اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

نقد و انتقاد ډاکټر سيد عبدالله

ليک : ډاکټر سيد عبدالله
د تنقيدټکي په ادب کښې عام رواج موندلې دې ، نه خو ورته سړې غلط وئيلې شي اؤ نه ئې د بدلون څۀ وجه په نظرراځي خو بيا هم داوئيلې شي چه دا په عربئ کښې په رواجي يا په صحي شکلونو کښې ورته نقد اؤ انتقادوئيلې شي.
په عربئ کښې نقد الدراهم ( انتقديا تنقد الدراهم ) په معنوکښې استعمالولې شي. يعني کره درهم د کوټه درهمو نه بيلول.
داسې نقد الشعر( انتقد الشعر على قائله ) معنى دا آخستلې شى چه فلانى سړى په شعرکښې عيب راويستو اؤ په شاعرئې رد اوکړو، نو داسې اوشو چه په تنقيدکښې دا دويم مطلب به هميشه غالب وو خو ورسره به اول مفهوم هم ژوندې وو. علامه مرزبانى (وفات ۳۸۴هجرى) په خپل کتاب الموشح کښې د زاړو شاعرانو په کلام کښې د ټکو اؤ د هغو په معنو کښې دعيبونو ته ګوته نيولي ده . قدامه بن جعفر په خپلو کتابونو نقدالشعر اؤ نقد النثرکښې يو د عيبونو لټولو په اصول نه بلکه په شعر پوهنه اؤ د نثر په اصولو اؤ د هغوپه ګټه ور آړخونو بيان کړې دې.
په عربئ اؤ فارسئ کښې تنقيد دپاره نور ټکى هم استعماليږى چه په هغوکښې موازنه، محاکمه اؤ تقريْظ ډير اهم دى خو په حقيقت کښې د د تنقيد د بعضو خاص طريقو څو شکلونه دى خو د تنفيد بشپړه ټکى نه دي. لکه موازنه د دو يا د دو نه زيات شاعرانو د کلام د يو بل سره تلل وى . محاکمه د يوې شخړې په موقع د شاعرانو په مينځ کښې يوه فيصله کول وى ( کيدې شي چه د هغوى په ژوند کښې مخ ته راشى يا د هغې نه پس ) . تقريظ د ادب د يو فن پارې ستائيل وى خوپه خيالى انداز کښې، په نورو ټکو کښې دې ته مکابره هم وئيلې شى . په محاکمه کښې يو شاعر هيڅ په هيڅه لوې شاعر ثابتول وى.
په انګريزئ کښې تنقيد معنى يوازې د عيب لټول نه بلکه د هرې فن پارې تشريح ، تفسيراؤد کلام مقام ټاکل دى اؤ ورسره نور ټکى هم استعمالول شوى دى چه هغه ورسره ورسره ځائې په ځائې چليږى.
تنقيد څه ته وائي ؟
په بيلا بيلا وختونو کښې د فکرخاوندانو د تنقيد يا د ادبى تنقيد بيل بيل تعريفونه کړى دى . د دې اختلاف وجه دا ده چه هر ليکونکې پخپل نظر د تنقيد (کره کوټه) تعريف کوى نو له دې وجې په دې بحثونوکښې د تنقيد په ْطريقه کار او مقصد اختلافات مخ ته راځي . لکه څنګه چه تاسو ته معلومه ده چه په عربئ کښې تنقيد يا انتقاد په بنيادى ډول کره کوټه ته وئيلې کيږى . په يونانئ ژبه کښې تنقيد ته جاج يا معلو مولوته وائي. د دو بنيادي معنو باوجود که هرڅو د تنقيد تعريفونه په بيل بيل ډول شوى دي خو په دو تعريفونو کښې طريقه کار، شرطونه، مقصد اؤ دادب نظريه ډير لاس دې.
راځئ چه اوس ئې بيل بيل تعريفونه اوګورو،
۱) – تنقيد په کامل بصيرت اؤ علم سره په موزونې اؤ مناسبې طريقې سره، د يوې ادبي ليکنې ښه اؤ بد معلومول اؤ په يوې فيصلې رسيدل دې.
۲) د يوې ادبي ليکنې خوبئ اؤ د هغو يو مقام ټاکلو سره سره د نقاد عمل يا د هغوى منصب يا وظيفه هم ضرورى ده.
۳) . په لنډو معنوکښې د تنقيد مطلب د يوې ادبى ليکنې د خوبئيو اؤ کمزوريو ښودل دي . په اوږدو معنو کښې د تنقيد اصول ټاکل اؤ هغه اصول په تنقيد کښې په کار راوستل دي. لږه ډيره فلسفه پکښې هم شامله ده ځکه چه اصول ټاکل يو فلسفيانه عمل دې ،
۴) . ايډمنډګوس وائي چه ديوې ادبى ليکنې خوبئ اؤ دهغې مقام ټاکل يا فيصله ورکول په حقيقت کښې تنقيد بللې شى . دا اصطلاح نن صبا هم په دغو معنوکښې استعماليږې چه د يوې ادبې ليکنې ټول آړخونه په بشپړه توګه اٌوسنجولې شى.
۵) . يوجرمن پوهاند وائي چۀ يوه ادبي ليکنه ترڅوپورې دښائست هغه ټولې غوښتنې پوره کوي چه هغه د ليکنې په معيار او منلې شوى دي.
۶) . د اټلى دائرة المعارف کښې ليکې ، تنقيد هغه عمل دې چه تنقيد چه د يوې ادبي ليکنې د ټولو خصلتونو واکره اوباسي چه څۀ پکښې ښه دي اؤ څۀ پکښې ښۀ نه دي.
۷) . د ادبي ليکنو د اهميت اؤ د هغو قدر معلومول چه د ذوق پکښې پوره پوره خيال ساتلې شوى وى.
۸) . آئى ،اې ، رچرډ وائي چه د تنقيد کار د ليکونکي ليک سنجول، په دليل سره دهغه واضح کول اؤ په آخر کښې د هغه ښايښتۀ آړخونو په حقله فيصله ورکول دي.
۹) . مډلټن وائي چه دا د نقاد حق دې اؤ فرض هم چه هغه د هومر اؤ شيکسپير، د ډانټې اؤ ملټن ، د سيزان اؤ مائيکل اينجلو ، د ايتهوون اؤ موازټ کره کوټه معلومه کړى. رښتونې تنقيدهغه وي چه د زاړو فنکارانو دهغوي د کار په رڼا کښې مقام ټاکل اؤ د نوى ادب د ليکنو ازميښت اوکړى . د هغوي دا خيال دې چه لوې تنقيد هغه وي چه د شاعر انداز اؤ اسلوب جاج واخلي اؤ د هغه محرکات اؤ ادراک هم خپلو لوستونکو ته اوښائي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←