بې وفا ملګرى
ټارزن (ځنګليي سړى) په يوه باغ کي پروت د اسمان خواته يې کتل، چېرته چيمرغۍ الوتلې، بيزو چي پنکي د هغه لهڅنګه ناسته وه کيلې يې خوړېټارزن کېنوست د پنکي ته يې وکتل، وې خندل:
- ته خو هر وخت خوراک کوې، ته ولي نه چاغېږې؟
پنکي ځواب ورکړ:
- په دې خو زه هم تر اوسه نه يم پوه سوې ؟
- داسي ښکاري چي ستا په معده کي څه ګړ بړ ده.
- کېداى سي
- نو بيا ولي کوم حکيم ته نه ورځې؟
- زموږ په ځنګله کي نو حکيم چېرته دى؟
- نو بيا خو بايد چي ښار ته ولاړ سو
- زه هلته نه ځم، هلته ډېر رش وي، زه له رشه ډېره وېرېږم
ټارزن په دې خبره باندي وخندل، پنکي چي اخري کيله په خوله کي واچوله او
پټوکى يې يوې خواته غورځار کړې وې ويل:
- ښه سرداره! زه خو غواړم چي په ښه ارام سره ويده سمه
- ښه! ويده سه
پنکي اوږده اوږده وغځېده او د اسمان خوا ته په کتو سوه، په اسمان کي يېډېر کارغان وليدل، سر يې د ټارزن خواته واړواړه، وې ويل:
- سرداره...... سرداره! په آسمان کي ډېر کارغان دي، ماته خو داسي ښکاريچي څه ګړبړ سته
- څنګه ؟
ټارزن چي د اسمان خواته وکتل د ده نظر هم په کارغانو ولګېد، وي ويل:
- اووووووو، رښتيا، دا کارغان خو هغه وخت داسي الوزي چي کله د کوم انسانيا حيوان مړ وي او دوى ورځي غوښي يې په نوکانو شکوي
- هو، ما هم همدا فکر کاوه
- ځه چي دې لور ته ولاړ سو او وګورو چي څه پېښ سوي دي
دواړه پورته سول، په ټوپو باندي هغې خواته روان سول، څه وخت وروسته دځنګله اخېرنۍ برخي ته ورسېدل، هلته يې يو سړى په نيم مرګه حال وليد،حيران سول، دستي د هغه څنګ ته ورغلل، ټارزن له سړي نه وپوښتل:
- ته څوک يې ؟
د هغه سترګي بندي وې، ډېر زخمي و، لږ يې سترګي خلاصي کړې د ټارزن خواته
يې وکتل په مړه غږ يې و ويل:
- زما سره مرسته وکړئ
ټارزن ځواب ورکړ:
- ښه ده، ښه ده
په ډېر احتياط يې په غېږه کي راواخست روان سول،لږ وروسته د ټارزن غار ته ورسېدل، ټارزن ژوبل سوى سړى په ځمکه بانديکېښود د هغه زخمونه يې وتړل، له لږ ځنډ وروسته ترې فارغه سو، په دې وخت
کي زخمي بې هوښه سوى و، پنکي ټارزن ته و ويل:
- آيا دا مړ سوى دى؟
ټارزن د هغه په سينه باندي غوږ کېښود د هغه د زړه درزا يې واورېده د پنکي
خواته يې وکتل:
- دا بې هوښه ده
- اوس به نو تر هغو انتظار کوو چي تر څو په هوښ کي راځي، بيا به معلومهسي چي څنګه زخمي سوى دى
- هو، ته ولاړه سه غوا ولوسه او شيدې يې راوړه، چي کله په هوښ کي راسي ور به يې کړوپنکي د ښه ده په ويلو سره ټوپونه کړل ولاړه، له لږ ځنډ وروسته زخمي پههوښ کي راغى، ټارزن ترې وپوښتل:
- ستا طبيعت څنګه ده؟
- زه اوس ډېر ښه يم
- ستا نوم څه ده ؟
- جيمز
- چېرته اوسې ؟
- امريکا کي
- دلته څنګه راغلى وې؟
- له خپل ملګري جيکي سره راغلى وم
- ولي ؟
- د هيرو په لټه کي
- نو بيا زخمي څنګه سوې؟
- هېرې خو مو پيدا کړې، خو جيکي زما له زخمي کولو وروسته وتښتېد،
- اووووو، دا خو ډېره د افسوس خبره ده، مطلب دا چي ستا ملګرى ښه نه و،
- هو، اول خو هغه ښه ملګرى و، خو وروسته هغه ماته دهوکه راکړه،
- هغه ستا له څه وخته راهيسي ملګرى دى؟
- له لس کاله راهسي نه
- آيا تا هغه په دا دونه وخت کي ونه پېژاند؟
- نه، همدا زما تېروتنه وه
- هغه څنګه ستا ملګرى سو؟
- د اورګاډي د سفر پر مهال له هغه سره زما ملګري سوه،
- اوس به هغه چېرته وي؟
- هغه به يقينا خپل ښار ته ځي، ځکه چي د هغه به دا خيال وي چي زه به مړ سوى يم
- نو بيا ته د هغه په خلاف څه کوې ؟
- زه به هغه پيدا کوم او خپله بدله به ځني اخلم
- بې شکه..... ته بايد له داسي سړي نه بدله واخلې
په همدې وخت کي پنکي راغله، په لاس کي يې د خاوري پياله وه چي شېدې پکېوې، ټارزن ورته و ويل:
- راوړه ماته يې راکړه
ټارزن جيمز ته و ويل:
- واخله دا شېدې وڅيښه
درې ورځي وروسته جيمز په بشپړه توګه ښه سو، ټارزن ته يې و ويل:
- زما ټارزنه ملګريه! ما ستا په اړه ما اورېدلي و چي ته د ځنګله بادشاهيې، له ډېر طاقت سره - سره زړه سوانده هم يې، ما خپله ستا زړه سوانديوليده، زه غواړم چي تل له تا سره ملګري وساتم،ټارزن وخندل:
- بې شکه، بې شکه، زه هم ستا غوندي خلکو سره ملګري خوښوم،
- ښه، اوس نو ماته اجازه راکړه
- بيا به کله سره وينو؟
- زه زر راځم، او ځم راځم بهپنکي ورته و ويل:
- ښاغليه جيمزه! موږ به ستا په انتظار يو
جيمز د پنکي خواته وکتل:
- ياره، زما خو زړه غواړي چي تا له ځانه سره بوځم او تل دي راسره وساتم
- ولي وروره! په ما کي داسي څه خبره ده ؟
- ته ډېره هوښياره او شرارتي يې
- بيزو خو شرارتي وي
- هو، خو ته هوښياره هم يې او کار هم کوې
- دا ټول د ټارزن مهرباني ده، هغه زه په کار عادت کړم، هغه خپله کار کوي،او ناکاره خلک او حيوانان نه خوښوي
- دا خو ښه خبره ده
ټارزن و ويل:
- هو، کار کول ښه خبره ده، کله چي زه ځيني حيوانان سست پست وينم نو ميډېره خوا ورته شنه کيږي
جيمز و ويل:
- زه خپله له کار سره عادتي يم، ښه زما خوږو ملګرو، ماته اجازه راکړئ
- راځه، موږبه له تا سره د ځنګله تر پايه پوري ولاړ سو، له هغه ځايه بهته په خپل موټر کي ولاړ سې
له درو ورځو راهيسي د جيمز موټر هلته ولاړ و چيرته چي ده او دجيک درولىو، د جيمز خيال و چي جيک په کومه به طريقه تللى دى، دوى د ځنګله اخېر تهراورسېدل، ناڅاپه يې يو اواز واورېد، دوى هغې خواته وکتل، هلته جيکي په
وښو کي پروت و، د هغه يو لېچ نه و او لېنګى يې ډېر زخمي و، دوى ټول هغهته ورغلل، جيمز ورته و ويل:
- جيکي....... ته دلته؟
په تکليف يې ځواب ورکړ:
- هو
- څه در وسو؟
- زه يوه زمري ژوبل کړم
- اوس د بې ايماني درک درته معلوم سو
- هو، زه ډېر شرمنده يم، زماسره مرسته وکړه
- نه، زه ستا غوندي خلکو سره مرسته نه کوم
- ماته د خپلي غلطي احساس وسو، زه تاته ډېر شرمنده يم، ما وبخښه
ټارزن و ويل:
- جميزه، وې بخښه
جيمز د ټارزن خوا ته وکتل وې ويل:
- ټارزنه دا ته وايې؟
هو،
- تا خو ويل چي هغه مړ کړه؟
- خو..... اوس د ده حال ډېر خراب دى، دى په خپلوکړو باندي شرمنده دى، ځکهنو ته اوس دى وبخښه،
- ښه ده، چي ته وايې نو به يې وبخښمټارزن جيکي په غېږه کي واخست، هغه ډير په تکليف و، دوى ټول يو ځل بيا د
ټارزن غار ته راغلل، ټارزن جيکي په ځمکه باندي کېښود د هغه زخمونه يېوتړل، کله چي يې زخمونه ور وتړل ورته وې ويل:
- آيا ته وږى يې ؟
- هو، زه ډېر وږى يم
ټارزن پنکي ته و ويل:
- ولاړه سه د د ه د خوراک لپاره يو څه راوړه، خو اول يو څه اوبه راوړه چي وې څيښيپنکي د کونج خوا ته ټوپ کړ هلته يو منګى پروت و، په پياله کي يې اوبهځيني راواخيستې ټارزن ته يې ورکړې، ټارزن جيکي ته اوبه ورکړې، پنکي ولاړه
يوه اونۍ د جيکي درملنه روانه وه، کله چي هغه ښه سو نو ټارزن ورته و ويل:
- ښاغليه جيکي! دا ډېره د افسوس خبره ده، چي تا خپل ملګري ته دهوکهورکړه او هغه دي زخمي کړ ولاړې
- هو، زه په خپلو کړو وړو باندي ډېر شرمنده يم
- اوس په رښتيني زړه له خپل ملګري بښنه وغواړه
- زما ملګرې جيمزه! ته په رښتيا تر ما مخلص يې، زما لپاره تر خپل ځان همتېر يې، خو ما ستا ملګرتيا قدر ونه کړ او دهوکه مي درکړه، د دې سزا ماتهراکړل سوه، زه اوس له خپل يوه لېچه محروم يم، ته ما وبښه،
- که ته زما د يوه مخلص ملګرى کېدو وعده وکړه، نو بيا زه خپله ملګري پر ځاى ساتم
- زه وعده کوم
جيکي جېب ته يې لاس کړ ټولي هېري يې ورکړې:
- زه غواړم چي دا ټولي هېرې ته واخله، ځکه چي د همدې له وجي زما په زړهکي څه دهوکه پيدا سوه او ما له تا سره بې وفايي وکړه
- نه، زه د دې هيرو هيڅ غوښتنه نه لرم، که ته غواړې دروايې خله، که تاماته اول ويلي واى، چي ته ټولي هيري در اخلي نو ما به په خوښۍ سره درکړېواى
جيکي په ډېري شرمندګي و ويل:
- ته په رښتيا يو عظيم انسان يې، افسوس چي ما ستا قدر ونه کړ،
- ښه، اوس د دې ضرورت نسته چي ته شرمنده سې، ځکه چي موږ اوس بيرته سره ښه ملګري سوو
جيکي ته دا په معلومه سوه چي يوه ښه ملګرى تر هيرو ډېر ښه وي، له هغه سرهبايد هيڅکله هم بي وفايي ونه سي

Mr.Muhib Rahmati
