اجمل خټک د پښتني ټولنې ابدي شتمني
د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه کړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو کې د پښتو د ادب پلار اجمل خټک راځي، چې په 1926ع کال په اکوړه خټک کې د حکمت خان په کور کې پيدا شوى دى. دى اوس يو اويا (71) کلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت کې نه ستړې کېدونکې منډې ترړې وهي. اجمل خټک يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر کې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټک د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله کې راټولولو ګران کار دى، له دې کبله يو څو مهمو ټکو ته ځغلنده نظر اچول کېږي. اجمل خټک د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريک کره ستنه ده. باچا خان که څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښکېلاک (استعمار) په مقابل کې د پښتنو په يوه مرکز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته کړې وه، چې (که سپوره وي که پوره وي، نو په شريکه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې که موږ د ښکېلاک او زبېښاک (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص کړو، نو بيا به مو خپل خانان ملکان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريک ملکيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو کې شريک ملکيت دى. اجمل خټک د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه کې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليکوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريک) روان کړ.
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د کمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښکېلاک له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ کې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموکراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوکالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښکېلاک سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ کې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو کې د عادلانه برخې د ورکولو په واسطه د منځه وړي. د کمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلکې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاکميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس کې اخلي، چې د قام په منځ کې تضادونه د منځه نه ځي، بلکې شکل او بڼه يې بدلېږي. نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه کې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليکوالان په دې ادبي خوځښت کې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي. قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر کې ژوند وربښي. له دې کبله ددې خوځښت چلونکيو شاعران او ليکوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليکوالان هم ويل کېږي.
اجمل خټک د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونکي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټک د شعرونو او ليکنو ټولنيز ارزښت په دې کې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پکې په داسې انداز کې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښکلا او هنر پکې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې کوو: اجمل خټک د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون کې د ادبياتو په څانګه کې د ماسټرۍ درجه ترلاسه کړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر کتابونه ليکلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، کچکول، موږ او منزل، فکر او عمل، عوامي جمهوري تحريک، د وخت چغه، ګلونه تکلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور... اجمل خټک پښتون قام ته د خدمت په لاره کې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 کاله (1973_1988ع) په کابل کې ژوند کولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان کول (نسل) کې راووست. د اجمل خټک د صدارت په وخت کې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي . وحدت ورځپاڼه / وحدت : ۱ دسمبر ۱۹۹۷ Daily Newspaper "The daily Wahdat" / First December 1997
