اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ايراني اخندان د خپل مناففت په جهنم کې

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته ...... هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني ...... وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا

يو څه موده د مخه (د ليکوال له خوا) د يوه لاسوند په ترځ کې د ايراني اخندانو هغه دسيسه بربنډه شوه چې د برتانيا له لومړي وزير،توني بلېير، سره يې پر طالبانو د ٢٠٠١ کال د يرغل په اړه کړې وه. په هغې کې اخندي ايران پرنګي او امريکا ته ډاډ ورکړى و چې پر افغانستان د بريد په موکه به ورته د "پلټنې اوژغورنې" اسانتياوې برابرې کړي او له افغانستان سره پر پوله به خپل پوځونه ځاى پرځاى کړي.

له لويديځ، په تيره برتانيا سره، د ايران داسې اړېکي يواځې اخندي ايران نه پالل بلکې قاجار (غجر)، افشار او پهلوي ايران – يوپر بل پسې – سيمې ته د پرنګيانو لاسونه را اوږده کړي او د هغوى د ستراتژيو په خدمت کې پاتې شوي وو.

په هند کې هيڅ ځواک هم په نولسمه پېړۍ د افغان سلطنت له اجازې پرته مغل پاچا ته د تابعيت واک نه درلود. او افغانانو په هر خوا او هره حماسه کې يواځې په خپلومټو ډاډ کاوه – د هيڅ چا پر خلاف يې له کوم بل قدرت سره ټلواله نه وه جوړه کړې. د ١٧٨٩ کال د جنورۍ په ٢٦ نيټه د شرق الهند کمپنۍ ستازى، لارد کارنواليس، تيمورشاه ابدالي ته ليکي چې ورته اجازه ورکړي د مغل پاچا لپاره ماليه ټوله کړي. پدې کار سره به هغه خورا ممنون او هيله لري چې د برمن کهول (ابدالي) په اوامرو ونمانځل شي.

Expressing my respect of your Majesty’s royal commands and my attachment to the illustrious House of which your Majesty now displays the inherited disposition for clemency and benevolence, I hope to be frequently honoured with the royal commands.

دا وضع هغه وخت په بدليدو شوه چې کله انګريزانو په ١٨٠٠ ميلادي کال د ايران له دولت سره په ټلواله کې پر ايران دا ومنله چې که زمان شاه ابدالي وغواړي په هند بريد وکړي، نو ايران به يې په هره وسيله مخنيوى کوي.

سر ويليم جان کې(Sir-William-John-Kay) وايي چې په ".. هند کې د برتانيا د امپراتوري د ټولو دښمنانو د شومو هيلو سترګې د کابل په خوا اوښتې وې. د هند مسلمانان دې ته سترګې په ليار وو چې ددې افسانوي هيواد د غرونو له څوکو څخه به اسلام ژغورونکي، هندوستان ته را توئيږي او هغوى به د غاصب پرنګي له منګولو څخه ژغوري…" [1]

نو پرنګي په جدي توګه د زمان شاه د پرمختګ د مخنيوي د پاره بډې ووهلې. په ١٧٩٧کال کې يو برتانوى هيئت د کپتان جان مالکم تر مشري لا ندې پارس ته لاړ او له ځان سره يې خورا قيمتي تحفې وړې وې چې د قاجاري دربار په نفوذ لرونکو کړيو کې نفوذ وکړي. سر جان کې ليکي چې برتانوي استازي، کپتان مالکم، د تحفو په ورکولو کې ډير سخاوت وښود او له دې کبله د ده په مخه کې هرڅه په هواري سرته رسيدل. هر څومره به چې دى د قاجار دربار ته ور د ننه کيده، په هماغه اندازه به د ده هيئت ته زياته توجه ورکول کيده .. د برتانوي طلاو په مخکې هرڅه ويلې اوبه کيدل…"

هماغه وو، له جان مالکم سره د يوه توافق په نتيجه کې ، قاجار انګريزانو ته ډاډ ورکړ چې: ".. د افغانستان سلطنت به تباه او ويجاړ کړي.. او هر هغه څه به وکړي چې په نتيجه کې يې افغانان خوار، بيوسه او ذليل شي…" [2] د برتانيا حکومت پدې اړه ژمنه وکړه چې پارسي لښکرو ته به هر ډول وسلې او تجهيزات برابر کړي. ددې توافق په نتيجه کې سملاسي پارسي لښکرو په خراسان يرغل وکړ. که څه هم دا يرغل يې ناکام شو، خو برتانيا خپله موخه تر لاسه کړې وه. د ډيلي په لور د زمان شاه پرمختګ ودرول شو. په ١٧٩٧کې پارس ته د برتانوي هيئت د وراستولو عمده هدف همدا و څو دومره وکولاى شي چې يواځې د درۍ کلونو د پاره (په هند باندې) د زمان شاه د بريد مخه وتړي .."

لدې واقعيت سره سره چې ابدالي لښکرې له هغه وروسته د ډيلي په لور ونه خوځيدې خو بيا هم ".. څو کلونه تير شول چې د هند مرهټيان پدې ډاډه شي چې بيا به بل احمدشاه د دوي په خاوره کې نه راظاهريږي.." سر جان کې د برتانوي پلاوي او قاجاري پارس ترمنځ د يادې شوې موافقې په هکله وايي چې په ياد شوي تړون کې: "… پدې خبره توافق شوى و که چيرته له هغې وروسته درانى پاچا په هندوستان باندې د يرغل نيت وکړي، د پارس پاچا ژمنه کوي چې د هغوى غټ پوځونه به د افغانانو وطن ويران ويجاړ کړي او ددې هيواد له واکمن سره به تر هغه پورې سوله ونکړي چې ژمنه يې نه وي کړې چې په انګريز باندې له تيري څخه به لاس اخلي…" [3]

ګرامونو څخه لاس پرسر نه شو او په ډيره زرنګي او بريا يې له ټولو خواو ورته د غليمانو جال غوړولى و. د ١٨٠٠کال د اکتوبر په مياشت کې کپتان ملکم د هند وايسراى، لارد ويلسلي، ته زيرى او ډاډ ورکوي چې تاسو ".. پدې ډاډه اوسئ چې زمان شاه د ١٨٠١کال د مونسون (پشکال) تر بارانون پورې په هند کې هيڅ هم نشي کولاى .. او که د خداى رضا وه، د څو راتلونکو کلونو په بهير کې به دى په خپله سيمه کې له کړکيچونو سره لاس پر ګريوان وي چې د بل څه فکر به نه شي کولاى…"[4]

ايران دا ژمنه ورکړه چې پايله کې يې د همايون او کامران په هڅونه پر هند د زمان شاه د بريد مخنيوى وکړ – اوپداسې حال کې چې هندوستان ته په همدې تکل روان و، (زمانشاه) د ملا عاشق شينواري له خوا هغوى ته په لاس ورکړ شو او سترګې په چړو ړندې کړل شوې.

دا اوس، د ٢٠١٢ کال له پيل سره سم د ايران جمهور رئيس، احمدۍ نژاد، د لاتينې امريکا درۍ څلورو هيوادونو ته په ننواتې ورغلى که وکولاى شي د هغه فشار په مقابل کې چې – دايراني اخندانو د منافقت له کبله ورته جهنم ګرځيدلى – څه ډاډ ومومي. خو دا تصور يې مهال او لکه د پنجاب په شان تر، داسې کچه رسوا شوى چې نور نو د پټيدو وړ نه دى.

يا ربه توفيق!

غلام محمد زرملوال


[1]‘…All the enemies of the British empire in India had turned their eyes with malicious expectancy upon Kabul. Out of the rocky defiles of (that) romantic country were to stream the deliverers of Islam from the yoke of the usurping Franks...’ * Mountstuart Elphinstone

[2]- ‘.. The Qajar undertook…to lay waste and desolate the Afghan dominions…and to do every thing to ruin and humble the above mentioned nation…’

[3]‘…It is stipulated that if ever again, the Durrani monarch should be induced to attempt the invasion of India, the king of Persia should be bound to lay waste with a great army, the country of the Afghans and to conclude no peace with its ruler that was not accompanied with a solemn engagement to abstain from aggression upon English…’

ii-…You may rest assured that Zaman Shah can do nothing in India before the setting of the rains of 1801…and by the blessing of God he will, for some years to come, be too engaged in his quarter to think of any other..’.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←