تا سو هم ښه پيژنم .
_ لارنس _ خداى دي عمر ډېر کړه . دا راته ووايه چې هلته څنګه ډيوه ده چې خپلې وړانګې پر بې روحه جنازو او چنجو بې ځايه شندي ؟ تر دې چې داسې راته ښکاري دغه ډېوه د کپولټ کورنۍ په هديره کې سوځي .
_ بلټ زار _ هو همداسې ده ، اې روحانى پلاره ، هغه هم زما بادار دي کوم چې تا ته ډير ګران و.
_ لارنس _ څوک دى ؟
_بلټ زار _ روميو دى .
_ لارنس څومره وخت کېږي چې هلته دى ؟
_بلټ زار _ څه د پاسه نيم ساعت کېږي .
_ لارنس _ راځه چې هدېرې ته ورشو .
_ بلټ زار _ زه ډارېږم ، بادار مې خيال کوي چې زه تللى يم ددې لپاره چې د هغه په نيت خبر نه شم په مرګ يې وګواښلم او راته ويې ويل چې ولاړشم .
_ لارنس _ بيانو صبر وکړه يوازې ځم . زړه بل څه راته وايي، خداىه خپل فضل وکړې ! ډاريږم چې بده پېښه به شوې وي .
_ بلټ زار _ کله چې تر هغې سوربخونې ونې لاندې ويده شوم ، خوب مې ليده چې بادار مې له يوه بل سړى سره وجنګيدى او هغه يې وواژه .
_ لارنس _ روميو ! [ سرکښته کوي ، وينه او په وينو لژندي تُورې ويني ]
آخ ! واويلا ! خدايه خپل فضل وکړه دا څنګه وينې دي چې د دې قبر شاوخوا په لړلې ده ؟ دغه په وينو لژندي او بې خاونده تُورې دلته څه کوي چې په دې آرام کونج کې ککړې او لژندي پرتې دي ؟ روميو ! څومره دي رنګ اوښتي ! دا څوک دى ؟ آخ ! دا پيريس دى چې په وينو لژنده دى .آه ! کومه بدمرغه شېبه د دې دردونکې پېښې سبب ګريدلې ؟ هغه ده نجلۍ هم پروېښېدو ده
[ په دې شېبه کې ژوليت سر راپورته کوي ]
_ ژوليت _ اې ګران روحاني پلاره ، زما خاوند چېرته دى ؟ ښه مې په ياد دي چې چيرته بايد واوسم او هم هلته يم . زما روميو چيرته دى ؟
_ لارنس _ څه ږغ اورم ، بي بي ، د مرګ او ناروغۍ او غير طبيعي خوب له ځالې ووزه . داسې قدرت چې موږ يې په وړاندې د دريدوتوان نه درلودي زموږ هڅه يې شنډه کړې ده . راځه چې له دې ځايه ولاړشو . ستا خاوند ستا په غېږ کې ځان وژلى دى .او پيريس هم هماغه ډول اوس نو راځه چې د سپېڅلو([24][24]) نجلوڼو ټولۍ ته دې شامله کړم چې د دې دنيا له خوندونو يې ځان لري کړى دى .نور پوښتنه مه کوه ، په دې چې کوټ واليان را روان دي . ځه چې ځو زرشه اې ګرانې ژوليت زه نور د پاته کيدو جرائت او سېکه نه لرم
[ لارنس وزي ]
_ ژوليت _ ته ولاړشه . ځه له دې ځايه ولاړ شه .په دې چې زه له دې ځاى نه ځم . دا څه دي ؟ يوه شيشهچې زما د رښتينې مين په لاس کې ده ؟ يعنې ځان يې په زهرو وژلى دى . اې حريصه ! تاټول څښلي او يو څاڅکى دي هم نه دى پرې ايښِى چې تر تا وروسته زما مرسته وکړي . زه دي لاسونه مچوم ، امکان لري چې لږ څه زهر پر پاته وي او زما ژوند هم ختم کړي .
آخ تر اوسهدي لا لاسونه تاوده دي .
[ په دې وخت کې کوټ واليان رارسېږي ]
_ مشر کوټ وال_ هلکه مخ ته شه ، کومې خواته دى.؟
_ ژوليت _ ږغونه اورم ، بيانو زه هم بايد تلوار وکړم . اې مهربان خنجره ! دا هم ستا تېکه او پوښ دې ، همدلته پاته شه او پرېږده چې مړه شم.
[ ځان په چاړه وهي او پر زمکه لويږي ]
_ دکنټ پيريس نوکر _ دا هماغه ځاى دى چې ډيوه سوځېده .
_ مشر کوټ وال _ زمکه په وينو ککړه ده . د کليسا د انګړشا وخوا ټينګه کړئ او هيڅ څوک مه پرېږدئ چې ووزي . ژر کوئ . او يو شمير هم ولاړشئ هر څوک چې مو وليدى ويې نيسئ .[ څوکسه کوټ واليان ځي ]
دا څنګه غمجن او له درده ډک حال دى ! کنټ دلته وژل شوي دى . ژوليت چې پرون مړه او ښخه شوې وه .وينې يې له تنه روانې دي بدن يې تود دى او تازه يې روح ورکړى دى . زرځه امير خبر کړه . او ځان د کپولټ کورته ورسوه د مونټ ګو کورنۍ ويښه کړئ او پاته کسان هم همدا شاوخوا ولټوئ .[ پا ته پيره داران هم وزي ] کوم ځاى چې دا بدمرغۍ پکښې شوي دي معلوم دى . خو د دې ټولو دردونکو کړاوونو او غمونو لامل په اسانۍ سره نه شي پيژندل کيداى .
[ ځينې کوټ واليان له بلټ زار سره يو ځاى راګرځي ]
_ دوهم کوټ وال _ دا د روميو نوکر دى . هغه مو د کليسا په انګړ کې وموندى .
_ مشر کوټ وال _ تر هغو يې همدلته وساتئ څو چې امير راځي .
_ دريم کوټ وال _ دا هم روحاني پلار چې تن يې لړزېږي ، ژاړي او ساړه ساهونه کاږي . غوښتل يې چې له کليسا څخه ووزي خو موږ له يامه او كٌلنګ سره ونيو.
_ مشر کوټ وال _ حالت شکمن دى ، روحاني پلار هم دلته وساته . او مه يې پريږده چې ولاړشي.
[ په دې شېبې کې امير او ورسره کسان راورسيدل ]
_ امير _ بيا څه ټکه لويدلې ده چې په دې وختي سهار مو زه راويښ کړم ؟
[ کپولټ او ميرمن يې هم را رسېږي ]
_ کپولټ _ څه خبره ده ، د باندې ډېرې کړېږي او نارې دي ؟
_ ميرمن کپولټ _ خلک په کوڅه کې کرېږي وهي ځينې نارې وهي (( روميو)) ځينې نارې وهي ((ژوليت )) او يو شمېر نور هم نارې وهې (( روميو )) او ټول په کريږو او ژړا زموږ د هديرې په لور ځغلي .
_ امير _ غوږونه يې راکاڼه کړه ، دا بوږنونکي غوغا او غږ د څه لپاره دي ؟
_ مشر کوټ وال _ اې اميره ! دلته کنټ پيريس وژل شوی، روميو مړ دى ، او ژوليت هم چې مخکې مړه وه ، تر اوسه يې بدن تود دى او تازه وژل شوې ده .
_ امير _ وګرځى ، ټول ځايونه وپلټي او وګورئ چې دا ظلم چاه کړى دى او څه ډول شوى دى.
[ يو شمير پيره داران وزي ]
_ مشر کوټ وال _ دغه روحاني پلار او د روميونوکر مې له يا مه او كًلنګ سره نيولي دي . چې د قبر کيندلو لپاره دي .
_ کپولټ _ اې پردردګاره ! خپل فضل وکړې ! ګوره ميرمنې د ژوليت له تنه څه ډول ويني روانې دي .په خطا کې يې ځان په چړې وهلى ، وګوره پوښ يې د مونټګو په ملاپورې تش تړلى .
_ ميرمن کپولټ- مخ مې تور شو ! دا وژونکې منظره د زنګ په څير ده، چې په سپين سرتوب کې مې قبر ته وربولي .
[ په دې وخت کې مونټ ګوهم رارسيږي ]
_ امير _ مونټ ګو، دلته راشه . راشه وګوره زوي او وارث دي سهار وختي پر زمکه سر ايښى دى .
_ مونټګو _ اې اميره بيګاه شپه مې ميرمن د روميو د جلاوطنۍ په غم کې مړه شوه اوس بيا څه غم زما بدمرغه بوډا په برخه شوى دى؟
_ امير _ په خپله ورته وګوره او ويې وينه .
_ مونټګو _ اې د دنيا بې خبره ! دا دې څه کار وکړ چې تر خپل پلار مخکې قبر ته ولاړې ؟
_ امير _ يوګړى دې دا بې ځايه او بې ګټې ساندې او بابولالې پرېږده. صبر وکړه چې يو ځل معلومه شي چې دا پېښه ولې شوې اود چا کار دى . هغه وخت به بيا زه خپله د ګور لاره دروښيم .خو اوس له دې کاره لاس واخله او پرېږده چې بدمرغي د صبر په بندکې پاته سي . شکمن کسان راولئ .
_ لارنس _ تر هر چاه ډير پر ماشک کېږي او تر هر چاه لږ د چارې لاره لرم . په دې چې وخت او ځاى هردواړه ما په دغې دردونکې او بوږنده وژلي تورنوي او اوس درته ولاړيم چې هم ځان ګناه ګار او هم بې ګناه وګڼم . هم محکوم يم او هم بې ګناه .
_ امير _ چې داسې ده بيا نو ژر حال ووايه چې کيسه څنګه ده ؟
_ لارنس _ په لنډ ډول به درته ووايم ؛ په دې چې د دې ټولې اوږ دې کيسې توان نه لرم . روميو چې هغه ګوټ ته مړ پروت دي د ژوليت مېړه دى . او ژوليت هم چې ځان يې وژلى د روميو وفاداره ناوې ده. ما خپله د هغوى نکاح وتړله . کومه ورځ چې تيبلټ ووژل شو به هماغه ورځ د دوى کوزده وه . هغه ورځ چې نوى زوم له دې ښاره شړلی او پراري شو. ژوليتد ټيبلټ لپاره نه بلکې د هغه لپاره ژړېده او بده ورځ يې کوله . په دې منځ کې مې روميو ته ليک ولېږى چې ځان په دغه ويرجنه شپه کې دلته راورسوي او ژوليت له دې قبره وباسي . په دې چې په همدې وخت کې د درملو اغيز ختمېدی . خو پادري جان چې روميو ته زما د ليک او پيغام وړونکى و. ناڅاپه ځنډيدلى و اوبيګاه شپه يې زما ليک بيرته ماته راوسپارى . بيا نو زه يوازې د هغې تر ويښيدو مخکې د ژوليت پلرنۍ هدېرې ته ولاړم چې هغه له هدېرې څخه خپلې جونګړې ته بوزم او هلته يې تر هغه وخته وساتم چې روميو په مناسب وخت کې راوغواړم ؛ خو کله چې د ژوليت تر ويښېدا څو شېبې مخکې راورسيدم ومې ليدل چې شريف کنټ پيريس او ښاغلى روميو مړه دي. ژوليت راويښه شوه ، ما زارۍ ورته وکړې چې له ما سره ولاړه شي او دغه الٰهي او اذلي برخليک په کرارۍ او صبر وزغمي . په دې وخت کې غږ او غوغا پور ته شوه او زه و ډارشوم، په بېړه له هدېرې ووتم ، ژوليت هم نور ناهيلې شوې وه . له ما سره رانغله او څرګنده شوه چې هغې هم ځان وژلى دى .دا ټولې خبرې رښتيا دي او د هغې پالونکې هم د هغوى د کوزدې شاهده وه. که په دې کړاو کې زه ګناه ګار يم په همدې سپين ږيرتوب کې مې مخ کې تر دې چې وعده مې راورسېږى غرغره کړئ .
_ امير _ موږ تل ته يو سپيڅلى انسان ګڼلى يې او خبره دي منو . د روميو نوکر چيرته دى ؟ هغه په دې اړه څه وايي؟
_ بلټ زار _ ما خپل بادار د ژوليت په مړينې خبرکړ هغه هم بې له ځنډه ډېر ژرځان دغې هدېرې ته راورساوه. او ماته يې وويل چې دغه ليک سهار وختي د هغه پلار ته ورکړم. او ما ته يې د مرګ ګواښوکړ چې هدېرې ته د هغه تر ورتلو وروسته له هغه ځايه ولاړ شم
_ امير _ ليک ماته راکړه . غواړم هغه ووينم . د کنټ نوکر چيرته دى کوم چې پيره داران يې په دې پېښې خبر کړل ؟ هلکه ستا بادار دلته څه کول ؟
_ د کنټ نوکر _ هغه ګلان راوړل چې د ژوليت پر قبر يې وشيندي . او ما ته يې حٌكم وکړ چې يوې ګوښې ته ودرېږم . او ما هم همداسي وکړه په دې وخت کې يو سړى له ډيوې سره راغى چې قبر خالي کړي . په دې وخت کې زما بادار توره وکښله او حمله يې پر وکړه . ما هم منډهکړه چې کوټ واليان خبر کړم .
_ امير _ دا ليک د روحاني پلار خبرې تائيدوي او د عشق او مينې او د هغه د مړينې پخلى کوي . دلته يې ليکلي دي چې زهر يې له يوه مسکين يوناني طبيب څخه واخيستل او دغې هدېرې ته يې له ځان سره راوړه چې دلته مړ شي او همدلتهله ژوليت سره يو ځاى شي . دغه دښمنان يعنې کپولټ او مونټګو چېرې دي ؟ وګورئ چې ستاسو . د کرکې او دښمنۍ له امله څومره ظلم او تادا شوې ده . چې پروردګار د مينې او عشق په وسيله ستاسو نېکمرغي له منځه وړې.او ما هم ستاسود دښمنۍ په وجه خپل څوخپلوان له لاسه ورکړي دي . نور نو ټولو خپله سزا وليدله .
_ کپولټ _ اې مونټګو ! زما وروره ! لاس دې راکړه ، دا هغه مېراث دی چېله لور څخه راته پاته دي . او بې له دې بل څه نه غواړم .
_ مونټګو _ خو زه تر دې ډېر څه درته وړاندې کوم. زه به له سرو زرو څخه ستا د لور بُت جوړ کړم تر هغهچې د وروناښار وي . هيڅ څوک به د وفادارياو رښتينې ژوليت په اندازه ارزښت ونه لري.
_ کپولټ _ روميو به هم چې زموږ د دښمنۍ قربانيشو همداسې له خپلې ناوې سره وځلېږي .
_ امير _ نن سهار هر ځاى غمجنه چوپتيا حکومت کوي او لمر له ډېره غمه سر نه راپورته کوي. له دې ځايه ولاړشئ او د غمجنو پېښو کيسه وکړئ . ستاسو ځينې کسان به وبخښل شى او ځنې به سزا شي په دې چې هيڅکله د روميو او ژوليت د ژوند غوندې غمجنه کيسه نه ده اوريدل شوې.
پاى
د کتاب د ژباړونکي په اړه:
ښاغلى اسدالله ( هلالي) د حاجي عبدالرحمٰن ( هلالي) ځوى په ۱۳۳۹ل کال د ورى د مياشتې په ۲۵مه نيټه د فرا ولايت د ( ګلستان ) په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى .لومړنۍ زده کړېيې د ګلستان په ولسوالۍ او منځنۍ زده کړه يې د هلمند ولايت د ناوې په ولسوالۍ کې تر سره کړې ده او ليسه يې په کابل کې لوستې ده .
له۱۳۵۸ لمرېزکال تر ۱۳۶۴لمريز کال پورې د اوکراين د ( لوفښارد سياسى پوهنتون د سياسي علومو په ځانګه کې چې ژورناليزم ورسره مل وود ماسترۍډګري لاس ته راوړې ده او ۱۳۶۴څخه تر ۱۳۶۷ل کال پورې د کابل د افغان غږ راډيو د خبريال په توګه يې دنده تر سره کړېده . په ۱۳۶۷ل کال کې يې پاکستان او بيا ايران ته هجرت کړى دى .
د ۱۳۷۲څخه تر۱۳۷۹ل کال پورې يې د ايران د تهران راديو د پښتو ځانګې د وياند او ژباړونکي په توګه دنده تر سره کړې ده .
له ۱۳۷۹ل کال څخه تر دې دمه د بلجيم د ګينټ په ښار کې اوسيږي.
د وروستيو لسوکالو راهيسې د امريکا غږ او بي بي سي راديوګانو د پښتو څانکې سره د افغانستان ،پاکستان او ايران او سميې د سياسي شنونکې او څېړونکي په توګه همکاري لري .

[1][1]په اشرافو او معتبرو کورنيو کې د سکرو دلالي او خرڅلاو خورا سپک کار ګنل کيده ، د سمپسون منظور دا دى چې سپکاوى نه شي ذغملاى .
[2][2]هغه ځوابونه چې ګريګوري يې ورکوي تر ډيره حده د شوخۍ او ټوکو شنګ لري او د خبرو لوبه ده چې د ژپاړلو نه ده .
[3][3]داسې دود و چې که پر بل چا شبيلکى وهل شوى واى او يا يې پر ټوخلي واى د ځان سپکاوى ګنل کيدى .
[4][4]هغه چنجى چې د ګل غوټۍ خور او له منځه يې وړي.
[5][5]Diana
[6][6]Martino, Count Anselmo , Vituvio , Placentio, Mercutio , valentine , Rosaline Livia , Valentio , Helena , lucio .
[7][7]منظور يې خپلې سترګې دي.
[8][8]دا داسې جنشن او خوشخالي وه چې د اګيست پر اوله جوړيده .
[9][9]پخواني متل و چې ښه ډيوه نيونکي شه لوبغاړي هم دى.
[10][10]نقاب لرونکي په وروستو دريو صحنو کې له ميدانه نه دي وتلي په دريمه صحنه کې په کوڅه کې په مول وهلو بوخت دي او په څلورمه صحنه کې په لومړۍ کوتې او حال کې ولاړ دي . او په پنځمه صحنه کې په لوى حال کې له ميلمنو سره ګډيزي او نوکران له پردو څخه تګ راتګ کوي او د ډوډۍ خوړلو ميزونه ټولوي.
[11][11]Lucentio
[12][12]د عيسوي مذهب د يوه اختر نوم دى .
Pintecost.
[13][13]کوفيت ته اشاره ده چې تل د ړانده هلک په بڼه کې راښکار کيږي .
[14][14]Jove
[15][15]د ټيبلټ کلمه د حيواناتو په کيسو کې و زړورې پيشو ته واى .
[16][16]پيتراک سياسي شاعر و چې په څورلسمه عيسوي پيړۍ کې يې ژوند کاو او د خپلې ماشقې لورا په ستاينه کې قصيدې او شعرونه وويل چې ورپسې زمانو کې يې د غزل وينونکو په غزلو کې يې ډير اغيز درولد .
(Petearch)
[17][17]کومې ښځې چې نومونه يې اخيستل شوي دي . کله ديدو ، کلوپاترا ، هيلن ،هيرو او تيزبي نامتو تاريخي او يا داستاني مينانې دي . چې مرکوتوي په ټوکه هغو رښخند وي او بد ورته وايي .
Dido , Cleopatra , Helen , Hero , Thisbe ,
[18][18]د دې خبرو منظور چې د بې مانا ټوکو اړخ لري يوازې دا دى چې وښي روميو بيرته عادي حالت موندل دى .او مرکوتيو په دې خبرې دومره خوش دي چې خپلو ټوکو ته دوام ورکوي .
[19][19]داليزابيت په وخت کې د ګډا په ځانګړو څپليو او جامو ګل کارۍ کيدلې .
[20][20]د غوږ پيچل د مينې نښه وه .
[21][21]د روم خلکو د (ر) تورى سپى باله ځکه چې ږغ يې د سپى غپا ته ورته و.د سپى نوم ته يې په شک باندې کتل . روميو سوچ کاو چې پالونکې د هغه د وفادراۍ په اړه شکمنه دي په دې خاطر يې هغه بدبينه او شکاکه ګڼله .اوورته وايي (ر) نوم ستا وړ دى .خو پالونکې په دې ټوکه پوه نه شوه.
[22][22]ظاهراً د ژوليت منظور د خپلې مور د خبرې پخلي دي خو مانا يې دا وه چې له زهرو سر د نورو شيانو په ګدولو سره زهر بې اثره کړي.
[23][23]د هغه وخت دود داسې و چې خاين په يې پر لرګو د اعدام ځاى ته بيو
[24][24]په عيسوي دين کې هغه ښځې چې په کليساو کې روحاني روده خپلو تر مرګه بې واده پاتيزي خپل ټول ژوند په عبادت اوخير ښيګنه کې تيرو چې سپيڅلې نجونۍ بولي .

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←