اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

لويه بدمرغي په پښتنو کې

که چېرې پښتانه خپله روانه دغلځي او ابدالي خبره ليرې نه کړي؛ نو هيڅ به ترلاسه نه کړي.
په اتلسمه ميلادي پېړۍکي، چې دهرات ابدالي دولت له لوړدرشل شاه اشرف سره ملا ونه تړله او دکندهار مغرور پادشاه شاه حسين په يوه بل مفهوم مرسته ونه کړه؛ نو نادرشاه افشار لومړى ابداليان وډبول او بيا يې د کندهار غلځيان.
دسدوزي شاه محمود په مهال هم دا کړنه تر سره شوې او داده اوس يې هم وګورئ :
پادشاه( محمد ظاهر) چې روسانوته غلى ناست و؛ بيا کله او څنګه راپورته شو؟
دپښتنو داسې يوې جرګې ته اړتيا ده، چې د اتلسمې، نونسمې، شلمې او يويشتمې پېړۍ پېښې بيا پېښې نه شي.
پښتون به په هيڅ بل شي مات نه شي، غلځي او ابدالي به يې برباد کړي .
ترکله به داخبره پټه ساتو: پښتون، چې ځمکه ، تاريخ ، خلک ، ژبه او هڅوب لري ؛ دولت يې نه جوړيږي. لومړۍ سقوي، کمونسته اداره، دوه يمه سقوى او درېيم دادى اوس پښتانه، هزاره، ازبک او تاجک جنګي پيسه پال سره يو ځاى شوي؛ صادق خلک دې که هرڅوک وي يوه بله ليکه دې جوړه کړي. لکه د غازيانو او لاتيانو.
پښتون - افغان
افضل خان لالا يو قومي مشر ، پوه او غښتلى پښتون دى ؛ تل پر قومي وحدت خبرې کوي.
نوموړى د 2001ع کال په سپتمبر کښې جرمني ته تللى و او هلته يې دپښتنو ټولنيز ولسيز ګوند په سيمينارکښې يو لړخبرې کړې وې ،چې د خبرو جوهر يې په ملي بنيادونو ولاړ و.
دتاريخ دنويو څېړنو له مخې په تاريخ کښې هم هومره بدلون راغلى لکه، چې په نورو علومو او فنونو کې راغلى دى.
څوک، چې پښتون قوم، پښتو ژبې او دپښتونولۍهڅوب ته کارکوي؛ دغه چاردټولو پښتنو دى، انحصار په کښې نشته؛ځکه افضل خان لالا د هغې شريکې معشوقې لپاره لګيادى، چې راتلونکي نسلونه هم په کښې شريک دي.
افغان، اليان، المان؛ پښتانه دي. پاکت ،ساک او سور هم پښتانه دي، چې ټوله اّريا کورنۍ په دوى پورې اړه لري .
نن، چې کومې کتيبې يا ليکنې په لاس راغلي؛ ددوى ژبه لکه دوى پخپله پراخه، خپره شوې او اوښتې ده . په دې صورت کښې ځمکنى شتون مهم دى، چې لکه يو لوښى په کښې راغونډ دي؛ خو دا،دا معنا لري، چې لوښى دچا دى ؟ لکه لمن، چې څښتن يې څوک دى ؟ او څومره نور په کښې راټول دي.
قامي وحدت يوه لاره او مفاهمه ده. مونږ کولاى شو،چې هغه بېرته دميروس نيکه لارې ته راواړوو. عادل اوظالم _ عادلان يو قوم دى، ظالمان بل قوم دى.
افغان ، اليان او ايغان :
لومړى _ د نورستان په تاريخ کښې محمد اکبر شورماچ دالياني په برخه کښې بشپړ معلومات ورکوي او وايي:
نورستانيان الياني دي او دوى پرته له افغانه په بل چا پورې اړوند نه دي.
دو يم : په تاريخ منتظم ناصري کښې، چې دناصرالدين شاه قاجار په مهال کښې دده د يوه وزير له خوا ليکل شوى، داسې راغلي دي : " دافغان طايفې دخزر (کسپين ) پرغاړو، شيروان او داغستان کښې اوسېدل يا له باب الابواب او داغستان څخه دباندې يې په دښتو کښې اړول .
داميرتيمور ګورګاڼي په مهال کښې داّذر بايجان ولس له هغو سر وټکولو، پادشاه هغوى د هند او کندهار ترمنځ سيموته ولېږدول.
سياح(۱) ليکلي: ما په ځينو تاريخونوکښې ليدلي، چې دوى ته يې اغواني او الياني ويل او اغواني داليانى غلط بڼه ده او دوى ارمنيان دي،چې اوس شيروان ته نژدې دقره باغ په سيمه کښې دارمنيانو يوه ټولنه خلک شته چې هغوى ته" مناشري " قندسار وايي او دهغوى مشر اغوان بلل کېږي". په دغه بحث کښې دافغان بل تعبير په لاس راځي.
مسعودي وايي: ايغان په بلخ کښې اوسېږي او د بلخ رود هم د ايغان په نامه يادېږي .
مسعودي داهم وايي: چې د واخان او تبت ښي لاس ته ايغان پراته دي، چې پراخه سيمه لري".
(۱) سياح يو عيسوي اومذهبي شوى و،چې ايران يې دهوتکو په دوره کښې ليدلى و.

دساپی دپښتو څییړونو او پراختیا مرکز
From Sapi’s Center form Pashto Research and Development
Qudratullah Hadad Farhad

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←