په کوم کوم پرهار دي ملهم کښيږدم ځما جانانه.؟
محمد نعيم کاکړ
و کوئټه ته نزدې د عوامي نيشنل ګوند د کچلاغ په ولسى غونډه کښې د جمعه په ورځ وران کارو چاودنه وکړه چي درې ځوان لوستونکې په کښې شهيدا شول او ۲۰ نور د دهغه ګوند او ددي ګوند سره د تړلو لوستونکو د سازمان غړۍ ژوبل شول شهيد محمد قاسم خان مهترزي کاکړ شهيد محبت خان کاکړ او شهيد جمعه خان کاکړ (جمعه خان درې ورځى وروسته سا په روغتون کښې ورکړه) چي د خپلې خاوري او ټاټوبى د خپلواکى او خپل ولس د سوکالى په خاطر و داسې ځائى ته ورغلي وو چي الته که په سلو کښې سل د چاودني ويره نه وه خو سم په نيمى ويره خو وه کچلاغ هم د دهغه دروشهيدانو پلارنى ټاټوبى دي نو ځکه چى دوي د دهغه ولسى غونډه يو ډول کور به وو خو ځوانه وينه کله و داسې پيښو ته پاملرنه کوي خو د مرګ او ژوند بشپړه واک او اختيار د لوئى څښتن په لاس کښې وي نو ځکه چې په دي اړه څه نه شو ويلي بيله ددي چى خدائى پاک دي و دوي ته په جنت الغردوس کښې ځائى ورکړى او پاته کورني ته دي لوئى څښتن صبر ور په برخه کړي او هغه ځوانان چي لږ او ډېر د خپلې خاوري د خپلې خپلواکى او د خپل ولس د ښه سباون يو څړک هم په زړه کښې لري دومره سوچ وکړي چي شهيد محمد قاسم محبت خان او جمعه خان او د دوي په ګډون په زراو زراو ځوانان ولې د شهيدانو لاره واخسته..؟
موږ په دي غم کښې راګير وو چي د رسنېو د لارې خبره وشو چې عبدالهادي همدرد او دهغه ملګري د لښکرګاه په شاوخوا کښې هغه وخت شهيدان شول چي د دوي موټر د څړک د غاړي په ښخ شوي مائن وخاتي عبدالهادي همدرد چي اوس شهيد دي ځما يو ډول اړيکه او پيژندګلوي دده سره نه شته خو کله چي دي ځوان په هند کښې زده کړي کولي دوي به د امريکا ږغ راډيو ته ټيلى فون کاوي او خپل ښکلي او د مسافري تر اغيږو لاندي شعر به د يو څو خبرو سره واوريدونکو ته اواراوي چي په رښتيا هم ځما وارو يو غير شاعر ته به هم خوند ورکاوي او داسې اټکل کيدي چي عبدالهادي په ټولو اواريدونکو باندي ډېر ګران هم وو خو چي کله عبدالهادي ږغ به ما اوريدي نو ځما زړه به را پورته شو چي ټاټوبى تر پخوا هم باتوره پوه او د ښه سباون دپاره بچان ږيژولي دي چي هيواد به د دهغه ناخوالو څخه راوباسى خو کله هم په دي نه وو خبر چي د نورو زراو پښتنو ځوانانو سره چي څه وشو هغه به د عبدالهادي همدرد سره هم کيږى خو بيرته هم هغه دعا لرو چي لوئى څښتن(ج) دي عبدالهادي همدرد شهيد او د ده ملګرو ته په فردوس جنت کښې ځائى ورکړي او د دوي و کورنيو ته دي صبر جميل ورکړي او په داسې پيښو باندى ددي په چپه بل څه ويل کيدي هم نه شې.
موږ څومره ځوانان لوستونکي استادان ډاکټران رڼ انده ښځى او ماشومان سپين ږيري په دهغه څو کلو کښې دلاسه ورکړو د هغه شميرنه خو يواځى حکومتونه کوي شې خو دا يوه پوښتنه ارومرو کيدي شې چي دا ناورين ولي ځموږ ټاټوبى ته راغلي او دويمه دا چي موږ خپله پښتانه يو چي پخپله خپل سباون تياره کوو او خپل ولس د نورو غلام کوو د نور دا مرام دي او موږ پخپله دوي و دهغه مرام ته رسوو څوک چي د څو لسيځو څخه په ډېره سپين سترګي دهغه شوم مرام ته د اسلام په سپيڅلى نامه ځان رسول غواړي او دا کار د طالب په نامه کيږي او هر وراني چي ودي ټاټوبى او ولس ته رسيږى هغه د طالب په کهاته کښې ځائى په ځائى کيږى و لکه هغه طالب کوي يا يې بل څوک ددي په نامه کيږي ځکه چي يو شمير طالب مشران په دي پوه شو نو ځکه چي يا خو ووژل شو يا د تورو د يوالو وشاته وتړل شو چي کله شوروي روسي ځواکونه د افغانستان څخه واستل شول او د افغانستان د مجاهدينو حکومت اعلان شو په کار وو چي هغه وخت مجاهدين په هغه لوبه پوه شوي وي بيا چي کومي وراني وشوي بيا دوي ته په کار وو چي دوي په جوړه شوي لوبه پوه شوي وي او د دوني ورانيو وروسته اوس په لوبه پوه شوى وى.
خو د بده مرغه اوس هم څوک نه پوه کوي که بيا هم دوي ځان نه پوه کوي نو به هغه وخت بيداره کيږي چي هر څه پوه پناه شوي وي او هر څه د نورو و لاس ته لويدي وي..؟ يا به دا کيږي چي ولس به سوټى را راخلى هغه څوک چي خپل هيواد ورانوي هغه به تر هغه ځائى ځغلوي څوک چي دوي و دهغه وراني ته هڅه وي هغه څوک چي خپل ځوانان مخور سپين ږيري او مسلکي وګړى په چاوديدونکو توکو وژنى.
کله چى څوک و انټرنټ ته ورشې نو نام خدا د پښتو ژبى ډېري ويب پاڼى وورتلونکي ته سترګى په لاري وي خو د بده مرغه چي کله ليکلى و ګوري نو د خواښني په چپه بل څه په سترګو نه ورځي يوه ډله داسې ليکني کوى چي د ناواکه سړى وارو يواځي ګيلي او ژړا په کښې ليدل کيږى چي دا ورسره کيږى هغه ورسره کيږي ژبه پښتو يې ټکول کيږي په ادارو کښې زياتوب ورسره کيږى يا د نورو لږکيو شمير په هر ځائى کښې تر ډېر کيوزيات دي وغيره وغيره د دوي داخبرى په ځائى دى خو کله دوي و ځان ته ګوته نيولى ده چي ځما په دهغه ناخوالو کښې څومره لاس دي...؟ او ماته اوس څه کول په کاردى...؟ بله ډله بيا داسې وي چي د ناهيلي خبرى کوى او د کونډو وو وار خاورى دوړوي دوي خبره به هم په ځائى وى خو دوي کله د ځان سره د سوچ کړي دي چي ځه هم څه کوي شم که په هم دهغه ناهيلي خبرى کوم اولس به نور ناهيله کوم يو بله ډله ده چي هغه ټوله پسړه د کرزي صاحب په حکومت اچوى چي په خوله ورځى يا په قلم څه ليکلي شې هغه ليکى کيدى شې چي دهغه ډله هم تر ډېره رښتيا وائي خو داسي څوک دي ورمخ ته شې نو دي د ځان ملګرى کړى او په حکومت کښې دي سموالي او اصلاح راولي که نن نه وي لس کاله وروسته به راشي ولي چي څوک په رښتيا و مبارزي ته ملاوتړي لوئى څښتن يې هم ملاتړ کوى په ښاغلي ولسمشر او دده په حکومت بشيميره نيوکى کيدى شې خو پښتانه وائي چي د جنګ خوږي خبري ساعت يې ګران دي يو بله لويه ډله باندنيو نيوکي کوي چي د ټولو ناخوالو مسئول دوي دي ولي چي دوي هغه څه نه کوى چي دهغه څخه په افغانستان کښې اور بل دي خو دوي کله دا سوچ کړي دي چي باندنيان او ګاونډيان ستا کور نه جوړه وي نه دوي ددي دپاره راغلي دي خو دلته پوښتنه داده چي دوي ولې افغانستان ته راغلو او حالات چا ورته برابر کړل چي دوى دلته راشې...؟ دهغه او ودي ته ورته ډېري پوښتني جواب غواړي خو جواب هم هغه وخت خوند کوي چي د چا سره دومره زور ورسره وي خو ددي د څنګه د پښتنو او افغانانو لوئى شمير په کارو بار بوخت دي دوي د وطن په غم کښې د سره نه دي او د نورو په لاښو کښې لوبى کوي ولي چي د هغه ګټه د څه ورکولو په بدل کښې کيږى چي کيدي شې چي ځيني داسي هم وي چي د ځانى ګټو دپاره وطن وپلوري.
خو څه اوس بيرته د خپلى خبري و خواته راځم خو داخبره به اورمرو کوم چي نه د هغه باندنيان او نه دهغه جنګيالنانه دهغه ګاونډيان د پښتانه او د اسلام نه د افغانستان په ګټه دي او دا مرګ او ژوبله چي د کلو کلو څخه را روانه ده داسې نه ده چي دا يوه پيښه وشوه او د هغه حالت رامخ ته شو بلکې د يو تراشل شوي او سنجول شوي پلان واودي چي ليري پرتوجوړ کړي او د دوي لاس پوځي ې پلې کوي خو ځينى ځما وارو په سادګي کښې خپل ځوانان خپل مشران خپل پوهان وژني او وطن ورانوي چيموږ او تاسي ټول وينو که هر څو چغاري ووهو د اوريدلو څوک نه لرو...؟
نو په داسې حالاتو کښې بيا څه کول په کاردي که چيري موږ په ګډه يوه لاره تراشونو کيدي شې ددي ناورين څخه خپل ولس او خپل ټاټوبى وځغورو لومړۍ دا چېپه خپلو ماشومانو او زده کونکو د ښوونځيو ليسو او پوهنتونونو دروازي ايله وساتو او په هره بيه چي وي هغه لاسونه غوڅ کړو چي د زده کړو لاره تړي او هغه د بشپړه قام او ټاټوبى دښمن وګرځووو لکه هغه ځموږ خپل وروروي دويمه ډېره اړينه خبره داده چي موږ ټول که هغه ليکوالان دي که شاعران دي که په ويب پاڼه ليکنى کوى يا د رسېنو او ميډيا سره اړه لري دوى دى خپل دريځ يو کړي و قام ته دي د زده کړو سولي جوړ جاړي پيغام و خپل قام ته وړاندي کړو د ايله خبرو په ځائى په ځان کښې د سيالي او مقابلې جوهر پيدا کړو د خبرواترو په ځائى که وړوکى عمل وشى هغه به لويه لاس ته راوړنه وي او بله دا چې روان وخت د سيالي دي خبرى او سياسي بحثونه هيڅ ارزښت نه لري يواځي علم عمل نن ارزښت لري او اسلام هم د پوهى علم او عمل نوم دي او بې عمله ملا او مولوي خپله اسلام نه خوښوي خو يوه خبره وهغه طالبانو ته ارومرو کوم چي څوک د نورو په لومه کښې راګيردي چي ډېر وګړي له دواړو خوا ووژل شول ژوبل شول چي هغه ځموږ سباو وي نور نو خپل سباون مه ويجاړه وي دا ټوله سره يودي خو يو د اسلام د دښمن په جامه کښې دي او بل د اسلام د دوست په جامه کښې دي چي دواړه ځموږ وراني او بربادي ته ملاتړلى ده او د افغانستان په اړه چي کومه د سيسه جوړه شوي ده هغه د سپږو او وو لسيځو څخه را روانه ده خو دا بيله خبره ده چي پښتانه افغانان د فيل په غوږ کښې ويده وو يواځي باچاخان خان عبدالغفارخان په دي پوه وو خو دهغه حشر موږ ټولو وليدي خو دا هر څه هغه وخت هم د اسلام په سپيڅلي نامه کيدل نن هم کيږي په اسلام ته د ګټى پهځائى زيان رسولي دي او دا زيان هغه چاته ورسيدي چي دوي سوچه او سپيڅلى مسلمانان ويادي هم دهغه لوبه ده چي تراوسه روانه ده ځکه د شوروي روس د ړنګيدو وروسته اسلامدوي په نخښه کړي داخبره د چا څخه پټه نه ده دا د قرآن شريف لارښودنه ده چي کوم قوم يواځي خبرى کوي هغه مخ په وړاندي نه شې تلي په دي اوسنې وخت او زمان کښې خو سره څخه بې عملي سړى او قوم ژوند نه شې کوى .
