ملک عبدالعلى خان کاکړ يوملي مبارز

ليکونکى :عبدالجبارکاکړ
پښتون افغان ولس دتاريخ په اوږ دو کښې داسي ننګيالي او سرتيري ژيژ ولي دي چي دتاريخ په او ږدو کښې خپل ساري نه لري هم داخبره ده چي دي ملت هم ددهغه کارمنانو سر شذني دي چي دستر ولس او ملت تر اوسه سرو چاته نه دي ټيټ کړي سر يې ورکړي دي خو سر يې نه دي ټيټ کړي لکه څنګه چي پښتون افغان
ملت د زاؤ زاؤ تاريخ لري هم دومره کار مانان يې ژيژ ولي دي چي دنومونو او د دوي دکار نامولاړ دومره اوږد دي چي دکتابو ورته ضرورت او اړتياده خو ددي د څنګه ځينى لاس پوځي او دنورو مزدوران هم لږ نه دي خو دابيله خبره ده چي پښتون افغان ولس داسي کسان په ژوند کښې هم ردکړي دي او تاريخ هم په خپلو ورقو او مخونو کښې ځائي نه دي ورکړي او که ياد کړي دي هغه دنورو مز دوران ښوولي دي او ددوي هغه چوپړ چي دنورو دپاره وهلي وي هغه ته دکرکي او نفرت په سترګه کتلي دي ولي چي پښتون افغان و داسي چاته په خپله غيږه کښې ځائي نه ورکوي نه ده ننګيالي ولس و داسي چاته څه ارزښت ورکوي ددي سره سره چي ددي ولس مخالف لوري هميش دا هڅي کوي چي دهغه ډول کسان چي دولس او خاوري دګټى په ضد دي و داسي چا ارزښت ورکوي او هر ډول آسانتياوي ورکوي او ډير يې جګ جګ کوي چي دولس په منځ کښې ځائى وموندي خو دخاوري رښتنى او دولس خواږي دهري لاري ترټي آن داچي په دوي باندي ډول ډول تورونه په لګوي بلکي د داسي چاد شکنجه کولو څخه مخ هم نه ګرځوي او په بندي خانو کښې تړى او بدنى تشدد ورسره کوي چي دي د خپل قام او ولس څخه مخ واړوي رښتنى مبارزينو چي تاريخ په ډک دي رښتنى مبارز دخپلى لاري څخه نه دي اړولى چي په داسي ننګيالو او مبارزو کښې خدائى بخښلى ملک عبدالعلي خان کاکړ نوم څوک نه شې ايرولي چا چي دمخ په ليکي ځان ته ځائي جوړ کړي دي.
ملک عبدالعلىخان کاکړ دملک الوخان کاکړ په کور کښې په کال ۱۹۱۸ء کښې ژيژيدلي وو ملک الوخان کاکړ دکاکړانو دنامتو پښي سرګړهو څخه دي چي دپيړيو پيړيو څخه دکچلاغ او شاخوا کښې ميشته دي ملک عبدالعلي خان کاکړ خپلي لومړي زده کړي په کچلاغ کښې وکړي او بيا يې نوري زده کړي يې دکوټى دښار په سنډيمن ښوونځي کښې زده کړي پيل کړي په دي ښوونځي او سکول کښې دوي دميرغوث بخش برنجو سره په خپل ټولګى کښې يا کلاس فيلوشو چي دژوند دوروستى سلګى پوري دوي دخلګو دحق دګټلو مبازه يو ځائي سره وکړه دواړو ملک عبدالعلي خان کاکړ او مير غوث بخش برنجو سره خبري اتري کولي کله چي خدانى بخښلى ملک عبدالعلي خان کاکړ دلسم دسنډيمن سکول څخه پاس کړي نو دوي دلوړو زده کړو دپاره خپل پلار ملک علو خان چي په تعليمډيرمين وو وپيښور ته به ۱۹۳۵ء لومړيومياشتو کښې واستوي خو کله چي په ۳۱مئى ۱۹۳۵ء رور وره زلزله راغله دنيک مرغه ځائي وو چي دي په کوټه کښې نه وو خو د دوي ورور چي په کوټه کښې وو هم په دهغه زله کښې په حق ورسيدي او دي دپلار يواځينى ځوي پاته شو

او پلار دوي دنورو زده کړو څخه راوغوښتى ولى چي ملک علوخان اوس سپين ږيري شوي وو او دوي نه شو کولي چي د ژوند چاري ترسره کړي ولى چي ملک علوخان دشاهي جرګى غړي و نو دهغه چاري و ملک عبدالعلي خان کاګړ ته وروسپارل شوي ملک عبدالعلي خان کاکړ ته به په حکومتى ناستو کښې دګډون بلنه ورکول کيده خو دوي به ګډون نه په کښې کوي.
ملک عبدالعلي خان کاکړ چي دوړوکوالى څخه او بياد مير غوث بخش بزنجو په ملګري کښې دحکمرانانو څخه کرکه زده کړي وه نو دوي نه شو کولي چي دخپلى خاوري ددښمنانو سره يو ځائى ميلمتياوي او چر چي وکړي دملک علوخان څخه ودوي ته دجرګى غړيتوب ورپاته شوي وو خو دوي دخپل قامي سياست سره دميني په خاطر دهغه څوکي په لخته ووهله ولي دوي ته داڅرګنده وه چي دولتى ياحکومتى څوکى چي حکمرانان يې چاته ورکوي دهغه په بدل کښې ډير څه غواړي نوميالي او ننګيالي خو ولس جوړوي چارواکي او حکومت يې نه جوړ وي نوځکه چي کله ملک عبدالعلي خان کاکړ چي دانګريزانو د دربار غړي وو کله چي دانګريزانو لوړ پوړي چارواکى و دربارته راورسيدي نو ټوله ملکان خانان او متحبران ورته ولاړ شو خو ملک عبدالعلي خان کاکړ و اي جى جى يا لاټ صاحب و درناوي ته نه شو ولاړ چي په لاټ صاحب او نورو چارواکو داخبره ښه ونه لګيده خو ملک صاحب خو درښتنى سياست علمبرداره وو دوي دانګريزانو او د دوي په لاس پو څو څه باک نه کوي.
دشاهي جرګي په غونډه کښې ولاټ ته نه دريدلي دملک صاحب په خپل سياست دقام ولي وياړ څرګندوي اوداهم څرګنده وي چي دوي دخپلى خاوري او ولس دپاره وهر ډول سرشندنى ته څنګه ځان تيار کړي وو او د دوي دهغه وياړ او مبارزه دملک عبدالعلي خان کاکړ د وروستى سلګى پوري ملګر تياوکړه دوي وخپل دهغه قامي سياست ته دوام ورکوي چي په ۱۹۴۵ء کښي دوي دخان عبدالصمدخان سره انجمن وطن جوړ کړي چي وروسته دپښتنو او بلوڅانو ګډمبارزه دانکريزانو په ضدپيل شوه چي تر ۱۹۷۱ء پوري په نيشنل عوامى پارټى کښى سره پاته شول خو په دهغه درې لسيځو کښې چي دملک عبدلعلي خان کاکړ او دده په ملګرو څو مره خواري او مشکل تير شوو هغه ته دکتابو اړتياده خو دبده مرغه موږ بيرته هم دخپلو مبارزينو په مبارزه خپل ولس نه ښکاره کولو او بيرته هم هغه بى نومه او نورو چي دحکمرانانو چوپړ کښې وخت تير کړي وي هغه ومخ مخ ته دکيدو هڅي دحکمرانانو لخوا کيږي که څوک داسي کارکوي هغه ته هم په بدنظر کتل کيږي انګريزانوټول وخت داسي ملى مبارز په نظرساتل خودبده مرغه چي کله انګريزان دهندڅخه ولاړو او هند او پاکستان جلا جلا ملکونه جوړ شول او پاکستان چي دچاپه لاس کښې ولاړي هغو هم دانګريزانو وارو دهغه مبارز په نظر کښې وساتل انګريزان چوپړ بوخت وو هغه ستر ونومول شول خو په هند کښې داسي نه وشوهندي ولي چي خپل مبارزين وواکمني ته ورسول خو دپاکستان کښې دانګريزانو په ضدمبارزه کونکي دبدمرغيو

سره مخامخ شول چي ملک عبدالعلي خان کاکړ هم تر دهغه ناورين لاندي راغلى خو دوي په ډيره مردانګي ترپايه په خپل هوډودريدي او دحکومت سره يې هم ددي کبله مخالفت پيدا شو دملک عبدالعلي خان کاکړ مبارزه دومره وړوکي نه ده چي په داڅو ليکو کښى راشى که ژوندوو د دوي په مبارزه به اوږ دليک کوم خونن دخدائى بخښلى ملک عبدالعلي خان کاکړ دريم تلين دي ځکه چي داڅوليکى ضروري وي لوئى څښتن (ج) دي د دوي په سپيڅلي مبارزه په جنت فردوس الفردوس کښې ځائ ورکړي(آمين).
