اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

په تاڅه تيريږى ګران وطنه.؟

د پښتونخوا يا د شمالى پښتونخوا د اطلاعاتو او خپرونو وزير ښاغلي ميا افتخار حسين چي هميش و خپل ولس ته رښتني خبرى ور په ګوته کوي په رښتيا هم د سيمي او د پښتنو په سياست ډېر ښه پوه دي او زياتره په سره او په زړورتيا خپله خبره تر خپل ولس پوري رسوي که څه هم ډېري داسې خبري به وي چي د دوى په زړه کښې به وي خو دوي نه شې کولي چي په دي نن حالاتو کښې دوي خوندي کړي چي په وخت به يې و ولس ته وړاندى کوي ولي چى عوامي نيشنل ګوند د دوي په حکومت او د دوي په مشرانو او په دي ولس چي څه تېر شو يا تيريږي هغه هر څوک اټکل کوي شې چې لږ او ډېر په سياست پوه وي چې پخپله ميا افتخارحسين هم د يوه لوئى ناورين او غمجني پيښې سره مخامخ شو چي دهغه ډول غمجني يواځى هغه څوک وړي شې چې هغه د سرشندني د سياست د کوري څخه وتلي وي چې ټول وخت يې د سختو سره ژوند تېر کړي وي د ميا افتخار حسين په اړه موږ ارومرو داسې خبره کوي شو.تېره ورځ ايالتى وزير ميا افتخارحسين وويل چي ځيني ځانګړو خلګو ځموږ خاوره د ناوړه هدف او مطلب دپاره کار کړي او پښتانه يې د تهره ګرو سره وتړل او عوامى نيشنل ګوند او پښتنو ډيرى سرشندني ورکړي چي اوس هم رواني دي په يوه بله وينا کښې ميا افتخار حسين وويل چي دوران کاري او تهره ګري جګړه د مينځ څخه نه د تللې بلکې لږ نهم شوي ده.که څوک سياست په سپيڅلي او صداقت باندى کوى هغه که ولې نه وي هم ولي وي او د خپل سياست په رڼا کښې د را روان وخت په اړه وړاندوينه کوي شې باچا خان غفارخان چې د ۱۹۴۷ء د مخه کوم سياست په مخه کړي وو په رښتيا هم ارواښاد ته دا څرګنده وه چې فرنګيانو کوم سياست روان کړي دي هغه د يوه تګ لارې او ايجنډي دلارې په ضد تر يا په ودريدي ددي سره سره چې دوى ته دا څرګنده وه چي فرنګى به په خپل عمل کښې بريالى کيږى ولې چې فرنګي هغه وخت يولوئى قدرت وو بله دا چي د هند زياتره مسلمانان باندى را ټول وو او پخپله په لوئى شمير د انګريزانو ملاتړي وو باچا خان او ملګرو چې څومره و انګريزانو ته نزدې شوي وي خو بيا به هم هغه څه ورسره کيدل چې څنګه بدورسره وشو ولې چې فرنګيانو ته د پاچا خان وارو سړو اړتيانه وه بلکې و دوي ته د لاس پوڅو ضرورت وو خو انګريزانو د باچا خان او ملګرو څخه دا هيله نه لرله لکه نورو چې ورته کوي شو ځکه چې باچا خان به هميش داخبره کوله چي په پښتنو يو سيلاب را روان دي که دوى و سيلاب ته تياري ونه کړي نو به د خاښو او خاښاک وارو د سيلاب شومه شى.که موږ هغه ټولى کړي چي فرنګيانو ځموږ په سيمه کښې پاشلي وي يو بل ته سره واچوو نو دا په ارومرو راته څرګنده شې کوم څه چې ځموږ په دي سيمه کښې روان دي او دا به راته څرګنده شې چې د فرنګيانو او لويديځ مخه او هدف څه وو او څه دي او د تېرو نزدي شپږ نيمو لسيځو څخه چي دوي څه کول يا يې د نورو په لاسو کول دا هم دهغه ګټو دپاره وو و کومو ګټو ته چې اوس د دوي لاس ورنزدې شو خو د بده مرغه خوار پښتون، افغان په بشپړه تباه او برباد شو او په يوه داسې شخړي کښې راګير شو چي ځان د دهغه ناورين څخه د وتلو هڅي کوى خو برياليتوب ته نه رسيږى بلکي د هري خوا په سر سر باندى وهل کيږى لويديځو ملکو د ځائى لاس پوڅو په مرسته چي د اسلام سپيڅلي دين او نوري چاري وګارولي او دوي ودهغه هدف ته ورسول نن دهغه د لويديځ لاس پوڅو ته درک لګيدلي دي خو اوس وخت تېر شوي دي ځکه چې پښتانه وائى چى ځوي هغه وخت وهه چي ميږليوانونه وي خوړلي باچاخان هم هغه وخت دهغه ږغ په مسلمانانو او پښتنو کړي وو خو ددي چي دي په بيلو بيلو نومونو ونوموي بل څه نه شو په برخه آن دا چي د باچاخان جنازه کښې هم ورانى او تهره ګري وکړه دا ځکه چې د دوي وګټو ته خطر رابرسيره کيدي شو.د تېرو ۳۵کلو په زياته بيا د تېرو لسو کلو څخه چې کوم ناورين په پښتنو جوړ دي ددي څخه داخبره څرګنده شوه چي نه يواځي د لويديځ بلکي د سيمى د ملکو تر مينځ د ګټو جنګ دي خو د ګټي ودي جګړى ته بيل بيل نومونه ورکول کيږي دوى په خپلو ګټو بوخت دي خو خوار پښتون افغان هر څه په کښې وران شوي او ورانيږي خو د بده مرغه پښتون په حيث د يو ملت تراوسه په دي نه دي پوهيدلي چي دا لوبه ولي دده دوژلو او دده خاوره د ويجاړولو دپاره روانه ده د ګټو دهغه ناوړه جګړه چې کله داسلام او اشتراکيت په نامه او کله د تهره ګري په نامه او کله د طالب او القائده په نامه د څو لسيځو څخه را روانه ده او څوک چې دهغه جګړه مخ ته وړي که څه هم دوي وخلګو ته يو د بل دښمن ځان ښکاره کوي خو د دوي مخه او هدف يو دي که موږ و ګورونو هر يوه د پښتون، افغان کور او خاوره په يوه او بل نامه ورانه کړي ده دا نه چي موږ د يو او بل لوري ملاتړي يو بلکى ځموږ دا ايمان دي هر ليري او نزدې خپل او پريدي د پښتون افغان د سر د وهلو په نيت ناست ځکه چې دا ملت په يوه داسي خاوره باندى پروت دي چي و ټولي نړۍ او سيمى ته ډېر ارزښت ليرى ځکه چي په نړۍ واله کچه ددي ملت او خاوري په ضد د سيسې او طوطيې جوړي شوي او جوړيږي خو د بده مرغه پښتون افغان ملت ددي دپاره د تاريخ په اوږدو کښې داسي تګ لاره او ايجنډا نه د لرلي چي دا پياوړي ملت او ارزښنا که خاوره په نړۍ کښې روښانه او وځلوي ددي سره چي دونى ننګوني يې کړي دي چي دهغه وخته څخه نړۍ وال ګوته په غاښ ورته پاته دي خو د بده مرغه ددي ټولو سرشندنو ګټه دوي و خپل قام وخپلې خاوري ته نه دور په برخه کړي بلکې نورو په دي ګټه لاس تېر کړي دي په يوه او بل نامه موږ په حيث د يوه ملت مسلمانان وو او مسلمانان په لحمدالله يو خو ددي څنګه موږ د وخته څخه افغانان او پښتانه وو او بيا به هم يو او موږ هم دي نامه په نړۍ کښې پيژندل کيږو او ځان ته پښتون، افغان ويل څه کفر نه دي نه د اسلام څخه سرغړونه ده ولي چي په اسلام کښې مسلماني خپل ځائى دي او د پښتو نوالي او افغانيت خپل ځائى دي خو ځموږ يو بله نيکمرغي داده چي موږ پښتو اسلام بولوو او دا د تاريخ په اوږدو کښې ليدل کيږى. اوس پوښتنه داده چې موږ به ټول وخت هم په دهغه نړۍ وال او سيمه ايزه ناتار کښې راګيريو او نور به ځموږ او خاوره په يوه او بل نامه ورانوي که به موږ هم د نړۍ د نورو ملتو غونډي د خپلې خوښې د خپلې سوکالي او د پرمختيا لاره تراشو يا د نورو په لارښودنه (ليري او نزدي) به روان يو په کاردي چي هر پښتون افغان په دي اړه د خپل ځان سره فکر وکړي ځکه که موږ خپله د ملت د ځغورلو او د په اړه پريکړه ونه کړه نو به ارومرو د نورو شخړو سره مخامخ کيږو او دا ويره هم شته چې د نړۍ د دريم جنګ ډګر هم دا ځموږ خاوره وګرځول شې نو ځکه دا د هر پښتون، افغان چي د خپلې خاوري او ملت او اسلام سره اړه او مينه لري او د نورو لاس پوځي نه وي په دي خبره يواځى او ګډون غور وکړي په زياته بيا هغه رڼ اندي چي هر چيري د هر سوچ وي په دهغه د خاوري او ملت په سباون خپل ولس ته په ليکلي ډول څه وړاندي کړي په دي پنځه ديش کلو کښې چي په دي ملت او خاوره باندى څه تېر شول په ډېرو هيوادو به په پيړيو پيړيو نه وي تېر شوي خو په کومو ولسونو چې داسې ناخوالي تېر شوي وي هغه پياوړي او منظيم ملتونه دي هغو هر څه د خپل ولس ته وړاندى کړى دى او هغه ناخوالي هم په ګوته کړي دي چي دوى ولي ددي ناورين سره مخامخ شول او څه وکړى چې بيا د داسې شخړو او ورانيو سره مخامخ شې ځموږ ملت او خاوره چي په دي ۳۵ کلو کښې د کومو بدو څخه تېره شوه داسې توري نه شته چې موږ يې ګار کړو په کاردي چي دهغه من مائي پريږدو هر چا که ډېري ننګوني کړي دي ډېر تېروتني هم ځيني شوي دي تر ټولو لويه تېرو شنه داده چي موږ و نورو ته موقعه ورکړه چي په خاوره کښې لاس وهنه وکړي که څه هم ودي مرستو ته د مرستو نوم ورکول کيدي خو دوي يواځي خپلې ګټي څارلي تر هغه وخته چي پښتانه افغانان په يوه ټغرنه سره کنينې او د خپلې خاوري او خپل ملت دپاره يوه لاره وته تراشي هيڅوک د دوي شخړي نه شې اوارولي نه يې اواروي دوى ته د خپلو ګټو و لاس ته د بل خاوره او ولس په لاس ورغلي دي او پښتون افغان ملت يې سره ويشلي دي اوس ددي ملت کار دي چي دوي ددي لګيدلي اوروژنه کوي او اوبه په اچوي يا که تيل ور باندى تويوي دا هر څه د دوي په لاس کښې دى...؟

دوو پخوانيو شاعرانو په شعرونو خپل دا ليک رانغاړم..

بې علمې دوني بلا سوه بل تر ې پورته عذاب نسته
په دنيا په آخيرت کښې تر ې بلنده عقاب نسته
زه افغان چې تور کودي سوم کل د جهل له ظلمته
سيه روي به رب درومم دا سوال ئې جواب نسته
ملاعبدالباقى افغان

زړه زما ډک دي له مينې د وطن
خپل وطن ماته عزيز دي تر خپل تن
هر يو ګل مي د وطن پرما ډېر ګران دى
تر کشميره تر پاريسه تر لندن
غلام محى الدين افغان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←