دخدای پامانۍ لیک
ګابريل ګارسيامارکز کولمبيايي ليکوال، چې د لمياوي غدو سرطان له امله له کاره ګوښه شو، په سر ترسره نړۍ کې يې خپلو لوستونکيو او پلويانو ته يو ليک وليکه. غمجمن خو الهام بښونکى ليک، چې کولاى شي د نړۍ وګړيو ته د يو خېر ښېګڼې غوښتونکي او رښتيني هنرمند انسان د وروستيو ډاليو نه وي.!
"که چېرې خداى د يوې شېبې لپاره هېر کړى و، چې زه نور نو يوه ) ټوټې نانځکه( يم او ماته يې يو غړوپ ژوند رابښه، ښايي هرڅه چې مې په فکر کې راته، پر ژبه مې نه راوړه، بلکې څه چې مې غوښت پر ژبه راولم. سوچ مې کاوه، څيزونو ته مې د هغو د مانا په کچه ارزښت ورکاوه، نه دهغو د بيې په کچه. لږ ويدېدم، ډېر به چورتونو ته تلم او پوهېدم، چې د هرې يوې دقيقې په بدل کې چې خپلې سترګې تړم، شپېته ثانيې نور او روښنايي له لاسه ورکوم. کله چې به نور وېدېدل، زه به ويښ پاتېدم... غوږ مې نيوه. کله چې به نورو خبرې کولې، پوهېدم به چې څرنګه د يوې ټوټې کاکاو له خوړلو خوند ترلاسه شي؟
که چېرې خداى ماته يو غړپ ژوند بښلى واى، ډېره ساده جامه به مې اغوستله او څېره به مې لمر ته راګرځوله او نه يواځې جسم مې، بلکې خپل روح به مې د لمر په وړاندې لوڅوه.
زما خدايه! که چېرې ما کوم زړه لرلاى، خپله ټوله کرکه به مې پر کنګل ليکه، هله به د لمر راختلو ته څار ايست د مرسل ګلانو ته به مې پر اوښکو اوبه ورکولې، ترڅو د هغو د اغزو درد او د سرو ګلپاڼو ښکلول احساس کړم.
زما خدايه! که چېرې دې پرما د ژوند يو غړپ څښلى واى، اّن يوه ورځ به مې اجازه نه ورکوله، چې ژوند مې تېر شي، پرته له دې چې وګړيو ته مې ويلي واى، چې له تاسو سره څومره مينه کوم. هر يو انسان به مې پوهوه، چې هغوى مې دوستان دي او له مينې سره به په مينه اوسېدم. وګړيو ته به مې ښوده، چې څومره اشتباه کوي، که چېرې بوډا شوى دى، نور نو مينه نه شي کولاى بلکې دا چې نور نو مينه نه شي کولاى زاړه شوي دي.
ماشومانو ته به مې وزر ورکاوه، اما هغو ته به مې اجازه ورکوله، چې الوتنه پخپله زده کړي. بوډاګانو ته مې روزنه ورکوله، چې مړينه له زړښت سره نه راځي، بلکې له هېرېدلو سره ده، چې مړينه راځي.
خو اى انسانانو! ما له تاسو نه ډېر څه زده کړل، زده مې کړل چې ټول ددې لېوال دي چې د غرونو پر لوړو څوکو ودرېږي، بې له دې چې پوه شي چې رښتيني خوښي او برى د کارونو ترلاسه کولو مهارت په لاس کې دى.
زده مې کړل، چې کله يو نوى زېږېدلى ماشوم د لومړي ځل لپاره د خپل پلار ګوته پخپل لومړني کوچني شوخۍ کېمنډي، هغه دى د تل لپاره خپل اسير کړى دى. ما له تاسو نه ډېر څه زده کړل، اما رښتينې خبره دا ده، چې له هغو نه مې چندانې ګټه ونکړه او اوس ښايي چې هغوى په بکس کې واچوم، دا ځکه چې په خواشينۍ سره به زه مړ شم!".کونړ غږ
