په کاردى چى زموږ مخه د پښتو وده او پرمختياوى
ليک: عبدالجبارکاکړ
دريمه برخه
په تيره اوني کښې مو دا ژمنه کړي وه چي په افغانستان کښې پښتو ځموږ مورني ژبه په څه حال ده په دي به خپل وس سره سم څه ليک کوم په کار خو دادي چي موږ په ټول لر او بر کښې هغه ټولي ناخوالو چي ځموږ ګرانه پښتو ورسره مخامخ ده هغه و ټول لر او بر پښتنو ته ورپه ګوته کړو لکه مخ کښې چې ويل شوي وو بيا ددي دپاره داسې چاري وترا شوه چې کوم خنډونه چې پراته دي هغه ليري کړو او خپله ژبه نه يواځى ژوندي وساتو بلکي د نورو پرمخ تللو نړۍ والو ژبو په ليکه کښې ودروو ځکه که پښتو ژوندي وه پښتون به ژوندي وي که پښتو پر مخ تللې وه پښتون افغان به پر مخ وي خو که پښتو خواره وه موږ به ټوله خواريو او بيله د بلې ژبى څخه د کرکي په ځائى موږ په خپله ژبه يو ډول راکړه ورکړه ونه کړو ولي چي د نړۍ او قام ودي ته تيار نه دي چي په خپله ژبه سوداګري وکړي نه يې په خپله ژبه داربليږي چي دادي خو اره وي نو موږ ته هم دا ژمنه په کارده چي د پشتو د پرمختيا دپاره وو ډوکړو او بښتو د نورو پر مخ تللو ژبو وارو لرغوني کړو او په پښتو کښې داجوهر او صلاحيت شته خو دا بيله خبره ده چي موږ ودي ته دومره کار نه دي کړي نه دومره چيړنه ور باندى شوى ده د تاريخ په اوږدو کښې پښتو د دربار ژبه نه د ګرځيدلي نه په بشپړه ډول افغان حکمرانانو د پښتو په سر لاس ايښې دي خو بيرته هم خوار ولس په زياته بيا ځموږ شاعرانو ليکوالانو اور رڼ اندو پښتو دا نن ورځي ته را رسولي ده چي يواځي ژوندي پاته شوي ده کښې هر باندني چې څنګه د پښتون مخالف ګرځيدلي دي هم دا ډول د پښتو د مخالفت او مخ نولو څخه مخ نه دي ګرځولي چي ځما په اندداتکى تکي پښتون افغان ته په هره سيمى کښې درک لګيدلي دي خو يوه چرکه چي خپل چچوړي تراګي وباسى دهغه د ځغورلو دپاره څه څه نه کوي ان دا چي کلهخ کله په يوه وګړى هم و رايله شې چې په دي پوه شې چې چچړى ته خطر دي نو پښتنو ته هم اړنه ده چې دوي د خپلې ژبى د ځغورلو دپاره بيداره وي داخبره چي موږ يې د زياتره افغانانو او پښتو څخه اورو چې دا خو د نورو د زياتوب د کبله د موږ يا ځموږ د ژبى سره داسې کيږى نو چي ته ورته ويده يې نو به خو د داسې کيږى يا چي ته د خپلې ژبى څخه بيګانه يې نو به ارومرو داسې کيږى ولې چې دا د بشر فطرت دي چي غواړي خپله برخه غټه کړي پښتانه افغانان که د نورو په برخه نظرنه ساتي نو دومره خو دي وکړې چې خپله برخه که هغه په هر اړخ وي هغه خوندي وساتي خبره په افغانستان کښې په پښتو باندى کيدله نو په کاردې چي دوه وروڼه دريم حساب په نظر کښې وساتل شې هم دهغه اسلامى افغانى بشرى تګ لاره او اصول دي خبره به د بارکوال مياخيل چې ځوان شاعر دي ددي شعر څخه ونښلوو.
له مينې به دي څنګه په ژوني اخلم لاس
وطنه ستا بچي يمه پيغور راته که ګوري
يا د جلال امرخيل دهغه شعر......
څو په خپل وطن کښې د پښتون په نوم زوريږمه
څو به په کابل کښې په پښتو پوښتنه نه کوم..؟
ځموږ دي دواړو ځوان شاعرانو هغه څه ډېر ښه انځور کړي دي کوم څه چي د دوى دواړو وارو نور ډيريې احساسوي بايې تر سترګو تيريږي رښتيا خبره ده چې دا پيغور د کرښې ودي خواته د ډېرو تر غوږ و هر ورځ تيريږي چي د کرښې پورى د پښتو او د پښتو سره څه کيږي او دا په رسنيو کښې لوئى لوئى مشران کوي داسې نه چې دوى ځموږ په غم کښې مړه دي بلکې ددي کبله چې پيغور وړاندي کړي چي تاسو ډېر کيو ته لږکيو څه درکړي دي څه خوسته سره څه کړى دى..؟ نو مخ به ارومرو ژرشى؟ ځکه چې پړه پړه ده که ځه کوم که ځما ورور؟ خو چې کله حق او برخه د عدالت د لاري وي نو بيا نه ګيلي وي او نه کرکه..؟
ځه بارکوال مياخېل جلال امر خيل او نورو بې شميره پښتنو افغانانو ته وايم چي دهغه ستونځه د نن څخه نه ده بلکې دا د ډېره وخته څخه را روانه ده چي د پښتنو ژبى سعدي ارواښاد ګل باچا الفت او د مهال او عصر رڼ اندو شاعرانو او ليکوالانو په دي اړه ډېره مبارزه کړي ده او ليک يا په ولسى جرګى کښي په وارو وارو رابرسيره کړي ده خو اوس وخت بدل شوي دي د افغانستان په اساسى قانون کښې نه يواځى پښتو په ښوونځيو او لوړو زده کړو کښې بلکې د افغانستان دفتري ژبه هم منل شوي ده په کاردى چي دافغانستان اسلامى جمهوري حکومت دا ساسي قانون دلارښو دنو سره سم بيله دڅه څنډه دهغه کار عملي کړي او هغه څوک چي داساسي قانون درناوي کوي ولکه که هغه څوک وي هغه دي ملاتړ وکړي خوترکومه چي نورو ولس دي هغه دي هم په سوله ايزه حکومت ودي ته وهڅوي چي په خپل اساسي قانون دي لومړي حکومت عمل ښکاره کړي ځماپه اند په افغانستان کښې د دري پښتو او نورو دافغانى ژبو ترمنځ څخه توپيرنه شته خوځيني تنګ نظره شته چي دوي ددي لاري کرکه رابرسيره کول غواړي کنې دنړۍ په قانون کښې به چا داسي نه وي ليدلي چي يوه ژبه دي په بله باندي برلاسي وي بلکى دهر چا او څه برخه ښکاره ده دا خو هغه تنګ نظره خلګه او ياتنګ نظره ملکونه کوي چي هغه بس تنګ نظره وي بلکي د دوي ددي کړو څخه داسي څرګندسيږي چي دوي دخپلى ژبى سره ناراسته دي ځکه چي څه ستاقدر کوم نويه ارومرو ته ځماقدر کوي او اسلام هم دا لارښو دنه کړي ده چي کوم څه وځان ته خوښوي هغه وبل ته هم خوښوه کنې موږ ليدلي دي چي داسلام دهغه دا وي داره دلږکيو د ژبو او د دوي سره څنګه چلن کوي؟
خولکه مخ کښې چي راغلو چي پخلپه ډير پښتانه دخپلى ژبى په وياړ او قدرنه پوهيږي ځکه دکابل دپښتنو په اړه خو ډيري ټوکي اوريدل کيږي دوي که دپښتنو يوه مجلس کښې هم ناست وي او ټول ناست پښتانه وي خو دوي دپښتو په ځائي بله ژبه سره وائى په کورو کښې هم دهغه حال دي په دفتر کښې پښتون دپښتون سره په پښتو خبري نه کوي په دفتر کښې عارضه دوي په پښتونه ليکې او داسي ډير جعفرخان اڅکزي دي لوئى څښتن وبخښى دځلاند دپاره موږ مرکه ورسره کوله دوي ويل چي په کابل کښې په موږ ټول پښتانه سره ناست وو دوي به په بله ژبه خبري سره کولي ماورته وويل چي دلته خو دبلى ژبى څوک نه شته نوتاسوولي په پښـتو خبري نه کوي؟ نو خوبيرته هم پړه ځموږ شوه په نورو باندي ولي پړه واچول شي؟ په کار دي چي ونورو ته دګوتي پورته کولو دمخه ځان ته ګوته پورته کړو؟
داسي خو دا يوه معمولي خبره ده چي موږ دبل په ژبه خبري پخپلو کښې سره کوو ياليک د نورو په ژبه کوو خو ددي پايلى ډيري بدي وي او ژبى هم په دي ډول خوار يږي يا دمنځ څخه ځې يا دا چي په خپله ژبه کښې توري ديوه توري ديوه توکي دپاره وي او ته بيځايه دبلى ژبى توري ګاروي يا دپښتو دالناپه ځائي دبلې يا نورو ژبو توري ګاروي په دري کښې دپښتو ځانګړي ټکى نشته اود دي ژبى خلګه مجبور اوړدي چي ډ يه دوليکى ټ په ت وليکى او داسي نور خور پښتو ويونکى او ليکونکي هم هغه چم کوي لکه څنګه چي درې وال کوي ليکه سسټم چي دانګريزي ژبى توري دي په درې کښې ټ نه وي کيږي نو دوي يې سستم ليکى خو پښتو ليکوالان يې هم سستم ليکې کله کله خو په پښتو ليک کښې د درې او عربى ژبو دومره توري ګاريږي چي لوستونکي يې په مانانه پوهيږي هم دا ډول د کابل په را ډيو باندي دنورو ژبو بهر ماردي چي اوريدونکي نه پوهيږي ځکه چي ځموږ په دي سيمه کښې د ډير و دخولى دهغه وخته څخه ما اوريدلي دي چي دوزي وائي چي دکابل دراپو په خبروموږ نه پوهيږو.
کله چي موږ په کورو کښې پښتونه وايو په شاوخوا کښې پښتونه وبله کيږي په دفتر او ښوونځي کښې پښتوته دومره ارزښت نه ورکول کيږي پخپلو کښې موږ پښتو باندي خبري نه کوودنورو ژبو توري په لويه کچه پخپله ژبه منډونو که د مينځ نه وړي نو موږ خپله خپله ژبه د مينځ د وړلو ډنډه تر سره کوي هم دهغه خبره ده چي په دي افغانستان کښې څومره پښتانه افغانان دي چي دوى بشپړه پښتو ايره کړي ده او د نورو په ژبه خبرى څه هغه دلته په ګوته کول نه غواړم خو هر څوک په دى خبر دي داسې خو بې شميره پښتانه په هند کښې دي خو دوى اوس پښتانه او افغانان نه دي پاته خو د ځان سره او يوسف ذي لودهي او نور څه ليکي چي دوي ځان اوس هم پښتانه شميري ددي سره سره چي دوى د پښتنو سره ډېره مينه کوي کله چي موږ هند ته تللې وو په کوم هوټل کښې چې موږ پاته کيدو هغه د يوه هند وو خو منشى يې مسلمان پښتون افغان او يوسف ذي وو د موږ څخه ډېر نزديکت او مينه کوله بيا يو بل ځائى موږ په نه پيژندنه يو پخوانى پښتانه چي هغه هم يوسف ذي پښتون وو موږ ته د ماخستن ميلمستيا راکړه داسې نور ډېر پښتانه موږ وليدو چي په نامه پښتونه وو خو د موږ سره يې ډېره مينه کوله ځما ددي خبرى مطلب دادي چي موږ په خپله ګرانه پښتو پښتانه افغان يو چي پښتو نه يواځي ځموږ مورني ژبه ده بلکى ځموږ دود او دستور هم دي ځموږ تاريخ هم دي او ځموږ سباون هم دي پښتو د ژوند يوه پشپړه تک لاره ده اوس چي نړۍ د کلى والتوب(GLOBALAZATIO)په لور روانه ده او يو د بل په ژبو باندى د دوى په دود او دستور باندى وارو نه کيږى نو که ځموږ دخپلې ژبى دود دستور او خاوري سره دومره بيګانه وو نو آيا موږ به د دهغه ناترسه ځپو سره سيالي وکړو..؟ آيا موږ به په دي کليوالتوب کښې خپل ټول ارزښتونو سره ددي برخه جوړيږو که په موږ د نورو په رنګ رنګيږو چي هغه ځموږ د سپيڅلي دين او ځموږ د ژبى دود دستور او کلتور سره يو ډول اړه نه لري دا پوښتنه ځه په تاسو باندى پريږدم..؟
څلوريمه برخه
په تېره اوني کښې موږ په افغانستان کښې د پښتو مخ ته د خنډونوپه اړه د خپلو معلوماتو سره سم يو څو ليکي ستاسو و مخ ته وړاندى کړى کيدي شې چې ځموږ معلومات بشپړه نه وي نو کيدي شې چې يو بل څوک ځموږ د معلوماتو څخه هم زيات معلومات و لر بر لوستونکو ته وړاندي کړي چي موږ ټوله هغه ناخوالو باندى خبر شو چي بيا يوه داسې لاره و تراشل شې چې ځموږ مورني ژبه زياته وده وکړي او ددي د څنګه دهغه تکي تکي ولس يو د بل په هر اړخيزو چارو ځان سره خبر کړى.
په دي ليک کښې به موږ په شمالى پښتونخوا (خيبرپښتونخوا) منځني پښتونخوا (قبائيلى) سيمو کښې د پښتو په حال ځان خبروو که څه هم په دهغه خوا کښې د پښتو دپاره ډېر کار شوي دي او د ډېره وخته څخه کار روان دي او د پښتو ډېر نامتو او د نړۍ والي کچى شاعران او ليکوالان دي خاوري ژيژولى دي چي د ټولو نومونه دلته په ګوته کول آسانه خبره نه ده که د دوي د پښتو دپاره شوى کارو ته موږ ځير شو نو موږ کولى شو چي د ډېرو ناخوالو د څنګه د پښتو مرکزو نوموو خو چي کلو هغه ناخوالى موږ په ګوته کړو نو بيا يو سړى په خپله دهغه پريکړه باندى د نوي سره څخه و غور کولو ته اړ کوي چي پښتو مرکز دي شمالى پښتونخوا وګرځول شې هم دهغه ناخوالي دي چي سړى دا ويره احساسه وي چي داسې نه وي چي موږ خپله رښتني پښتو دلاسه ورکړو ولي چي په دهغه سيمه کښې دتېرو څوکلو يا لسيځو څخه د پښتو په ليک دود کښې ډېر توپير راغلي دي که موږ د شمالى پښتونخوا د نن څخه شل پنځويښت يا ددي څخه د پورته څو کلوچاپ شوي کتابونه و ګورو او د نن ورځي د چاپ شوو کتابو سره پرتله کړونو به حريان ورته پاته شو يو خوا د پښتو ځانګړى ټکي لکه ښ، ږ، ڼ، څ، ځ په نوو ټکو بدل شوي يا ددي دپاره کار روان دي خو ددې د مخه داسې نه وو که موږ د خدائى بخښلې اجمل خټک کتاب دا زه پاګلوم ولولو يا د باچا خان دهغه وخت پښتون مجله و لولو يا نور پخوانى کابونه نو د پښتو ځانګړى ټکي پخپل ځائى ګار شوي دي او يوه معياري پښتو ليک دود په کښې ګار شوي دي خو اوس چې کوم کتابونه چاپ کيږى يو خوا د پښتو د تورو او الفاظو په ځائى د نورو ژبو دومره و دننه کړل شوي دي چي کله کله د چا دا ګمان باندى راشې چې ځه د پشتو کتاب نه لولمه بلکې کوم د بلې ژبى کتاب دي او په وارو وارو په دي باندى ليکنى شوي دي که ځموږ د شمالى پښتونخوا ليکوالانو شاعرانو او اديبانو ودي لويه تېروتنه ته پاملرنه ونه کړه لوبه ارومرو يوه ګلابى پښتو ژر ځموږ و مخ ته راشى.
عجبه خبره خو دا ده چي نن چين او ايران په دولتى کچه دا پريکړه کړي ده چي هم دواړه ملکونه د خپلو ژبو څخه د پربديو ژبو توري وباسى او په دي باندى په دولتى کچه کار روان دي دا دواړه داسې ملکونه دي چي د دوي ژبى چينائى او فارسى هم دفتري ژبى دي هم د ښوونځي او مارکيټ ژبى دى هم د رسېنو آن دا چې دا دواړي ژبى حکومتى او دولتى ژبى چې څومره ارزښت په خپلو خپلو هيوادونو کښې لرى پښتو خو دهغه ټولو اسانتياو څخه بې برخى ده يا بى برخى کړل شوي ده نه يواځي چين او ايران بلکې د نړۍ نور ملکونه په دي کار بوخت دي چي د خپلو ژبو څخه د باندنيو ژبو توري وباسى څرګنده خبره ده چې ارومرو به ددي په زيان دوي پوه شوي وي خو موږ يو چي په پټو سترګو د نورو ژبو توري په خپله ژبه منډو چې دا ښه پايلى ونه لرى چې پښتو ته به د وخت د تېريدو سره رسوي بيا به موږ ددي وړلو چې د پښتو څخه د باندنيو ژبى توري وباسى يا دا چې د نورو ژبو توري دومري ډېروي چي د پښتو تورو واستلو ته د را روان کهول اړشې ځکه د مخه موږ ويلي ووچي د يوه قام د مينځ څخه د وړلو دپاره اړنه ده چي دهغه ژبه ځينى واخلى د پښتو او پښتنو د مينځ څخه د وړلو د دښمنانو هڅي د ډېرو وختو څخه د مغل ددوره را رواني دي خو دوي لولي څښتن په فضل ځموږ دښمنان په دي کار کښې بريالي نه شول که څه هم په ډېره لويه کچه داسې هڅي وشوى نو ځکه دوى دا بله لاره خپله کړه چي پښتو يې ورګډ وډه کړه چي د کار په کابل کښې په دومره لويه کچه نه دي روان لکه په شمالى پښتونخوا کښې چې روان دي نن موږ د پښتو دوځو نومونه لکه د ګل ورځ د زيارت ورځ د جمعه د خالى ورځ دلاسه ورکړى دي او ډېر لږ کليوال وګړى يې ګاروي کښې د شمالى پښتونخوا په ګډون منځنى پښتونخوا او سويلي پښتونخوا يا خو پير،منګل، بدهه، يا يکشنبه، دوشنبه، سه شنبه او نوري ټکى ګاروي په شمالى پښتونخوا يا پى کي پى خو د پښتو شميرني يا ګتني هم ايره کړي ده او دهغه په ځائى بيس تيس چاليس په کار راوړي او ځما په اندچې په سلو کښې لسى وګړى به داسې نوي چي دوى د يوه څخه نيولي بيا تر سلو پوري شميرني وکړى دا ولى داسې کيږى ددې ډېر علتونه دي خو ددي ټولو پيړه هم په موږ باندى راځي په کاردي چي موږ نور پړه نه کړو خو د پاکستان چاپيريال داسې جوړ شوي دي او رسنېاو ميډيا هغه څه ښکاره کوي چي هغه نه زموږ د مذهب سره اړه لرى نه ددي ملک د تاريخ قامونو د جوړ شوي دي او رسنې او ميډيا هغه څه ښکاره کوي چي هغه نه زموږ د مذهب سره اړه لري نه ددي ملک د تاريخى قامونو د دود او کلتور سره څه اړه لرى چاچي څه وکړو هغه يې وکړو د مخ نوي سوچ د چا سره نښته خو دا به هغه وخت و دوي ته څرګند شې چې اوبه تر ورخ واوړي که د لويديځ دود او کلتور و دوي ته ډېر خوښ دي او ګران دي خو ځموږ د آسيا دود او کلتورو نه يواځي ډېر پخوانى دى بلکې ډېر ارزښت هم لرى دا رښتيا خبره ده چې لويديځ و زده کړو تعليم او سائنس ټيکنالوجى ته مخه کړه او د نه يواځې ډېر پخوانى دى بلکى ډېر ارزښت هم لرى دا رښتيا خبره ده چي لويديځ و زده کړو تعليم او سائنس ټيکنالوجى ته مخه کړه او د پرمختيا واوج ته دوي ورسيدو او موږ و دوي ته اړ او محتاج شول او دهري لاري دوي په موږ باندى اغيزي کوي که په وخت موږ د آسيا خلګو زده کړو سائنس او ټيکنالوجى ته مخه کړي وي نو به نن دا حال نه وى.
يو بله لويه تېروتنه چې ځموږ د شمالى پښتونخوا په ايالت کښې د کلچر په نامه کيږى هغه هم د پښتو دود او رواج ته ډېر زيان رسولي دي کوم فلمونه او ډرامي او په نورو نومو چي کلتوري دستوري کړي هغه ځموږ د پښتنو د دود او کلتور سره يو ډول اړه نه لرى خو بيا هم ځموږ دهغه کهول روان دي نورو کلتور د پښتنو په نامه ښکاره کيږى دديې د څنګه د پيسو په نامه باندى داسې شاعرى ځموږ په دهغه سيمو کښې کيږى چې هغه ځموږ د تاريخ دود دستور او کلتور سره يو ډول اړيکى نه لرى کيدى شى چې د ځينو نورو خلګو به دهغه کلتور وي او د دوي په ټولنه او کورو کښې به دي څخه څوک بد نه وړي خو نه دا د پښتنو دو ددي نه پښتانه په خپل کور کښيې داسې څخه ځغملى شې.
داسې نه چي موږ پښتانه د يوې بلې نړۍ مخلوق يو او ددي نړۍ اغيزي به په موږ نه کيږى دا هر څه شته موږ به هم د نړۍ سره سم په ځان کښې څه نه څه بدلون راولو خو ددي مانا دا هم نه ده چي خپل هر څه دلاسه ورکړو او د نورو ښه او بد خپل کړو دا وخت لر او بر پښتون افغان د يوه لوئى ناورين څخه تيريږى د تېرو پنځه ديش کلو څخه موږ د نورو په جګړو کښې راګير يو ځموږ خاوره ځموږ هر څه وران شوى دى په لکاو لکاو وژل شوي دي په لکاو لکاو وګړي د خپلو کورو څخه بې کوره شوي او بې کوره کيږى په دا تېرو درې لسيځه کښې چې ددي قام سره څه وشو په تاريخ کښې به د بل چا سره نه وي شوى او اوس هم دانه د څرګنده چې په را روان وخت کښې به ددې ولس سره څه کيږى ټوله نړۍ که هغه ليري دي که نزدې ځموږ په ورانيو بوخت دي او ددي څخه څوک ډه ډه نه شې کوي خو ددي ټولو ناخوالو د څنګه د ډېر وخته څخه موږ ګرانه ژبه او ځموږ دود دستور دورانولو د هڅو څخه مخ نه ګرځوي دا هر څه چې موږ په ګوته کوو دا ددي دپاره چي و خپل لر بر قام ته دا څرګنده وي او دوي د خپله وسه داسي هڅي وکړى چې د دهغه نړۍ وال ناورين څخه ځان وځغوري او نړۍ والو ته دا ورو ښايى چې پښتون افغان نه وران کار دي نه تهره ګر نه نا سياله دي نه غير مذهب دي بلکى په بشپړه يو نوموړي قام دي چي يو لرغوني تاريخ لرى داسې ژبه لرى چې د نړۍ د لويو ژبو څخه يو ده ډېر پراخ وطن لرى ډېر شتمن دود دستور او کلچر لري چي هم يې د غم ځائى ښکاره دي هم يې د ښادي او اختر ورځ ښکاره ده دابيله خبره ده چې د تهره ګري په نامه باندى د پښتنو افغانانو نه جنازي خوندي دي نه يې جمات خوندي دي نه يې مرکه او جرګه خوندي ده نه يې ښوونځي ليسه او کالج خوندي نه يې مشر سپين ږيري او د مخ سړى نو ځکه چې و پښتون افغان ته په کارده چي خپل تس نس وجود سره راټول کړي يو بل ته لاس سره ورکړى او کوم ناورين او طوفان چې په راوستل شوي دي دهغه مخ نوي په مړانه وکړى او کوم باندنې لاسونه چې ځموږ ګريوانو ته را رسيدلي دي هغه غوڅ کړي دا هغه وخت کيدي شې چي موږ لاس په لاس کښې سره ورکړو د خپلې خاوري د خپلې ژبى د خپل دود او دستور ساتنه وکړى ولې چې دا ځموږ د ټولو پيژندګلوي او شناخت دي نو هر څوک چې ځموږ دي وباړونو ته لاس اچوي هغه خپل دښمن وګڼو که هغه خپل دي يا پريدي..؟ ډېر خلګه به دا فکر کوي چي داسې خبرى او ليکنه د خلګو په مينځ کښې کرګه رابرسيره کوي خو يوواربيا په لويه چغه د خبره کول غواړم چي نن پښتون افغان د يوې ډېري بدي ناخوالى سره مخامخ دي دا هر څه چي د قلم د څوکي څخه راوځي دا ټوله رښتيا او حقيقت دي او په کاردي چي په رښتيا سترګي پټي نه شې او څوک چې مخالفت ورسره کوي هغه هم دا رښتيا ومنې داسې هم د اسلام سپيڅلي د بن ښووني په رښتيا باندى ولاړي دي او دا ښوونه کوي چي کوم ښې دي ځان ته خوښ دي هغه تل ته هم خوښوه او کوم شې چې دي ځان ته نه وي خوښ هغه بل ته مه خوښه وه پښتون افغان خو يو پراخ لمني قام دي هم چي نن د کومو ناخوالو سره مخامخ دي ددي يو علت هم دهغه دي.
نن چي پښتون افغان ته د مارانو کوم سرونه ښکاره کول کيږي په کاردي چي په هغه موږ پوه شو او تر ډېره پوري په پوه يو خو په دي نه يو پوه چې د شطرنج په دي لوبه کښې کوم چال خپل کړو هر کله چي موږ په چال ورسره پوه شو نو بيا هيڅوک د موږ څخه برى نه شې وړي نن هر څه څرګند شوي دي د تېروتنې ګنجائش نه دي پاته خو ددي هر څه سره سره په کاردي چې ځموږ نړۍ والو ته دا څرګند کړو چې ددي خاوري بچى او خاوندان موږ يو د نړۍ والوسره د برابرى په کچه ژوند کول د هر بشر حق دي پخپله خاوره په خپله ژبه خپل دود دستور او خپل سپيڅلى دين اسلام ساتنه ځموږ شعار دي.
