اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

زور د ظلم هغسی په زور کی دی

عبدالرحمن بابا ډېر پخوا فرمايلي دي:

نـــــه شي د خــــــانانو ملــــــنګانو سره کلى
چېرته عزيز خان چېرته ملنګ عبدالرحمن

په پورتني بيت کې بابا يوه لوړه "افاقي" موضوع څېړي. دغه موضوع د زورور او کمزوري د يوځايي استوګنې ناشونتيا ده. ملنګ عبدالرحمن په دې اند دى، چې خان او ملنګ دواړه د يو بام دلاندې ساعت نه شي تېرولى. د بابا دغه خبره که راوسپړو، حقيقت ته رسو. کمزورى هرڅه ته اړ وي او زورور د خپل غرور په نيلي سپور وي. کمزورى اړ دى، چې په خپل نفس، ضمير او وجدان پښې کېږدي او د خان هره خبره ، هر کار ومني. بيا نو شونې ده چې له خان سره يې يوځاى او په يوه کلي کې شپې او ورځې تېرې شي، خو که ځانته خپلواک انسان ووايي او په نننۍ نړۍ کې د ازاد ژوند د شپو او ورځو د تېرولو خيال ولري، نو بيا دې د کلي د خانانو جبر او زور په ځان ومني. يو شاعر څه ښه ويلي دي:

زور د ظلـــم هـــغسې په زور کې دى
زياره ستا ښېرې اسمان ته نه رسي

په نننۍ پرمختللې نړۍ کې چې په نوم د بشر د حقونو ادارې کار کوي، بشر تر ګواښ لاندې دى. بشر وژل کېږي، نيول کېږي، ګواښل کېږي او رټل کېږي، نو له دې ځايه ده چې رحمان بابا د خاورينې نړۍ د خانانو او ملنګانو د يوځاى ژوند شونتيا محال ګڼلې ده.
که د بابا بيت ته د ګلوبل ويلج )نړيوال کلي( په تناظر کې وګورو، نو ډېر څه به راته جوت شي. نننۍ نړۍ يو ستر کلى دى او ددې "کلي" ملکي اغلې امريکې او القاعدې ته ور په برخه ده. د رحمان بابا په وخت کې خو نړۍ په ګلوبل ويلج نه وه بدله، بابا چې له خان عزيز خان سره په تنګ شو، کلى يې پرېښود او ملنګي يې شروع کړه، خو په اوسنۍ نړۍ کې په ملنګۍ کې ژوند نه دى تامين. ښکره ور چې په ډغره شي په ښکرو کې امېل يې ملنګان وي، ملنګان به خانانو ته کلى پرېږدي، خو پوښتنه پيدا کېږي، چې چېرته لاړشي؟ ملنګانو ته يوه لار پاتې ده او هغه دا چې د ځمکې لاندې کلي کې دې خپل ژوند پيل کړي.
اوس د ګلوبل ويلج په هره برخه کې د امريکې سرتېري پلي دي او ددې شعار لاندې په جګړه بوخت دي، چې نړۍ له کينه ګرو ترورېستانو څخه خالي کوي او پرځاى يې خلکو ته خوشحاله، سوکاله او په امن کې د ژوند سوغات ورکوي. امريکا د ګلوبل ويلج د ملکۍ ټولې واګې په لاس کې لري، نو په منطقي توګه يې دا حق جوړېږي، چې خپل کليوال د شر خوښوونکيو او ډار اچونکيو له شر څخه وژغوري، خو د اغلې امريکې وسلوال مخالفين ورسره دا خبره نه مني. دواړه لوري ملنګان او بې وسه انسانان وژني او په تېره تېره په افغانستان کې
په افغانستان کې له ډېر وخت راهيسې دواړه لوري په جګړه، تښتونه او يرغمل نيونه کې بې ګناه انسانان په يو او بل نوم وژني او د ژوندانه له خواږه نعمت څخه يې بې برخې کوي.
که په زړونو يې د رحم اوبه تويې شي، نو د بخښنې د ډېر استعمالېدونکي ټکي څخه کار واخلي او کنه نو د چا زور ورسره سم دى، خو له وازه کړه، ژوند او ارمان دې وباېلود. خوشال بابا څه ښه ويلي دي:

هــــــم مې ووژني پخپــــــله هم په ما باندې ژړا کا
څه ښه يار دى ښه يې مينه وژل هسې شيون هسې

خان او د خان مخالفين خو په جګړو کې مزې کوي، ګتې کوي او خپلې واکمنۍ چلوي، خو د دوى له شومو اهدافو له وجې په زرګونه مېندې بورې شوې او په زرګونه تور سرې کونډې، په زرګونو کوچنيان مړه شول او په سلګونو کلي وران شول. دواړه لوري بايد د ملکي وګړيو ژوند ته درناوى وکړي، ملکي وګړي بايد د خپلو ګټو ښکار نه کړي.
"ناټو"، افغان دولت او د دوى مخالفين دې دا خبره په غور سره واوري چې د افغان مظلوم ولس زړونه چې هر چا ګټلي هغه ددې هېواد واکمن شوي او که داسې نه وي نو په "سکټ"، لونا ايل چا نه کړل او نه يې اوس څوک په کروزو او B52 ايل کولاى شي. دا خداى پيدا کړى ولس دى، په لسو او سلو نه کمېږي او نه به کم شي، خو د خداىج په ځمکه د ژوند تېرولو حق لري. هېڅوک ترې دا حق نشي اخيستى. پکار ده چې حق ته يې درناوى وشي. خپلې خبرې به د پښتو ژبې په دې ټپه راونغاړم، چې وايي:

پــــردي راوړي نــه خــپـلـېـږي
که د غلام په شان يې وکړې خدمتونه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←