اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

سوله اوامنيت دټولى سيمى اړتياخوڅنګه.؟

ليکونکى: محمد نعيم کاکړ
زموږ خاوره او زموږ ولس د کومو کړاونو سره مخامخ دي په دي باندى هر څوک خبردى او پوه دي خو ژوندي قامو نه کله هم په خپل ولس او خاوره باندى داسې حالت نه شې ځغملې دهغه ډول قامونه که د داسې حالاتو سره مخامخ شې نو په ډېره چټکى او پوهنه د ولس د ځغورلو چارى ترا شوي خو نه شو ويلي چي دهغه پښتون افغان څنګه مخلوق دي چي د کلو کلو څخه د داسې کړاونو سره مخامخ دي خو دوى سرټيټ ناستي دي نه څه لاره چاره لټوي نه داتراشي چي څنګه د خوار ولس او دهغه ښکلې خاوره د دهغه ناورين څخه راوباسى خو تر دي لويه بد مرغي نو څنګه وي چي و يوه بشپړه قام ته دا څرګنده نه وي چي د دوى سره ولى د هغه ناتار دکلو کلو څخه را روان دي؟ دوى ولى وژل کيږى؟ د دوي دښمن څوک دي؟ چي د کلو کلو څخه د دوى نسل کشي کوى پښتانه افغانان داسي مشر هم نه لرى چى و دوى ته د پورتنو پوښتنو جواب ورکړى چي د قامو او ولسو مشران هم ددي ورځي دپاره وى چى په کړکيچنو حالاتو کښې قامونه او ولسونه د دهغه ناتار څخه راوباسى خو د بده مرغه زموږ مشر تابه خپله ډنډه نه د تر سره کړى هم د هغه د دوى ناورين عمل دي چي د کلو کلو څخه هغه چارى او چلن زموږ سره کيږى چې هټلر او چنګيز به داسې نه وى کړى ولى هټلر که هر څو د بد دښمن پيژندل شوى دى خو قدرت ډېر ژرددوى غرور د خاورى سره خاوري کړى خو د پښتون افغان او دده د خاورى دښمن پښتون افغان د تېرو څو لسيځو څخه په مخه کړى دى چي هره ورځ تر بلې ورځي ويرونکي او پناه کونکى وى.
رښتيا خبره داده چي داسې هيڅوک په دى لر بر او کښې نه شته چې دهغه د نړۍ پيژندل شوى قام او ملت د دهغه کړاونو څخه راوباسى که چاپښو په داسې حال کښې ووينې چي موږک يا يو بل مرغه ونيسي نو د خوړلو د مخه پښي د خپل شکار سره څنګه لوبى کوى يووار پښى خپل شکار ايله کړى بيا پنجه ور واچوى بيايې په خوله کښې ټينګ کړى بيايې په مځکه واچوي او لږ ځينى ليري شې خو په شکار د لوبى کولو وروسته بيا هغه څه ورسره کوى چى موږ ټول په خبر يو د پښتنو افغانانو سره هم دهغه ډول پيښه روانه ده چې ټول نړۍ وال ولکه هغه هر څوک وي ډول ډول لوبى د ډېرو لسيځو څخه ورسره روانى ګري دى دا لوبى به تر کله روانى وى هيڅوک نه په پوهيږى نه داسې يو مشرشته چې و دهغه کړيدلى قام ته د خلاصون لار ور په ګوته کړى تر دي لويه بد مرغي د پښتانه په کور چا ليدلي ده چي د هند څخه راغلي يو پناه ګزين چي د بل په خاوري پروت دي هغه نن د پښتنو خاوره په نوو ايالتو او صوبو کښې ويشي او په موږ کښې يو داسي څوک نشته چي ودي سړي ته خپله پيژندګلوى ور وکړى.
پښتانه وائى چى کوږ بار ترمزله نه رسيږى زموږ د سياسى ګوندو او د دوى د مشران دهغه وخته څخه په کوږ بار پسى وو په تېرو ورځو کښې د شمالى پښتونخوا ماته ګران ليکوال جميل مرغزيو ليک په ورځپاڼه کښې راغلې وو دوى د عوامى نيشنل ګوند او د پښتونخوا ملى عوامى ګوند په اړه څه ليکلى وو چي زه دلته غبرګول نه غواړم خو دونى ويل غواړم چې پښتون قام ته هغه وخت سوچ په کار وو کله چي هم دهغه پښتون قومى تحريک يې دړى وړى کړى يا هغه وخت په کار وو چي دوي د هغه چا ملګرى کوله چاچى په خپلو انتخابى پوسټرانو ليکلى وو چي تاسوډهاکا ورکړه خو موږ کابل ترلاسه کړى هم دهغه څوک چي د ډاکټر نجيب الله سره چې څه وشو هغه يو پښتون افغان نه شې ايرولي خو هم دهغه ملګرويې څه ورسره وکړو په دي ټول خبر دي..؟ په کاردې چې د تاريخ سره زياتوب ونه شې او رښتني تاريخ ورا روان نسل ته پريښوول شې، رښتيا خبره داده چي زموږ دهغه مشران نه شې کولى چې قام د دهغه روان ناورين څخه راوباسى لر او بر افغان د کومو ناخوالو سره مخامخ دي په دى موږ ټوله خبر يو اوس دا پريکړه په کارده چې د دښمن و دهغه ناورين ته هم داسې سرټيټ پاته شو که د ډاکټر نجيب په خوله وکړو چې وطن يا کفن نور څه و موږ ته نه دي پاته او موږ ټول ولس په صفر باندى ولاړيو...؟
راشي د فرانس داتلمسي پيړي داوښتون په اړه و تاريخ ته پام واړوو چي کله نه يواځي کورنيو دښمنانو دا ملک دورانولو په ډنډه بوخت وو بلکي د فرانس ګاونډيانو هم د هري خوا په دي ملک وسله واله بريدونه پيل کړى وو نو بيا څه وشو..؟
د باندنيو يرغلګرو د مخ نوى دپاره د امنيت کميټى جوړى شوى چى ډېره دلاوري يې وښووله پوځى کارپوه کار نوټ(CARNOT)په ۱۴م اګست ۱۷۹۳ء باندى د دهغه کميټى مشر وټاکى او د هيواد د ځغورنى اداره ونوموړي ته وسپارل شوه دوى هم هغه وخت د ولس څخه د وګړو بهرتى پيل کړى او هر وګړى مکلف وو چي د ځغورنى ددې کميټى مرسته به کوى چې سپين ږيري ځوانان ښځى آن دا چې الکوان ټول د هيواد د دځغورنى چوپړ ته راووتل کار نوټ چې بې کچى جنګى پوهنه لرله او په خاوره ډېر مين او سر ورکونکى وو دوى د خدائى ددى ورکړى څخه بشپړه ګټه واخسته او په ولس کښې يو نوى جوش او جذبه راوپاروله پوځ يې د نوى سره څخه وتراشې او ډېر پياوړى افسران يې وټاکل او د لس لکويو داسې پوځى ځواک يې جوړ کړى چى هر يو په خپل وطن سرايښووي.
هم په دهغه لومړى مياشت اګست کښې شپږلکه پوځى ځواکونه د هيوادو چوپړ ته چمتو شو چې کله دکار نوټ ځواکونه و ميدان او ډګر ته راوتل نو د جنګ چته بدله شوه پوځى سرتيرى هوشرډ(HOUCHARD)وانګليې پوځ ته ماته ورکړه او ډنکرک نومى سيمه يې وځغورله او دده ځاه ناستي جورډن په ۱۶م اکتوبر ۱۷۹۳ء کښې داسټروي ځواکو ته په واګنيئر نومى ځائى کښې ماته ورکړه او فرانس ته لومړى او لويه ګټه او فتح راوړه ددي وروسته په دسمبر کښې وپرشياته ماته ورکړه د هسپانيې ځواکونو هم ماته وخوړله دا ډول د اروپائى ملکو يووالى چې د فرانس په ضد جوړ کړي وو هغه فاش فاش شو د هيواد په دننه کښې لبانس ونيول شو په نارمنډي او لادينډي چي بغاوت کړي وو د دوي سردديواله سره ووهل ۱۷۹۳ کښې نپولين بوناپارټ د توپو په زور ټولون بيرته ونيوي چي هم په دي کاله کښې کورني دښمنان د خاوري سره خاوري کړل شول دا ډول کار نوټ د فرانس خلاصونکي وپيژندل شو د بيکون نومي ګوند چي فرانس يې په انقلابى لاررو ان نوى لارهي باندى د روانوالو مبارزه کوله هغه په مذهبيانو مشرانو لرګى راواخستو او دا شعاريي ورکړى چى موږ د قدرت او فطرت د مذهب په ځائى بل څه نه منو چي هغه ورورګلوي برابري او خپلواکى موږ ته راښائي.
که د فرانس داتلسمي پيړى وروستي لسيځي ته ځير شو نو د افغانستان حالات ګډون د نورو سيمووهغه ته ورته دي خو اففانانو ونه کړل شول چي دوى د کارنوټ (CARNOT)وارو يو لارښود ددي اوږدي جګړي په دوران کښې راوباسي که څه هم ډاکټر نجيب الله د دولت څخه د بى برخى کيدو په څنګه يوه بشپړه اردو جنرالان ډګروالان او نور ډير شاته پرې ايښې وو او ددي د څنګه په هر دواړو خواو کښې په لکاو سياسى مبارزان لرلو چې د شهيد دا شعار د دوي مبارزه او هدف وو وطن يا کفن اوس هم په دهغه مبارزينو څخه ډېر پاته دي او دوى کولى شې چې خپله خاوره او ولس د داکړاونه د مينځ څخه يوشې او يواځي يو ږغ شې چي موږ نور جنګ نه غواړو يواځي په خپله سيمه او خطه کښې کراري غواړو خو د کار نوټ دهغه مبارزه هغه څوک نه شې کولي چي ټول وخت پټه خوله وو يا دهغه چا ملګري وو چى زموږ دا ټوله سيمه يې د اوسېنو کړاونو سره مخامخ کړي ده هم هغه څوک کولي شې څوک چي په هر اړخيزه سياست پوه دي د نورو تالي څټى دبارنه شې وړي داسې هم موږ تردي ازموينو اوتجربو تېر شوى يو چي يو مشريا ليډرونه کړل شو چي زموږ و غوښتنو او هدف ته يوه داسې لار سيمه کړى چې ومزل ته ورسيږو موږ ټولو تراوسه په تاريکي کښې مزل کړى دى په کاردي چي يو ډله ايزه ټولي چي پوه وي رامخ ته شې يو داسې لاره خپله کړى چى هغه د کرکي څخه ليري د ټولو سره د ورور کلوي په چاپيريال کښې فطرى بڼه ولرى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←