اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دپاکستان ايران او افغانستان دولسمشرانو غونډه

ليکونکى:عبدالجبار کاکړ

يووخت وو چي پاکستان او ايران دامريکا سره په پوځي تړونونو او معاهدو کښې ورسره تړلي وو افغانستان دناپيلى( NON.ALIANCE) ملکو يوټنګ ملګرو وو او دوخت دشوروي داتحار (روس) امريکا او دنړۍ دنورو ملکو سره يې ښه اړيکى جوړي وي او دا د ايران دشهشاه رضاشاه پهلوي دور وو چي دپنځو سه څخه يې تراتيا لسيځو پوري دوام کاوي بلي خواته بياد په پاکستان کښې دجنرال ايوب خان او دنورو دوره وه چي خپلى ټولي چاري دامريکا په ملګر تياترسره کوله او دشوروي اتحار او نورو ملکو لکه هند سره يې اړيکى کر کيچى وي خو نن تاريخ يوه بله بڼه خپله کړي ده نن ايران دامريکا په ضدولاړي دي آن دا چي کله کله خو داسي ښکاره کيږي چي داسي نه وي چي کله دا دواړه ملکونه يو دبل سره په تاوده جنګ کښې سره راګير شې بلى خواته دپاکستان سياست دي چي تراوسه دانه دڅرګنده چي داملک هم دايران وارو دامريکا سره دومره ليري دي لکه ايران که داپوځي دامريکا او پاکستان وخپلو خپلو کټو ته د دوي ورکولو دپاره يو په بل باندي ټکان کوي ولي چي دامريکا او پاکستان اړيکى دپاکستان دجوړيدو سره دومره نز دي پاته شوي دي چي دوي نه شې کولي يو دبل څخه دومره ليري واوسږي ځکه چي دواړه غواړي چي اړيکى سمى سره وساتې خو دامريکا لخوا کله کله داسي چلن دپاکستان سره وشي چي پاکستانى حکمرانان وهم غواړي چي اړيکى دپخوا په ډول وساتي خونه شې کولي چي مخامخ دامريکا سره اړيکى دپخوا په ډول وساتي ځکه
ددي ملک ولس دخپلوټولو ناخوالو پړه په امريکا باندي اچوي چي تر ډير د دوي خبره سمه ښکاره کيږي ترکومه چي دافغانستان حالات دي نو افغانستان او افغانان دتيرو پنځه ديش کلو جګړي دومره خپله دي چي دوي نه شى کولي چي دباندنيو مرستو په چپه خپل ځان وسائي پاپخلپو پښتو ودريږي ولي چي د ۱۹۷۸د ثور مياشتي دبدلون وروسته افغانستان دنړۍ والو ورځواکو دجنګ ډګرحنډي چي تردانن ورځي پوري دوام لري خو ددي جګړي ډولونه او نومونه بيل دي افغانستان ددهغه زورځواکو په جګړه کښې خپل هر څه دلاسه ورکړي دي پو څه يې په خپل ځائى پاته نه دي دافغانستان په هغه ورانى کښې پخپله هم ددهغه دواړ وګاونډيانو څو مره لاس دي او دباندنيو يا دناټو او ددي د مخه دشوروي اتحاد دسره لښکرو ودي ناپله هيواد ته دراننوتلو کښې دهغه ګاونډيان څومره لاس لري داځان ته يو اوږ د بحث دي چي دلته ځائى نه لري.

خو داخبره هر چاته څرګنده ده چي ايران پاکستان او افغانستان يو دبل ګاؤنډيان دي او ګاونډيان به پاته وي يو هم نه شې کولي چي خپله خاوره په شاواخلى او ځان ته يوبل ګاونډ خوښى کړي ولي دانا شوني خبره ده نوځکه وهردروملکو ته کاردي چي دوي وزړه ته دا وچوي چي ديوه ملک دبل کلک څخه رغستن نه شته اوبله دا چي دا درې سره ګاؤنډيان مسلمانان دي چي د دوي يو په بل باندي ډير حق هم شته که موږ د اسلام فلسفه خپله کړو ونوبياخو دخپل ګاونډد ګټو هم دومره خيال ساتل کيږي لکه دخپلو ګټو خودلته داسي خبره نه ليدل کيږي بلکي هر درې ملکونه داسى هڅى کوي چي په يوه نه يوه ډول داسي چاري ولټول شي چي نه يواځي په ګاونډ کښې خپلى کټى خوندي وساتل شې بلکي په حکومت باندي هم خپلي اغيږي پاته وي او نن چي موږ ديوه ګاونډي افغانستان وحالاتو ته ګورونو دهغه ملک سره هم داسي چل روان دي ځکه چي دنه غوښتلو سره سره بيا هم افغانستان ودي ته اړ دي چي باندني ځواکونه په افغانستان کښې پاته کړي داسي هم افغانستان وسمندرته لاره نه لري چي دنوروملکو سره په خپلواکه ډول آزاده سوداګري که داسي کوي نو به بيرته هم وايران او پاکستان ته اړوي هم دهغه اړتياده چي افغانستان دايران او پاکستان په پرتله ډير اړاو مجبوره دي او په وارو وارو هم دهغه ګاونډيانو دافغانستان سره داسي کړي دي چي ودي خپلو نز دي ګاوڼديانو په ځائي ونورو ملکو ته دمرستي دپاره لاس وغزوي تراوسه چي دهغه دواړو ګاونډيانو کوم چلن دافغانستن سره کړي دي هم د دوي ددهغه عمل څخه يو وار شورويان او اوس ناټو ودي هيواد ته رارسيدلي ده که بيا هم ايران او پاکستان په خپل چلن چلن کښې بدلون نه راوسي نو به دهغه ناټو په افغانستان کښې پاته وي چي نه يواځي زياتره افغانان دباندنيو پاته کيدل تر ډيره وخت دپاره نه غواړي خو ددي زياته زيان هم ودي دواړو ملکو ته ريږي ځکه چي د دواړو ملکونه ودي ته ليواله دي چي ناټو او نو دافغانستان څخه ستانه شې خو دادواړو ملکو ايران او پاکستان اړه لري چي دوي څنګه چاري نيولي شې چي ګاونډيانو په مرسته داسي چاري ولټوپ ځکه چي داهر چاته څرګنده ده چي څوک وافغانستان ته راغلي دي هغه له نظر کښې خپلى ګټي لري او دوي دلته راتګ د دواړه هم په يوه ډول پړه دي که دلومړي ورځي څخه پاکستان ترمنځ تړون ساتلى وي کيديشوي چي نن دسيمى حالات دومره کړکچين نه وي اوسيمه ايزه ملکونه دومره ډاډه وي چي دبل باندنى ملک ومرستي ته اړنه وي نه چا کولي شوي چي دنورو ملکو په کورنيو چارو کښې لاس وهنه کړي وي.

نن افغانستان پاکستان او ايران په بيلو بيلو لانجو کښې راګيردي افغانستان کښې د۳۵کلو څخه راروانه جګړه دوام لري افغان دولت چي څومره هڅي دسولي دپاره کوي خو هغه برۍ نه مومي په وارو وارو داهڅي ډاکټرنجيب الله هم وکړى د برهان الدين ربانى په واکمنى کښې هم وشوي او اوس ولسمشر حامد کرزئي هم لګيادي چي په يوه نه يوه ډول دافغانانو منځ کښې روغه وشې او سوله راشي او هرافغان په دي ډاډمن شې چي بيابه د دومري اوږدي جګړي سره نه مخامخ کيږي خو سوله دچي دافغانانو څخه ډيره ليري ده بلى خواته دپاکستان حالات هم ډير کړکچين دي چي ورځ دبلى په دي کښې نور زياتوب کيږي نه يواځي داملک په کورنيو جګړو کښې راښکيل دي بلکي باندنى دباؤ هم ورځ تربلى وده کوي او په پاکستان باندي د زور راوستو دپاره نوي نوي لانجى رابر سيره کوي داځکه چي پاندنيان هم ددي لاري وخپلو ګټو ته ورسيږي ايران هم تر ډير وکلو باندنيو ترفشارلاندي دي چي په ايران تورلګول کيږي چي داملک زروي وسله جوړ وي يولړ اقتصادي بنديځونه په ايران باندي لګول شوي دي او چي ورځ تير سيږي په دهغه اقتصادي بنديځولو کښې زياتوب راځي داسي هڅي کيږي چي ايران سره دي ټوله نړۍ اقتصادي اړيکى وښکوپ په زياته بيا هغه ملکو نه چي د زورواکو تراغيزولاندي دي تر هغه وخته چي دهغه درې سره ګاونډي ملکونه چي اوس يې ولسمشرانو په اسلام آباد کښې خپله غونډه وپائى ته ورسوله او دوي ژمنى هم سره وکړي خو تر هغه وخته چي دلانجى ښټ نه وي څرګندي شوي داسي غونډي به چنداني ګټه ونه رسوي دولسمشرانو په غونډه کښې هر يوه وپسمشر په خپل ځائى باندي يوه يوه داسي خبره وکړه چي په هغه باندي غورکول په کار دي دايران ولسمشر ښاغلى احمدي نثراد وويل چي دسيمى دملکو په منځ کښې يو ډول اختلاف نه شته دايواځى باندنيان دي چي په دي سيمه کښې ګډوډي جوړه کړي ده دوي بايدددي سيمى څخه ستانه شي افغان ولسمشر په خپل واري وويل چي پعه کار دي چي تراوسه کومى ژمني موږ ديوبل سره کړي دي په هغه باندي عمل وشي دپاکستان ولسمشر آصف على زرداري وويل چي څومره هم فشار په پاکستان به دايران څخه دګيس نل ليکه موږ داغز وو.

رښتيا خبره دا ده چي دداټولو ناخوالو بنسټ په افغانستان کښې روانه اوږ ده جګړه ده تر هغه وخته چي دهغه جګړه نه وي ختم شوي دهغه درې ملکو افغانستان پاکستان او ايران په دروانو جنجالو اوشخړو سره مخامخ وي بلکى داټوله سيمه به دلانورو ناخوالو سره مخامخ وي چي په دي کښې جګړه هم کيدي شي کورنى جګړي هم رامخ ته کيدي شي او تر دي زياته بده دملکو په جغرافيه کښې هم بدلون راوستل کيدي شي نو ددي خبري اړتياده چي دا درې سره ګاونډي ملکو نه په ګډه لومړي دافغانستان دجګړي دختم کولو دپاره بشپړه هڅي وکړي ددي درې سره ملکو ترمنڅ دبرابري په بنسټ داسي اقتصادي پروژي په ګډه سره پيل کړي چي ددړي درې سره ملکو وولسونو ته ګټه ورسوي وسوداګري ته زياته وده ورکړي او هراړ خيزه همکاري سره وکړي او بيارسيمى دنورو ملکو سره هم اړخيزه همکاري ته وده ورکړي او يو سيمه ايزه تړون چي همکاري(REGINAL) زياته وده وکړي او بيا دنړۍ وال کلى(GLOBEL VILLAGE) ته دآسيادپيژند ګلوي سره ودي نړۍ وال بهيرته وردننه شي چي د دوي اړخيزه ارزښتونه نه يواځي خوندي وساتي بلکي ونړۍ والوته هم ورڅرګند کړي ولي چي اسياچي څومره د دوي اړو کلتوري ارزښت لري نور ملکو نه يې لري دابيله خبره ده چي دوي وعلم زده کړو سائنس اوټيکنالوجى ته مخه واړوله او دوي دمخه شول.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←