دپښتو ژبي ځيني ليکوالان
کويټه: څه موده مخکي مي د ځينو رسنيو له لاري د جهاني صيب يو د جهاد خبرتيا وکتل چي((د قومي اختلاف پالوونکو پر ضد جهاد وکړئ))
دغه وړانديز د لوى قندهار په انارګل دوديزه مشاعره کي جهاني صيب پر هيواد والو او خاصتاً د قندهار پر اوسېدونکو ږغ وکړ.
چي په لوى قندهار کي د ځينو بهرنى څارګرو ادارو لخوا ځيني پښتانه غلامان د پښتون قوم د تباهۍ لپاره يي قومي اتحادونه جوړ کړي چي عام ولس د پښتون قام د يووالي پر ځاى و نفاق ته راښکيل کړي جهاد وکړى!
چي ددغو غلامانو او هم يي د بادارانو د سيسي شنډي شي.
دغه راپور چي مي ولوست په جنوبي پښتونخوا کي مي يوه غونډه په ياد راغله چي زه هم په دغه غونډه کي شامل وم.
دهغي غونډي موضوع تر يو وخته خپل پر حالت روانه وه خو د وخت پر تيريدو د قندهار د قومي اتحادونو رنګه پر قومي واکمنۍ او سياسي بڼه واوښته چي هغه غونډه يي څه بي خونده کړه.
يوزاي دا غونډه نه ښيم ،داسي ډيري غونډي د ځينو ليکوالانو لخوا يو او بل طرف ته کله نا کله اوړي .په هغه وخت کي مي دا تصميم ونيوى چي زه به څه ليکم ،خو وخت ياري راسره ونه کړه کله چي مي د جهاني صيب خبرتيا وکتل نو بيامي دغه هوډ وکړ چي زه خپلو پښتنو ورونو ته دا وړانديز وکړم چي دغه قومي ،سيميز او
سياسي طرف ګنۍ پر ځاى که چيري د خپل قوم د يووالي ږغ اوچت کړو دا به د پښتون قام د پايښت او خپلواکۍ سبب سي.
زه خپله يو ليکوال نه يم بلکي د پښتو ژبي د خدمت او د پښتون (افغان) قام د يو ځاى کولو ارمان لرم او دهر هغه پښتون (افغان) سره د زړه له کومي مينه او اخلاص لرم چي د پښتو ژبي اود پښتون(افغان) قام د يووالي او د لوى افغان هيواد دجوړولو په هيله وي.
او هرافغان چي د دغوپورتنيو هدفونو په رڼا کي مشاعري، سمينارونه او غونډي جوړوي او خپل شخصي هدف په کښي نه لري ، د قام او وطن هدف يي وي نو هر افغان (پښتون) ليکوال ته په کار ده چي د دغسي اشخاصو ستاينه وکړي اود هغو د خدمتونوپه هکله خپلي ليکني وکړي،چي نورپښتانه(افغانان)د دغو اشخاصو
د خدمتونوڅخه خبرسي او يو رويه پکښي د وطن ، قام او ژبي سره پيدا سي.
چي موضوع راڅه اوږده نه سي بايد موضوع رالنډه کړم او خپل اصلي ټکي ته راسم او دا بايد تاسي ته ووايم
:چي زما عمر ډير کم دى او تجربه نه لرم مګر شکر باسم چي مجلو ، کتابونو ، جريدو او ورځپاڼو د لوستلو څخه به خبريدم چي د پښتو ژبي لپاره غونډي ، مشاعري د نړۍ په مختلفو ځايونو کي جوړي سوي دي . ډيربه ورته خوشحاله سوم اوپه ډيره خوشحالۍ سره به مي لوستله او دامي ارمان ؤ. چي هغه ورځ به کله وي چي زه هم په داسي محفلونو کي چي د وطن ، قام او ژبي لپاره وي کښينم او يا څه ووايم.
دا آرمان مي په کال ( ۲۰۱۰) د ( جولای-۲۰) د مياشتي د ېکشنبي په ورځ په کوئټه کي د غازي عبدالله خان اڅکزي لمانځ غونډه وه پوره سو . د دغي ورځي لپاره ماته هم د کوربه له خوا خبر راکړل سوى وو. چي تاسي به زموږ سره په دغه غونډه کي ګډون کوئ او د غازي عبدالله خان اڅکزيي پر مبارزي به خپله وينا هم کوئ.
ما ورته ښه وويل او ډير بي اندازي خوشحاله سوم.
تر څو چي ودغي غونډي ته ورتلم.کله چي دملګروسره ورغلم دافغانستان د کوئټي د قونسلګرى جنرل قونسل
محمد داود محسني صاحب هم راغلى وو . چي نور هم خوشحاله سوم ځکه محسني صاحب زموږ ډير نږدي ملګرى او استاد وو . او په کراچي کي د افغان قونسلګرى د فرهنګي چارو اتيشه او د پښتو ژبي تکړه ليکواله او آديبه پروين ملال خور هم راغلي وه . او نور ليکوالان او شاعران د همدغه جنوبي پښتونخوا او يو ګڼ شمير د شمالي پښتونخوا ( خيبرپښتونخوا) څخه هم راغلي وه.
او يو زيات شمير ژورناليستانو هم په دي سمينار کي شرکت ( ګډون ) درلود.
ددې پروګرام د کوربه له خوا يو تعداد ليکوالانو او محترم قونسل صاحب ، پروين ملال خور و سټيج ته راوبلل سوه او ماته هم د سټيج بلنه راکړل سوه.
کله چي پروګرام شروع شو هر ېوه خپله وينا کوله او پر ستر غازي او ستر شهيد عبدالله خان اڅکزيي باندي ږغيدل.
مګر په دغه وخت کي چي زما لومړى ځل وه زه ډير وارخطا او تر سام لاندي وم . ېوه سخته ويره مي په زړه کي پيدا سوه او په همدغه حالت کي ماته د وينا بلنه راکړل سوه.
ما خپل پر وينا شروع وکړه . د وينا په منځ کي مي د افغانانو پر ځاى د کابليانو کليمه يو ځل استعمال کړه ، پروين ملال خور چي پر سټيج ناسته وه ږغ يي راباندي وکړ چي کابليان ته افغانان وايه.
کله چي زماد وينا اخره سوه زه د موضوع څخه ووتم ، ځکه زه په ډپلوماتيکي اصلو خبر نه وم او نه د يو داسي غونډې د اصولو سره بلد وم . نو ما خپل خبري د ايران پر ضد چي زموږ د افغان کډوالو سره يي ډير سخت ظلم شروع کړى و وکړې او دپاکستان صفت مي وکړ چي زموږ افغان کډوالو سره ښه چال چلند کوي. کله چي زما وينا خلاصه سوه پروين ملال خور خپله وينا شروع کړه لومړى ځل پر مايي انتقاد وکړ زه يي ډيرمايوسه کړم کله چي دپروين ملال خور وينا خلاصه سوه ، زه بيرته د دوهم ځل لپاره مايکر فون ته ورغلم
او د خپل خبري دفاع مي وکړه چي دا زما دپاره د پروين ملال خور په مقابل کي د شرم وړ کار وو او زه ددې څخه ډيره بخښنه غواړم.
چي ما دا دشرم کار ددې په مقابل کي وکړ . کله چي پروګرام اوږديدى هر ليکوال او اديب خبري کولي موضوع بل طرف ته ولاړه .د کوئټي پر ښار د پښتو قبيلو د واکمنۍ او ميراث خبري شروع شوې.
يوه ويل چي کوئټه زموږ پلرنۍ ميراث دى بل ويل زموږ پلرنۍ ميراث دى. هغه شخصيتونو او ليکوالانو دا خبري کولې چي د احترام وړ خلک وه او په ډير ښه نومونو او تخلصونو سمبال خلک دي.
ددې څخه وروسته په سياسي او تنظمي طرف ځنۍ وواښته . هغه خپل بي آدبه کار راڅخه هير سو . په دې فکر کي سوم چي زه خو نه ليکوال وم او نه کوم تجربه کار وم او نه مي داسي پروګرامونه ليدلي او نه مي وينا پکښي کړي دي او نه په کوم اصلو (قوانينو) د ملکونو او نه غونډو خبر وم چي ما داخبري وکړي.
دا زما ورونه خو په هرڅه خبر دي ولي داسي کار کوي چي هغه د پښتون قام د نفاق او بدبختۍ سبب ګرځي . او ياداسي محفلونه په قبيلوي سياسي او تنظمي برخو ويشي . زموږ هدف د پښتون قام د يووالي ، وطن جوړوني او پښتو ژبي ته خدمت دى.او د خپل پخواني ملي مشرانو د پاليسوپه رڼا کي دندي سرته رسول دي.
نو په ډير افسوس سره دا وايم چي زموږ افغان قام د تاريخ په اوږدو کي يوار ګُرګين د قبيلو په لومه کي ښکيل کړي وو ،چي بيا ميرويس خان نيکه ددې بلا څخه نجات ورکړ.
اوس بيا دادى تاسي يي وينى چي چاپه دې بلا اخته کړى او دلته موږاوتاسي هغه سياسي او ادبي ځوانان ځانو ته وايو هغه هم داننګه کوو ، يو بي تعليمه شخص خو وختي لا دې خبري ته جوړ دى.
چي موږ او تاسي هم زور پر کښيږدو او دښمن خو دا ورځ د خدايه غواړي چي پښتانه څنګه تباه کيږي تر هغه يي لا زيات تباه کړي.
او بل سياسي يا تنظمي نظريي ، ستاسي نظريي خپل پر ځاى د منلو وړ دي مګر په داسي محفلونو کي سياسي يا تنظمي خبري هيڅ اړخ نه لګوي . دلته بايد ديووالي او د خدمت خبري وکړو چي ځوان نسل تشويق سي او دښمن ته ديووالي زور ور وښيوچي موږپښتانه که دهري قبيلي يُواو ياهم دهري سياسي نظريي خاوند يُو، بيا هم د پښتون قام د ننګ پر ځاى يو يو.
نو د خوشحال بابا په دغه شعر يي پاى ته رسوم د توجو په هيله.
(( زه خوشال توره په لاس کفن په غاړه به را پاڅم
که خبر سومه په دې چي پښتون د چا غلام سو))
