بې ساري مبارزه خو پايلى يې څه.؟
ليکونکى:محمدنعيم کاکړ
وطن کړو وران سپينويګړو، سپينو کوکو کۀ دواړو
دې ملک ته اور ورته کړو خپلو کۀ پردو کۀ دواړو
داشعرد ارواښاد کاکا چي صنوبر حسين دي چي نز دي نيمه پيړي يا تر دي هم دمخه جوړ کړي او ويلى دي کاکا جي زموږ دخاوري يو ډير لوئى مبارز وو چي دوي نه يواځي دسره فرنګي په ضددخپلو ملګرو سره مبارزه اوسله واله کوله بلکي دانګريزانو دځائي ناستو په ضد يې دتوري او دقلم دلاري ترخپلى وروستي سلګي دپښتون قام او دخوار ولس دپاره ږغ پورته کړي وو دوي دخاوري دخپلواکي او خوار ولس د زورځواکو څخه دځخورلو دپاره ښارغرونه کلى اوکورونه تر خپلو پښو لاندي کړى وو آن داچي کاکاجى صنوبر حسين واده هم ترپا يه ونه کړي او خپلى مبارزي ته دوام ورکړي چي هم ددهغه جنوري په مياشت کښې په حق ورسيدي خو خپل نوم دوطن پالو او خواري کښو په مبارزو کښې ثبت او وليکي ددي څخه علاوه ارواښادکاکاجى صنوبر حسين تر شاد شاعري او نثر ښه ډير چاپ ناچاپه کتابونه پرۍ اښنې دي خو زموږ دبى غوري او دپام نه کولو دکبله هم دالوئي مبارز ليکوال شاعر او په خاوره مين څوک دسره څخه اير کړي دي نه ددي په مبارزه چي دوي دخاوري دځخورلو دپاره کوله نه ددوي دقلم په مبارزه دومره څه پيژندګلوي په خپل ولس کښې کړي ده چي دخدائى بخښلى ارواح ته کرار ورسيږي ددي پړه په چاواچول شې ځه پخپله په دي اړه څه نه شم ويلى خوارو مرو دخپل ځان څخه داپوښتنه کوم چي دنړۍ ډير لږ قاموبه دنړۍ په مخ تير شوي چي دومره سرشندني کړي وي لکه د هغه پښتون افغان چي په ځان وړي دي خو دوي هيڅ هم نه دي ترلاسه کړي بلکې نور په شاتللي دي او دومره يې هم من حيث القوم نه دي کړي چي دوي ددي مبارزو نيټه ليک وليکي د دوي مبارزه وخپل ولس ته وړاندي کړي بلکې هر مبارزه او مبارز يې داسي اير کړي دي لکه ارواښاد کاکاجى يا حاجى صاحب دترنګزو او يو شمير نور دي غيرت مني خاوري او ننګيالىولس خو دومره قارمانان ورکړي دي که د دوي ورځي او تلينونه موږ لمانځل پيل کړو نو نه شم ويلي چي دکال يوه ورځ به هم داسي تشه او خالى پاته شې خو ددي مانادانه ده چي موږ دوي ايرکړو ولي چي تاريخ هم دهغه ننګياليان جوړه وي او دتاريخ څخه مخ ګرځول د پوهانو په وينا ديوه وګړي څخه حافظه وړل دي په لراوبر کښې په پښتو ژبو په تاريخىکسانو او شخصياتو باندي غونډي سيمنار ونه او ورځى لمانځل او تللينونه کيږي داسي نور ډير څه خو په دي ټولو کښې ځموږ يو شمير کارمانان دسره څخه دپام غورځي خو داسي څوک تراوسه نه دي ليدل شوي چي دوي دهغه مبارزينو شهيدانو او نورو په کال کښې يوه ورځ وټاکي چي دکاکاجى صنوبر وارو مبارز وګډه ورځ ولمانځل شې آياداسي به کله وشې؟
ځماليک دکاکاجى صنوبر حسين په پورتني شعر باندي وو چي په دي شعر کښې دپښتنو افغانو دپاره هر څه نخښتي دي چي دنن څخه يوه پيړي دمخه هم داسي ناورين په دي بشپړه خاوره او ولس جوړ وو او نن هم جوړ دي دپښتانه افغان کورته اورورته شوي دي هر څه يې په کښې سوځلي دي خوداڅرګنده نه ده چي دا اور خپلو لګولي دي که پردولګولي دي په دي خاوره باندي چي يو اور سوړشي بل اور باندي تازه شې او دانه دڅرګنده چي دا ورونه به ترکله ددي خاوري په ماشومانو ښځوسړيوبل وي خو لکه چي ويل کيږي چي يوځنګل نويدي او وچي ټولي په کښې سوځي چي دپښتانه په کورلګيدلي او رهم و دهغه ځنګله اورته ورته دي کاکاجى صنوبر حسين خو وهغه چاته ګوته نيولي ده چاچي دهغه وخته څخه په دي خاوره اورلګولي دي خو داپوښتنه يې هم کړي ده چي داپريدي دي که خپل دي؟
خو دلته داپوښتنه هم کيږي چي ددهغه دومره سرشندنو وروسته پښتون افغان ولي خپل منزل ته نه دي رسيدلي پښتانه افغانان مبارزوميدان ته راووځي بى ساري مبارزه وکړي څلويښت کاله پنځوس کاله خو يو څه هم ترلاسه نه کړي سپين ږيري يا په حق ورسيږي يا بياشهيدان شې هم دهغه کاروان دپيرروښان دوخت څخه را روان دي او ترنن پوري دوام کوي دهغه زموږ په دهغه شپته کاله ژوند کښې موږ څوني دکار سړي دلاسه ورکړوخو په ځائي ددي چي مخ ته ولاړشو خوموږ د هري لاري وشاته تللي يو او نور و شاته بېول کيږو ډير دکار سړي اوس هم لرو خو دوي هم دپخوانيو وارو په دي چي نن به رڼا شې صبا به رڼا شې دهغه دي زموږ اوستاسوو مخ ته دهغه درې څلور ليسځى تيري شوي خو پايلي صفردي رښتياه خبره دا ده چي دا اوږده مبارزه په زياته بيادتيري نزدي يوپيړي مبارزي او ناورين موږ ته د پوه پناه کيدو په چپه بل څه نه دي راکړي ځکه داټوله مبارزه رڼه رڼاکښې نه دشوي بلکى په توره تياره او بيله دڅه مخه او هدف ترسره شوي ده يا موږ داهوډ نه دي کړي چي دخپل ولس او قام حالت په بدلوو او داهر څه به په خپلو موټوکو وقرآن شريف کښې لوئى څښتن هم دا خبره کړي ده چي ځه(ج) دهغه قام حالت نه بدلوم کوم قام چي دخپل قام دبدلولو هو ډ نه وي کړي خو موږ مبارزه ډيره اوږ ده کړي ده خو دقام حالت مونه کړي بدل دا ځکه چي موږ هر لوري دبل اسره اخستي ده او دنورو په بيساکي ولاړ او دريدلي يوبلکى په خپله ناپوهي موږ وخپل کورته اور ورته کړي او په دي خو شحاليږو چي اوس به ګټه راځي اوس به راځي که دباچا خان دمبارزي څخه موږ دحالاتو جاج واخلونو پايله به هم هغه وي لکه وړلندي چي وويل شو ارواښاد خان عبدالغفار خان دخپلو ملګر وسره دخدائي خدمتګار په نامه يوه ډيره پراخه او مغز نه مبارزه د ۱۹۱۹ء څخه پيل کړي وه چي دانګريز به ددي خاوري څخه باسو او د پښتنو د هغه مبارزه دوي دهنددکانګريس سره تړلي وه او دګاندهي جى او نورو ګانګرسانو په ګډه دا يو لوئي پاڅون وو خو کانګريس ځان ته خپله مخه ټاکلى وه دپښتنو په ملګر تيااو مبارزه خو سور انګريز ددي سيمى څخه ولاړ کانګريس آزادي ترلاسه کړه او هنديې يو خپلواک او پرمخ تللي هيواد هم په دي لور روان کړي او روان دي خو خدائى بخښلى باچاخان او دده ملګرو ته څه په لاس ورغلو په دي اړه خپله باچا خان په خپل کتاب زما ژوند او مبارزه کښې په ډيررڼ تندي او رښتيارښتياليکلى دي دوي خپلواکي ترلاسه کړه خو باچا خان ،خان شهيد عبدالصمدخان او په سلاؤ نورو ته بيله دبندي خانو ځورولو او در په درې نور څه په لاس ورغلو چي داهر زموږ اوستاسو ومخ ته دي کانګريس داتراشلي وه چي دخپلواکى ولاس ته دراوړ لو دپاره او دهغه وروسته به څه کوي خو خدائى خدمتګار دا نه و اتراشلي چي انګريز ولاړشې نو به څه کوي هم په دهغه لوئي هند کښې پاته کيږي دافغانستان دخپل ټاټوبى سره به ګډيږي پا به به په پاکستان کښې ورګډيږي يا دا چي دپښتنو به جلا هيواد وي؟ ددي سره سره باچا خان او ملګرو يې داهم نه وسنجولي او تراشلي که دايو څه ونه شو لکه چي دباچاخان دده ملګرويادپښتنو دپاره دانګريزانو دتلو څخه څه پراخى نه راغله بيا به خدائى خدمتګار او پښتانه څه کوي که به اوبو ته لاهوکيږي چي هري خواته يې يو وړو؟
دويمه برخه
تيرليک موږ دارواښاد مبارز کاکاجى صنوبر حسين ددي شعر څخه پيل کړي وو
وطن کړو وران سپينوپګړوکوکوکه دواړو
دي ملک ته اور ورته کړو خپلوکه پردوکه دواړو
دپښتنو افغانانو هيواد او خاوره پخوا هم ورانه شوي وه او اوس ورانه شوي ده که څه هم دورانولو يې بيل بيل رنګونه او ډولونه دي خو د نزدي پيړو څخه چي ځمو زموږ خاوره څنګه ورانيږي هغه يوه داسي بڼه لري چي دکاکاجي صنوبر حسين دوينا رښتنونى ښکاره کوي خو دشلمى پيړي په وروستېو دووليسځو او د يوشتمي پيړي په لومړي لسيځه کښې چي ددي خاوري او ددي ولس سره چي څه وشوو دا ډول به هلاکو خان او چنګيزخان دچاسره نه وي کړي لکه دنن ورځي نړۍ والو ناترسو چي دپښتون افغان ولس او خاوري سره چي وګړو زه دلته هغه ټول ورانى دلته نه شم بيا کولي ولي چي دا دومره جيراو ناتار دي او په دومره لويه کچه دي چي کتابونه باندي ليکل کيدي شي خو افسوس او وير په دى کوم چي نه کوم پښتانه افغان نه باندنيانو په دي څه وليکل چي څومره دپښتانه افغان ککړي دخاورو سره خاوري شوي څومره افغانان پښتانه دکورو څخه بى کوري شول څومره اواره او بىلاري شول او څومره دا وطن په کنډولو بدل او ويجاړ شو خو موږ بيرته هم د دونى ناتار وروسته يوبل ته په مورپو کښې سره ناست يو او پخپله سره وژنو خپلى ښځي کونډوو خپل ماشومان يتميان کوو او خپل روغ ويجاړو او زمامطلب کله هم دانه دي چي زه ويوي ډلي ګونديا سړي ته اشاره وکړم يا يې په نخښه کړم د افغان پښتون کورسوځل شوي دي هر څه وران شوي دي لانور ورانيږي دا چي هر چاچي هو ځموږ هر څه وران شوي او تالار شوي دي
ځموږ په لکاؤ وګړي داسي دوانېو سره مخامخ شوي دي دوي بيرته وخپل ځائى ته رسول به هم لسيځى وغواړي نو ځکه چيث هر پښتون افغان يا يو مسلمان چي دبشر خوا خوږي وي هغه د نزدي څلور ولسيځو په ناروين خواښني کيږي نه هغه پښتانه او مسلمان چي دي نه رښتني پښتون وي نه سپيڅلي مسلمان چي هميش د بم (بوم) د ارواح څخه وي او دهغه مرغه طبيه لري....؟
خو دلته پښتنو افغان رڼ اندو او تاريخ پوهانو ته په کار دي چي دمغل ددور څخه نيولي بياترنن پوري پښتون افغان دوخت دحکمرانانو په نخښه پاته شوي دي چي هم دهغه قام بل دومره نه دي ځورولي لکه پخپلو کښې چي دوي يو دبل په غاړه کښې داچولو هڅه يې کړي ده او دوي يې په بيلو بيلو مور چلو کښې يو دبل په ضد کښينولي دي خو زه په ډيره خواښني داخبره کوم چي دپښتانه افغان د اورور ژنه داسلام په سپيڅلى نامه باندي شوي ده اوارو اښار د کاکاجى صنوبر حسين ودي ته ګوته نيولي ده.
وطن کړو وران سپينو پګړو کوکو که دواړو . دي ملک ته اورور ته کړو خپلو که پردو که دواره که موږ دپير روښان د دوره څخه خپله خبره ونښلوونو پيرروښان ارواښاد او دده دملګرو غوښتنه څه وه چي په دي خبره هر سړي پوه دي دوي دنړۍ دنورو قامو وارو يو پښتون ملت غوښتني داځکه چي دمغل پاچاخان که څه هم مسلمانان وو خو دوي دمسلمانانو په ځائي وهندوانو ته ډير مات وو ولي چي دوي په دي خبروو چي تر هغه وخته چي دهندوانو ملګرينه وي راسره تر هغه وخته په هندپاچاهي نه شي کيدي او بل دا چي دمغل وپاچاهى ته دهري هوا خطروي دهغه کارکول ضروري دوي ګڼلي وو روښان او د روښان غورځنګ څرګنده ده چي دخپل پښتون قان بشري حق يې غوښتي ولي چي دشير شاه سوري په هند کښې دحکومت د ختم کيدو وروسته دپښتنو مرکزيت فاش فاش شوي وو او دهر پښتون دا ارمان وو چي دومره پياوړي قام دبل چاترواک لاندي شې نو ولي دتش نش پښتون سره راټول شې او خپل پخوانى وياړ ترلاسه کړي خو مغل هم په دي بنه پوه وو که چيري دپښتون افغان په ضد جګړه پيل کړم نو پښتون افغان بشپړه راته يو کيږي چي ماتو ورکول به ګران وي نو ځکه چي مغل واکمنانو داسلام دسپيڅلي نوم را وړاندي کړي خوکه پيرروښان او دده غورځنګ ومغلو څخه پورته مسلمانان نه وو خو تردوي پاته هم نه وو خو مغل په دي خبر وو چي د روښان غورځنګ ته ماته دورکولو يواځني لاره هم دهغه ده ځکه چي دوي مغلودر ويزه ورته راپوته کړي او پيرروښان او دده ملګري داسلام وچوکاټ څخه واستي اوو ارواښا دپيرروښان ته دپيرتحريک نوم وړکړي او د روښان لخوا چي دپښتو او پښتنو دپاره کوم ويارلي کارونه کول دهري لاري دهغه مخالف کاوي او په ځان هم هغه پښتانه راټول کړي وو چي په اسلام ډيرمين وو خودبده مرغه دهغه ساداره مسلمانان پښتانه په دي وو خبر چي لوبه څه ده او اسلام څنګه دپيرروښان وغورځنګ په ضدګارول کيږي در ويزه په ځکه چي دمغل حکمرانانو ټولى اسانتياوي لکه وسله کلداري دجمات خان اوملک او دمغل په تهال راټول د نوموړي راټول وو خو پيرروښان په اسلام او په خپل قان باورلري نو ځکه چي سل کاله وروسته هم دپيرروشان غورځنګ دخپل قام په مرسته دمغل او د ده دڅائى لاس پو څو پعه ضدو جنګيدو کله خپله ماته خوړله او کله مغلوته ماته ورکوله خو دبل دپاره چي څوک کار کوي دهغه د نوم څخه تاريخ کرکه کوي نن هم پيرروښان نوم دده په مبارزه پښتانه افغانان وياړ کوي او دده په پله ګام ايښى دي خو دبده مرغه هميش دپښتون افغان دښنمانو او حکمرانانو هغه لاره خپله کړي ده وکومي بنسټ چي مغلو ايښي وو خو تاريخ رښتيا وائي او اسلام هم دښتنو ملا تړي دي اروښادپيرروښان او دده مبارزه نه ايريدونکي ده خواخونددروازه بى درکه دي.
تاريخ خو داپريکړه وکړه چي دښتنى څوک وو خو زموږ ولس په دي ناخبره دي چي څنګه دښمن دهري لاري ځان وخپلي ګټي ته رسوي دپيرروښان غورځنګ تراوسه ژوندي دي او د هغه وخته څخه تراوسه پوري بيل بيل ډولو نوځان ساتلي دي خو دمغلو پلو يانو هم دخپلو بادارانو ورسيسو ته دوام ورکړي هم هغه حربه ګاروي لکه داخوند درويزه په لاس کښې چي دخپلو ګټو دپاره اسلام سپيڅلي نوم ورپه برخه کړي وو او دپښتوورانى اوس هم په هغه ډول روان دي که تر پخوا نور زيات شوي دي په دي کښې به شک نه وي دپيرروښان په ضدباندي مغل واکمنان او ځائى لاس پوځى ولاړوو وو خواوس دتيرو نز دي څو لسيځو څخه ټوله نړۍ د دوي په ضد راپاريدلي ده نو هم دا خبره ده چي نن ترپرون دپښتون افغان هر څه تالار شوي دي خوپه نن حالاتو کښې بيرته هم دااړنه خبره ده چي دپيرروښان دغورځنګ په رڼا کښې پيتانه افغانان پيرروښان او اخوند د رويزه وپيژنى چي دلومړي ورځي څخه تراوسه دا دواړه څنګ په څنګ سره را روان دي نو ځکه چي پيژند کلوي به څه ګرانه وي خواڼ انده او پوهان دهغه سرښته دتاريخ په اوږ دو کښې سره تړلي شي نو ځکه چي ارواښادکاکا جى صنوبر حسين داموږ څخه داپوښتنه کوي.
وطن کړو وران سپينو پکړو کوکو که دواړو
دي ملک ته اورورته کړو خپلو که پردو که دواړه
