اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د حبيب الله رفيع سره ناسته

ليکونګى:عبدالجبار کاکړ

ملک امان الله کاسي دي لوئى څښتن (ج) ژوندي لري چي کله هم يو څوک پوهاندليک وال سياست مداراورڼ انده دلراوبرد يو ې خوا څخه کوټى ته راشي دوي يې نه يواځي ميلمتياورته کوې بلکي هغه ټول دده سپيژندونکې ودهغه ميلمتياته راغواړي چي په هراړ خيزه حالاتو باندي څه وا وري يې نورو ته واوروي پخلپه ملک امان الله کاسي ډيره اوږده سياسي مبازره لري چي درست يو کتاب باندي ليکل کيدي شې دخپل وړوکوالي څخه نيولي بياتراوسه دوي خپله خبره ټينګى کړي ده او په هغه باندي ولاړ په ځان يې ډيري خواري وړي دي خو دخپلى خبري څخه نه دي اوښتى دنامتو حيدرآباد کيس څخه نيولي چي څو کاله يې دحيدر آباد په بندي خاني کښې دوخت دلويو سياست مدارانو لکه خدائى بخښلۍ خان عبدالولى خان خدائي بخښلي ميربخش برنجو سردار عطاء الله مينګل نواب خير بخش مري ډاکټر عنايت الله خان ميرګل خان نصيرداسي يو شمير سياسي لارښودانو او سياسي ملګروسره تيرکړي دي په وارو وارو هم په دهغه سياست کښې وبندته اچول شوي دي دخان عبدالصمدخان اڅکزي سره په لومړيو وختو کښې ډير نز دي پاته شوي او په هره جلسه جلولس کښې ګډون ورسره کړي دي ددي وروسته بياپه ډيرو سياسي ګوندوکښې ديوه رښتنى سياست مدار په حيث پاته شوي دي خو دلته درښتنى سياست مدار دپاره کله ځائي وي نو ځکه چي اوس دخان محمد افضل خان په ملګري کښې په عوامى نيشنل ګوند کښې هم شته هم نشته ځکه چي دوي دپښتونقام ديواوالى ږغ پورته کونکي دي نو ځکه چي د داسي غوښتونکو شمير دپخوا په پرتله دومره نه دي پاته نو ځکه چي اوس ډير ملګري نه لري داسي هم په ټول پښتون کښې داسي ګوندداوخت نه دي پاته چي دملک امان الله کاسي دهغه سياسي تنده وروښکوى خو نوموړي دسروي داونۍ غوندي سخ ولاړي خوکتابونه ډير لولي نو ځکه چي ديوه عالم او پوه غوندي خپله خبره وړاندي کوي او د پښتنو دپاره هم دهغه يواځني لاره دخلاصون او نجاب بولي په سياسي ګوند کښې ځکه چي ځائي نه لري چي ملک امان الله کاسي رښتياوائي خو په سياست کښې ورښتيا او اصول ته په او سنېو حالاتو کښې دومره ارزښت نه ورکول کيږي داسي هم موږ ګورو چي چاپه تيرو وختو کښې دخپل مرام دپاره خواري او ناخوالي ګاللې دي هغه وشاته کړل شوي دي او هغه څوک چي يوه ورځ يې دبندي خانى مخ نه وي ليدلي هغه نن دمخ په ليکو کښې ولاړدي او دملک امان الله کاسي وارو رښتني وشاته ناست دي يا ګمنامه دي ددي وشاته هم لويه فلسفه ده چي دا هم چيړنه غواړي ځموږ وارو وګړو په لاس کښې بيله دده چي دا خواست وکړو چي لوئى څښتن دي ملک امان الله کاسي ته اوږد ژوند ورکړي لوئى څښتن دي دده د زړه مرام تر سره کړي او لوئى څښتن دي په خپل امان کښې وساتي او ځموږ د لوئى رب(ج) څخه داده چي دي به په خپل امان کښې ساتي ولي چي دده نوم امان الله دي.

د پخوا وارو ځه په خپل کور کښې ماځيګر ناست وم چي ملک امان الله کاسي ټيلي فون راته وکړي چي ماښام له به ځما کور چشمي ته دوو درو ملګرو سره راشې ولي چي يو ميلمه راغلي دي خو د ميلمه نوم يې ونه خستي ما ورته وويل چي ته داوږدي مسافري وروسته راغلي يې موږ د مخه هم دا نيت سره کړي وو چي ستارو غبړته درشو دا خوښه شوه چي تا خپله حال راتېر کړي که خدائى(ج) کول ارومرو به ځان درورسوو ځه ته کوره څخه ووتلم ولي چي ځه نن اوږګاروم د ځلاند ورځپاڼى نن ناغه وه نو دا يوه ښه موقعه وچي په لاس راغلي وه ځما ملګري جان محمد صافى موولټوي خو چيري مي ونه موندي د وکيل (ايډوکيټ) محمد اجمل خان کاسي دوکالت دفتر ته ورسيدم څځه وختي هم وو چي په دفتر ورننوتم اجمل خان ناست وو زړه مي په پشتي شو چي دادي ده خو ناست دسلام اوروغبړوروسته مي ورته وويل چي ملک امان دهغه وينا کړي ده چي چشمي ته به راشې ده هم وويل چي سمه ده ولي چي اجمل خان هم دا غوښتو چي داوږدي مسافري وروسته دملک امان روغړ ضروري دي په لاري باندى مي د اجمل خان ورور جمال خان کاسي او سيد محمدحسن آغا هم راسره ملګري کړل ولي چي د مخه موږ دوي ته په ټيلي فون حال ورکړي وو د ملک امان کاسي کلي دومره ليري نه دي نو ژر هم الته ورسيدو.

لومړى موږ د ملک امان کاسي و کور ته ودريدو خو الته راته وويل شو چي ټول ميلمانه د ملک عنايت الله خان کاسي په کور کښې دي چي د نوموړي کشر ورور دي او وکيل يا ايډوکيټ دي چي و ميلمستون ته ور ورسيدو او وخونه ته ورننوتو خو نه دميلمنو او کورنيو څخه ډکه وه سلام موورواچوي او د يوه سره څخه روغبړ پيل شو ملک امان الله کاسي ځموږ د ټولو پيژندګلوي يوپه يوه ورسره کوله نور خو ټول ځموږ پيژندونکي وو خو درې په کښې موږ نه پيژندل موږ روغبړ وکړي د ټولو سره دټوډ سره سم پوښتني وشوي لږګړي وروسته ما د ملک امان کاسي څخه دا پوښتنه وکړه چي مړيه ځموږ پيژندګلوي خو دي د ټولو سره وکړه خو د دهغه درو ناولدو پيژندګلوي (معرفى) د موږ ته ونه کړه ملک صاحب وويل چي د اماته نزدي ناست حبيب الله رفيع دي ځه خپله هک پک شوم چي کوم څوک موږ په آسمان غوښتي دا خو دا دي لوئى څښتن (ج) موږ ته د ملک صاحبانو په کور کښې په راوليدي يووار به مي بيا د محترم رفيع صاحب څخه پوښتنه سره دده ملګرو څخه کړي وي خو رښتيا خبره داده چي ځما په ګډون ځما ټوله ملګري ددوي وليدني ته ډير ليواله وو او دا يوه قدرتي موقعه وه چي موږ ته په لاس راغله او بيا په داسي ځائي کښې چي ټوله يو بل ته ورته سړي ناست وو.

موږ خو خپل ټول وخت د سياست سره تېر کړي دي نو ځکه موږ پټه خوله نه شو پاته کيدي او بيا چي پښتون په يوه داسې ناورين کښې دري نيمو لسيځو څخه راګيردي نو هر پښتون دا هڅه کوي چي کيدي شې چي يوه داسې ښه خبره واوري چي هغه د پښتون افغان ددي ناورين څخه د خلاصون په اړه وي او بيا چي د حبيب الله رفيع وارو سياست وال ليکوال اديب چيړونکي او د رسنېو د لاري په بيلو بيلو چارو خپله خبره هر وخت و ولس ته وړاندي کونکي لوئى پوهان ناست وي نو څنګه څوک پټه خوله پاته کيدي شې ما لومړۍ پوښتنه دا ځيني وکړه چي د پښتو نړۍ وال کانفرنس مي وکړي په هغه کښې څه پريکړي وشوي يا داسې تګ لاره د پښتو دودي په اړه وټاکل شوي چي په هغه به ارومرو عمل کيږي خو رفيع صاحب وويل چي داسې ځانګړي پريکړه نه د شوي نو موږ ورته وويل چي دا هم د هغه يو شمير غونډو ياچيړن غونډو وارو تېر شو لکه نور چي تېر شو چي د دوي جواب ودي ته نزدې وو دا ښه خبره ده چي داسې غونډي په ټول پښتون افغان وطن کښې کيږي چي موږ يو بل ته نزدې کوي چي په واهمه سپڼي موږ يو د بل څخه ښکول شوي يو خو ددي د څنګه په کاردي چي هر وخت دا غونډي کيږي يو مخه وټاکل شې او د هغه مخه او هدف و هر چاته وسپارل شې چې د بلې دي ته ورته غونډي ته وړاندي شې چي هم دهغه پرمختيا يې د ولس او د ژبى په اړه شوي ده که د لومړى شوى غونډي څخه د ۶ او ۷ اپريل د شوي غونډي پوري يوه يوه ډنډه موږ په غاړه باندي اخستي وي نو به تراوسه ډېر څه موږ تر سره کړي وي هغه د پارسبان خبره ده چي نشتن برخاستن او مشاعره ځه خپل دا وړانديځ د پخوا وارو يوواربيا وړاندي کوم چي په کاردي چي د يوې او بلې غونډي تر مينځ موږ و هري خوا ته ډنډه وروسپارو او په هغه کښې راپور ځيني وغواړو دا ډول به يو خواته د پښتو او بلې خواته د پښتون قام ناخوالي لږ و ډېري سپکي شې خو که دا ډول غونډي کيږي او څه نه ترلاسه کيږى نو بۀ هر يو داخبره کوي چي ددي غونډو څخه څه نه ترلاسه کيږي نو د ګډون نه ګډون څه ارزښت نه شته ددي وروسته د پښتون افغان په بشپړه ناخوالو باندي خبري اتري پيل شوي چي تر کله به دا خوار ولس په دهغه اور کښې سوځل کيږي خو په دي خبره ځموږ خبره وه وه چي د پښتون افغان مشرتوب هغه پوه او صلاحيت نه لري چي دهغه خوار قام او ملت د دهغه ناورين څخه وباسي دانه د نن وخت خبره ده بلکي دا ډېره وخته څخه را روانه او او ځموږ مشرتابه ودي قام ته داسې بشپړه مرام نه دي ورته ټاکلي چي په هغه باندى دا ملت ولاړشې او يوې مخې او هدف ته ځان ورسوي او دڅه چي د سياست په نامه وشول دا هم په تياره او بې مخي او بې مرامه وشول ځکه چې د درې نيمو لسيځو څخه موږ په دا ناورين اخته يو چي يوه رڼا ښکاره کيږي بله دا چي داخبره هم ځموږ د يوه ده چي د پښتون افغان په ضد يو نړۍ وال سازش او د سيسه روانه ده ځکه چې هر ځائى پښتون افغان ځپل کيږي خو چې دوي داخبره وکړه او موږ ورسره هوکړه نو ما د فرانسي(فرانس)داتلسمي پيړي بيلګه او مثال ورته راوړي چي دهغه قام هم د داسې ناخوالو سره مخامخ وو او ټولي اروپا په داسرسره باندى ټکوي چي بيا رڼ انده شاعران ليکوالان جنرالان اوسياست مدارانو لاس سره يو کړي او د خپل هيواد څخه داوږدي مبارزي وروسته دهغه باندني لاسونه غوڅ کړل اوهيواد يې د دهغه ناخوالو څخه وځغوري آيا موږ نه شو کولي چي دهغه د ليکوالانو رڼ اندو سياست پوهانو پخوانيو جنرالانو جهادي کمندانانو او نورو مخورو په ګډه يوه داسې کړنلاره وټاکو چي هغه که څه کولي نه شې خو و دهغه ځپل شوي قام ته خو يو داسې لاره وي چي يوه اسره وي يا خو بيا ده چي موږ سرور ته ټيټ کړو او دوي موږ په داسرسروهي هم په دهغه دوو لارو کښې به يوه لار موږ ته پاته وي داسې هم چې کله سياست مداران پاته راغلي دي تاريخ دا ښوولي ده چي بيا رڼ انده پوهان او دانشوران راولاړشوي دي او وخپل قام او ملت ته يوه تګ لاره ټاکلي ده او ملت يې په هغه لاره روان کړي او د خلاصون او نجات لياريې موندلي ده آيا دا ځموږ ډنډه نه جوړيږي..؟ خو په مينځ کښې يو چا خبره وکړه چي حبيب الله رفيع صاحب يو رڼ انده او اديب او ليکوال او شاعر دي دا کار خو د سياست مدارانو دي چي رواني خبري اتري او بحث څه شاته ولاړي چي ځه دلته خبره دخپلې خواڅخه زياتوم چي د پښتانه هغه خبره چي دا هر څه د پرتوګه څخه راپيښه ده چي کله په ملت او قام باندي داسي وخت راشې لکه نن چي په ټول پښتون افغان راغلي دي نو هر پوه رڼ انده او باسواده دهغه غم د ځان غم بولي او څومره وس چي لري هغه د قام سره ګډ او شريک کړي چي خپل قام او ولس د دهغه ناورين څخه راوباسي يواځي په بل باندي پيټى اچول او داخبره کول چي دا ځما دنده نه ده بلکي د فلانکي ده نو به هيڅکله موږ ددي ناورين څخه ونه ووځو بلکې که ځموږ په سرشندنه دا ځپلې ولس د دهغه ناورين څخه وتلي شي په کاردي چي په خپل سرسر په ونه کړو که ځه څومره هم لوئي سړى يم او ځموږ د پاتي ورځي علت يو دا هم دي ولسونه قامونه او ملتونه چي په داسي ناورين کښې راګيروي لکه پښتون افغان ولس چي راګيردي نو يه هره بيه چي وي په کاردي چي هغه بيه موږ ورکړو او يواځي ځانګړي سړي ودي ته ټاکل چى دوى به دا هر څه کوي دا ځموږ تېروتنه ده بل څه نه....؟وروسته د افغان د ثور پيښه رامخ ته شوه چي دا يوه لويه تېروتنه وه تېروتنه خوارومرو وه ولي چي ټوله شوي هڅه نه يواځي پاته راغله بلکې ټول ملت يې د ناروين سره مخامخ کړي چي دادي اوس يې هم موږ ګالو خو موږ ورته وويل چي دا به ارومرو کيدل که نور محمد ترکي يا دهغه ملګرو دهغه او وښتون نه وي کړي نو به بل چا دا کار تر سره کوي ولې چې دشهيد داودخان په دور کښې ګلبدين حکمت يار پوهاندبرهان الدين ربانى، احمدشاه مسعود او دوي ته ورته نور ډېرو په خپل هيواد کښې څه کرکټ کاوي که د يوه رښتيا خبره داده چي د افغانستان په زياته بيا د ټولو پښتنو دپاره زبرځواکو يوه تګ لاره او ايجنډا يوه پيړي د مخه تراشلي وه چي په هغه باندي عمل دهغه وخته څخه روان دي پښتون افغان ددي سيمي يو لوئى ځواک جوړيدي شې که دوي لاس سره ورکړي چي دا نه د ګاونډيانو ربليږي نه د نوروزبرځواکو ځکه چې موږ په زياته بيا افغان مشران او پوهان په هغه وخت په دي پوه نه شو چي ددي سازشو نو يوه لاره چاره ولټوي او مخ نوي يې وکړي د پاکستان د جوړيدو وروسته چي کله جناح صاحب د تورخم په لکه ودريده د شمالى پښتونخوا يو مسلم ليګي سياست مدار غلام محمدلونډ خور په خپله يوه مرکه کښې وائي چي ماجناح صاحب ته وويل چي دهغه د پاکستان او افغانستان د ويش پوله ده دوي راته په جواب کښې وويل چي نه دا سرحد نه دي او لاس يې د افغانستان و خاوري ته ډېر ليري ونيوو چي هغه د دواړو ملکو سرحددي خو د بده مرغه نه افغان واکمنانو نه د دوي مخالفو مذهبى ګوندو د خپل ملک چاري وتراشي او يو د بل و مخ ته په يوه او بل نامه ودريدو چي ګټه هغه چاته ورسيده چاچي د افغانستان دپاره لوبه لوئى يا د دوي په ژبه د GREAT GAMEمخه او ايجنډا تراشلي وه چي ګلبدين حکمت يار او دده وارو نورو ته هيڅ په لاس ونه لوبرهان الدين ربانى او دده ملګري بيا هم ښه شول چي وپستو چوکيو ته ځان ورسوي ولوئى لوبى ته هغه وخته نوره وده ورکول شوه چي د ثور د مياشتى پيښه وشوه او په مليونونو افغان کډوال په سمه او چپه و پاکستان ته راکډه شول هم دهغه ورځى څخه کورني جګړه وښنته چي دادي د نن پوري دوام کوي او ډېر نورو ملکو ته ولاړو خو نورو سياست وکړي او په نه څه يې هر څه ترلاسه کړو او لويه ناښونى داده چي ډيرکى د لږکيو څخه سرټکوي چي داراسره کيږي او هغه راسره کيږي که د چا دا خيال وي چي په غاب کښې به هر څه راته ايښوول کيږي داخبره عبث ده که ته په پاکستان او لويديځ کښې ناست يې او دهغه ځايه چغاري او کوکي کوي دا هيڅ ځائى نه نيسي يا په هيواد کښې دننه ناست يې دا نو بيا ستا بې همتي ده بلې همتي څه چي پيغور دي ځکه چي شاعر ويلي دي...

حق حق دارته به غوښتلو نه رسيږى څو چې وانجلي په موټو د فولاد.

دلته بې شميره پوښتني په ټول پښتون افغان کښې بې جوابه پرتي دي که ددي جوابونه ورنه کړل شې او ځان ترواړول شې نه يواځي به دهغه اوسني ناورين روان وي بلکې دهغه ناورين به بل تردي بد ناورين ژيږوي نو په کاردي چي هغه ټوله چي ددي لوئى لوبى لوبغاړي دي که هغه هر څوک دي چي ودي ځپلى ولس ته رښتيا ووائي اويو په بل د نيوکوکولو په ځائى يو بل ته لاس سره ورکړي او ټول پښتون افغان سره يو موټي کړى او په ګډه يوه تګ لاره وټاکي او په هغه باندي روان شې که غواړي پښتون افغان دي دنړۍ د سيالو قومو په ليکه کښې ودريږي بله لياره نه دپاته که هر څومره وژني او وراني وشې هم د حبيب الله رفيع په دي خواست او دعا باندي د دوي سره د يو څو ساعتو داناسته وپائى ته ورسيده چي کله داخبره وشوه چي استاد سهار وختي دباړي په موټر کښې و کندهار ته روان دي دا ځموږ هيله هم ددي وينا سره ختم شوه چي د ډوډي خوړولو وروسته موږ بالشتوته د نور مجلس دپاره ډه ډه وهلي وه يا دا چي استاد به څو ورځې هم په دي کوټه کښې پاته وي چې نورې خبرى ورسره وکړو د بلې ليدني په هيله..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←