د خلکو زور د خداى زور!
د لوى څښتن په سپېڅلي نامه؛
پښتانه وايي چې؛ د خلکو زور د خداى زور!
نن سهار په نهو بجو د ميرويس ميدان څخه د ښار په لور مې د تګ تکل کړى و چې د يوه ټکسي ګاډي چلوونکي راباندي غږ وکړ چې ښار ته ښار ته۰زه هم ګاډي ته وروختم او ټکسي د ښار په لور روان شو۰د مامورينو د کارتې په سيمه کې دوه کسان له ګاډي څخه کوز شول ۰ګاډى روان و او زه هم د خپل کتاب په لوستلو بوخت وم۰چې د پراون د کارتې په پېچومي په کورزېدو وو چې ګاډى ورو شو۰د کتاب د لوستلو په وخت کې مې داسې وانګېرله چې لکه چې ګڼه ګوڼه ( کانجسشن) دى ۰خو چې چلوونکي ته مې وکتل هغه داسې سر د سړک ښي خواته تاو کړى و چې لکه چې کوم څه ته په ځير ګوري۰ماهم په هغې خواته وروکتل۰
د سړک ښي خواته مې يوه لارۍ د ټيرونو ډکه په سترګو ولګېدله چې د همدې لارۍ مخې ته د لارۍ چلوونکى ، يو ټرافيک څارندوى (پوليس) او د هغه موټر سکېل ولاړ وو۰اوچې ګورم د څارندوى او د چلوونکي تر مينځ شخړه ښکارېده۰د څارندوى په لاس کې کتابچه غوندى څه راته ښکاره شول او د چلوونکى په لاس کې څلور پينځه د سلګونو نوټونه۰د سترګو په رپ کې څارندوى په چلوونکى باندې ګزارونه پيل کړل او په دې مخ مخ يې وهلو او هغه هم په خپلو لاسونو په کمزوره او په بې وسۍ سره د څارندوى څپېړې او سوکان شړل چې څارندوى په چلوونکي د لغتو (لتو) او ګونډو ګوزارونه هم پيل کړل۰نو موږ دا ټول د ګاډي سپرلي او چلوونکي دا څلور کسانو ورته رټ رټ کتل۰زموږ ګاډى به يره يولس شل ګزه وړاندې تللى و چې زموږ په ګاډي کې يوه ملګري چې زما په ګومان کوم وردګ ښوونکى و ، هسې غږ وکړ چې دا څارندوى خو د وهلي حق نه لري۰اودې بل ملګري چې نوم يې غفور جاهد و ( چې بيا وروسته مو سره وپېژندل ) هغه ووېيل چې څارندوى دې دا چلوونکى جريمه کړي او د پور پاڼه (د جريمې پارچه ) ورکړي نو وهي يې ولې؟
نو ما هم دوى سره همغږي وکړه او په چلوونکي مې غږ وکر چې؛
اې وروره!
ما ګومان کولو چې ته به اوس دا خپل ورو کړى ګاډى ودروې او موږ او تاسو ټول به دې پېښې ته ورکوز شوو او دا سړى به ددې بې عزۍ او وهلو څخه وژغوروو!
نو ته خو راروان شوې۰
دې زموږ د ګاډي چلوونکي چې نوم يې همايون و نو ماته ووېيل چې اوس هم ناوخته نه ده دا ځکه چې نېژدې يو سل ګزه وړاندې راغلي يوو ۰نوپرې ورځو؟
ما ورته ووېيل چې هوبلکل پرې ورځوو!
نو دې نورو دواړو ملګرو ته مې مخ ورواړولو چې ملګرو ورځو؟
دې دواړو ملګرو جاهد سېب او اوستاز وردګ دواړو راسره هوکړه وکړه۰
نو همايون زموږ چلوونکي ملګري ګاډى په همدې يوه خوا سړک کې ګاډى ځاى پر ځاى راتاو کړ۰ما پرې غږ وکړ چې اوستازه دا څه کوې په دې يوې خوا لارې ورځې؟
موږ به يو سم کار کوو او د قانون يوه برخه به پلې کوو چې نور لس نور برخې د قانون ماتوو؟
هلته تر رسېدو مخکې به موږ نوروته ستونځې جوړې کړوو او څو ګاډي به زموږ د لاسه سره ټکر وکړي!نو همايون اوستاز راته ووېيل چې زه به دې خوا وړه کوڅه کې ورشم۰
نو په همدې شېبه کې مې ملګرو ته ووېيل چې ملګرو موږ او تاسو هلته ورځو يواځې او يواځې د دې لپاره چې دا د لارۍ چلوونکى د دې وهلو، ټکولو او بې عزتۍ څخه وژغوروو او بس۰موږ ټولو په همدې پرېکړه وکړه۰
په څو شېبو کې هغه لا روانې پېښې ته ورورسېدوو۰د ګاډي څخه راکورز شوو۰ما سملاسي ځان سره خپل د کمپيوټر ګوډى ځان سره راکوز کړ او څارندوى ته ور روان شوم۰
او په همدې شېبه کې زموږ ملګري غفور جاهد خپل ګرځنده (موبايل) په لاس کې تاو راتاو کړ۰ما ګومان وکړ چې ياره لکه چې کوم غټ او زورور ته تېلېپون کوي او يا خپل ملګري او بل څو خبروي۰
زه څارندوى ته وروړاندې شوم او هغه ته مې ووېيل؛
چې وروره موږ دا ستا بې قانونه وهل ، ټکول او بې عزتي ددې لارۍ چلوونکي وليدله او د همدې لپاره راغلي يوو او د خپلې لارې څخه بېرته راتاو شوو۰او که دا سړى کومه قانوني ستونځه لري او غلتي يې کړي وي نو ته هغه جريمه کړه۰
نو ته دوهلو، ټکولو او بې عزته کولو حق خو نه لرې۰
او مخ مې د لارۍ چلوونکي ته ورواړولو چې؛
وروره موږ د دې لپاره راغلو چې دې څارندوى ته وهلې او ټکولې او ستا بې عزتي يې کوله چې تا ترې وژغوروو، نو موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې ستالپاره د قانون د منګولو د څخه د ژغورنې پرښتې جوړې شوو۰
ده موږ ته وويېل چې؛
ماته يې جريمه پاڼه راکړې ده او اوس مې وهي او ټکوي او بې عزته کوي مې۰
او دا د لارۍ چلوونکى په ډېر بد حالت کې وو۰او خپلې پيسې يې په جيب کې واچولې۰
نو څارندوى په کنځلو پيل وکړ؛ چې دې ته مې جريمه ورکړې ده او اوس رانه تښتېدلى دى۰
نو ماورته ووېيل چې سمه ده نو يې يا جريمه کړه او يا نور څارندويان ورته راوله چې ځان سره يې بوځئ که د دې وړ وي۰نو ته د وهلې او ټکولواو بې عزته کولو حق خو بلکل نه لرې۰اوموږ د همدې خبرې لپاره راغلي يوو۰
نو ده خپلې کنځلې کولې او ګرم ګرم کېدو، چې غفور سېب ګرځنده په لاس کې نيولى او څارندوى يې وننګولو؛
چې که نر يې يو بل وار پرې وکړه!
نو څارندوى په غفور باندې هم لاس پورته کړ چې ګوزار پرې وکړي۰غفور هم ورته ووېيل چې زه ستا دا ټول کړه وړه په ګرځنده کې ريکارډوم ۰څارندوى نور هم ګرم شو او غفور ته يې ووېيل چې ؛
ځه د اسمان دې هم لاس خلاس!
نو چې ما وليدل چې د څارندوى سترګې خو ولا ډېر سپينې دي او په دې ځوان خامخا ګوزار کوي نو زه وروړاندې شوم او ما ورته ووېيل چې ؛
ته د قانون ساتونکى يې نو ته هم قانون ماتوې او هم زياتى کوې۰ته څوک يې ؟ کوم فرعون يې؟
ولا چې دا ټوله نړۍ خو درباندې خبره کړم!
ولا چې د افغانستان لا څه چې د نړۍ په دې ټولو مهکمو او تاڼو خو دې وګرځوم!
تا ځانته ته خيال کړى؟
زما خبرې لا خلاسې نه وې چې څارندوى خپل موټر سکېل ولګولو(چالان کړ) او پرې سپور شو۰زه ورپسې ور روان شوم ،نو ماپرې غږ وکړ چې ودرېږه چې ته د خپل ولس بې عزتي کوې او وهې او ټکوې يې چې تاسم حساب کتاب ته په لاس ورکړوو!
همدا زما اخرينې خبرې وې چې دى بيا په همدې غلته لاره د مامورينو کارتې خواته په موټر سکېل ولاړ او تېښته يې وکړه۰
نو د لارۍ چلوونکي موږ ته خپله هغه د جريمې پاڼه ښکاره کړه او ووېيل چې؛
ولاچې ډېر يې بې عزته کړم۰نو موږ ورته ووېيل چې که يې مهاکمې ته کش کول غواړې موږ ستا شاهدان يوو او کنه د نور رشوت څخه خو خلاس شوې او که دا جريمه سمه وي نو بيا يې ورکړه۰
د لارۍ چلوونکي په سترګو کې چې اوښکې نيمې وچې شوې وې زموږ څخه يې مننه وکړه او موږ هم ترې راروان شوو۰
په لاره کې مې د همايون ، غفور جاهد او وردګ اوستاز سره په دې پېښه کره کتنه کوله۰
ما له دوى څخه وپوښتل چې دا څنګه تېره شوه اوستاسو د وجدان په کچه څه خيال دى؟
دوى درې واړه ډېر خوښ او وياړلي ښکارېدل او د دې زموږ د ټولنيز غبرګون په اړه يې ښې او نېکې څرګندونې کولې۰
بيا مې ترې وپوښتل چې که موږ او تاسو ګوښي ، ګوښي واى نو دا کار مو په بريالۍ توګه تر سره کولاى شول؟
نو د دوى ځواب دا و چې نه موږ په ګوښي ، ګوښي توګه نه مو زړه ورته کېدله، نه هم کول او نه هم بريالي کېدلو۰
نو بيا ما له دوى څخه وپوښتل چې که د دې څارندوى او ده ته ورته کسانو سره داسې درې څلور پېښې وشي نو دوى به کله بيا داسې وکړي؟
درې واړو ووېيل چې نه دوى به هېڅ کله هم داسې ونکړي۰
نو ما ورته ووېيل چې ملګرو دې ته وايي ټولنيز او ګډه مبارزه او دا يې هم پايله او هغه يې هم مسرپ۰ نو چې دوى سره په هر ځاى کې داسې وشي نو دوى ته به بيا ټوله ټولنه داسې ښکاري چې هر سړى او ښځه زما د غلت کار مخ نيوى کوي۰
دوى هر يو مې د دوى دې ښه ګام اخيستلو او زړه ور کار لپاره وستايه، چې يو قانون ماتوونکى څارندوى مو يو څه سم کړ او د ده يو نادوده او ناروا مو ودراوه او هغه کړېدلى اوځورېدلى د لارۍ چلوونکى مو وژغوره ۰او دا خبره مې هم ورته وکړه چې ګورئ دا کار په يواځې توګه هم نه تر سره کېده۰
همايون ته مې مخ ورواړوه او ورته مې ووېيل چې ګرانه وروره پر تادې برکت وي او خداى دې خير درکړي او زه پر تا وياړم چې ته په موږ کې يواځينى کس يې ستا د ګاډي د تېلو مسرپ وشو۰او دوه نور ځوانان مې د دوى په غږ اوچتولو او نوښت وستايل او تر اوسه د دوى ټولو دا مېړانه مې په ماغزو کې په ښايسته انځور پرته ده۰
ما له دوى څخه وپوښتل چې تاسې به دا کار بيا هم په همدې ډول له دې وروسته وکړئ؟
دوى درې واړو ژمنه وکړه چې بلکل به يې کوي۰او له دوى څخه مې دا غوښتنه وکړه چې هر يو يې دا کېسه خپلو ټولو ملګرو ته وکړي او په ډله ايزه رسنيو کې يې دې وليکې او خپاره يې دې کړي۰او غفور سېب ته مې ووېيل؛
چې ګرانه وروره دا وېډيو په فېس بوک يا يو ټيوب کې خپره او يا يې هم کوم افغان يا بهرني هېواد تلوېزيون ته ورکړه چې خپره يو کړي۰هم بل ولس په خپل زور پوهه شي او هم به د جنايت که وړوکى وي او که غټ مخ نيوى لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي تر څو زموږ د ژغورلو لپاره يوه بېلګه جوړه شي۰
بيا مې دوى ته ووېيل چې؛
دې ته وايي چې ؛ د خلکو زور د خداى زور!
او دوى مې هم د افغان ولسي غورځنګ جوړولو ته په دې راوبلل چې موږ غواړوو چې خپل ولس او هېواد په ګډه او په دې ډول له ننني جنايت او جنايت کوونکو څخه وژغوروو، عدالت او سوله ورته راولوو او د يوې ټولنپالې ولسواکۍ په مټو ټينګ پر مختګ راولوو۰
موږ خو ژمن او چمتو يوو!
تاسو څه کوئ؟
په درنښت
انجينير فهيم پښتون وردګ
کابل، ۱۳-۰۸-۲۰۱۲
