پښتو څنګه نړۍ واله شې
ليکونکى:عبدالجبار کاکړ
موږ ټول په دي پوه يو چي په دولتي کچه د پښتو دپاره دومره زيار يا هڅه نه د شوي لکه د نورو ملکو د قامى ژبو سره دولتونو څومره خوارى او زيار کښلې دي دا ولي..؟ د يو اوږد بحث دي او دهغه ارومرو چيړنه غواړي آن دا چي پخپله پښتنو افغانانو چي پخپلو کښې په خپلو دربارونو کښې په پښتو خبرى سره کولي خو دوي نه کړل شول چي پښتو د خپل دولت دولتي ژبه وګرځوي او د پخوانيو پاچانو څخه نيولي بيا د نن ورځي د باچانو دولتي چارواکو پوري دوي به د پښتو دپاره کار کړي وي پخپله پښتانه افغانان خپلواک د پښتو لوئى شاعران پاته شوي دي خو دوي په دي نه دي تيار شوي چي پښتو د خپل دفتر ژبه وګرځوي او په دي هم موږ ټوله خبر يو چي پښتو تر هغه وخته پرمختيانه شې کولې چي پښتو دفتري ژبه نه وي شوي د حکومتو لخوا بشپړه پاملرنه نه وي شوي او د لومړيو زده کړو څخه نيولي بيا تر لووړو زده کړو پوري و پښتو ته وار او موقعه نه وي ورکول شي او ددي د څنګه پښتو د عام وګړى د اقتصاد چاري نه وي ورکړي مطلب دا چي پښتو و عام وګړي ته ډوډي ورکړي نه وي ژبه وده نه شې کولي د بيلګي په ډول که پښتو د ښوونځي ژبه شې نو به وګړي هڅه کوي چي و پښتو ته مخه کړي نو ډاکټري انجنئرنګ کرهنه او ټيکنالوجى کښې ګاريږى نو به نه يواځي ژبه وده کوي بلکې هغه نوي نوي توري او ايجادانو چي ورځ تر بلې کيږي د هغو به پښتو ټکي راووځي ددي د څنګه چي بيا پښتو دفتري ژبه وګرځول شې نو د پرمختيا ورونه به باندى پرانستل شې خو د بده مرغه په بشپړه ډول د پښتنو خپله ژبه نه دفتري شوي دي نه د ښوونځي ژبه شوي ده او نه د لوړو زده کړو ژبه جوړه شوي ده خو پښتو ولي په ځينو پښتني سيمو کښې د ښوونځي ژبه نه شوه په ځينو سيمو کښې د لوړو زده کړو او دفتر او اقتصاد ژبه نه شوه..؟ ددې پړه موږ په پخوانيو پښتو افغانانو پاچاهانو واچوو يا د اوسنې وخت په حکمرانانوواچوو يايې په خپل ولس او ګران پښتو واچوو..؟ که په رښتيا ورته ځير شو نو ټوله پړه په پخوانيو پاچاهانو چي اوسنې حکمرانان او سياست مداران هم په کښې راځي دهغه ټول د هري لاري پړدي کښې ولس خو پخپله هڅه او په ډېرو خواريو پښتو ودي اوسنې پړاو پوري را رسولي ده که څه هم خپلو اوپره دوددوي مخ نوي په هر ځائى باندى کړي دي تر کومه چي د پښتو خبره ده پښتو يوه لرغونى تاريخى پر مخ تللې او مترقى ژبه ده او د هري لاري بشپړه ده که دولت او حکومت لخوا و پښتو ته د نورو ژبو وارو کار کيدلي نو به نن پښتو د نړۍ د پرمخ تللو ژبو څخه يوه ژبه وي. خو د بده مرغه ځموږ د هغه د حکمرانانو او سياست مدارانو کهول خبري ډيرى کوي خو عمل يې په صفر کښې ضرب دى.
تېره اونې په انټرنيټ باندي يو ليک پښتو د انټرنيټ ژبه د ښاغلي رحمت ديوان ولوستي چي د نورو معلوماتو د څنګه دا ټکي هم راغلي وو چي پښتانه يووالي او اتفاق نه لري او ددي د څنګه يې يو ټيکنيکل خبره هم کړي وه چي پښتانه پخپله پښتو په بيلو بيلو تورو کاږي او يو توري لس رنګه ليکل کيږي نو به څنګه نو به ايم ايس ورډ پروګرام به څنګه سم کړي لکه دا چي موږ يوتوري په څو څو ډول ليکو لکه مونږ، موژ، موز، کښې،کښي،کشې،کشي ،کي،کې، طمع، طمه، تمه او داسي نور ډېر توري دي چي هر يو يې پخپله خوښه ليکي اوګاره وي يې چي د دوي داخبره ډېره په ځائىده.
پوهاند وائي چي يو قام کښې د منځه وړل غواړي نود دوي ژبه د منځ څخه وباسه او دا خبره بشپړه په ځائى ده چي د پښتنو او پښتو د مينځ څخه د وړلو دپاره ډېري هڅي شوي او اوس هم رواني دي دا اوسنې ناورين چي د څو لسيځو څخه چي په پښتنو او افغانانو کوم ناورين دي دا څه دي..؟ چي د پښتنو افغانانو په وژلو باندي يوه سر په نه کوي که د وخت شوروي اتحاد وو او که اوسنې د سولي په نامه راغلي دي د دواړو لورو مخه هم داوه هم ده چي پښتانه څنګه د مينځ څخه واستل شي چي په دهغه کښې خپله پښتانه اوافغانان شامل دي او دهغه ګاونډيان دي چي دا ټولي چاري ورته برابري کړي دا بيل اړخ او بحث دي چي په دي ليک کښې ځائى نه لري داخبره چي پښتانه يووالى او اتفاق نه لري د دوي خبره پخپل ځائي سمه ده خو که د نړۍ په يوه بل قام باندى د کرکي او نفرت او بې اتفاقى او نوري ناخوالي تېري شي نو به داسې قامونه د مينځ څخه ولاړشې خو بيرته هم دهغه پښتون دي چي ځان يې ورته ټينګ کړي دي که څه هم ډېر يې لړځولي دي خو بيرته هم دهغه ګرانه پښتو ده چي د پښتانه شمله يې جګه ساتلي ده نو ځکه چي ځموږ دښمنانو اوس د پښتو و ګډوډي ته ملاتړلي ده چي په دوي کښې ځموږ ځيني نا پوه پښتانه ليکوالان هم راځي چي دوي د نورو سازشو ته وده ورکوي.
که دنن څخه ديش څلويښت کاله د مخه موږ دپښتو ژبى ليکني او کتابونه و ګورونو يو ډول توپير د پښتو په ليک دود کښې نه ليدل کيږي خو د دا درې لسيځو څخه ولي دومره لاس وهنه شوي يا کيږي دا هر څه هم ددي دپاره روانه ده چي پښتو سره ګډوډه شې چي يوه خواته د پښتنو په مينځ کښې د لهجي په سرتوپير راشي او بيا ورو ورو يې په پښتو لاس بر کړي زه دهغه ليکوالانو څخه په ډېره درناوي پوښتنه کوم چي دوي پښتو په لهجو ويشي دوي د چا دپاره کار کوي يا دوي دوني ناپوه دي..؟ نوديش څلويښت کاله د مخه چي ځموږ خدائى بخښلو ليکوالانو څه ليکلي وو هغه سم نه وو خو خبره داده چي ځموږ تېرو ليکوالانو پښتو ته ګټه رسولي وه يا اوسني ليکوالان ګټه يا زيان رسوي..؟ د تحليل او شته دي خپله وکړي او بيا دي د خپل وجدان سره سم و پښتون افغان ولس ته وړاندي کړي ددي سره سره چي ټولو پښتنو افغانانو په ګډه په وارو وارو غونډي کړي دي او وروسته پريکړه يې په نتهياګلي کښې کړي وي هغه څوک دي چي د شوي پريکړو څخه سرغړونه کوى.
دا د منلو وړخبره ده چي د نورو ژبو وارو پښتو په بيلو بيلو ږغونو (لهجو) کښې ويل کيږي که موږ پښتو ليک دودوږغونو او لهجو ته واړوو نو به پښتو ليک دود په څومرو برخو و ويشل شي اود پښتو ځانګړي ټکى چي د نورو ژبو سره توپير لري دابه موږ څه په کوو د بيلګي په ډول که ښ په خ بدل شې ږ په ګ بدله شې ځ په ز بدله شې څ په س بدله شې او ڼ لکه ځيني ليکوالان چي اوس نه ګاروي نو بيا د اردو او فارسي سره به پښتو کوم توپير ولري....؟ هم دهغه د دښمنانو هڅه ده چي دوي پښتو د مينځ څخه د وړلو دپاره د کلو کلو څخه کار کوي او ځموږ پښتانه چي هم دهغه کار کوي و دوي ته به موږ کوم نوم ورکوو..؟ رښتيا خبره ده چي کله په افغانستان کښې مرکزى حکومت د مينځ څخه ولاړي او په کابل باندي چورګډشو په زياته بيا د آثارو د مينځ څخه د وړلو جنايت وشو همپه هغه شپو او ورځو کښې په پښتو کلک ګوځارو شو او دا هڅه په لويه کچه وشوه چي د پښتو ځانګړي ټکي د پښتو څخه واستل شي پاته شو هغه ليکوالان چي دوي د پښتو د خپلو تورو په ځائى د نورو ژبو توري راوړي هغه هم نه شې بري کيدلي که دوي کار په ناپوهي کوي يا يې په کسته کوي خو دا هر څه د پښتو ته د ګټي ورسولو په ځائى و پښتو ته زيان رسوي چي يو هغه پښتون چي هغه د پښتو او د خپل ټاټوبى خوا خوږي ددي اجازت کله هم نه شې ورکولي
دلته د ارواښادخان عبدالولى خان د رښتيا رښتيا کتاب څخه يوه بيلګه د ليک وړاندي کوم پرنګي په دي پوه وي پښتون دوه مشران لري يو ديني او بل دينوي تراوسه پوري پيړنګى په دنياوي مشرانو ملاتړله هغه د ډېر تکل او کوشش نه پس په دي نتيجه رسيدلي وو چي پښتون ډېر خو د داره اوتورزن قام دي ولې ده کښې دهغه وخت دمعاشرې قبائيلي ژوندون د سردار ې نظام دلاندي داجتماعيت تصورنه شته ځان ځانې او انفراديت لري.
وګورى چي څوني سوچه خواپاکى او روانې پښتو يې ليکل ده که د بلې ژبې يو توري نيم اوچت کړي دي خو د څنګه يې پښتو تورو د پوهني دپاره راوړي دى
