حميداوشمس الدين پرتليزجاج
د ډاکټر لياقت تابان په نوى کتاب حميد او شمس الدين پرتليز جاج څو خبرى
ليکونکى:عبدالجبارکاکړ
هر کتاب چې موږ يې لوست کوو هغه په ځان کښې څه نه څه علم لرى خو ځينى کتاپونه داسې وې چي هغه دعلم خزانه وى خو شرط دا ديچي د زړه په غوږو هغه ولوستل شى داسې نه چې د کتاب يو لوستونکى کتاب هم لولى او بل کار هم ورسره کو چې و داسې لوست ته د کتاب لوست نه شى ويل کيدي نو ځکه زياتره د کتاب لوستونکي لوست په يواځى کښې کوى يا ئې وشپى لخوا کوي چي يو ډول شرشورنه وي دا ځکه چې په داسې حالاتو کښې لوستونکي چې څه وائى نو خپلهټوله پاملرنه ئې هم په کتاب باندى وى هم دا خبره ده چې زياتره خلګه و لوئى څښتن (ج) ته ځان د ورنزدې کولو دپاره په لهجد باندى عبادت کوى چې دا وخت د عبادت دپاره ډېر غور غوره او افضل وى ددې سره سره چې يو وګړى څومره عبادت کوى هومره هغه و لوئى څښتن(ج) ته نزدې کيږى خو ددې شرط سره چې په عبادت کښې سپيڅلوب وى اوريا کاري نه وى هم دا ډول چې څوک د کتابو لوست په لويه کچه او د زړه په غوږه کوي هومره د هغه علم وده کوي چي څوني په دي لاره کښې مخ په وړاندى ځي هومره هغه و رښتيا او حقيقت ته نزدې کيږى.
کتاب پوهنه يا چې څه لوبى په هغه ځان پوه کول هم يو لوئى هنردي خو په شاعري او د شاعر و شعر او دهغه مخي او مقصد ته رسيدلي ځما په اند تر ټولو ګران کار دي ولي چي شاعر کوم شعر زموږ و مخ ته وي د تور په ويلو خو موږ پوه شو خوپه دى پوه کيدل چي د شعر خيال څه دي دي ته رسيدلى ډير ګران دي ولي چي د شاعر وينا څه وي خو د هغه مطلب څه وي ځکه چي ډېر د شعر لوستونکي د شعر مطلب په مجازي مانا او ډېر ئې حقيقي په لوري وړي خو د شعر و مطلب ته د رسيدلو دپاره ضرورى ده چي موږ په هغه ټولولو ازماتو لکه علم بديع څخه نيولى تر استعاره تشيج استعاري او نورو ډېرو باندى پوه او خبر شو لکه ډاکټر لياقت تابان چي په خپل کتاب د حميد او شمس الدين پرتليز جاج کښې ډېر اوږد بحث او ليک ور باندى کړى دى چې په رښتيا هم دا ډېر لوئى زيار دي چي د يوه لوستونکي د معلوماتو دپاره ډېر اړن دي چي څوک په دى پوه شې نو به تېر ډېر د شعر او د شاعر په وينا پوه کيدى شى زموږ د پښتو شاعران په زياته بيا کلدسيک شاعرى د ډېرى اوچتي کچى شاعرى ده چې هر ډول شعرونه پکښې موندل کيدى شې چې هم د هغه وياړ دي چي د پښتو شاعري د نړۍ د تويو او پخوژبو چې هغه هم چند ژبى دى هم د دهغه ژبو په ليکه کښې هسکه غاړه ليدل کيږى که د لياقت تابان وارو زموږ پوهان په دى اړخ قلم راپورته کړى پښتو به نوره ځلدو مومي ددي سره سره چي پښتو او ددي ژبى څوک سرپرست او خواږي نشته دا ځکه چي زموږ ولس ډېر لږ په دى پوه دى چي ليکوال او شاعر بيا د کومي خوا راغلي دا ځکه چې زموږ حکمرانانو او مشرانو ودي خواته پام نه دي اړولي يايې د سياسى ګټو دپاره د پښتو او پښتون استيحصال کړي دي که په يوه بل هيواد کښې د لياقت تابان وارو يا د نورو څو زيار شوى وى نو نه شو ويلي چي وز دوي ته به کوم کوم وياړ ډګري او سندونه ورکړى وى خو د بده مرغه پښتانه په يوه داسې چاپيريال کښې ژوند کوي چي بې ننګه ئې تر هر چا ننګيالي دي چاچي خپلې ژبى خپل دود او خپلې خاوري ته څومره زيان رسوى هم هغه بريالى دي او چاچى د نورو په وينا خپلوباتورانو ته بد ويل هم هغه باتور دي.
لياقت تابان نه يواځي د دوو شاعرانو پرتليز جاج په خپل کتاب کښې اخستي دي (چې اوس د ولس پنګه ده) بلکى ډېرى نوري په زړه پوري چيړنى يې کړى دى که هغه دينى او مذهبى دى يا که سائنسى دى چې د نن ورځى هر وګړى ته ډېر څه ورکوي يواځي که څه نشته نو هغه د ډالرو او د کلدارو د ګټلو چل دورسېنوولو لاره نه شته دا ځکه چې زموږ کوره ټولنه هم ودي چل ته د رسيدلو په فکر کښې دى او تر هغه وخته چې د هغه کوره اوړنده ټولنه د دهغه دربلى او تاريکى څخه نه وي راوتلي که کتاب د زرو په اوبو ورته وليکل شى په دى کوره ټولنه اغيږى نه شې پاشلي خو دا هڅه په ارومرو کوي چي په زرو ليکل شوى کتاب ويجاړ کړى که څه ژر ترلاسه شو هم د هغه خبره ده چي نن زموږ ټولنه د تورې تياري و کندو ته لويدلي ده او ګټه يې د مور او پلار د دين او مذهب ورتېره کړي ده خو په دي نه دي خبر چي کتاب ليکنه څومره ارزښت لري ډېر شتمن خلګه موږ وليدو چې ددې نړۍ څخه سترګى پټى کړى او نوم او نشان ئې په قبر کښې ورسره ښخ شو خو هغه څوک نن هم ژوندي دي چاچي يو وړوکي کتاب يا نوروياړ و ټولني ته ورکړي نو ځکه چې دا څرګنده شوه چې و ټولني ته د کتاب يا بل څه د ورکولو څښتن نوم تر قيامت پورى ژوندي پاته وي د لوئى لوئى پاچاهانو نوم دومره نه اخستل کيږى لکه د ملنګ رحمان بابا و دوي ته ورتو چاچي ودي ټولني ته څه په خپل وخت کښې ورکړي وو او نن هم دهغه څخه ولسونه ګټه ترلاسه کوى.
ډاکټر لياقت تابان نه يواځي حميد او شمس الدين څنګ په څنګ روان کړي دي بلکي دوى پښتو شاعرى د هغه وخت د پښتو پوهنه ئې د نړۍ والو سره د هري لري پرتله کړي ده چي دا د لياقت تابان پوه او کمال دي دوى يوتله و بلې خواته نه د لاندي کړى بلکي هغه وياړونه ئې د دواړو د وياړ او کار په رڼا کښې ولس ته وړاندي کړى دى چي د يوه ليکوال دپاره داسې منځګريتوب آسانه کار نه وي خو تابان د مخه هم د شيدا او حنان بارکزئي پرتليزي جاج کښې تر داسې زمويني څخه تېر شوي وو نو ځکه د حميد او شمس الدين پرتليز جاج د دوى نوى کتاب ډېر ارزښتونه لري او دا هيله کيږى چې لياقت تابان به ودي لړي ته دوام ورکړي او يو زيار به تر بل نور ښکلي او علم لرونکي وي ځکه چي بشر هم ددي دپاره لوئى څښتن(ج) ژيږولي دي نه ددي دپاره چي يو ورور دبل ورورغوښې و خوري بلکې د ژوند مخه يو ورور د بل د مرستي دپاره جوړ کړي دي چي لومړى ورکه هم و خپل ورورته ښوونه ده.
د لياقت تابان په نوي کتاب ډېر څه ليکل کيدلي شې چې هغه پوهان شاعران ژب پوهان يا پى.ايچ.دى يا پروفيسران وي څه خو چي څه ليکم زما پوهنه هم دومره ده او ددي څنګه هغه څه ليکم چي زما په مشاهده کښې راځي نه ددي دپاره چي څوک خوشحاله کړم يايې راڅخه خوابدي کړم خو هغه څوک ارومرو ستايم او تشويق کوم څوک چې په دي اوسينو حالاتو کښې د پښتو په چوپړ کښې وي ولې د سوکالى په وخت کښې هر يوراجګيږى او داسې کارونه کوى ننګيالي او نوموړي هم هغه څوک وي چي په غير معمولي حالاتو کښې و خپل ولس او ژبى ته وکړى لکه لياقت تابان چې د لوئى څښتن په ملاتړ په مخه کړى دى او دا هم يو لوئى وياړ دي چي څوک پخپله څه نه شې کولي خود بل هلې ځلې وستائي څه پخپله د داسې چا څخه يم خو د بده مرغه زموږ ټولنه دومره بې احساسه شوي دي چي د چاو کار ته ښه و وائي بايد..؟ بلکي تر دي هم لويه بده داده چي موږ دوياړلو او ننګياليانو کړنه پټوو او د بې ننګه او د نورو د لاس پوڅو ستاينه کوو چي دا ورانونکي او لوئى جنايت دي چي ښه خلګه و تر ټولو او د بدو ملاتړ وکړو چې د ښه کارو مخ نوي وشې اويدو ته وار ورکول شې چې نوربد وکړى نورورانى وکړى چي ټولنه نوره د بد مرغيو سره مخامخ شې..
وخت راغلې دي چي زموږ پوهان ليکوالان رڼ انده او ژب پوهان خپل مسئوليت او ډنډه وپيژني دوي د ځان او د هغه چا تر مينځ اوږده ليکه وباسې څوک چې د خپلې ځاني ګټي دپاره هر څه چمتو شوي دي که داسې چاته د ګټو دپاره هر څه دلاسه ورکړي دي خو زموږ و هر اړخيزه پوهانو ته خدائى(ج) رڼا ورکړي ده چي څومره ئې روښانه کوي دا نوره ځلانده کيږى يو داسې وياړ دوي ته ور په برخه شوي دي چي نه ختم کيدونکي دي ښتمني يوه سباون نه لرى خو د علم ښتمني به تر قيامت بلکى بله نړۍ کښې به هم د دوى ملګرى وى چاچى تراوسه د کتاب په بڼه کښې ټولنه ته ورکړى دي که نن په دي بحرانى دور کښې حالات په حق کښې نه دي خو دوى نه ورکيدونکى دى....؟
