دليکوالانو او شاعرانو نوي کهول
دا به ډيره ناشوني وي چي دځلاند ادبى څانګه او پاڼه دپښتو ادبى غورځنګ کوټي دلس کلن جشن په اړه وخپلولوستکونکو ته دلوست ومعلوماتو په اړه څه ورنه کړي که څه هم تيره اونى دځلاند په ادبى پاټه کښې څه نا څه ليکل شوي و او ددي څخه علاوه نورو ډيرو ورځپاڼو تو مجلوته ددي لس کلن جشن په اړه ځموږ ليکوالانو ليکني کړي وي اوورځپاڼو په خپل وار چاپ کړي دي که څه هم هغه په اردو ژبه خپرونو کښې راغلي دي خو بيا هم دستايني وړخبره ده ولي چي دتاريخ دجيردکبله دلته خپله مورني ژبه پښتو دومره نه ويل کيږي لکه او د وژبه چي پښتانه لولي اوليکى يې خو داوږ دبحث دي په دي باندي ډير څه ويل کيدي شي او ليک باندي کيدي شې وخت راغلي دي چي په دي اړه ډيرڅه وليکل شي چي ولي پښتانه ياپه پاکستان اوسيدونکي نور قامونه لکه پنجابيان سرائيکان بلوڅان بروهيان او نور ډير دخپلو ژبو دخپل ادب او دو دونو څخه بيګانه شوي اودنور ژبو ادب او نور څه په دوي باندي تپول شوي اوتپول کيږي پښتانه دنورو د ژبو دو دونو او رواجونو څخه کرکه نه کوي نه يې کرکه کړي ده خو که د دوي وژبى او دو ددمنځ څخه دوړلو پرله پسى هڅي کيږي نو قدرتىاو فطري خبره ده چي په پښتانه يا که دبل قام سره داسي وړه کيږي هغه به کرکه کوي خو په دي باندي نور څه نه وايو که څه هم ودي ته اړتياشه نه څوک په داسي ناخوالو پټه خوله پاته کيدي شې خو په دي اوسنى ليک کښې نه او په کار دي چي په دي ډير وليکل شي چي چارواکي په دي پوه شي چي د دوي هر عمل د قدرت او فطرت او دبشر دغوښتنو په ضد دي.
ژبه د قدرت يوه لويه ورکړه ده چي دي نه يواځي بل په پوه کوي بلکي انسان په ژبه هم دونى په مخه تللي او دتهديب او تمدن خاوند شوي دي په دي بشپړه نړۍ کښې څومره ژبى دي داټولي ديوه اوږ ده عمل او دارتقاء څخه تيري شوي او ودي ځائي ته رارسيدلي دي خو دخپلى ژبى ساتنه او پرمختياهر وګړي کړي ده خو په دي کښې د دولت او حکومت هم لويه برخه وي د نړۍ په ټولو ملکو کښې ژبه د دولت ژبه ګرځول شوي وي چي د دولت ټول کارونه هم په هغه ژبه يا ژبو کيږي ددي دڅنګه ژبه زده کونکى په ښوونځيو کښې لولي او ليکى يې ژبه دبازار او دمارکيټ ژبه وي يا چي موږ ورته داقتصاد ژبه ورته وايو ديوه وګړي اقتصاد په لاس ورځي چي ددي لاري ژپه ورځ تربلى مخ په وړاندي روانه وي او هر وګړي ودي ته اړوي چي ژبه زده کړي لکه نن چي په پاکستان کښې هر زده کونکى ودي ته اړدي دانګريږي ژبه نه يواځي زده کړي بلکي په هغه ليک لوست هم وکړي ځکه چي په يوه دفتر کښې چي موږ غواړي څه ماموريت ترلاسه کړو نو اړنه ده چي ځموږ به انګريږي ژبه زده او ليک لوست به په کوي شو خو دپاکستان په چپه دنړۍ په نورو ځايو يا ملکو کښې څوک نه شې کولي چي دوي دپرد پو ژبى دلوست ليک او د فتر ژبه وګرځوي که و جاپان جرمنى چين فرانسه ته يانورو ته وويل چي دوي دي انګريزي ژبه د زده کړو او دفتر ژبه وګرځوي هغه په دي ډير بدوړي حال دا چي جګړه کوي دوي دنورو سره هم دخپلى ژبى په چپه په بله ژبه خبروکولوته هم دکرکي په نظر ګوري ځکه چي د دوي دپرمختيار او هم په دي کښې دي چي دوي خپلى ژبى د زده کړو ژبى ګرځولى دي .
خما په اند په نړۍ کښې به بل داسي ملک نه وي چي وخپلو ښاريانو ته دخپلو مورنيوژبو په چپه دنور باندنيانو په ژبه و زده کونکو ته لوست ليک ورکړي او د دفتر ژبه هم دنورو ژبه وګرځوي خو دايواځي پاکستان دي چي دهغه غيربشري او غيرفطري عمل دتيرو ۶۷کلو څخه روان دي خو په څنګه کښې اردو ژبه هم روانه ده چي د اژبه هم په پاکستان کښې ميشته ديوه قام ژبه نه ده تر دي خولانوره بده دا ده چي دهغه تاريخى ژبى او د دوي دو ددستور هم د منځ څخه دوړلو هڅي روانى دي چپ دسيندي ژبى پاته ټولى ژبى د دولت لخوا خپل کيږي چي نه په ښوونځي کښې ځائي لري نه دي دفتر کښې نه په بازار کښې تش په نامه ځينى دولتى اداري د دولت لخوا جوړي شوي دي چي د ژبو دپرمختيا دپاره داسي کار کوي چي دهغه چا په ګټه وي تنه د ژبو په ګټه درسنېو او دميډيا دلاري داسي هڅي روانى دي چي دهغه تاريخى ژبى سره ګډو ډي کدي او داسي بڼه ورکړي چي هغه رشثي او فطري ارزښت يې پاته نه شې نو ځکه په دهغه ژبو دنورو ژبو توري ورننه کړي او دبده مرغه دځينى ګټو دپاره ډير لويدلي ليکوالان دا کارونه ته کوي او څوک چي دبيلو بيلو لارو ددهغه ناولي کارمخ نوي کوي دهغه مخ موي کيږي.
پښتون او پښتو چي دلسيځو لسيځو څخه د ډير ناوړه حالاتو څخه تير سيږي خو قدرت خپله هم داسي لاري چاري ورته جوړ وي چي دهغه جنايتو نو مخ نوي وشې نو ځکه نن دپښتو وچوپړته په ډير لوئى شمير ځوانان راوتلي دي او خپلى ژبى ته کار کوي او هغه دسيپ چي وپښتو ته دزيان رسولو دپاره کيږي دهغه مخ نوي کوي دهغه بهيرنه يواځي په پاکستان کښې روان دي بلکي دپښتانه په بشپړه ټاټولي کښې او د نړۍ په کونج کونج کښې کار روان دي او داهيله کيږي چي دپښتنو دهغه نوي کهول به خپله دهغه ډنډه ومخ ته يوشي ولي چي دوي په هر څه پوه شوي دي او هغه پخوانى ليکوالان او تش په نامه ناست د دولت په ملا تړ دوي بۀ دهغه ځائي ونوي کهول ته ايله کوي که هغه نن وي که بله ورځ وي خو هم دهغه څوک وو چي دپښتو دوهلو په وخت کښې پټه خوله وو بلکي د هغه چا ملګري وو چا چي ځموږ د ژبى په ضد يې دسيې پيل کړي وي په دهغه څولسيځو کښې چي دهغه دولت په ملاتړ جوړي شوو ادارو څومره کار ګړي دي.
نن نوي کهول رامخ ته شوي دي دوي نه يواځي دخپلى مورني ژبى سر بى کچي مينه لري بلکي دوي دپښتو په هر ډول باريکو ټکو پوه دي او دهغه پخوانيووارونه دي چي دپښتو د چوپړ هيڅ نه ښکاره کيږي نه دپښتو په اړه دومره معلومات لري خو يواځي څوکي ونيسي او دهغه چا مخ نوي وکړي څوک چي په رښتيا هم دپښتو چوپړ ته تياروي که دتيرو نپځلس شل کلو هغه کارونه چي دپښتو دپاره شوي دي ومخ ته کښيږ دونو دابه راته څرګنده شې چي په تيره يوه پيړي کښې دومره کار نه دي شوي چي ځموږ په دي سيمه کښې يوه بيلګه پښتو ادبى غورځنګ کوټه دي چي دخپل لس کلو په ژوند کښې په درځنو کتابونه يې تر چاپ واستل او په پښتنو کښې مفت وويشل ددي ددي د څنګه يې مجلى چاپ کړي او دپښتو د ليکوالانو شاعرانو او دپښتو سره مينه لرونکو يې هر وخت جوړي کړي دي ددي دڅنګه که بله پيښه وي لکه د رحمان بابا په مزار د وران کارو وراني يابله پيښه دوي دهغه دغندني دپاره غونډي کړي دي وپښتو ادبى غورځنګ ورته دځوانانو دهغه ځنګونه په بشپړه ټاټوبى کښې او دنړۍ دباندي هم دپښتو دو دي کارونه روان دي دپښتنو نوي کهول چي دخپلى ژبى د پرمختياکومه ډنډه په غاړه اخستي ده اوس داويره نه ليدل کيږي چي دپښتو سره به بيا داسي لوبى او لاس وهنى کيږي چي دنن څخه پنځلس پاشل کاله دمخه موږ ليدلي چي اوس يې په يوه نه يوه بڼه کښې ليدل کيدي شې خو ددي مخ نوي به ورو ورو کيږي.
لکه څنګه چي ځموږ دهغه ځوان اونوي کهول په خپلو وږو دهغه ډنډه اخستى ده او ترخپله وسه يې ډير څه کړي دي خو تراوسه ډير څه کول غواړي هر ژبه ټول وخت ودهخ کوياو دارتقاء څخه تيريږي او داعمل روان وي آياځموږ ځوان او نوي کهول به پښتو په يوه داسي ډګر روانه کړي چي د نړۍ نوري پرمخ تللي ژبى روانى دي او دابه د نوي کهول ترټولولويه بريا او کاميابى وي.
۱.پښتو ځموږ په دي سيمه کې دښوونځي ژبه جوړ ول دبشر نړي واله غوښتنه ده چي په کار دي چي وماشوم ته په مورنى ژبه زده کړي ورکول شې او بياددفتر ژبه شې بياداقتصاد.
۲.په بريښنائي رسنې اوميډيا کښې داسي څانګه او چپنل چي هغه بشپړه دپښتو او دپښتنو وي چي دوي وکولي شې خپل کروړ او د دونددوددستورنه يواځي د نورو دلاس وهنو څخه وځخوري بلکيونړۍ والوته د او روښائي چي پښتو او دپښتنو دود اورواجو نه څومره او چت دي خو دبده مرغه دنورولخوت ونړۍ والوته وران کارښوول شوي دي که څه هم برپښنائى رسنې اوميډياچي تيلى ويژن په کښې راځي دحکومتو کار دي خو ځموږ ځوان کهول دومره پياوړي دي چي حکومتى کارونه هم ترسره کوي.
۳.دپښتو دګډوډي او دنورو ژبو د تورو چي کوم سېل را روان دي دهغه مخ نوي او هغهدپښتو خپل توربيرته راژوندي کول چي دنورو ژبو توري استل لکه په چين جاپان او ايران کښې چي کيږي چي خپلى ژبى دسوچه کولو دپاره پيل کړي دي.
۴.و پښتو ژبى ته دنړۍ دټولو علوکتابوز ليکل و پښتو ژباړل او پښتو دنورو پرمخ تللو ژبو په ليکو کښې درول داسي نور ډير څه شته چي ځموږ ځوان اونوي کهول ته به کول وي.
