وران کارو يواځي دپښتانه کورليدلي دي؟
ليکونکى:عبدالجبارکاکړ
پښتانه د خپل سر په بيه نه يواځي د خپل قام او ټاټوبى ساتنه او ځخورنه کړي ده بلکي د خپل سپيڅلي اسلام دپاره يې هم ډير سرشندنه کړي ده چي نه يواځي د خپل ټاټوبى تاريخ بلکې ددي دڅنګه د هند او پاکستان تاريخ هم ددي څخه ډک دي او نړۍ وال هم په دي خبر دي خوکله چي د توري او توپک جګړه وه او په ميدان به جګړه کيدله نو څوک نه وو چي د پښتون څخه ميدان ګټلي وي خو دبده مرغه اوس پښتون يو داسي جګړه کښې د نړۍ وال سازش او د سيسي دلاري پښتون داسي وژل کيږي چي نه يې دښمن څرګند يږي نه يې وخت او نه يې ځائي معلوم وي که رښتيا وويل شي پښتون په يوه نامردانه جګړه کښې راښکيل شوي دي چي د يوه غيرتي قام سره داسي جګړي سمون نه خوري ځکه چي ټول په پښتانه باندي رابڼيدلي دي؟
دتيرو درې لسځو څخه په ځانګړي ډول پښتون او دده ټاټوبى تر ډيره ناوړه جګړه لاندي راغلي دي په خاص ډول دتيرو لسو او يو ولس کلو څخه خو داسي وژل کيږي چي د هر پښتانه افغان دا ويره شې چي چيري خو دا قام دمځکى د سره څخه دوړلو دپاره خو نړۍ واله دسيسه نه د جوړه شوي که يواځي موږ دتيرو ۳۶ساعتو پيښي چي د پښتنو سره يواځي په پاکستان کښې وشوي نو ديوه پښتانه افغان دهغه اټکل په رښتيا بدل شي لومړي پيښه په کراچي کښې وشوه چي داي اين پى(A.N.P) دوه سياسي لارښودان و وژل شول څو ساعته نه ووتير شوي چي و کوټى ته نز دي د کوئيلى يا د ډيرو د سکرو مزدوران چي څو ورځي دمخه برامته شوي وو دهغو مړي په يوه بټى بيبان کښې وموندل شول ددهغه مزدورنو ملګر و دهغه مړي په خپلو وږو راخستي وو چي داخبر راغلي چي په لاهور کښې وران کارو د خيبر پښتنو نخوا ۹پوليس چي د زده کړو اوترينتګ دپاره لاهور ته تللي وو ووژل شول او نور ۸يې ټپيان کړل چي د ورحالت نازک هم په دوي کښې يوه ټپي دا وويل چي دهغه وران کار يو يو پوليس موندلي او ټکان او بمان يې په غورځول څو ساعته وروسته نورو وران کاروو کوټى ته نز دي په کچلاغ کښې د څاشت په وخت روانه د عوامي نيشنل پاټى وجلسي ته مائن ايښي وو چي د چاودنى د کبله ۶وګړي ووژل شول نور په درځنو ژوبل شول هم ددهغه دمخه د کوټى په سويل ۸دکوئلى دکاڼ مزدوران د خپله د ځايه څخه برامته او تښتول چي ددي مخه هغه نور مزدوران و خاوروته نه وسپارل شوي په افغانستان کښې به څو پښتانه وژل وي هغه خوبيل دي ولي الته خو داسي ورځ نه تيريږي چي دلسو څخه ترشلو پوري کسان نه وژل کيږي څوني ژوبل کيږي د هغو شمير خو دسره څخه کيږي نه.
دبده مرغه په پښتنو کښې تراوسه داسي مشرنه شوراپورته چي هغه دخپل قام په دهغه ناورين ګز ايښي وي څومره عجبه خبره ده چي ونړۍ ته داور په ګوته شو چي طالبان ټول پښتانه دي نو ددي څخه دا څرګنده ده چي پښتانه خپله دهغه پښتانه طالبانو وژنى خو دابه هغه وخت څرګنديدي چي پښتانه دي نو ددي څخه داڅرګنده ده چي پښتانه خپله دهغه پښتانه طالبان وژنى خو دابۀ هغه وخت څرګنديدي چي پښتانه مشران راپورته شوي وي او دقام غم يې خوړلي وي؟
دنورو قومونوچي هر څه لانجى وي خو د پښتانه دبقا او دپاته کيدو خبره دا او دوي خپل ځان هغه وخت ددي ناورين څخه ځخورلي شي چي مشران په يوه جرګه کښې بياسره راټول شې يا هغه جرګه چي افضل خان لا لا ددي کال دمئي دمياشتي په وروستيوکښې کړي وه او ټولو پښتنو واک ورکړي وو چي دپښتون افغان دټاټو بى څخه دي دهغه دبل د اورلمبى ووژني ولي چي بشپړه پښتون نه داوخت د خپلىبقا خبره ورپيښه ده او دهغه وخت ترسره کيدي شي چي مشران دسولي دپاره ميدان ته را ووځي چي د دي مخه څخه افضل خان لا لا اودده وملګرو ته واک ورکول شوي دي نور چي هر څوک هر ډول خبري او سياست کوي هغه هيڅ مطلب نه لري ځکه چي پښتون افغان ته يواځي د جوړ جاړي اوامنيت ضرورت دي اوبس؟
