اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتو به علمي کوي پښتو به نړۍ واله کوو پښتوبه سوچه کوو

محمد نعيم کاکړ

په ۱۸۷۱ء کښې جرمن قام دخرناسى دسرهدي ولايتونه انديس او بورين د فرانس څخه وينول او په دهغه يرغل شوو ايالتو کښې د فرانيسى ژبى په ځايه په جرمنى ژبه د زده کړو ژبه اعلان کړه ديوه کلى په يوه ښوونځي کښې يو وطنپاله ښوونکي او په خپلواکى مېن استاد ښاغلي هيمل په خپل وروستى درس دپاره د زده کونکو مشران راوغو ښتو او دهغه د زده کړو۴۰کاله آزمويل شوي و دهغه ناستو مشرانو او زده کونکو ته وويل چي د دوي ژبه فرانسيى د نړۍ يوه پرمخ تللى پياوړي او ښکلي ژبه ده او داځموږ د قام دپاتو او وراثت خوندي ساتلو يواځني ساتونکي او دځخورلو ذريعه ده کله چي قام غلام شې او دي خپله ژبه خوندي وساتي نو دا دده دقام کيلي او کونجى وي د زده په مخ کښې ترټولو لوئى خنډدبل ژبه ده چا چي ديوه قام دماشومانو او ځنکو څخه د دوي خپله مورنى ژبه واخسته نو په دي پوه شه چي دهغه پيرهندګلوي او هر څه يې ځينى واخستل.

دا يوه ليکوال ليک دي چي په يوه ورځپاڼه کښې راغلي دي خو دهغه ليکوال چي په خپل نور ليک کښې دهغه پورتني خپري او پهره څه ډول ګارګړي ده هغه د قدرت او فطرت سره اړه نه لري او دوي دمورنى ژبى يا د قامي ژبى په ځائي د رابطى ژبى ته ارزښت ورکړي دي چي هغه دهيچا مورني ژبه نه ده خوخير ځه په دي باندي نور څه ويل او ليکل نه غواړم.

د مورني ژبو ارزښت و هغه چاته څرګنددي کوم قامونه او هيوادونه چي نن دپرمختياواوج ته رسيدلي دي خو دبده مرغه ځموږ پښتون افغانان حکمرانان نه پخوا دخپلى ژبى پښتو په ارزښت خبروو نه ولس په دي پوه وو او بياتر ټولو په دښمنى چي فرنګى دموږ سره کړي ده هغه په ډيره ښه ډول موږ څرګنده ده دوي نه يواځي موږتکي تکي کړو بلکي ځموږ د ژبى ومخ ته هم خنډونه واچول چي نه يواځي هغه وخت فرنګيانو بلکي د دوي بچړو هم هغه لاره خپله کړي او اوس هم په روان دي او نن چي بشپړه پښتون افغان وطن د کوم ناورين سره مخامخ دي هغه هم د فرنګى هغه سياست يالوبه لوبه وه چي د نن څخه يوه نيمه دوي پيړي دمخه ښټ ايښې وو او داسلام په سپيڅلى نامه باندي موږ پخپلوو څوکرول او اوس مو هم څوکروي دغازي امان الله خان وروسته پښتانه په کار وو چي په دهغه لويه پوه شوي وي خودبده مرغه موږ تر پخوا هم زيات راګير شوي يو او دفرنګى په زهر جن سياست سرنه ګرځوو او نن که موږ داسلام چوکاټ کښې خبره کوو چي د دوي دګټو په ضد وي په داسرسر موږ ټکول کيږوولى چي داسلام په سپيڅلى نامه يې و موږ ته داسي سنګر جوړ کړي دي چي سر پورته کوو په داسر باندي وهل کيږيو خويو ښه خبره چي ځموږ په برخه را روانه ده هغه دا ده چي دهغه سياست چي تراوسه ځموږ په ضد کيدي نن دپښتنو افغانانو سره په خلاص شوي دي دتور او د بور توپير شوي دي چي ورځ تيرسيږي رښتيااو حقيفت نور روښانه کيږي ځموږ مشرانو چي کومى وړاندي ويني کړي وي او کوم سياست يې کړي وو هغه ټکي په ټکي رښتياکيږي.

خو دهغه وخت مشرانو په ځانکړي ډول باچاخان داتراشلي وه چي خپله ژبه دنړۍ سره دسيالى کولو کښې څوني لوئي ارزښت لري نو ځکه دوي نه يواځي پښتون مجله راواسته بلکي کومى مدرسي او ښوونځي چي دوي دقام دلوستلو دپاره پرانستلي په هغه کنى به پښتنو ويل کيده او دلوست ژبه وه خو دپښتون ازلي دښمن فرنګى لومړي باچا خان ددي عمل مخ نوي وکړي بيا دهغه لاس پوڅو او بياملايانو او ديني علماؤ او بيا په پښتنو کښې داګډه کړه چي درس د مدرسي وائي دپاره دپيي وائي پښتانه چي نالوستى وو او دملا په هره خبره يې غوږ ايښووي او ايږي يې دا نه وورته څرګنده چي د دوي دهغه عمل داسلام په ضد دي قرآن او حديث موږ ته داراښودلى اولارښوونه يې کړي ده چي زده کړي او تعليم وکړي ستر پيغمبر(ص) خو داهم وائي چي زده کړو او تعليم دپاره که چين ته دتلو لاره وموندي نو چين ته پسي ولاړ شي او لوئي څښن(ج) فرمائى که ځما(ج) پيژندل غواړي نو زده کړي او تعليم وکړي خو نن موږ ګورو چي هم ددهغه ملايانو اولادونه په امريکا لندن ياايس ايچ اين کي زده کړي کوي.

دبده مرغه فرنګي او بياد هغه وارثانو او علماء سو ځموږ سپيڅلي اسلام موږ ته داسي معرفى کړي چي هر هغه کار چي د دوي د ځاني او ټوله ايزو ګټو په ضد وي هغه داسي دي لکه هغه چي کفرته او دنستل وي دنورو په ګډون دپښتنو سره هم دهغه لوبه وشوه خو مولاناابو الکدم آزاد ډير پخوا ادا پخوا دا ويلى وو.

The political disutes we created in the name of relhgion have projected islam as an instru ment of political power and what it is, value system meant for the trans for mation of human soul.

هغه سياسي لانجى چي موږ د مذهب په نامه را ژيژ ولي او پيدا کړي دي او اسلام خو موږ ته روحاني خوراک راکويز

لکه څنګه چي فرنګي او دهغه لاس پو څود کرښي ودي خوا په پښتو او پښتانه ناورين جوړ کړي په افغانستان کښې هم وپښتونه هغه برخه ورنه کړل شوه کومه چي دپښتو او پښتنو حق وو يادي پښتانه که لرګي وهلو کښې نوموړي دي خو دسياست په ډګر کښې هميش پاته راغلي دي يا دمصلحت ښکار شوي دي داسي نه چي موږ دنورو حق ځان ته را وړل غواړو بلکي دنورو څخه دا خواست کوو چي ځموږ حق خوراکړه يا ځموږ وژبى ته خپله برخه ورکړه هم دهغه په سياست کښې ځموږ پاته راتلل دي؟ په افغانستان کښې په ځينو سيمو کښې داسي پښتو ويل کيږي او ليکل کيږي چي دخدائى بخښلى جعفرخان اڅکزې په خوله ورته ګلابى پښتو ويل کيدي شې لکه دابيلګه

[ په مورنيو ژبو زده کړه دهر وګړي ډطبيعى حقوقونه بليدونکي خبر دي دځينو مغرضوافرادو د ناوړه تبلخاتو او د ګاونډ يو هيوادو نو دلاس وهنې له کبله دمختلفو ژبو ګړيدونکو ته د دوي حق نه دي ورکول شوي چي په خپلو مورنيو ژبو زده کړي وکړي ددي حق معدوديت تر زياته بريده په کابل ښار کښې په پښتوژبه ډير دي دولت مکلف دي چي ټول افغانستان کښې دمتوازن معارف دعامولو د منځنيو اجباري زده کړو د تامين دپاره اغيزمن پروګرام طرح او تبطيق کړي]

په افغانستان کښې په پښتو ژبه او نورو چارو پاندي ډير څه ليکل کيدي شې خو ځموږ مخه پښتو ژبه ده نو ځکه خبره په دي ځائي رالنډوم خو دومره وايم چي په افغانستان کښې کوم ليکوالان دي هغه دي داهڅه کوي چي پښتو دنورو ژبو د تورو څخه تروسه ليري وساتى ولي داپورته چي ديوه ليک څخه يوه بيلکه ما ليکلي ده په هغه کښې ځينى داسي توري دي چي په مانا يې ځه نه پوهيږم او دانيوکي دکرښي ودي خواته زياتره پښتانه کوي چي دافغانستان په پښتونه پوهيږي په کار دي چي موږ خپله ژبه نه يواځي ډيره علمي کړو بلکي داسي سوچه او نړۍ واله ژبه ځينى جوړه کړو چي په ليک دوديې هر څوک پوه او لولي شې ځکه چي نن دانن دانټرنيټ مهال دي او هم دا انټرنيټ دي چي موږ يې سره نز دي کړي يو څوک دي داسوچ نه کوي چي د چاسره تيروتنې او زياتوب کيږي هغه به نه خبرسيږي او په هغه ږغ نه پورته کيږي ولکه هغه د پښتو سره وي ياد کل شوي دي هغه ترلاسه کړو بيله ددي چي دچاسره کرکه وکړو او مخالف لوري هم دي ته تيار او تسيلم شي چي ماته هم داسي نه دي په کار څوک چي د بل په برخه او حق باندي سترګي پټوي په رښتيا هم هغه کرکه کرۍ خو که ځان نه په پوه کوي نو دابيله خبره ده ځکه يو بشر هم دانه غواړي چي دده سره دى زور زياتى وشې موږ چي د ډيرو وختو څخه دکړ او ناور يستو سره مخامخ يو داهم ځموږ خپله پړه ده په کار دي چي لومړي په خپل ګر يوان کښې وګورو او بياد برخى غوښتونکى شو موږ خپله دسياسي اسلام په نامه په يوه بل پسي توري را استلي دي يا دنورو په لمسون خپل ټاټوبى خپل روغتون خپله وداني او هر څه ورانوو او بيا په خپلو کړو باندي ژاړو چي ماشومان بى زده کړو پاته شول لوئى لاري نه لرو او داسي نوري دکنډو ژراوي؟

تيره ورځ دکوټى په ښار کښې دپښتو ادبى غورځنګ لس کلن جشن جوړ شو چي دبشپړه پښتو نخوا څخه ليکوالان شاعران رڼ اندو او سياست مدارانو په ډير لوئى شمير ګډون په کښې کړي وو ددي غونډي لومړي برخه دسياسي ګوندو وځائي مشرانو وويناړ ته چي په ترڅ کښې دوياړو نو او جائيزو ورکول او بياد کندهار دځوانانو لخوا يوه ډرامه او ناټک وړاندي شو چي د ډوډي خوړولو وخت شو د ډو،ي خوړولو وروسته بيامشاعره وه چي دومره شاعرانو خپل خپل شعروړاندي کړي چي دي مشاعري ډير وخت ونيوي خو بياهم شاعران و چي را روان وو ځمادشاعرانو د شاعري سره يو ډول اختلاف نه شته ولي چي هم ځموږ دهغه نارولي کهول دي چي په خپله شاعري يې خپل ولس په روانو غميځوي خبر کړي دي او داهم رښتيا دي چي شاعرانو خپل هدف او مخه ښکاره کړي دي او ولس يې خبر داره کړي دي او دوي تر سياست مدارانو ډير په مخ دي چا چي خپل ولس ته دانه د په ګوته کړي چي دځموږ ولس ولي تر دهغه ناروين لاندي ديدا څوک او ولي دموږ سره کيږي؟ او ځموږ دخلدصون لاره کومه ده؟

خو موږ چي داخبره کوو چي پښتو نړۍ واله کوو پښتو علمى کوو پښتو سوچه کوو پښتو دسوونځي ژبه کوو پښتو دنورو سياله کوو نو ددي دپاره خو نور ډير څه کول غواړي او وخت رارسيدلي دي چي دي چي دوي خوا ته خپله پاملرنه واړو وو ولي چي دا ډنډه او مسؤليت هم ددهغه ناز ولي کهول دي دحکومتونو کار دګي او دسياست مدارانو لاپى خو موږ ته څرګنده دي که ځموږ دهغه ويښ کهول نه وي نه به ځموږ پښتو او سني پياوړي ځائي ته رارسيدلي وي نه به ددښمن او دګاونډيانوهغه دسيي شنډي شوي وي څوک چي هميش په دي تاړ کښې دي چي څنګه دهغه قام او ددوي ننګيالي ژبه لومړي ورګډو ډه کړو او بيا دمنځ څخه وباسو خوبير ته هم...

ځموږ وړانديځ به دا وي چي ځموږ په بشپړه ټاټوبى کښې چي دهغه شاعري په ښار کښې کيږي دوي دي دا ډنډه په غاړه واخلى چي دبلى شاعري دراتلو پوري به خپل يو کتاب ليکى که دانه شې کولي نو به دنورو ژبو کتاب وپښتونه ژباړي او ددي دڅنګه هغه پښتانه چي دوي ډاکټران دي ياانجنئران دي يا دټکينالوجى او نورو پيشو سره اړه لري هغه دي هم دا ډنډه په غاړه واخلي چي دوي به دخپل پيشى په اړه وپښتو يو دوه کتابونه ورکوي نو به داموږ ته څرګنده شې چي په يوه کال کښې موږ خپلى پښتونه څومره څه ورکوو او دا آزمويل شوي خبره ده چي دنورو ملکو حکومتو دا کارنه دي کار ځموږ پښتنو په وچه ګيډه هغه کار کړي دي او اوس هم کوي.

ځه دخپلى خوا د پښتو دابى غورځنګ دمشر صادق ژړک محمدآزاد او ساحل او دغورځنګ نورو ملګرو ته امبارکى وايم چي نه يواځي خبل دهغه جشن ته دبشپړه ټاټوبى استاځي سره غونډ کړل بلکي تريوه درځن زيات کتابونه يې په ټولو ګډون کونکو باندي وويشل چي دا دپښتو د پرمختيالوئى زيري دي چي حکومتونه داکار نه شي کولي خو پښتو ادبى غورځنګ په زراؤ کتابونه وويشل.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←