پښتو، پښتون، پښتون ولي
محمد نعيم کاکړ
څوک چي د بل درناوي او عزت کوي په غبرګون کښې به د داسي چا بيرته درناوي او عزت کيږي هم د ډول که موږ د بل د ژبى دود کلتور تاريخ او خاوري عزت وکړو نو به ارومرو ځموږ د ژبى دود کلتور او تاريخ درناوي کيږي دا يوه ټاکل شوى لار او نړۍ وال اصول دي خو ددي سره دا تړلي ده چي ځه پخپله د ژبى و خپل دود دستور او کلتور څومره درناوي کوم چي ځه خپله د دهغه ارزښتونو اوتاريخ درناوي نه کوم نو به د بل دهغه د څه وکړم او بل به په دي غبرګون کښې ځما د ارزښتونو څه درناوي وکړي نو ځکه ځموږ مذهب او دين سپيڅلى اسلام دا لارښودنه کوي چي د بل مذهب او دين ته بدمه وايه داسى نه چي ستا سوچه او سپيڅلى اسلام ته ددي په غبرګون کښې بد وويل شې څومره سپيڅلى اوکره خبره او اصول دي نو ددي دپاره موږ پښتنو افغانانو ته په کاردي چي د بل چا ارزښتونه چى په هغه کښې هر څه راځي بدونه وايو او ددي د څنګه لومړي د خپلو وياړوو لکه مذهب دين ژبه دود دستور ژوند تاريخ درناوي وکړو بيا د نورو څخه دا هيله ولرو چي دوي به ځموږ د وياړو نو درناوي کوي خو دا يوه خپره د يادوني وړده چي پښتون افغان د بل چا د وياړونو او ارزښتونو سپکاوي نه کوي نه يې پخوا کړي ونه يې اوس کوي که آکادکا داسي شوي وي خو څه نه شې ويل کيدي يا چا د پښتانه د وياړونو سره بد کړي وي هغه په غبرګون کښې داسې عمل کړي وي نو احتمال يې شته خو په حيث د يوه بشپړه قام پښتون د چا د ژبى د چاد دود کلتور د چا د ناستى پاستى او تاريخ سپکاوى نه کړي دي نه يې کوي ځکه چى يو انګريز.
خو په د نړۍ او سيمه کښې بيا داسي قومونه او ملکونه هم شته چي هغه غواړى چي د نورو ژبى د نورو دود په لنډه د قومونو وياړونه د منځ څخه يوشې يا داسي سره ورګډوډ کړي چي د دوي خپله پيژندنه په کښې ورکه شې خو دا يو غير قدرتى غير فطرتى عمل دى چى برى نه شې وړى ځکه هر هغه څه چې هغه فطرتى او قدرتى ارزښت ونه لري هغه يوه نه يوه ورځ د مينځ څخه ځي ځکه چى دا ټول کائنات د يوه اصول او تګ لاري او فطرت داړتيا سره دوام کوي چي تراوسه هيچا ته دا څرګنده نه ده چي د څه وخته څخه دهغه بهير روان دي داخبره تردي پوري ځه کوم چي فطرتى او قدرتى ارزښتونه به دوام کوى خو غير قطرتى او قدرتى به د منځ څخه ارومرو ورکيږي خو په زوره او د هلو ځلو د لاري قدرتى څه د منځ څخه وړل آسانه کار نه دي د چا که دا اټکل او خيال وي چي د چا ژبه د چا دود کلتور او وياړونه بۀ په زور د منځ څخه وړل کيږي ځما په اټکل دا ډېر ګران او نه کيدونکى عمل دى هو دا کيدى شې چى د څه وخت يا اوږد وخت دپاره خنډونه ورته واچول شې د بيلګى په ډول د مغلو څخه نيولي بيا تراوسه دا هڅه شوي او کيږي چي پښتو د پښتنو دود کلتور تاريخ او ويادونه سره ورګډوډ کړي يا يې د منځ څخه يو وړل شې خو په دي کښې نه مغل بريالي شو نه تور او سور انګريز بريالى شول نه ګاونډى هو د پښتو او د پښتنو د وياړونو د مخ نوي يې ډېري هڅي وکړي دوي خو تردي ځايه بريالى شول چي په ښوونځي کښې په دفتر کښې او په نورو ځايو کښې د پښتو په مخ ټول ورونه او دروازي وتړي او تړلي يې دي خو بيا هم دوي په بشپړه په دي کار کښې بريالي شوي نه دي هو دا شوي دي چي دوي د اوبو و مخ ته ورخ اچولى دى د اوبو کوړم يې درولي دي خو د هميش دپاره د اوبو وارو دوي د پښتو مخ نوي نه دي کړي نه ورځ که موږ و پښتو ژبه ته وګورو چي نه په افغانستان کښې د نورو ژبووارو چي د ډېر کيو ژبه هم ده.
دومره ارزښت نه ورکول کيږي که څه هم تر پاکستان پوري ښه ده خو په پاکستان کښې د نورو قامى ژبو لکه پنجابى ژبه بلوڅى ژبه بروهى ژبه سرائيکى ژبه يا نوري په بشپړه د منځ څخه د وړولو غير فطرى اوغير قدرتى عمل روان دي خو دهغه څوک چي په دا هيله دا کار کوي دوي به بريالي نه شې خو دا څرګنده شوي ده چى د دهغه ټولو تاريخى ژبو و مخ ته دوى خنډونه اچولى دى او د دهغه ژبو پرمختيا دومره نه د شوي لکه څوني چي په کاروه چ شوي وي خو بيرته هم په پاکستان کښې پښتنو په خپلو موټو پښتو و لوړ ځائى ته را رسولى ده چي تراوسه هم ډيرى خواري يې په مخ کښې دي ولى چى په لومړى سر کښې پښتو د ښوونځى ژبه نه وي شوي پښتو په سوچه ډول د رسنېو او ميډيا ژبه نه وي جوړه شوي او بيا ورو ورو د مارکيټ او بازار ژبه نه وي ګرځيدلي د نړۍ د نورو ژبو وارو پرمختيا نه شې کولى دا رښتيا خبره ده چي ددي خوا پښتنو ليکوالانو شاعرانو رڼ اندو او پخپله ژبه مئينانو پښتو ودي ځائى ته را رسولى ده خو تر هغه وخته چي پښتو په لومړى سر کښې د ښوونځي اوزده کړو ژبه نه وي شوي بيا د سوچه پښتو د رسنېو او ميډيا برخه نه وي جوړه شوي پښتو يا بله ژبه مخ په وړاندي نه شي تللي او پښتو د تعليم ژبه او د ميډيا ژبه جوړول د سياست مدارانو ډنډه جوړيږي خو د بده مرغه ځموږ سياست مداران په دي ۶۵کاله کښې بريالي نه شول چي دهغه د بشر غوښتنه او نړۍ واله غوښتنه خپل پښتون ولس ته راوړي ددي سره سره چي د دوى ترخولي د پښتون پښتون د توري په چپه بل څه نه راوځي خو يوه خبره دلته سپنول غواړم چي د کرښى و پورته خوا يا افغانستان او د پاکستان تر منځ ډېر توپير دي په کاردي چي دوي پښتو د ښوونځى تعليم ژبه او د دفتر ژبه وګرځوي او برابر حق ورته راوړي ځکه چيد دوي په اساسى قانون کښې دا حق ورکول شوي دي قانوني حق راوړل او غوښتل د هر وګړى حق دى.
دلته دا پوښتنه کيدي شي چي د دومره ناخوالو او د پيړيو پيړيو د خواري د وړولو سره سره پښتو څنګه هڅکه غاړه ولاړه ده په پرتله د نورو ژبو نو ددي جواب به څه ګران نه وي ځکه چي پښتو پخپله و خپلو اولادونو ته يوه کچه ايښي ده يا يې ورته مقرر کړي ده چي په ټاکل شوي چوکاټ کښې چا ژوند تېر کړي هغه پښتون دي او دهغه څخه نه خپله ژبه خواريدي ې نه خپل ټاټوبى خو څوک چي د دهغه چوکاټ څخه وواتي دهغه څخه بيا دا هيله او اميد نه دي په کار لنډ خبره ده چي پښتو د ژوند يوه بشپړه لاره ده چي موږ پښتونولى ورته ويلى شو او پښتونولى دهغه ورځى څخه را روانه ده چي پښتو راغلي ده نو ځکه چي څوک د پښتونولى څخه وواتي هغه بي پښتون نه پاته کيږي ددي سره سره چي هغه به په پښتو خبري کوي ځکه چي پښتو د ژوند بشپړه لاره ده چي په بله ما دا پښتو اسلام پښتو بشرئيت دي بيا پخپله پښتو و خپلو بچوړو ته کچى ايښي دي چي څوک پښتون دهغه کچى برابرو خالى هغه ننګيالي پښتون دي که تش په نامه پښتون دي لکه لوئى خوشحال خان بابا چي وائي دا شعر ستر شاعر د پښتانه د مشر په اړه ويلي دى.
خانى کار دهر چانه دي دهغه دي
چي صرفه ئې نه په سروي نه په زر
سخاوت او شجاعت سره زيبادي
بهادر به خالى نه وى له سخا
چى ګڼل خوړل بخښل کاخان هغه
چى لري توره د توري خان هغه
رښتيا خبره داده چي پښتنو ته خپلو مشرانو باتورانو داسي پياوړي او لرغونى تاريخ ورپري ايښى دى او داسي شاعرى او ليک ورته ورکړي دي چي يو پښتون که و غواړم هم ځان نه شې ځينى استلى که د څه تمى اسانتيا او ښه ژوند دپاره پښتو ته شا کړى خو بيرته مجبوره شى چى په پښتو پښتونولى باندى دا هر څه ايله کړى نو ځکه چى وائى چى ځي ځي آيا څوله بۀ راځى..(نوربيا
