اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ډېورنډ، منونکې که ماتېدونکې کرښه

د افغان ملت پر وجود پرته خيالي کرښه، هغه مسله ده، چې د سيمې او ان نړۍ په کچه د سياستونو محور ګرځېدلې او له اره را منځته شوې هم د همدې خود غرضو سياستونو لپاره ده.
پر ډېورنډ تپل شوې کرښې څه باندې سل کلونه اوړي؛ خو لا هم دغه کرښه له غوڅ اکثريت افغانانو نه ده هېره. که څه هم په تېر سل کلن بهير کې د سيمې حکومتونو د ډېورنډ په اړه خپل ځانګړي سياستونه درلودل او لوبولې يې هم دي؛ خو يو هم پر دې ونه توانېد، چې دغه خيالي کرښه دې په رسمي ډول د پولې دواړو خواو ته پر پرتو قومونو باندې ومني.
هغه قومونه چې تر خپل منځ، د ژبې کلتور او وينې رشتې لري او د ډېورنډ منل ورته د موچ په کونه د ډبېلى منډل ښکاري، د وخت په تنور کې د نړۍ د دوزخي لمبو ښکار ته پاتې دي.
د ځينو تاريخي شواهدو له مخې دغه توره کرښه د کاغذ پر مخ هېڅ کوم رسمي شتون نه لري او يوازې يوه خيالي کرښه ده؛ خو د وخت په تېرېدو سره د پرنګيانو د لاسوهنو په وسيله د هغوى د اجڼټانو لخوا لا وغزېده او لا تر اوسه له لانجو ډکه پاتې ده.
له پسرلي مجلې سره په مرکه کې افغان تاريخ پوه ښاغلي غلام محمد زرملوال د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ډېورنډ کرښه يانې څه ؟ ويلي دي.
(( امير عبدالرحمن خان چې واقعا زړور او له حالاتو باخبره پاچا وو، د ۱۸۹۰ز، کلونو په اوږدو کې د ګڼ شمېر بغاوتونو په ځپلو لګيا و. د کلونياليزم پر خلاف يې مقاومت هڅاوه او ملاتړ يې کاوه، له همدې کبله و، چې مورټايمر ډيورنډ، ډيورنډ لاين، چې نه پر ځمکه او نه پر کاغذ ياني نه په ډيفکټو او نه ډيجور بڼه وجود لري، يوازې يوه خيالي او سايکلوژي کرښه ده، چې په يو اړخيزه توګه پر امير تحميل شوه. (پاکستان مصنوعي هيواد دى، زرملوا غلام محمد، پسرلى ۲۵مه او ۲۶مه ګڼه)).
تېر شاليد ته په کتو سره، دا ښه جوتېږي، چې رښتيا هم د ډيورنډ لاين په اړه کوم رسمي او منل شوى کاغذ له اغيار (پاکستان) سره نشته او که واى نو ټوله دنيا به يې له ډنډورو ډکه کړې واى.
يوه خبره، چې د ډيورنډ له را منځته کېدو ان تر نن ورځې پورې د تعجب وړ ده، هغه دا چې څنګه دغه کرښه سره له دې چې په نړيواله سطح کوم رسمي تمديد نه لري لا تر اوسه د افغان وجود پر منځ پرته ده.
ښه به و ي چې د دې خبرې په سپيناوي، ژور نظر تېر کړو.
پاکستان:
پاکستان، چې پر ۱۹۴۷ز، د سيمې په کچه د څو هېوادونو د وجود غړي پرې شول او په پايله کې د پرنګيانو په واسطه دغه هيواد د نړى نقشې ته راوستل شو؛ نو اوس دغه ماشوم هيواد ځان مجبور ګڼي چې د خپلې بقا لپاره د سيمې په هيوادونو کې په يو ډول نه يو ډول لاسوهنې وکړي.
پنجابيان په يو پاکستاني چوکاټ کې د ژوند تېرولو په موخه، لکه اوبو اخيستي هر بوټي ته لاس اچوي؛ نو تر ډېره يې د خپلې سيالۍ ميدان افغانستان او هند ټاکلي، چې وخت ناوخت له دغو دواړو هېوادونو سره ښکر په ښکر کېږي.
پاکستان د خپلو سياستونو د پلى کولو لپاره له ګڼو قواوو څخه کار اخلي. د اسلام دين، د نړيوالو پيسې، اټومي ځواک او داسې نور په لسګونه قووتونه دي، چې پاکستان د خپل پايښت لپاره ناوړه ګټه ځنې پورته کوي.
اسلام:
د اسلام دين هغه ځواک دى، چې پاکستان د جوړېدو له مهاله تر ننه پورې د خپلو خاينانه سياستونو لپاره کارولى او په هند او افغانستان کې ډېرى وخت د اسلام تر نامه لاندې ډنډورې غږوي او په دغو هېوادونو کې ګوښه شوي، مذهبي کړۍ هم هر وخت و رسره تېر وتلي دي.
له افغانستان سره د ډيورنډ او له هندوستان سره د کشمير خبرې هغه مسلې دي، چې پاکستان تل غواړي په خپل کنټرول کې يې ولري او د دې لپاره چمتو دى، چې هر ډول کار ته مخه کړي، ځکه داسې يې انګېرلې ده، چې همدا دوه مسلې يې ژوند اوږدولى شي.
پاکستان د اسلام تر سيوري د خپلو مستبدانه افکارو په لېږلو توانېدلى، چې د پولې ښکته خوا د ځينو افغانانو افکار د خپل ځان په ګټه واړوي، او ورو، ورو يې د تپل شوې پولې له مسلې لرې کړي.
خو لمر په دوه ګوتو نه پټېږي او په بر وطن کې پراته افغان به هېڅکله هم د خپل وجود پرې شوې ټوټه له ياده ونه باسي.
په افغانستان کې د سره پوځ له يرغل وروسته پاکستان ته ښه چانس په لاس ورغى، چې د ډېورنډ د قانوني کېدو لپاره افکار وروزي او دغه کار هغه مهال لا ورته اسانه ښکاره شو، چې کله بر افغانان د جنګونو له امله کوزې پښتونخوا ته مهاجر شول. په دې وخت کې نو پاکستان له جهاد سره د کومک په نوم له غربي هيوادونو پيسې اخيستې او افغان مجاهدينو ته يې ورکولې او تر څنګ يې د خپلو سياستونو لپاره هم پراخ کار پيل کړ.
د هجرت په کلونو کې د اوه ګونو او اته ګونو ګوندونو پر سر د پاکستاني استخباراتو سيوري تر ډېره، د ډېورنډ مسله د خلکو له ذهنونو و ايستله او دليل يې هم همدا و، چې په همدې کلونو کې د ډېورنډ د خيالي ميعاد د پوره کېدو له امله دغه کرښه همداسې پاتې شوه.
د پورتنيو خبرو پر استناد پاکستان داهڅې کړي او لا يې هم کوي، چې په يو ډول نه يو ډول ډېورنډ پوله د رسميت تر بريده ورسوي؛ خو افغان ولس وايي، چې که شپه تياره ده؛ نو مڼې په شمار دي، که مو اقتصاد ضعيف دى، که بې تعليمه يوو؛ خو پر دې لا پوهېږو، چې زمونږ د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ يوه لار شته او هغه هم د ډېورنډ کرښې له منځه وړل دي.
د کرښې له پيله افغان دولتونو هم په پوره ايماندارۍ د دغې کرښې د له منځه وړلو او يا منلو په خاطر کوم پرېکنده سياست نه دى لوبولى او که ځينو لوبولى هم وي؛ د پردې تر شا پټ پاتې شوى دى.
افغان حکومتونه او ډېورنډ کرښه:
ځينې خلک دې ته خوشاله وي، چې افغان حکومتونو په دې سل کلن مزل کې لا هم ډېورنډ کرښه په رسمي ډول نه ده پېژندلې؛ خو هغه ګيله چې افغانان يې له ټولو افغان حکومتونو لري هغه دا ده، چې ولې يې تر اوسه دا کرښه له منځه نه ده وړې، يا يې لږ تر لږه داسې هڅې ولې ورته نه دي کړي، چې افغانانو ته رڼې وبرېښي.
له هماغه لومړۍ ورځې تر نن پورې د ډېورنډ په اړه دغو حکومتونو کوم ځانګړى سياست نه دى لوبولى او که يې لوبولى هم دى؛ نو په نړيواله سطح يې نه دى مطرح کړى.
سره له دې چې په وار، وار داسې موقع افغان حکومتونو ته په لاس ورغلې، چې د ډېورنډ تپل شوې کرښې په اړه پرېکنده تصميم ونيسي؛ خو بيا هم دغه مسله همداسې پاتې شوې او تر نن ورځې پرې په غير قانوني ډول پاکستان خېټه اچولې ده.
د خپلواکۍ له جګړې وروسته تر ټولو ښه ضمينه برابره وه، چې دغه کرښه دې له منځه لاړه شي. د انګرېزانو پر ضد په افغان جهاد کې ستره ونډه همدغو قبايل ميشتو افغانانو درلوده، چې نن د اى ايس اى تر ولکې لاندې دي او ورځ تر بلې يې د لوى افغانستان افکار ور وژني. له هغه را وروسته د روسانو د اشغال پر مهال هم افغانانو ته ښه زمينه پر لاس ورغلې وه، چې د دغې کرښې په اړه تصميم ونيسي.
په اوسنيو حالاتو کې هم يو ځل بيا افغانانو ته ښه زمينه برابره شوې، چې د دغې پولې په اړه تصميم ونيسي. له يوې خوا مو عامه اذهان تر ډېره دې ته برابر شوي، چې دا کرښه له منځه لاړه شي او له بلې خوا ټوله نړۍ راته په کور ناسته ده او اوس نو زمونږ د حکومت او مشرانو نبوغ پورې اړه لري، چې څومره له دغې موقع څخه ګټه پورته کولى شي. که نن دغه مسله په نړيواله سطح مطرح نشي؛ نو سبا ته يې رامنځ ته کول، ډېر ګران تماميداى شي.
يادونه: (دا ليکنه په پسرلي مجله کې هم خپره شوې)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←