اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتانه دي وژنو ته سرټيټ پاته وى

محمد نعيم کاکړ

تېره ورځ دپيپلز ګوند شيرپاو باندى ځان وژونکې بريد هغه وخت وشو کله چې نوموړي ديوي ولس غونډي وروسته د خپلو ملګرو سره بيرته روان وو چي په دي حال کښې ځان وژونکې را ورسيدي او ځان يې والوځوي خو د نيکه مرغه و آفتاب احمدشيرپاو ته زيان نه ورسيدي خو بيا هم څه مرګ ژوبله رامخ ته شوه ددي دمخه هم په آفتاب احمدخان شيرپاو باندى داسې دوي ځان وژونکي حملي شوي وي چي يوه خو د اختر په ورځ او بيا په جمات کښې شوي وه خو دي روغ رمټ ځينې وتلي وو خو نور ډېر وګړي وژل شوي او ژوبل شوي وو.

که د تهره ګري په نامه دهغه اوږدي روانى جګړي ته لږ ځير شو او لږ غور ور باندى وکړو نو داسې څرګنديږي چي دهغه تش په نامه جګړه يواځي د الراوبر د پښتنو په ضد ده چي ټول زور يې پښتنو څخه استل کيږى د تېرو څو کلو څخه موږ وينو چې د عوامى نيشنل ګوند په مشر دده په حجره کښې داختر په ورځ په داسې حال کښې ځان وژونکي بريد وشو چې ده د اختر امبارکي کوله خو د نوموړي ساتونکي خپل ژوند دلاسه ورکړي خو اسفنديارولي خان يې وځغوري دا ډول بې شميره بريدونه دعوامي نيشنل ګوند په ډېرو مشرانو باندى وشو چي د پارليمان غړۍ وزيران او نور نامتو مشران يې د موږ څخه بيل کړو پخپله په خان محمد افضل خان لالا باندى او دده په کور باندى دتوغنديو بريدونه وشو چې دده د کورنې غړۍ او نورو ته مرګ ژوبله ورسوله ددې د څنګه د ايالتي وزير ميا افتخار حسين يواځني ځوي هم د تهره ګري په دهغه تش په نامه جګړه کښې د ناولده وسله والو لخوا ووژل شو د پښتونخوا لوئى لوئى دينې عالمان ډاکټران لوړ پوړي چارواکي هم په دهغه ناورين کښې ووژل شول د پښتونخوا په بازارو کوڅو او جماعتو کښې څوني مرګ ژوبله وشوه که دهغه ټولى پيښې دلته وليکل شې نو به ځموږ ددې ليکنې مطلب پاته شې کې په سوات کښې چې څه وشو هغه څوک ايرولي شې خو ددي د څنګه چې مالى څومره زيانونه وشول ښوونځى کالجونه روغتونونه پلونه او لوئى لارې چې څنګه ورانى شوى هغه ځان ته يو کتاب غواړى د خيبر پښتونخوا څخه که موږ بيا منځني پښتونخوا او قبائيلى سيمو ته نظر واچوونو الته خو د تهره ګرى په نامه د څو کلو څخه داسې ناړويڼ را روان دي چي هر وګړي ګوته په غاښ کښې ورته پاته کيږى نه يواځى جماتونه نه جرګى نه جنازي نه پاتاوي د دهغه ناورين څخه روغي پاته شوي نه هغه قبائيلى مشران د دوي څخه خوندي پاته شول چاچى به دهغه ډول لانجى اوارولي تردي لاره نوره بده هغه ډراون او هوائى بريدونه دي چي د هري خواڅخه د قبائيلو په سپيڅلى خاوره اورونه پاشى او دختم کيدو نوم نه اخلي ددي د څنګه په خيبرپښتونخوا کښې هغه ورځ اوس هم ډېره نيکمرغه وي چي په هغه ورځ چاودنه نه وشى.

بيا که موږ د کرښې وهغه خواته وګورونو تردي ځائى الته لوئى ناورين جوړ دي د تېرو څو کلو څخه چې د هوا د لاري هم لمبى دي او د مځکي په سرهم اوربل دي او هر څه د ځان سرسوځي هر يو د افغان پښتون په وژنه بوخت دي اوهر يو ځان ته وائي چى دى په حق دي نور ټوله د مرګ وړدي څومره غټي او لوئى ککري د منځ څخه ولاړي په څه ولاړي چا يووړي...؟ تراوسه هيچا ته دا څرګنده نه ده او هره ورځ د هره لوري څخه څومره افغانان وژل کيږى دومره څوک هم نه شته چې دا شميرنه وکړى...؟ يا دا وچاته ور په ګوته کړي چي دهغه يې پړه او ګناه وه اوس هم هر ورځ عام وکړى پوليس او عسکر وژل کيږى خلګه د شپي د لاري د کورو څخه استل کيږي او بندي خانو ته وړل کيږي په دي تور چى دا دالقائده ملګري دي يا وران کار دي خو د هغه څوک چې دا عمل کوي دوي کله د ځان څخه دا پوښتنه کړي ده چي دا القائده چا جوړه کړي وه او چا دلته راوستي وه القائده چي هر چا دلته راوستى وه خو د خپلو ګټو دپاره يې راوستي وه خو ددې زور د عام پښتانه افغان څخه استل کيږى القائده خو يو نوم دي خو دي چې څومره زيان ولر بر ته ورسوي داسې زيان به ددي خاورى لوئى څخه لوئى دښمن هم نه دي رسولي په دي نامه باندى چې د پښتون افغان څومره ځانى مالى سياسى اقتصادى او ټوله ايز زيان وشو هغه به په ډېر عمر بيرته پوره کيږى خو څومره چي په دهغه زيانونو فکر کوي هومره دهغه زياتيږي خو ددي تش په نامه جګړي يا پښتون دښمني جګړى چې څومره سپين پټکي او سياه سري بې کوره بې اوره کړي دا بيا ځان ته يو بيل داستان دى.

آفتاب احمدخان شيرپاو او د اې.اين.پى نور مشران د پيښى وروسته چې کومه خبره کوي چي دوى به د تهره ګري روانى جګړى ته دوام ورکوي اوتهر هغه وخته به دهغه جګړه روانه ساتي چې يو هم تهره ګر پاته وي او مخ ته وائي چې وران کار غواړى چي پښتانه مشران د مينځ څخه وباسى ځکه چې دوى ته ډګر او ميدان ور پاته شې خو د دا مشرانو څخه دا پوښتنه کيدي شې چې د پښتانه په کور چې کوم ناورين د کلو کلو څخه را روان دي او ټول لر او بر يې په مخه کړي دي او په يوه شې هم سر په نه کوي دا دومره وړوکي کيسه نه ده نه د يوې وړوکى کيسى دپاره دومره وژنې او وراني په منظم ډول کيږى دا يوه نړۍ واله د سيسه او سازش دي چي ددي ولس او ددې خاوري په ضد ډېر پخوا جوړ شوي دي او دومره يې په هنر جوړ کړى دى چي ډېر لږ په دهغه لوبه پوه دي او د يوه ناورين مخ نوي هم هغه وخت کيږى چې سړى په يوه وي دهغه ټوله زور ځواکه نړۍ چې ځموږ په خاوره سره راټوله ده دا د يوې وړوکى لانجى دپاره ده..؟ يا داسې نه ده سياسى مشران خلګه يواځى هم و خپلې مشري ته ددې دپاره ګماري چې دوى خپل ولس د ناخوالو څخه وساتى او د سوکالي په لوريې روان کړي مشران و خپل ولس ته رښتيا ور په ګوته کړي د هر خطر څخه وړاندي خبر کړي او و خطرونو ته خپل ولس تيار کړي خو د پښتانه مشرتابه و خپل ولس ته تراوسه دا نه دي ښوولي چي دوى د يوه قام په حيث ولې وژل کيږى او ولې خاوره ورانيږي څه پړه يې کړى ده...؟ چاته زيان رسولي دي...؟

پښتانه وائي چي مځکه هغه تودعه وي چى اور په بل وي نن ځموږ په کور او اوربل دي او هر يو په دهغه اور باندي تيل پاشې چې ژر تر ژره هر څه خاوري ايري شې خو دا ځموږ په اړه لري چي موږ نور دخپل کور د اور د لمبو ننداره وکړو که داور د وژلو د خپله وسه هڅه وکړو هيڅوک ځموږ د کور داور په وژلو کښې مرسته نه کوي دا اور به پښتانه افغانان په ګډه سره وژني خو هغه وخت چې دا ټوله مشران که هغه قام پرسته دي که اسلام پرسته په يو ټغر راټول شې او دا پريکړه وکړي چي لومړي به دهغه اور وژنو بيا به نورې خبرى کوو ولې چي ددي څخه اوس هيڅوک هم ډه ډه نه شې کولي چې موږ په حيث د يوه قام په سره اور کښې راګير يو يو په يوه دا اور نه شې وژل کيدي تر هغه چې ټولو لاسونه نه وي سره ورکړي او د بل د مرستې په چپه يې دخپله سره دا اورنه وي وژلي کنې هر مشر به د دهغه ډول ناولده ځان وژونکو بريدونو لاندي وي لکه کله چې آفتاب احمدخان شيرپاو لاندي وي کله مولانا فضل الرحمان او کله اسفنديار ولي خان او نور او ولس به دا ډول وژل کيږى لکه تېره ورځ چې په سپين بولدک يا د اې.اين.پى د نوښار د ولسى غونډي وروسته ووژل شول داسې بريدونه خو په لر او بر کښې هره ورځ کيږى چې شمير يې ډير ګران دي ولې چې دا بريدونه ډول ډول وي خو هدف يې د پښتون نسل کشي ده دا اوس د ټول مشرتابه کاردي دوى ودهغه نسل کشى ته هم داسې رډي سترګي کتل غواړى لکه تراوسه که د خپلو نيکه ګانو په لاره تګ غواړى....؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←