21م فرورى اوس يواځى وارتيرول شو
ليکونکى:عبدلجبار کاکړ
موږ د پښتو ژبى د ناخوالو په اړه څه ليک کړى وو چې د پښتنو سره به لر بر افغان خاوره کښې څنګه چلن ورسره کيږى او د پښتون قادتکي تکي شووميمو کښې د پښتو په ستونځو خبرى کړى وى په دي منځ کښې د مورنيو ژبو نړۍ ورځ (۲۱م فرورى) هم را ورسيده چي ددي ورځي په مناسبت د رسېنو او د نورو لارو ډېر څه ترلاسه شو هم په دهغه ورځ د پياوړو ليکوالانو شاعرانو او سياست مدارانو ويناوي ځما په ګډون ډېرو نورو به هم اوريدلي وي خو خبره هم هغه ده چي پښتو تر ښکلاک لاندي ده خو خبره موږ په بيل بيل ډول کوو شف شف خو کوو خو شفتالو ته وايو دا ځکه چې موږ په هره خبره د يوې ورځي يا د لږ مهال دپاره داسې راوپاريږو چي څوک به دا وائى چي خپل هدف او مخې ته ورسيدو خو چې څه وخت يا هغه ګړى يا ورځ تېره شې بيانه تاکړى ناما کړي د بيلګي په ډول که ځموږ د سويلي پښتونخوا خبره و مخ ته کړو نو به تاسو ته څرګنده شې چې هوخبره هم داسې ده.
هر کال چې د مورنيو ژبو دا ورځ را ورسيږى نو و ټولو ډلو ته په زياته بيا او سياسۍ ىګوندو دومره هيلي ځلي پيل کړى چى هره خواته د مورنيو ژبو د ورځى په مناسبت غونډى لاريونو ته ناستى ليدل کيږى او دوي په کلکه دا غوښتنه کوى چى ژر تر ژر دي مورني ژبه دي مورني ژبه د ښوونځي او دفتر ژبه وګرځول شې خو څنګه چې دا ورځ تېره شې نو څومري ژمني چي په دا ورځ شوي وي هغه په اوبو باندى ليکه شې د بده مرغه دلته هر څه لکه څنګه چې د پښتو عادت دي سياسى ګوندو يو د بل سره سيالي ده چي هم په دهغه نړۍ واله ورځ ډېر ښه څرګند شې بله پوښتنه دارابرسيره کيږى چې دوى دا غوښتنه د چا څخه کوى..؟ ولې چې هم دهغه سياسى ګوندونه د ايالتى اسمبليو او پارليمان څخه نيولي تر لوړو پارليمانو پوري غړۍ پاته شوي او اوس هم پاته دي دا خبرى او غوښتني خو هم په دهغه پارليمانو کښې کيدي شې او بيا دا غوښتنه يواځى د پښتنو په هلو ځلو نه شې کيدي تر هغه پوري چې د نورو ژبو د پارليمان غړو په ګډه نه وي راپورته شوي ولي چي په پاکستان کښې چې څومره ژبى ويل کيږى بيله د سندهي ژبى دنورو ټولو ژبو سره هم داسې چلن کيږى لکه د پښتو سره چي کيږى او بيا دهغه غوښتنه تر هغه وخته نه شې منل کيدى تر کله چې پرله پسې کلکه مبارزه نه وي شوي په شمالى پښتونخوا کښې خو داسې اوريدل کيږى چې دعوامى نيشنل ګوند حکومت بشپړه تياري نيولي دي چي دوي به په را روانه مياشت کښې پښتو د ښوونځي ژبه د ګرځولو وروسته په دي عمل پيل کړي خو بيا هم دوي د څلور کاله وروسته په دي کار پيل کوي چي اوس د دوي يواځي يو کال د حکومت کولو پاته دي په کار داوو چي دوي په لومړى يا په دويم کال کښې په ښوونځيو کښې پښتو او نوري ژبى نافذ کړى وي خو هغه د پارسى بان خبره ده چې دېرآمد درست آيد لوئى څښتن دي وکړى چې دهغه لويه لاس ته راوڼه دوام وکړي تر کومه چې د سويلي پښتونخوا يا په بلوچستان ايالت کښې ميشته د پښتو د مورنى ژبى خبره ده دلته دوي نوري ژبى لکه بلوڅى او بروهي ويل کيږي چي د دوي سياسى ګوندونه هم دا غوښتنه لري چي مورني ژبى دي د ښوونځي ژبى وګرځول شې په کاردي چي هغه د پښتنو او بلوڅو د ايالتي پارليمان غړۍ سره راټول شې او و ايالتي اسمبلى ته وړانديځ او قرارداد وړاندي کړي چي دهغه درې لوئى ژبى دي په خپلو خپلو سيمو کښې د ښوونځي ژبى وګرځول شې يا هغه د ژبو اکيډمى ادبى ټولني او سياسى ګوندونه دي په ګډه د اسمبلى د غړو سره وويني او دي کار ته دي وهڅوي يواځي په کال کښې يوه ورځ غوښتني دهغه کار نه شې کولى نن چي يو نوي چاپيريال جوړدي که لږ هلي ځلي وشې نو دا کار تر سره کيدلي شې پاته شوه په افغانستان او شمالى پښتونخوا (خيبرپښتونخوا دوي دي د خپلو حالاتو سره داسې لاره وتراشې چې دوي و خپلى ژبى ته دا حق راوړي په زياته بيا د افغانستان پښتانه چي دوى د نورو څخه ډېري ګيلي کوى او هر وخت دوى په ځيګروي وي په کاردي چي په نورو د نيوکو کولو په ځائى پخپله ګريوان کښې سرټيټ کړي چي څوک و ځان او خپلې ژبى ته خپلې بشرى حق نه شې راوړي نو دا خو د نړۍ دود دي چي چاته په غاب کښې داسې څه نه ايښوول کيږى بلکې ددي دپاره مبارزه په کارده په افغانستان کښې خو د تاريخ يا په وشاته روانه ده چې ډېرکي د لږکيو څخه په چغارو دي..؟
اوس به ودي خبرى ته راشو چي د نړۍ والى ورځي (مورنيو ژبو) په اړه د پښتو په اړه څه څه وويل شول چې هغه په رښتيا هم د غور وړدي دا چې مورني ژبه و يوه ماشوم ته لوست ورکول هم داسې ضروري دي لکه و ژوند ته چې داکسيجن اړتياوي خو څه وکول شې چې په ډېرو پښتنى سېمو کښې ځموږ ماشومان ددي بشرى غوښتني څخه بې برخې دې چې په رښتيا هم دا ځموږ د ماشومانو سره ډېر لوئى زياتوب دي خو د ماشومان په دي اړه پړه نه دي بلکې موږ لويان او ځموږ مشران پړه دې چي دوي دهغه وخت څخه داخبره ونه تراشله چې دابه سباون کښې څومره زيان ورسوي ځما دلته و ځانګړي سيمى لکه د کرښې ختيځ او سويل سيمي دي چي د تېري يوې يوه نيمه پيړى څخه د دهغه بشري ورکړي څخه بې برخه پاته شوى دى چې نن څو نسلو نه د خپلې مورنى ژبى د خپلو اتلانو د خپل دود او تاريخ څخه بې برخي شوي دي بلکې ددي هر څه څخعه بې برخى او بيګانه شوي دي او که ددي دپاره کارونه شې نو به د سرڅخه دوي خپلې پيژندګلوي څخه به بې برخى شې چې اوس په هغه لوري رواني دي په کاردي چي نه يواځي ددي سيمى پښتانه بلکې لر او بر پښتانه ددي دپاره په ګډه مبارزه وکړي ولې چې دا حق هر هر بشر ته نړۍ اسلام او د نړۍ پرمخ تللو ملکو ورکړي او ملاتړيې کړي دي ځما په اند دا وخت د پښتنو دپاره لومړى غوښتنه هم داده چې دوي پښتو په هغه ټولو سيمو کښې د درس ژبه وګرځوي او دا حق و ماشومانو او لويانو ته راوړي څوک چي ددي بشري ورکړى څخه بې برخى دي چي کله دهغه وياړ ځموږ په برخه شو نو بيا به موږ ددي جوګه شو چې پښتو مخ په وړاندى روانه کړو چي بيا به د دفتر ژبه هم وګرځي د ګنج او مارکيټ ژبه هم شې د سائنس او ټيکنالوجى ژبه هم وګرځي او ټولي چاري به په پښتو مخ په وړاندي رواني شې او هغه ليکوالان چې دوى د زړه په خوږ و کتاب چاپ کوي او بيا ددي جوګه نه وي چي ددي په بدل کښې څه ترلاسه کړي دهغو دهغه لويه لانجه به په بشپړه د منځ څخه ولاړه شې ولي چي د لوستونکي څخه په پښتو ازمويني يا امتحان اخستل کيږي يا په يوه دفتر کښې په پښتو چارى تر سره کيږى او داسې د ژوند په نورې چارو کښې د پښتو څخه کار اخستل کيي نو به ارومرو کتابونه هم چاپ ته رسيږى ورځپاڼى مجلى په لوئى شمير تر چاپ ووځي او لوستونکې به بې شميره وي نه داسې لکه نن چي د ټول ورسره مخامخ دي ددي څخه به د ولس د پوهي او ذهني کچه ارومرو پورته کيږى او د کومو ناخوالو سره چي لر او بر مخامخ دي او خلګه دهغه وخته څخه چې دا بهير د پيړيو پيړيو څخه راوان دي ددې مخ نوي بۀ هم ددې لاري تړل کيږى آن دا چې ځموږ دهغه ساداره ولس به په رښتني اسلام هم خبريږى نو ځکه ضرورت ددي چي د ټول لر او بر پښتون افغان داهڅه وکړي چي پښتو په کومو سيمو کښې د زده کړو ژبه نه ده الته دي ددې دپاره هر اړخيزه کاروشې په کومو ميمو کښې چې پښتو داوړتيا لري چي د دفتر ژبه شې دهغه دپاره دې مبارزه په دي ډول شې چي په هغه کښې د نورو ژبو سره کرکه نه وى.
ځما و څنګ ته پښتو هغه کتابونه دي چي زياتره ځه لولم چې په هغه کښې په پټه خزانه د الفت صاحب کليات د خوشحال بابا او رحمان بابا ديوانونه دغني خان ديوان د سيال کاکړ پښتانه ليکوال د ډاکټر لياقت تابان پرون ماته ډالي شوي دده څلورم کتاب د تاشقند د قند ځکه د سلطان محمد صابر بلوڅ پښتون او داسې نور ډېر کتابونه چې د ټولو نوم نه شې راتلي ماته څومره خوند راکوي چي دا کتابونه ځه لولمه او څوني وياړ ځه باندي کوم چې څنګه ځموږ اتلانو د ډېرو خواريو باندى دا زياراستلې دي خو کله چې ودي ته ځير شم چې ددې کتابو څخه څومره پښتانه ګټه ترلاسه کوي او څومره وګړى به وي چي دوى دا کتابونه لولي او ګټه به ځيني اخلى نو ډېر خواښني شم ولې چې ځموږ په دي کوږه پښتونخوا کړي په سل زرو کښې سل پښتانه نه شته چي دوى دا کتابونه لوستي شې ځکه چې دلته په ښوونځي کښې پښتو لوستل پښتو ليکل کفر دي نو څنګه موږ ويلي شو چې پښتو دي وده وکړى په پښتو کښې کتابونه نه شته د پښتانه د ژبى او دود څخه دي پښتانه نه بيګانه کيږى..؟ د پښتو تر ټولو لويه ستونځه هم دهغه ده او ځموږ سياسى مشرانو ته تر ټولولويه اړتيا او ضرورت په ښوونځي کښې پښتو نافذ کول دي او دا غوښتنه په يوه ورځ نه شې ترلاسه کيدي تر هغه وخته چې پرله پسې مبارزه ونه شى.(نوربيا)
