دخواري کښو نړۍ واله ورځ اودنړۍ سباؤن
لومړي مئي دخواري کښو نړۍ واله ورځ اودنړۍ سباؤن
ليکونکى:عبدالجبار کاکړ
نه يواځي مارکسزم وخواري کش او مزدور ته ډير ارزښت ورکړي دي بلکي اسلام پخلپه هم دخواري کش ډير درناوي کوي حديث شريف کښې راغلى دي چي خواري کش ته په کار دي چي دده خواري دده دخولودو چيدو دمخه ورکول شي په رښتيا هم خواري کش او مزدور تر هر چازياته ارزښت لري دنن چي موږ کوموکورو کښې ناست يو دهغه لوئي لوئي وداني چي جوړي دي يا دالوئي لوئي لاري چي ځموږ موټران باندي ځخلي داټوله دهغه چا په خوارو او لاسو جوړ دي چي خواري کش يامزدور ورته ويل کيږي لنډه دا چي هغه کوم څه دي چي موږ ګټه ځيني اخلو په هغه کښې دخواري کش خوله نه دتوئي شوي داموږ چي څه خورو او څښو يا يې اغوندو داهمدخواري کش او دمزدور ترلاسه تيريږي چي شپه او ورځ و ټولو وګړو ته آسانتياوي ورسوي او نورو ته ګټه رسوي هغه دشتمني او جائيداد خاوند جوړه وي خو پخلپه په دوه وخته ډوډي پوري حريان وي ځکه که يخ وي يا دوبى او ګرمي يا ياران او واره دي اړوي چي خپله ډنډه ترسره کړي او موږ داګورو چي دخواري کش او مزدور خواري ده چي نن يې دانړۍ ودي ځائي ته رارسولي ده که دده خواري ځيني واستل شې نو به ددي نړۍ دهغه رنګينى او ښکلا پاته نه شي.
دنن څخه نز دي سواپيړي دمخه چي کله خواري کشو داوتراشله چي ځموږ په هلو ځلو او خواري باندي نه يواځي دهغه نړۍ ښکلي کيږي بلکي هم هغه ځموږ خواري ده چي پنګوال دکارخانو او جائيدادو خاوندان شوي دي دوي کرار ناست او چرچي کوي خو موږ تر دولس ساعت څخه تر اتلس ساعته پوري خواري کاږو او دوني څه ددي خواري په بدل کښې راکوي چي په هغه باندي نه ځموږ کورني نس ډکيږي بلکي دومره هم نه پاته کيږي چي دجوړ ناجوړه دارو درمل په وکول شې نو ځکه دشګاګو چي دامريکا پو ښار دي دکارخانى مزدوران سره راټول شول او دکارخاني دخاوندانو څخه داغوښتنه وکړه چي نه يواځي د دوي خواري بدل دي زيات کړل شي بلکي د دوي دخواري وخت دي هم رالنډ کړل شي چي دوي وکولي شې چي لږ وخت دخپلو کورنيو او ماشو مانو سره تير کړي چي کله دوي دهغه عوښتنه وکړه وکارخانه داره ته عجبه او ناشوني ښکاره شوه چي ځمامزدور او دما څخه داسي غوښتنى نو ځکه چي د دوي داغوښتنه ونه منل شوه او هغه مزدوران او خواري کش چي دکارخانه داره په سوچ دهغه خواري کش يې راپارولي وو هغه دمزدوري څخه وشړل خوپاته خواري کشو وخپلى دي غوښتنو ته دوام ورکړي چي ددوي غوښتني نه منل کيدي نو دوي پريکړه وکړه چي رلاريون او مظاهره به په کارخانه کښې کوي چي کيدي شې چي ددي لاري د دوي غوښتني ومنل شي.
په لومړي مئي ۱۸۸۶ء په ورځ خواري کشان سره راټول شول او دوي لاريون روان کړي چي په مخ کښې بيرغ روان وو چي کله لږ ځائي ولاړو کارخانه دارود هر وخت وارو پوليس او چارواکي راغوښتل ولي چي چارواکي هميش دلويو خيتو په چوپړ کښې وي خوار مزدور او خواري کش کښې کله باک وهي نو ځکه چي دوي په خواري کشو باندي ټکان پيل او مرمي يې په وو رولي کوم چا چي سپين بيرغ په لاس کښې دمخه روان وو هغه ووشتل شو سپين بيرغ دده په وينو ولړل شو بيابل رامخ ته شو نيم په وينو سوربيرغ يې او چت کړي او مخ په وړاندي يې دلاريون مخ وړي چي بيادي هم دپوليس لخوا ووشتل شو او ولويدي بيرغ دده په وپنو نور سور شو خو بيا بل خواري کش رامخ ته شو هغه په وينو ککر بيرغ پورته او جګ کړي خو هغه ووشتل شو چي دهغه دبيرغ لويدل سوريدل او بياپورته کيدل جګيدل او وژل روان وو آن دا چي سپين بيرغ په وينوتک سور شو ددي سره دخواري کشو نوم او نشان دسپين څخه په سورنګ باندي بدل شو چي ترننه پوري دخواري کشو بيرغ سور وګرځيدي ډير خواري کش و وژل شول ډير ژوبل شول خو دوي دخپل هوډ څخه په شانه شول دوي چي کومي غوښتنى لرله هغه خوو دوي ته ورکول شوي خو لومړي مئي دنن ورځ نړۍ واله دخواري کشو ورځ ونومول شوه چي په ټوله نړۍ کښې دهغه ورځي ترنن پوري لمانحل کيږي چي دنړۍ ټوله خواري کش دا ورځ دلاريو نونو دخواري کشو په غونډو ويناګونو باندي جوړه وي او هغه خواري کشو ته دګلو ګيډي او يادونه کوي چا چي دخواري کش دحق او برخي دپاره نز دي سواپيړي دمخه دراروانو خواري کشو دپاره خپل ژوندون دلاسه ورکړي او دخواري کش ارزښت يې په نړۍ کښې نور ځلانده کړي او تر کله چي دهغه نړۍ پاته وي دشګاګود خواري کشود دشهيدانو د ورځ به په ټوله نړۍ کښې لمانځل کيږي.
خود خواري کش په ارزښت چي څومره کارل مارکس پوه وو په دي نوي زمانى کښې بل څوک داسي داوه نه شې کولي چي دومره کار دي څوک وکړي دوي نه يواځي دکارخانى په ګټه کښې دخواري کشو برخه وټاکله بلکي وخواري کشو ته دلارښودنه وکړه چي داهر څه د دوي په خوري ودي نړۍ ته ورکول شوي او ورکول کيږي نو ددي دپاره ضروري ده چي دوي نه يواځي دکارخانو خاوندان شې بلکي دوي حکومتي چاري هم پخپل لاس کښې واخلي ولي چي يو شمير دي او وبلى خواته دوي دخوري کشو يو لوئي پوځ دي چي دوي کولي شې چي دنړۍ دټولو خواري کشو په موټي په ټوله نړۍ خپل حکومت جوړ کړي او کومه شتمني چي په يو ملک کښې ترلاسه کيږي او هغه يو يا څوشتمن تر خپله خيټه لاندي کوي هغه دملک په ټولو وګړو ويشل کيږي چي ودي ته دشوشلزم او بياد کميو نزم نوم ورکول شو که څه هم دهغه سوشلسټ نظام دنړۍ په يوه پراخ ملک لکه سوويت يونين راغلي او بيانورو ملکو ته هم وغزول شو خو تر او ياء کاله زيات يې ژوندو نه کړي ځکه پنګه والي نړۍ خپل ټول وس وکړي چي دهري لاري وي دهغه اشتراکي نظام چي پنګه والو خپل مرګ په کښې ليدي خپلى ټولي هڅي يې هم ددي دپاره وکړي چي وروسته دوي په دي کشې بريالي شول او تر ډيره يې دشتراکيت ياشوشلزم کمبلي ټولي کړي.
اوس په ټوله نړۍ کښې په دي خبري اتري او بحثونه روان دي چي آياد شتراکيت کمبلى د هميش دپاره ټولي شوي...؟ که دماڅخه پوښتنه وشې خو ځما جواب به په يا کښې وي خو په دي اړه په څه بدلون راوستل وي ځکه چي پنګه والي نړۍ ونه کړل شول چي دنړۍ لانجى اواري کړي بلکي دپخوا په پرتله دنړۍ دنورو ناخوالو او خطرونو سره مخامخ شوي دي نه دا چي په نړۍ کښې خواري او غريې زياته شوي ده بلکي دښتمنى ويش هم ډير زيات شوي دي او شتمن نور شتمن کيږي او خوار نور خوار سيږي بى روزګاري تر پخوا هم ډيره زياته شوي چي پخپله دپنګى والي نړۍ مخ کښې امريکا دبى روزګاري دمالى ناخوالو دبشر دحقوقو څخه دسر غړوني ددهغه ملکو کښې يوه عام خبره ده او ددي دڅنګه نوري دومره ناخوالي دي چي پنګه واله نړۍ نه شې کولي چي نز دي نظام لاندي دوي دهغه ناخوالي اواري کړي چي ددي لويه څرګندونه دوال سټريټ او په اروپاکښې دمظاهره او ګډو ډيو په بڼه کښې ليدل کيږي دوروسته نړۍ حالت خو تر پخوا هم بدتر شوي دي خو دهغه توپيرچي ليدل کيږي دهغه نه ختم کيدونکي تو نه پخلا کيدونکي دي خوکه دهغه نړۍ والي ناخوالي دمنځ څخه دوړلو ديوه نوي نظام دراستلو پيل به هم د يويديځ دخواري کشواورڼ اندولخوا رامخ ته کيږي نه دپخوا واره د وروسته پاته نړۍ لخوا چي دپاته راتلو او ناکامي سره مخامخ شو خو دنن ورځي دنړۍ هر وګړي په ټوله نړۍ کښى جوړه جاړه سوله پرمختيا او برابري غواړي آيا پنګواله نظام دنړۍ دهغه غوښتنى ورکولي شې که يا؟ خبره هم په دي ځائى کښى بنده او تړلي ده.
