اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د نړۍ وال کلى ژبى کلتور سپيڅلي اسلام او تعليم

ليکونکى:عبدالجبارکاکړ

دا تاريخ خبره ده که يو قام او ملت (NATION)د مينځ څخه وړل وي نو د هغه ژبه کلتور او دود او تاريخ د مينځ څخه وباسه تاريخ څخه دا څرګنده شوى ده چې قامونه او قومونه د چا ژبه او دود چي د مينځ څخه تللې دي هغه هر څه دلاسه ورکړي دي آن دا چي د خپلي خاوري او مځکي څخه هم بى برخى شوى دى نو ځکه د نړۍ هر قام دا هڅه کوى چې خپله ژبه خپل دود او کلتور خوندي وساتى او ددي د څنګه ودي ته وده هم ورکړي هم داخبره ده چي د نړۍ پر مخ تللې ملکو که يوه خواته په اقتصاد کښې ډېر مخ په وړاندى تللې دي ددي د څنګه د دوي ژبى دود او کلتور هم ډېر مخ په وړاندى روان دى دا ځکه چې د داسې ملکو حکومتونه که يوه خواته ډېر څه ورته کوى خو د بلې خو ولس هم د خپل ټول وس او توان سره شپه او ورځ په دې چوپړ بوخت وى چې دوي خپلې ژبى ته د مور ارزښت ورکوي نو هر وګړى دا اټکل کولى شى چى په عام حالاتو کښې هر وګړى چې هوښ او جواس يې بحال وي د خپلې مور څوني درناوى او قدر کوي هم دا ډول په مخ تللې قامونه کښې هر وګړى د خپلې مورنى ژبى دومره خيال ساتى چې موږ پښتانه ددي اټکل نه شو کولي چي دهغه بيلګى په اوسېنو وختو کښې موږ او تاسي ليدلي دي نن چي ۲۱م فرورى ورځ د مورنى ژبى د ورځى په حيث په نړۍ واله کچه لمانځل کيږى دا د هغه بنګياليانو سرشبندنه وه چي د خپلې مورنى ژبى د ځغورلو په خاطر خپل ټټرونه ومرمي ته ونيول چي د ډهاکا په ښار کښې چې هغه وخت مشرقى پاکستان وو او اوس بنګله ديش دي هم د هغه شهيدان وو او د دوي تودي ويني وي چي ختيځ پاکستان يې په بنګله ديش بدل کړى.

د بده مرغه په وروسته پاته ملکو کښې نه و مورنيو ژبو او نه د دوي ودودو ته دومره پاملرنه نه پخوا شوي ده نه اوس کيږى چي ژوندى بيلګه يې پاکستان دي چي د پاکستان لوئى قامى ژبو ته يو ډول پاملرنه نه پخوا شوي نه اوس کيږى بلکى که دا وويل شې چي دلته لوئى قامى ژبى لکه پنجابى، پښتو،بلوڅى او سرائيکى د مينځ څخه د وړولو هڅي روانى دى څوک نه شې ويلي چي د پاکستان چارواکى او سياست مداران ولى د خپل تاريخ ژبو د دود کلتور او درواجونو سره داسې ناوړه چلن کوى آيا دوي د نړۍ ملټى نيشنل کمپنې چي د خپلو مالونو د پلورلو دپاره زموږ د هغه هر څه ګډول غواړى چې ګډه ګډو له جوړه کړى چې د دوى يو ډر او سرخي په لويه کچه په دهغه وروسته پاته ولسونو وپلوري خو او دا هغه وخت دوي کولى شى چې زموږ هر څه د مينځ څخه وباسى چې موږ هم د دوى په جامو او د دوى په بڼه شو.

اوس د پاکستان د چارواکواو د سياست مدارانو څخه دا پوښتنه کيدي شې چې دوى په دى ملک د ولسونو پيژندنه لکه مورنى ژبه د دوى دود د ستور او کلتور سره ولى داسې کوى دوى داسې چلن زموږ ددې وياړونو سره کوى لکه دښمن چې د چا سره کوى زموږ حکمرانان چي دا ناوړه عمل کوي دا د لويديځ يا غرب يا د ملټى نيشنل شراکتو د خوشحاله کولو دپاره کوى که د خپلې ژبى کلتور او دود سره د خپلې خوا دښمنى لرى خو د دوى په دى نه پوهيږى چي زموږ په دى سيمه کښې د تېرو څو لسځو څخه کوم ناورين روان دي ددي يو علت هم دادي چي پورته بيان شو زور ځواکو دا څو کاله هم د هغه څه د زور د لارې کول غوښتو خوز د دوي په خوښه داسې ونه شو ولي چي په نړۍ کښې يو څوک هم داسي نشته چي هغه خپله ژبه خپل دود دستور کلتور دين او دنيا څخه لاس په سرشې ولي چي دا هر څه ددوي پيژندګلوي وراثت تاريخ او هر څه دي او دايې دنيا ده په دي کښې شک نشته چي نړۍ د سوه کلى بڼه د نيولو په حال کښې ده او نړۍ واله آئى.ټى يا ټيکنالوجى په دي کښې لوئى رول او کردار لرى او د هغه ملکو کلتورونه او دودو به ډېرى اغيزي کوي څوک چي په آئى.ټى سنهبال وي يا به په هغه قامو باندى بدي اغيزي کوى د چادود او کلتور او ژبى يې وروسته پاته وي او داسې خلګ د لمر ګشت وارو د نورو په دودو او کلتورو ګشت کوي او دوي په دي خبر نه وي چي ژبه څه وي دود او کلتور څه وى..؟

داسي نه ده چي د قامونو ژبى دود کلتور او رواج په يوه کال لس کاله يا په يوه پيړى کښې د هغه اوسنې بڼه خپله کړى ده بلکى دا هر څه د زراو زراو کلو وروسته دادتقاء د لارې ودي ځائى ته را رسيدلي دي چي په دي کښې د جغرافيه هوا موسم هم ډېره لويه ونډه ده ولي چي د سړي سيمى اوسيدونکى د تودو سيمو د خلګو وارو په يوه قيمص اولنګ کښې ژوندى وکړى نه د سړو سيمو ښځى او ميرمني کولى شى چى بيله د تاده پړوني او ټکرى په چپه ژوند وکړى چي په لنډه موږ ويلي شو چي زموږ هر څه د هوا موسم او جغرافيه تر اغيزو لاندي دي هم دا ډول زموږ د تودو سيمو او د سړو سيمو په خوراک کښې د هوا او موسم د کبله توپير شته زموږ دسړو سيمو خلګ په غوښه کښې د پسه (مږه) غوښه خوښوي ددي په پرتله د تودو سيمو اوسيدونکى دوزيې (مرغونى)غوښي خوري او سبزى زياته خورى.

اسلام چي د ژوند يوه بى ساري او سپيڅلي لاره ده او ډېره آسانه لار ده که موږ عمل ورباندى وکړو نو زموږ ژوند به ډېر آسانه وي خو د بده مرغه د هغه سپيڅلي دين اوس يواځي د نعرو تر حده پاته دي اسلام ګډ او ټوله ايزه ژوند خوښوي خو موږ انفرادي او يواځني ژوند تېر وو بلکي اسلام اوس په دوو انتهاو باندى ولاړدي يو خوا توپک ته لاس اچولي دي چي په زوره دهغه لاره خپله کړي او بلې خوا ځان د اسلام څخه دومره ليرى کړي دي چي د لويديځ يا د غرب تر اغيزو لاندي راغلي دي او دا هر څه هم د دهغه آئى.ټى د لارې د پاکستان وارو ولسونو پاشل کيږى داسي نه چي د لويديځ دود او کلتور دومره د ستايني وړدي چي زموږ دودونه او کلتور و دوي ته هيڅ نه دي يوه نيمه دوي پيړى د مخه که د دوي تاريخ ولوستل شې نو زموږ د اوسينو حالاتو څخه هم په بدو حالاتو کښې وو چې د فرانس اوښتون يې (انقلاب) يې ښه بلګه ده خو دوي په دهغه يوي يوه نيمه و زده کړو ته مخه وکړه چي موږ وشاته واچول او نن د دوي د کلتوري او دود ايزه اغيزو لاندي موږ ژوند کوو چي زموږ په هر اړخيزه چارو يې بدي اغيزي کړى او کوي يې.

ددې ټول ليک مطلب هم دادي چي لوستونکي په دي نه يواځي غور وکړي چي دوي خپلې هر څه دلاسه ورکول غواړي يا که دوي غواړي چي د نړۍ وال کلي ته د خپلې ژبى د خپل دود کلتور او سپيڅلې اسلام سره ورګډ او برخه وال شې خو که موږ غواړو چي دا دويمه لاره خپله کړو او موږ ته پاته هم دا دويمه لارده نو ددي دپاره په موږ هم د زده کړو او د علم لاره خپله وو خپلې ژبى خپل دود او کلتور ته به وده ورکوو د اسلام سپيڅلې دين چي د دوو انتهاو په لاس کښې دي د دوى د لاسو څخه به باسو او هغه رښتني اسلام چي خبره او عمل يې سره ورته وي او د ځان او ډلو و ګټو ته به نه ايله کوو نه به چاته ددي وروسته د داسې نماوړه عمل اجازه ورکوو چي دوى دا سپيڅلې دين زموږ ژبى او دود کلتور دومره سپک کړى چى اسلام او زموږ قام د تهره ګرو او وران کارو او تشدد او ځنګليانو په حيث وپيژندل شې بلکى اسلام د نړۍ د سولى د پيغمبر په حيث وړاندي شې او ودهغه د پرمختيا دعوه دارانو ته وروښوول شې چې زموږ تاريخ زموږ دود او کلتور تر دوي ډېر لرغوني او زموږ دين اسلام په رښتيا هم سپيڅلي او رښتني دي او هر هغه څوک چي زموږ د ژبو زموږ د دود کلتور او تاريخ د پرمختيا په مينځ کښې ځنډ اچوي دهغه و مخ ته ټول و دريږى او دهغه څوک چې خنډ اچوي هغه د لويديځ لاسو پوځى او ايجنسټان و ولسونو ته وپيژندل شې د دهغه سيلاب چې د آئى.ټى د لارې را روان دي ددي مخ نوي هم دهغه لار ده کنې بيا به موږ د خپل هر څه څخه لاس په سرکيږو.

ځه به خپل ليک د قرآن شريف د سوت بقره۲۵۶ په دي آيات مبارک پائى ته ورسوم......

لااکرءفى الدين قددتبين الرشدمن الغنى

ژباړه:.. په دين کښې يو ډول زور او جبر نه شته او لارښودنه او هدايت د ګمراهى څخه څرګنددى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←