اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

استاد شاه ولي سره مرکه

استاد شاه ولي، د حاجي بهرام خان زوى او د حاجي تبرک شاه لمسى دى. دى د پروان ولايت د تګاب په ولسوالۍ کې په 1952 کال کې زېږېدلى دى. په هډ پښتون او د ساپو د مسود په ټبر پورې اړه لري.

استاد شاه ولي شپږ وروڼه لري، چې پېنځه يې مړه دي او يو يې ژوندى دى چې ولي جان نومېږي او له استاد شاه ولي نه کشر دى.
استاد شاه ولي يوه مېرمن او دولس بچيان، چې 7 هلکان او پېنځه يې نجونې دي، لري. دده تر ټولو کشر زوى صدام حسين نومېږي او دوه کلن دى. استاد شاه ولي درې لمسيان لري او د خپل واده په اړوند وايي، چې:
(ځينې خلک فکر کوي، چې زما دوه ښځې دي، خو يو خداى ښه دى او يو يار ښه دى، زما يوه ښځه ده).

د استاد شاه ولي د فن پيل:

دى په دې هکله وايي:
زما د سندرو سره داسې شوق پيدا شو، چې زه د ولي داد خېلو په متوسطه کې په پېنځم ټولګي کې وم. زه په دغه لاره چې به تلم کتابونه به زما په شاوو، زه چې به سبق ته تلم، په واپسۍ کې به راتلم، يوه ورځ داسې ورځ وه، چې زما يو ډېر ګران عزيز چې د کونړ دى او سيد عالم نومېږي او د هغه اواز په راډيو کې چې د يو چا سره په لاس کې وه، راغى چې ويل يې:
تل مې سوځي په غرمو ولاړه يمه
ســخـــتــه د بــل وطـن يـــاري ده
نو دغه اواز په ما ډېر خوږ ولګېده او ما ويل چې زما زړه يې راووېست. د هغه سندرې سره زه اشنا شوم، بيا به هماغه سندره ما په لوړ اواز ويله، په کور کې به مې نه شوه ويلې، ځکه چې زموږ د کورنۍ له خوا به ممانعت کېده، نو بهر دښتې ته به ووتلم او هلته به د بابا خوړ ورته وايي، په دغه خوړ کې به مې شروع کړه، چې:
تل مې سوځي په غرمو ولاړه يمه
بيا مې خپل ماما ګل اغا ته چې په ارګ کې يې کار کاوه، وويل چې ستاسې کورنۍ خو يې ډېر بدګڼي خو زما له سندرو سره شوق دى، که ما ته اجازه واخلې، چې د افغانستان په راډيو کې ونيول شم، نو بيا هغه دومره کومک وکړ، چې د احمد شاه (پاچا زوى) نه يې خط واخيست او ما راډيو افغانستان ته يوړ. په دغه وخت کې به زه يوولس کلن وم، چې په راډيو افغانستان کې و نيول شوم او يوه سندره مى داسې وويله، چې زما اواز نه پېژندل کېده، چې هلک دى او که نجلۍ ده؟ دغه 1963 کال و، چې له دغې کال څخه وروسته له افغانستان راډيو سره زما همکاري پيل شوه او د افغانستان د تلويزيون جوړېدو سره سم مې له تلويزيون سره هم همکاري پيل کړه.
استاد شاه ولي د افغانستان په راډيو تلويزيون کې له 150 نه زياتې سندرې ويلي دي.

استاد زاخېل او استاد شاه ولي:

د استاد شاه ولي باجه استاد زاخېل ته ورته ده دى په دې هکله وايي:
زه له استاد زاخېل سره تقريباً 15 کاله شاګرد پاتې شوى يم، خو وريجنل (سوچه) پښتو چې څه شي ته وايي، بنيادي طور له هغه سره ما د پښتو په هلکه باندې کار کړى دى، نه کلاسيکي ځکه چې ورته کوم فولکلوري سندرې وايو هغه سندرې به هغه په باجه کې غږولې. د هغه خوشبوى فکر کوم، چې زما ګوتو او زما په لاسونو کې موجوده ده او خلک راته وايي، چې موږ ستا د باجې نه هغه خوند اخيستلى شو، کوم چې مو د زاخېل له باجې نه اخيسته.
د استاد شاه ولي په نظر باجه مخکښ رول په موسيقۍ کې لوبوي او د موسيقۍ نورې اّلې ځانته هم غږېدلى شي. دى وايي:
باجه يو بنيادي شى دى لکه د يوه تعمير يا کور ښخته، رباب په دې کې شک نشته دى، چې رباب دى يا سيتار، دوتار، تنبور، سارنګى، دلربا، ګيتار يا وابلن له باجې سگره سُر کېږي او که ځانته وي، هغوى نو خپل کار کولى شي.

استاد او کلاسيکه موسيقي:

استاد شاه ولي د کلاسيکې موسيقۍ د استادۍ درجه په لاهورکې تر لاسه کړې ده دى په باجه او د موسيقۍ په نورو اّلو کې مختلف راګونه غږولى شي. ده د کلاسيکې موسيقۍ زده کړه 12 کاله له استاد ماسټر نواب علي خان څخه کړې ده.
استا شاه ولي په ارمونيې سربېره په رباب، هورګل، طبله، دوتار، تنبور او زېر بغلۍ په غږولو کې پوره مهارت لري.
ده د پاکستان په راډيو او تلويزيون کې د درې سوو نه زياتې سندرې ويلي دي او د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورته مډالونه او جاېزې هم ورکړل شوي دي. په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ ع کال کی دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP له خوا ورته د باچا خان جاېزه او د ارمونیم شاهنشا لقب هم ورکړل شوی دی .
استاد شاه ولي په پښتو فلمونو کي هم سندرې ويلي دي او له افغانستان او پښتونخوا څخه بهريې هم کنسرتونه ورکړي دي او د ډنمارک په تلويزيون او راډيو کې يې د پښتو موسيقۍ پروګرام وړاندې او خپور شوى.
استاد شاه ولي د پښتو موسيقۍ يوه بله ډيوه ده، خداى ج دې دغه ډيوه بله لري امين.
(د پښتانه هنرمندان له لومړی ټوک څخه)
Interwiev with Famous Singer Mr. Shah Wali Afghan
From Pakhtana Hunarmandan Lomrai Tok
By: Nasir Stori

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←