اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه

جرمنی 8 جنوری 2012

د یو شمیر خبري رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چې د ۲۰۱۲ ع کال د جنورئ په ۹مه او۱۰مه نیټه د جرمني دحکومت په کوربه توب د برلین په ښار کی په اسېین انستیتوت کی د«افغانستان، ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» تر سرلیک لاندی لهځینی لوړ پوړو امریکائي چارواکو سره دافغانستان د غیرپښتنو ګوندونو د مشرانو غونډهجوړیږی چی د نا تائید شوو خبرونو له مخی د افغانستان په ویش به خبری اتری کوی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party(PSDP)چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او یوازینی ګوند دی چې د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی د المان حکومت او ددی غونډی جوړونکوو ته په ډاګه کوی چی افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون قام چی په سلو کی٪ ۷۵ د افغانستان نفوس جوړوی ،په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى.

زمونږ په اند په افغانستان او سیمه کی په غير د پښتنود یووالی اوسوکالئ څخه امن او ټیکاونه شى راتلای،د پښتنو ټولنيز ولسوګوند دداسی غونډو جوړیدل چی د افغانستان ډیرکی ولس (پښتون) استازیتوب پکی نه وی په افغانستان کی د میشتو ټولو ورورنو قومونو په زیان ګڼی او په کلکه ئی غندی. مونږ یو ځل بیا په ګاونډیو ،سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو غږ کوو چی د پښتنو حقوقو ته په درناوی سره په افغانستان کی د ملی یووالی ملاتړ وکړی.

دغه راز مونږ د افغانستان په اوسني حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړىاو پټه خوله پاتی نه شی .

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

خپرونکی: د PSDP دخپرونو څانګه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←