د جادو جام
په لار روان وم ، د خپل خيال سره لاس په ګريوان . وې مى دا خوبونه نه ريښتيا کيږي. ددې خوبونو ريښتيا کول خو ستا کارنه دۍ، دا خوبونه په ځانګړتوب نه شي ريښتيا کيدى. دا جګړه ځما او ځما د خيال سره جدي شوه. خيال مى وې چى ته دې خپل خوبونه ګوره د بل چا سره ستا څه غرض نه شته، هرڅوک خپل خوبونه لري، نو هرڅوک او خپل يى کار .
زه د خوبونو د ريښتياکولو په پلو وم ،په لار راون او سملاسى مى فکر شو چي زړه مى له لاسه کلک ونيولم او راکش يى کړم. وې چى دلته ورځه، خوب دې د سحر يا جادو په جام کى وګوره. ما خپلى پښى کلکى
کړې، وې مى چى نه، دا هم ځما خيال او خوب ته کوم ځواب نه لري. خو زړه همداسى له لاسه کلک نيولى او د جادو جام ته مى راکاږي. ګورم چى د پاسه له مغزو غږ راوشو، چى پام کوه، زړه باچا دۍ ، څوک يى خبره بي له سزا په ځمکه نه شي غورځولى، نو پښو ته دې په هغي لور حرکت ورکړه، چى دې زړه هلته راکاږي.
د داسى لږ وخت وروسته ما چي خپل خوب د جادو په اول جام کي وکوت نو داسى لږ څه تت ښکاريده، څه ترې نه پوهيدل کيده، نو بيا مى زړه دوم جام ته وروهڅولم او وې چى نااميدې هم ناکامي ده، بيا دې خوب د بل سحر جام کي وګوره .
ما د باچا خبره، چي مغز مي ورته پام راګرځولى وو نه شوه ردولى، نو په بل جام کى مى خپل خوب وکوت. ګورم چي راته وايي چي ستا ژوند خوب دى او ته مين يي په خيالونو، ځه ورځه هغه کوه چى څه کوى شي، چى خوبونه او خيالونه دې رىښتيا شي. د بل کړه وړه ستاه کار نه دۍ دا خبره پريږده چي» که موږ داسى کړي وى او يا داسى ، نو داسي به شوى وى« بلکه هغه څه وکړه چى پخپله څه کولى شى. داپرمختګ دى ، دخوبونو د رښتياکولو په لور او بس .
Dr. Makhan Shinwari
