دپښتو سره بيګانګى څنګه لويه پيښه ده
ليکونکى:عبدالجبار کاکړ
که څه هم په حکومتى کچه دپښتو پالنه او ر وزنه دتاريخ په اوږدوکښې نه دشوي خو بيرته هم په يواځي سر باندي پښتو دومره ننګيالي ژيږ ولي دي چي دخپلى مورني ژبىچوپړ يې دومره زيات وهلي دي چي کيدي شې چي په نور ژبو کښې دي ته ورته کار شوي وي او ددي دڅنګه کيدي شې چي حکومتو په دومره وخت کښې خپلى ژبى ته دومره کارنه وي کړي لکه ځموږ دي ننګيالو چي ترسره کړي وي اود نيکمرغي خو دا ده چي په هر وخت او هره پيړي کښې داسي ننګياليان او دپښتو چوپړ کونکي پيدا شوي دي ځکه چي هزارګان دمتل کوي چي هزار هم خدادار ا اردو ژبى دامتل چي وائى جس سى الله رکهى اس سى کون چهکى. په دي تيرو څو لسيځو کښې موږ وينو چي ددي وخت دپښتو ژبى پتنګانونه يواځي په خپل سر بلکي په ټوله ايز ډول دپښتو و پرمختيااو چوپړته ملاتړلي ده او په ډير لويه کچه وپښتو ته کار کيږي په يوه خواکه په يواځي سر دشاعري او نثر باندي ليکل شوي کتابونه ار چاپ تير يږي خو ويلى خواته ادبى ټولني ادبى بهير خپل کار ومخ ته وړي ددي دڅنګه پښتو اکيډمي او دي ته ورته اداري چي دلته نومونه راوړل ګران دي دپښت دپاره تر خپله وسه کار کوي ددي په څنګ کښې په سيمه ايزه کچه په نړۍ واله کچه غونډي چيړن غونډي او سيمنارونه کيږي او دابهير دڅو کلو څخه را روان دي مشاعري خو دالراوبر په کچه بى شميره کيږي او سيمه ايزه مشاعري که داسي وويل شي چي په يوه ورځ څو څو مشاعري کيږي نوداخبره به بيځابه نه وي
په دي ترڅ کښې په ۶م او ۷م اپريل يو عالمى پښتو ادبى کنونشن په پيښور کښې کيدونکي دى چي دپښتو ادبى چمن ټل لخواراغوښتل شوي دي او دخيبر پښتو نخوا دکلتور او ثقافت مرسته ورسره ده چي داهيله ددي نړۍ ادبى غونډي څخه کيږي چي په ډير لوئى شمير دپښتو پړوهونکي او خدمت کار به په دي غونډه کښې دلر اوبر څخه بلکي دنوروملکو ميشه پښتانه افغانان به هم ګډون په کښې وکړي ولي چي دڅومياشتو څخه دپښتو ادبىچمن ټل دمشرانو لخواو دي غونډي ته تياري روان دي ددي وروسته په جلال آباد کښې هم په څوور ځوکښې داسي غونډه کيدونکى ده چي څرګنده خبره ده چي په جلال آباد کښې به هم دير پوهان ليکوالان رڼ انده او شاعران سره راټول شې چي ددي څخه داسي څرګند يږي چي دپښتو وپرمختياته هر پښتون افغان ليواله دي ددي سره سره چي په دولتى او حکومتى کچه نه پخوا اونه اوس دومره څه شوي دي چي هغه څوک وستايې خوبير ته هم دشمالي پښتو نخوا اداې اين پى حکومت ستاينه او مننه کوو چي دوي ددي جوګه شول چي دنړۍ والو او دبشرد حقوقو دغوښتنو سره پښتو او نوري ژبى دښوونځي ژبى وګر ځولي چي اوس به هر ماشوم وکول شې چي په خپله مورنى ژبه زده کړي وکړي ځکه چي دا دهر ماشوم فطري او قدرتى حق جوړيږي خودبده مرغه په پښتو افغانانو داسي څوک مسلط شوي دي چي هغه نه په رښتى اسلام خبر دي نه دوي غواړي چي رښتنى اسلام دي راشي نه دوي په دي خبر دي چي په اسلام کښې دژبى څه ارزښت دي خو و دوي ته که وويل شي چي پښتو په کار دي چي دښوونځي او سکول دفتر ژبه دي وي نو به هم هغه وخت داسي خبره درته وکړي چي ورته حريان به شې دا د دوي لوئى جواب وي چي موږ مسلمانان يو نو د ژبى او قوم خبره ناجائيز او داسلام په ضد ده داسي چا چي داسلام زده کړي په رښتيا نه وي کړي دهغو هم دهغه ډول جواب وي حضرت محمد(ص) وائى چي په ماعربى ژبه ځکه ګرانه ده چي داځمادمور ژبه به ده هم دپيغمبر(ص) ددي يوې خبري څخه هر څه په ډاګه کيږي خو هغه چاته چي عالم وي نه هغه چاته چي نيم ملا وي دبده مرغه ځموږ دينې مشران هم هر څه دخپلو ګټو په رڼا کښې خبره کوي ځکه چي په سياست کښې نن تر هر چا هم دهغه زيات ليدل کيږي.
لنډه خبره دا ده چي ځموږ دټولو مخه دپښتو پرمختيا او دپښتو وده ده ده او داهر څه چي موږ په يواځي سر او په ټوله ايزه کوو داهم ددي دپاره دي ځه پښتو وه پښتون به وي او چي چيري پښتو او پښتون وي الته به اسلام هم وي او که پښتو نه وي نو په څه وي...؟ ددي سره سره چي په ډيره توپه کچه دپښتو په اړه غونډي او سيمنارونه کيږي او دابهير دڅو کلو څخه رار روان دي خو هغه خنډونه چي دپښتو مخ يې نيولي دي په هغه باندي دومره چيړني نه دي شوي که لږ ا ډيري چيړني شوي دي خوبيا هغه عملى شوي نه دي که د څه وخت دپاره عملى شوي هم دي خو بيرته هغه زوړ چلن خپل شوي دي چي داځموم دټولو يوه لويه تيرو ننه ده ددي دمخه وپښتو ته ورپيښو باندي څه وليکم داخبره اړنه کڼم چي په کار دي چي پښتو يوه نړۍ واله تګ لاره ولري چي يوه اداره چي دالراوبر افغان استاځيوب په کښې وي هغه په مياشت دوو درو کښې يوه چيړنه غونډه کوي او هغه ټولي ناخوالي په ګوته کوي چي وخت ناوخته رامخ ته کيږي لکه داسي غونډي چي په تيرو وختو کښې چي په پيښور کابل نتهياګلي کښې شوي وي.
راشې چي هغه ناخوالوته ګوته ونيسو چي پښتو ورسره مخامخ ده که دهغه خنډونه ليري نه شې پښتو به هم ددهغه کړاو نو سره مخامخ وي.
۱. دحکومتو او دنورو مخالفينو لخواد ډيره وخته څخه وپښتو ته هغه ځائى او مقام نه دي ورکول شوي کوم چي حق او برخه جوړيثدله خوبده لا دا چي پښتو يې يوه داسي ژبه ښووله چي دا دويلو او ليکلى ژبه نه ده آن دا چي داخبره عام وه چي پښتو د دورخ ژبه ده ډيرو دپښتو ژبى دښمنانو په حکومتى کچه خپلي ژبى ته شکر ويل او پښتو ته ښککى او بدويل اوس هم په دي کار بوخت دي تر دي چي پښتون او افغان حکمرانان هم دپښتو سره ددښمن لاره خپله کړي وه او ده چي په دي کښېد پښتون افغان مشرانو سياسي لارښودانو او دد دينى علماؤ هم ډير لوئي لاس وو اوس هم شته چي ددي پايلي داشوي چي نن هر پښتون افغان دخپلى مورنى ژبى سره بيګانه دي او ډير لږ پښتانه شته چي دوي پښتو ويلى پښتو ليکى يا پښتو لوستلي شې په زياته بياد کرښي ودي غاړه ته خود پښتو سباؤن ماته سم نه ښکاره کيږي چي په سلو کښې دوه وګړي خپله مورنى ژبه نه شى لوستلي او ليکلى نو څنګه موږ ويلي شو چي دپښتو سباؤن روښانه دي خو ددي دڅنګه څوک چي پښتو پخلپو کښې سره وائى يا خبري په کوي هغه هم پښتو نه ده بلکي دانګريزي اردو فارسي ژبى خريړي او معلوپه ده او که په اوسني وخت کښې ځموږ دپښتو عم خوارو عم نه وخواړي نوبه دپښتو سره نوره بى ګانګى رامخ ته شې ولى چي نن هر سړي په زياته هغه څوک چي دهغو دين ايمان او پښتو روپى او چوکي ده هغه خوهر وخت ودي ته تياروي چي خپله پښتو ايله کړي او دنورو په رنګ ځان ورنګوي او اوس هم ډير داسي څوک شته چي دلمي په خاطر يې خپله پښتو او پښتنوالي دلاسه ورکړي دي.
ټول پښتون افغان ته په کار دي چي لومړي پښتو دښونځي ژبه وګر ځوي که څه هم په افغانستان کښې په دي اړه دومره مشکل نه شته خود کرښي ودي خواته هر پښتون ماشون او لوئي ددهغه ناخوالي سره مخامخ دي او که اوسني حالات هم دا ډول دواموکړي يو دپښتون زده کونکي لانوره بيګانګي دپښتو سره رامخ ته شي نو ددي پاره که موږ دهغه بيګانګى دمنځ څخه ووړلوته ژمن يونو په کار دي چي ددي دپاره په کلکه مبار لاس پوري کړو او نور څوک ودي ته ايله نه کړو چي په يوه اوبل نامه پښتون دخپلى مورني ژبى څخه بيګانه کړي که څه هم دخيبر پښتو نخوا يا شمالي پښتو نخوا ادارې اين پىحکومت په دي اړه زړوړګامونه پورته کړي دي خو په کار دي چي وخپل دي پياوړي عمل ته دوام ورکړي او پښتانه رڼ انده ليکوالان او شاعران دايالتي حکومت سره مرسته وکړي او په دي اړه چي هره ستونځه وي دهغه اواري راوباسي او ددي دڅنګه دخيبر پښتو نخوا ولس ته په کار دي چي يو وار بياواې اين پى ته دپنځو کلو دحکومت کولو واک او اختيار ورکړي چي دوي وکولي شې چي پښتو چي دلوست ژبه يېر ګرځولي ده و دهغه کارته نوره وده ورکړي ولي چي اوس هم ډير څوک شته چي داې اين پى دهغه پريکړه ورته ومنلو وړنه ده او دوي وائي چي د وپاکستان او اسلام ته خطر جوړه وي يو ډير ښه دپښتو متل په دي اړه ځمادماغ ته راغلي خو دلته ځکه نه ليکم چي دليکووړنه دي که واې اين پى ته دنورو پنځو کلو دپاره دحکومت کولو واک ولس ورکړي نو به دوي وکولي شي چي دڅه وخت په تيريدوسره پښتو ددفتر ژبه هم وګرځوي چي بيابه دپښتنو دپښتو سره بيګانګي تر ډيره دمنځ څخه ولاړه شې تر کومه چي دافغانستان خبره ده په کار دي چي دوخت حکومت او پښتانه هڅي وکړي چي د درې دڅنګه پښتو هم ددفتر ژبه وګرځي ولي چي دا دپښتو حق اوبرخه ده دنن ورځي يو وګړي د داسي غوښتني څخه ډه ډه شې کولي او نورو ته هم نه دي په کار چي ددي حق څخه کر که ونه کړي بلکې ددي دپاره هڅه وکړي ولي چي دنن په دي پرمخ تللي نړۍ کښې داسي غوښتنى په بشري غوښتنو کښې راځي.
تر کومه او تر کله چي دسويلى پښتو نخوا ياد بلوچستان دپښتنو خبره ده دلته ډيري ستونځي او ناخوالولي ځموږ ومخ ته دي چي ددي دمخ نوي يادمنځ څخه دوړلو دپاره ډير څه کول غواړي خو دبده مرغه نه ددي سيمى سياسي ګوندونه د دوي مشرانو دهغه غوښتنه کړي ده نه ولس په يد خبر دي چي ديوه ماشوم دپاره لومړي زده کړي په خپله مورنى ژبه کول څونى ارزښت لري او څومره اړتيالري و دلته دهغه دهغه غوښتنه يواځي دمورنى ژبو دنړۍ والى ورځي په ۲۱م فروري باندي کيږي بيايو کال هر لوري پټه خوله وي يا دخپل سياست دګټى په خاطر کله کله داسي غوښتنه کيږي خودا شمالي پښتو نخوا په پرتله دسويلى پښتو نخوا حالات ډير توپير لري ولى چي دوه قام خوښي ګوندو لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامى نيشنل ګوند خو دکال ۱۹۷۱ء څخه حکومت جمحيت العلماء اسلام جوړه وي او دوه قام مين ګوندونه ډيري لږ څوکي ترلاسه کوي او داوخت هم داې اين پى درې وزيران په ايالتي کابينه کښې شته خو يوه خواته ملايان دي چي داسي غوښتنه دوي دکرکي په نظر ورته ګوري ولي که دوي داسي غوښته وکړي نوبه څنګه وحکومتى څوکي ته رسيږي که څه هم دليک په سرکښې موږ يو حديث شريف وړاندي کړي وو خو څوک په دي نه پوهيږي نو علاج خوي نه کيږي خو ځموږ قام مين ګوندنه په خپله دي غوښتنه و درسيږي توبه ارومرو داغوښتنه ترسره شې هو هغه خبره ده چي وائى چي څه مهچن ګنده څه ميرمن ګنده په بلوچستان کښې اوس هم پښتوتر ټولو په ژبه ده ولې چي بلوڅ او بروهي سرائيکي تو نوري ژبى ددي چى دخلګو مورنى ژبى دي خو دبلوڅ وروڼوته څه ناخوالونى پرتي دي چي دوي نه شې کولي چي دخيبر پښتو نخوا د حکومت وارو هر ماشوم ته په خپله مورنى ژبى دلوست ليک کولو اعلان وکړي که دوي دهغه ترخ غړوب تير کړي نو ډير ژربه په بلوچستان کښې په مورني ژبو ليک لوست پيل شې خو وپښتون مشرتابه ته داپوښتنه وړاندي کيدي شې چي بلوڅان داپريکړه نه کوي نوپښتون ماشوم به هم دا ډول دخپلى دى بشري غوښتنى څخه بى برخي وي او دخپلى مورنى ژبى څخه نور بيګانه کيږي...؟
