اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ترين او ترينو

دسيدخيرمحمدعارف په زړه پوري چيړنه

ليکونکى عبدالجبار کاکړ

بشرپه خپله اوږده تاريخ کښې تر څونو اوږدو دورانونو څخه تېر شوي دي ددي په اړه ټوله نړۍ بشپړه معلومات نه لرى که لږ و ډېر څه معلومات ترلسه کړي دي هغه د مذهبي کتابو څخه ترلاسه کړى دى يا د هغه پلټنو او تحقيقاتو څخه چي وخت په وخت دوي کړي دي خو تراوسه ډېر څه په دي اړه پلټنو ته اړتيا لرى چي بشر خپل ځان تر يو ځايه ورسوي ليک بخته دي هغه قامونه چي دوى و دهغه خواته پاملرنه کړى ده او په بيلو بيلو چارو او حقيقتو موږ څه نا څه خبر کړى يو خو موږ دريمي نړۍ ډېر بې خونده يو چي ودي خواته موږ زياته پاملرنه نه د کړي بلکې که دا وويل چي د پاکستان چاپيريال خو د څو کلو څخه داسې جوړ شوى دى چې ډېر لږ دي چي د کتاب سره مينه لرى او د کتاب لوست کوي يو وخت چې دري ملک په ښارو کښې د کتابو دکانه وو اوس په هغو کښې د ويډيو يا نورو توکو دکانونه جوړ شوي دي او د هر وګړي مخ و نورو خواو نه ګرځيدلي دي چي دا يو ښه خبره نه ده ځکه چې کتاب خپل ارزښت لرى او هم ځينې ترلاسه کيږى اروپا چې نن دومره مخ ته ده دا هم د کتاب او علم په زور ده او علم د کتاب څخه ترلاسه کيږى نو ځکه چې نن هم دهغه ولسونه د کتاب سره مينه کوي د يو کتاب په لکاو کاپى چهاپ کيږى خو دلته يو کتاب يو زر هم چهاپ شي دا لويه خبره بلل کيږى که څه هم ځموږ سر شميرنه تر دوي ډېره ده...؟

خبره سيد خير محمد عارف نوي کتاب او چيړنه چې د ترين او ترينو په نامه د پښتو اکيډمى لخوا اوس اوس چاپ شوي دي چي د ترين پيښي لنډ خو ډېر مغزن تاريخ دي او بيا په ترينو باندى خبره شوي ده که څه هم ددي د مخه په ترينو باندى دوه وړوکى کتابونه ځموږ محترمو ليکوالانو ليکلي وو چي د دوي شوي هڅه هم د ستايني وړده ځکه تر څه نه کول څه کول لويه خبره ده خو سيد محمد عارف چي په خپل نوي کتاب ترين او ترينو څومره خواري کښلې ده او چيړنه يې کړي ده هغه د ډېري لوړي کچي پلټنه او چيړنه ده چي د هري لاري د ستايني وړده خو ددي مانا دا نه ده چي په دي باندى نوره پلټنه نه شي کيدي او ښاغلى ليکوال هم په وربن تندي دا وړانديځ کړي دي چي چيړونکي دي رامخ ته شې او نوره چيړنه دي وکړى خوځه دا وايم چي دا چيړنه بشپړه ده تر هغه وخته چې بل څوک تر ښاغلي سيد محمد عارف څخه ښه او افرخه پلټنه کوي ولي که يواځي د يورو بدلول رابدلول وي او په جملو کښې بدلون راوستل وي نو داسې هڅو ته څوک چيړنه او پلټنه څوک نه شې ويل کيدي ددي په څه که په بله چاره چيړنه وشي هغه به ښه خبره وي دا ځما نظر دي.

ځه د خپلې خواڅخه ښلاغلي سيد محمدعارف ته امبارکى وايم چي دوى يو داسې چيړنه کړي ده چي و هري پيښې ته د ليل ويلي دي ترينو ژبه چې ځموږ ددي سيمى پښتانه ډېر نه وو خبر خو نن دوي د ترينو په اړه و ټولو پښتنو ته نه يواځي معلومات وړاندي کړي کړو بلکي وچيړونکو ته بلنه ورکړي ده چي راشې پلټنه وکړي چي څنګه دهغه بولي يا لمهجه څنګه تراوسه ژوندى ده د ترينو څخه دا څرګنديږي چي پښتو څومري پخوانى ژبه ده او څومره خوږه ژبه پاته شوي ده او څنګه څنګه توري په ترينو پښتو کښې پراته دي سيد محمدعارف په ډېر لوئى شمير د ترينو توري د کتاب په وروستي برخه کښې ورکړي دي او د هغو مانا وي هم ورسره ورکړي دي په دهغه تورو کښې اوس هم زياتره د هغه ځموږ په کلو کښې ګارول کيږي خو په ښارو کښې څوک نه په پوهيږي ځکه خو ويل کيږى چې سوچه ژبه په غرو او رغونو او کلو کښې اوريدل کيږى نو ددي بيلګي په رڼا کښې موږ ويلي شو چي د ترين او ترينو دهغه سيمه و يوه داسې خواته پرته ده چې د خلګو داندروند څخه بې برخى شوي ده نن هم بې شميره دپښتو توري دي چي په کلبوالو سيمو کښې اوس هم ګارول کيږى خو په ښار کښې څوک نه په پوهيږي دا ځکه چې د دهغه نومونو شيان په ليرو سيمو کښې اوس هم ګارول کيږي او په ښارو کښې داسې شيان نه استعمال کيږى که څه هم ځيني توري چي ښاغلي سيد محمدعارف په کتاب کښې راوړي دي په هغو ټولو باندى دلته خبره نه شې کيدي خو ځه يواځي څه توري دلته را اخلم لکه لوئيي، عاب،توي، مورى، ګړى، مشکوره او داسې نور لوئيې د ترينو لهجه ده چي په يوه نه يوه ډول دا توري موږ ګاروو لکه الوي چي د نيم پخو غنم په اور الويل کيږى داسې خو موږ ودي توري ته سوځلي ګار وو غاب چي کتخ په کښې خوړل کيږى خو اوس هم ځموږ په کلو کښې غاب ويل کيږى خو د انګريزي ژبى توري پليټ ګاريږي که و ځينو سيمو کښې پليټ ورته وويل شي کيدي شى چى نه شې په پوه توي دا توري نن هم ډېر پښتانه د لږ بدلون سره استعمالوي لکه شبي موري خو اوس هم په زياتره پښتانه ګاروي خو اوس دور کش هم ورته ويل کيږي چي د اوبو وياله که د ديوال د يوي خواڅخه بلې خواته ووځي هغه ته موري وائي ګړي نن هم د وخت دپاره هر ځائى ګاريږى مشګوړه په ترينو کښې وګوډي ته ويل کيږى خو بيا که د نن ورځي و پښتو ته موږ لږ ځير شونو د مشکوړه په بدل کښې موږ څوني توري لرو که د هر هغه شې نوم وليکل شې چي د پسه د پوسته جوړوي لوويوه درځن ته رسيږى خو که بيا هغه توکي چي يواځي د اوبو دپاره جوړ شوي دي هغه دلته په ګوته کړو نو هغه هم تر نيم درځن زياتيږي چي ددي څخه دا اټکل کيدي شي چي ترينو لهجه زياته توري نه لري لکه ځموږ د نورو سيمو پښتو چي لري ځه خپله دا اټکل کوم چي د نوري سيمى او خوا په پرتله دهغه لهجه يوه خواته پاته شوي ده او ارتقاء هم ورکړي ده خو ددي سره سره چي سيد خير محمد عارف ډېره په ښه ډول د ترين او ترينو چيړنه کړى ده خو اوس هم و ډېر کار ته اجت لري او ډيري پوښتني بې جوابه پاته دي لکه دا.....

۱..چې ترينو د پخوانى پښتو څخه پاته يوه لهجه ده چي د وخت او ځائي د کبله وروسته پاته شوي ده.

۲..يا دا چي هغه سيمه چې ترينو کښې ويله کيږى هغه داندروند څخه يوه خواته پاته شوي ده خو د شپته په لسيځه کښې سائنس کالج په هاسټل د هرنائي ډېر لوستونکي اوسيدل چي ترينو يې سره ويله او په عام پښتو به د موږ سره هم خبره کولي.

۳..په ترينو کښې ډېر داسې توري دي چي د نن په پښتو کښې ډېر نه ګاريږي خو پخوا د هغه توري ګاريدل او په زياتره کلو کښې د څه بدلون سره اوس هم شته چي موږ دا وسلي شو چي ترينو هم د پښتو برخه ده خو بيا چي وګرائمر ته و ګورو چي ډېر توپير لري نو سړى دا لږ په دي پريکړه کولو باندى و دريږى.

۴..يوه بله پوښتنه دا کيدي شى چي ترينو کښې څه شاعري کتاب يا بل څه ليک شته که وي نو به ليکوال ارومرو ذکر کړي وي خو د کتاب د لوستو وروسته څوک دا ويلي شي چي په ليک دود کښې د پښتو سره يو ډول توپير نه شته هم د هغه الف با ګارول کيږي خو په کاردي چي د را روان وخت دپاره د پښتو ددي لهجي څه خو پاته وي ولي چي عارف صاحب وائي چي دا لهجه مخ په تماميدو ده او ترنيمائى زياته سيمو کښې د مينځ څخه تللې ده دا خو به ارومرو کيږي ولي چي د خپل اصل څخه بيله شوي ده داسې هم دهغه آئى.ټى که ډېره ګټه رسوله ده خو ترشا ډېري ناخوالي هم لرى.

لنډه دا چي سيدخير محمد عارف په ډېره سوچه پښتو په خپل کتاب ترين او ترينو کښې نوي نوي معلومات و ډېرو لوستونکو ته رسولي دي چي نه يواځي د ترينو په اړه دي بلکي د بشپړه ترين په اړه ډېر په زړه پوري معلومات ورکړي دي چي نه يواځي ځموږ ددي سيمى سره اړه لري بلکي د لر او برو کتاب لوستونکو ته يو ښه سوغات دي چي د نن په چاپيريال کښې دوي وړاندي کړي دي چي هر سړى د کتاب څخه ډېر لري او د ډالرو د جوړولو په سوچ کښې دي هغه که پوستي وي که نالوستي د سيد خير محمدعارف يوه ډېره تاريخى دودي کلتوري او ددي د څنګه دهغه وخت د سياست او د پښتنو د ننګياليانو په اړه ډېر بشپړه په لږ وټکو کښې ورکول شوي تاريخ دي نو ددي دپاره په کاردي چي نه يواځي ددي سويلي پښتونخوا بلکي په لر بر کښې دا کتاب ورسيږى چي د افغانستان حکومت د پاکستان حکومت د خيبرپښتونخوا او بلوچستان حکومتونه د هغه کتاب په دولتي او سرکاري کچه په لوئى شمير واخلي او د کتاب تونو برخه وګرځوي ځکه داسې تاريخ او ژبني چيړني تراوسه ډېري لږ شوي دي کيدي شي چې د حکومتو د کتابو سره د ميني ښکاره کولو سره نور چيړونکي هم په بيلو بيلو څانګو کښې ودي کار ته زړه ښه کړي چي تراوسه د بند کتاب وارو پروت دي پښتو اکيډمي کوئټه هم د ستاينى وړده چي په خپلو نورو خپرونو کښې د يو بل ښه کتاب زياتوب وکړى.

ددي څنګه زموږ ددي سويلي پښتونخوا د نورو قبائيلو لکه زرکون جعفر او د سيوى د خجکو او نوري لهجي دي چي ددوي چيړنه به هم يو لوئى ارزښت ولرى که په دوي باندى کاروشې رښتيا خبره داده چې د کل څخه يو جز بيل وي يا يوه خواته د نورو قامو د څنګه ميشته وي نو د هغو ژبى دهغه تر اغيزو لاندي راځي او يوه وخت بيا داسې راځى، چي هغه خپله بڼه په بشپړه ډول واړوي په ښوونځيو کښې مورني ژبى لوستل او ليکل ځکه بشرى غوښتنه ګرځول شوي ده چې را روان کهول د خپل پيژندګلوي څخه بې برخي نه شې او خپل دود او دستور ژوندي وساتي خو د جبر ځائى دي چي بشپړه پښتون ملت دهم دي ناخوالو سره په يوه نه يوه ډول مخامخ دي که و ځان ته موږ پښتانه وايونو ضروري ده چي مورني ژبى د زده کړو برخه د ګرځولو دپاره د هري لاري مبارزه وکړو چي په دي کار کښې د سياستمدارانو او سياسى ګوندو تر ټولو زياته ونډه جوړيږي اوس چي دوي درې ورځى وروسته ۲۱م فرورى را روانه ده او د مورنى ژبو نړۍ واله ورځ لمانځل کيږى په کاردي چي په دي ورځ لوئى لوئى مظاهري او غونډي وشې او د وخت د حکمرانانو څخه دا غوښتنه وشې چې مورني ژبى دي د لوست او ليک ژبى ومنل شى په زياته بيا سياسى ګوندونه هم په دي ورځ دا ژمنه وکړي چي مورنيو ژبو ته به دا حق راوړى

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←